څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 19.01.2009 |   ليكوال : پوهانددېفېل دوکتور مجاوراحمدزيار     چاپي بڼه
د لراو بر اوبپاڼې چلوونکي ته پرانېستی ليک

دخپل ملي او بين المللي علمي حيثيت داعادې لپاره د بشري حقوقو محکمې ته تر ټولو له مخه همتادروم!

ما او نورو دوستانو ته پوره څرګنده شوه چې له بده مرغه  هم ته د هېواد، پوهې فرهنګ او بياد پښتو او د لروبر جهل و جنګ ځپلې پښتني ټولني د اصلي دښمنانو د راپارونې او بيا يې د انساني ضد، اسلامي ضد او پښتني ضد سپکاويو او تېريو لومړی مسؤول ته يې، که نه ولې به دې:

1) زما د پښتو اېتېمولوجۍ ژباړلې سريزه د پښتو ژبپوهنې د يوې ډېرې اختصاصي او ساينتيفيکي موضوع په توګه تبصرې ته وړاندې کوله؟

2) د((موسکا)) د سپکاوي غبرګون د((اوغزوال)) له ليکنې سره پيونداوه چې په هغه غبرګون کې يې نه نوم راغلی او نه ورته کومه نغوته اشاره شوې او لا تراوسه دې دا تېروتنه نه سمه کړې او نه لرې کړې ده؟

دغه خوارکی ترتا او بې عفته سياسي احمقانو له ((معياري پښتو)) څخه د کومې سياسي اخباري ليکنې بتر جاج اخېستی او هېڅ په غبرګون نه ارزي. همدومره يې

کور ودان چې لږ تر لږه يې د عزيزولۍ، پښتني ارزښتونو او ياقلمي عفت په پار د هغو ډبرپېرو  بنسټپالو او فرهنګ دښمنوغوندې خوله نه ده راچولې، که يې څه هم دهغه بې لکۍ سپيو په راتوشونه کې له تاسره سمه ونډه اخېستې ده؛ ورانپوهاوی ((سؤتفاهم)) يې هم د نورو ډېرو په څېر د نا مسلکيوالي يا لنډې تنګې ملايي ژبپوهنې او پر اړوندو اصطلاحاتو د نه پوهېدنې زېږنده ده. که ده د ليکلارښود هماغه سرخبرې هم د((ورځ)) مهالنۍ له سروال قتيل ياقتيل زوی سره لوستی وای، دومره شروفسادته به يې نه رسوله. ماچې خپله لهجه يا ننګرهارۍ پښتو معياري اعلانولای، دنژاد پوه پالوال غوندې مې په يوه مياشت کې تر اوسني دې دوه برابره پنډ و پېړ لارښود چاپولای شو.

څه ضرور وو چې نيمې پېړۍ له اسلام کلا تر اسلام اباد او بيا له بولانه تر واخانه کلي پرکلي وګرځم او بياد ټولو لهجو غورچاڼ دپخوانيو او اوسنيو پوهانو د اړوند لاسليک شوي پروسيجر او دژبپوهنې د زرينو اصولو په کره کاڼي تر کره کولو وروسته په دوو لسيزو کې دوه ځله چاپ ته وسپارم،او ساده سيمه وال دا ضدونقيض رامخته کوي چې ولې مې(موږ) تر ننګرهاري(مونږ)، وزيري (ميژ) او غلجي(دېموږه) معياري ګڼلی دی؟

په هره توګه زه د يونسکو د فرهنګي سازمان دافغانپوهانواو ژبپوهانو د کميسون او ديوه راجستر شوي سياسي سازمان د سېنير غړي په توګه دخپل ملي او بين المللي علمي حيثيت داعادې لپاره د بشري حقوقو اروپايي ټولنې ته خپل شکايت وړاندې کوم او د هغو ټولو انسان دښمنو او فرهنګ دښمنو د راپيدا کولو مسؤوليت به هم ستا پرغاړه اچول کېږي چې د موسکا، ويدا،غِروال،نور، متين،ياسينزي او بل هر سپي زي تر نامه لاندې  يې ځانونه پټ کړي وي!

نوره دې خوښه!

په درناوي 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي