څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 04.03.2008 |   ليكوال : پوهانددوکتورم.ا. زيار     چاپي بڼه
د بښاندولوراند څښتن په نامه د دې اوبپاڼې د پرانېستې په پلمه

هسې خو د بشري تمدن په تاريخ کې داسې ډېرې نوېستنې او برسېرونې(اختراعات او کشفيات) رامنځته شوې چې اوړونټکي يې رغولي او مهالپېرونه يې په نامه نومولي دي، خو تر اور و برېښنا راوروسته دومره ټوليزوالی او ټولنيزوالی چې کمپيوټري تېکنالوجۍ په دغه لنډ مهال کې موندلی، په ټوله مانا بېساری دی. له درستې پېچلتيااو رنګارنګۍ سره يې له درې کلنۍ تر 90-100 کلنۍ پورې ميلينونه انسانان له ټول اندوژوند ژوند سره راښکېللي او لا ناپايه لرليدونه او ارت و بيرت څنډونه(افقونه) يې پر مخ راپرانېستي دي.

دا د ستر ښاڅ و وياړ ځای دی چې د ځوان کمپيوټري پښتني پښت د دوو پښتو پالو فرهنګيالو په لورېينه زه هم د دغې ځانګړې جهاني جالپاڼې جوګه کېږم.

چې رښتيا خبره وي، زه پښتوژبپوهنې له لسيزو راهيسې دومره بوخت ساتلی يم چې د پېښور په شپږنيم او د اکسفورډ په ړومبنۍ اته نهه کلنه استوګنه کې مې د دغې وسمهالې خبرتيايي تېکنالوجۍ يوه زده کړوځي ته سر هومره ورښکاره نه شو کړای.
مټې مې له همدا کال دووراهيسې له خپل کليوال پاچا څخه دوروستيو څو کتابو د کار په بهير کې سيده او ناسيده ړومبی ليکنيز چم هومره زده کړ او بيا د اوبپاڼې ياجهاني جال له راکابو کولو سره وينيز، اوريز او وييز چمونه
سره له دې چې دا دومره کلونه د خپلو ليکنوڅېړنو د ټاپونې اوچاپونې په برخه کې له دغې پرمختللې تېکنالوجۍ څخه څه ناڅه برخمن شوی يم او يوازې له توليز(مالي) پلوه مې خپله روزي ورسپمولې، خو بياهم وايم چې: ((خپله لاسه، ګله لاسه))!
پوره نيمه پېړۍ په هېواد کې زاړه ټاپي او چاپي تخنيک زاره راچولې وه، په تېره د شپېتمې لمريزې لسيزې په وروستيو کې چې د اسلام و جنت ټيکه والو ټول هېواد او بيا کابل را دوزخ کړی وو، يو خوا په پوهنې چاپخونه کې د ملنګ جان د خوږو نغمو او بلخوا په دولتي چاپخونه کې د خپل درسي کتاب((پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)) د بې کچه ستومانوونکو  او نه سمېدونکو تېروتنو، ښويېدنو، توري الوتنو سمونو پکو کړی وم او دچا خبره، سايې خولې ته رارسولې وه.
يوه ترخه اوورسره خنداوړه يې داوه چې يوې پېغلوټې اوډګرې(حروفچينې) يو يوازېنی ويی((تاريخ)) (ناريخ) راو اوډه، له لومړي سمون سره يې(نارنج) کړ ، له بل سره يې(تاربخ) او همداسې يې ترپايه را سهي نه شو کړای، ترڅو يې لږکوټې ازمېښتکارې ملګرې دهغې جړې مشوړې سر راپيداکړ او ارامه سامې واخېسته!
هرګوره، ((انقلابي)) چارواکو يو شمېر بې ليک لوستې ښځمنې په لوی لاس په چاپخونو کې پر کار ګومارلې چې هم ليک لوست ياد کړي او هم  په راتلونکې کې فني کارګرانې شي، نو په دې توګه ورته ما يا بل کتابوال پلپوټ (شکايت) نه شو کولای!
دا به راسره ډېر باور نه کاندې چې زه د ځوانمنګۍ پر مهال تر خپلو ډېرو همزولو مخکې وم. له لسم تر دولسم ټولګي پورې(1956-1958) مې چې له ژمنيو چوټيو څخه په ګټه اخېستنه په هېلمند پروژه کې کار کاوه، د کمپيوټر دلومړني کوشنوټي، مګر پېړ وپلونډ بچي ((calculator)) کارول مې زده کړي ول. راوروسته يې د رسنيو له لارې د((مصنوعي مغزو)) په نامه د رغاونې خيالولې او خوبولې اوازې انګروزې رارسېدې؛ مانا داچې له نورو ډېرو نوېستنو په توپير دکمپيوټر دا د ناببرۍ(تصادف) نه، بلکې د يوه اوږده پلان شوي بهير زېږنده ولې ده.
 له اوسني نامه سره يې مټې په سويس کې د لوړو زده کړو پر لومړي کال(1966) بلد شوم او په ترځ کې يې د لا سترشوي بچي  ((ژباړونکي ماشين translator)) لکچرونو ته غوږ غوږ، چې تر هغه وخته يوازې د انګرېزي- فرانسي- روسي الماني متنونو، هغه هم زياتره د سياسي چارواکو د ويناوو دسملاسي يا همزمانې اړونې راړونې لپاره ځانګړی وو. خو زما د زده کړو تر پای (1972) د کمپيوټر تش همدا نوم دژبو پر سر وو او بس.
 ترهغې يې دوه درې کاله وروسته له دودېدو خبرشوم او ان د هېواد پر کچ د داودي پېر پر وروستي(1977) کال په((مرکزي احصاييه)) کې پر کار واچول شو. قادر ودان په المان کې د لومړي يادويم پښتانه په توګه پښتو پروګرام وردننه کړ او هېواد ته راوړې بېلګه ترې يو لوړ پوړي په څو لکو افغانيو تر لاسه کړه او ما هم وارمانه چې کاشکې ماورسره مالي سيالي کولی شوای او ((داو)) مې پرې ور خېژولی وای!
ښاغلی نورحمان لېوال په پېښور کې د اېشيا سافټ د لومړي استازي په توګه د پښتو کمپيوټرايزونې لپاره تر بل هرچا له مخه ګامونه پورته کړل او تر خوست او کابله يې ور وغځاوه، خو له بده مرغه، د بازار له تودېدوسره ورته تر کيسو د پيسو لاره ډېره واره يي ښکاره شوه. که نه، پر 1994 کال مې  په هماغه پرا نېستونې غونډه کې د پښتو د بنسټيزې زېرمې اړوند کتاب نيم ورکړ او ان تر پروسږ کال يې د استاد صميم له لارې په هسې تشه تمه کې وساتلم!
 اوونۍ دوې له مخه چې د ورپسې تنکي پښت وتلي استازي کريمزي د بي بي سي اوومې ستوديو په خپرونه کې د پښتو ژباړې د کمپيوټرايزېشن يادونه وکړه، زما هغه پخواني ارمان ورسره له سره غځونې وکړې.ګوندې په څو لنډو راتلونکو کلو کې زموږ ځوان نوښتګر پښتنی پښت د پښتو ژبې، ادب، پوهې او فرهنګ په ګردو ډګرو کې پر نړيوال کچ د دغې وسمهالې خبرتيايي تخنيکپوهې پر لازياته کاراچونه لاسبری ومومي، يوخوايې د زېږندويۍ(توليد) اوبلخوايې دخپرونې او خونديينې بهير د سيالۍ جوګه کاندې. په دې لړ کې مو په ځانګړي ډول پښتو پښويه(ګرامر)، پښتوليکلاروليکلارښود، وييپوهنه او ورسره ورسره د يوه لوی سمندر(فرهنګ محيط) په بڼه ګرده راټوله کړې او اوډلې، په بله وينا،چاپي وييپانګه ويډويي، سيډي، ډيويډي او هممهاله پر ليکه(اَنلاين) شي!
 
دګران  سمسور حبيبي ،هارون وردک او ډاکتر نيک محمد ويال دغه اوسنۍ لور راته، په  رښتينه مانا، يو نوی هڅاوی او زړه غټاوی دی چې پر هېوادني او جهاني کچ د وروسته پاتې پښتوژبې او ورسره د تړلې فرهنګي سيالۍ هوډو ژمنه د ژوند تر ورستۍ شېبې نورهم پسې را ټينګ کړم.
زه ډاډ من يم چې دغه خپلواکه جالپاڼه به د دوی اونورو له هغو( ټول افغان، تل افغان، بېنوا،  لروبر ، ټاټوبي، افغان بهير، دعوت، ساپي، پژواک...) سره زما د دوستانه راکړو ورکړو پايټکی نه وي. په دې تړاو به يوازې هماغه توندې تېزې ګوتنيونې او ګوتڅنډنې چې په ځانګړې توګه په پښتوژبپوهنه کې د ناژبپوهانو د بېځايه لاسوهنو او زړو ببولالو پر وړاندې ترې  زما نه رغېږي، د خپلې پاڼې په ټيکه کې ساتم او تر دې وروسته به پرې د اړوندو ښاغلو او اغلو((وېب ماسټرانو)) سرونه، نه ورخوږوم!
        وړاندې پر هېوادني او جهاني کچ د پښتو د علمي- فرهنګي سيالۍ پر لور!
 ستاسې د ټولو اغلو او ښاغلو خواخوږی زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي