څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 16.01.2009 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
لرواو بر او نورو پښتو پاڼوته

د يوې کره ليکنۍ پښتو پر وړاندې سمتي او سياسي سنګر!
تر نورو مې د((لراوبر)) اوبپاڼې له چلوونکي ډېره ګيله په دې راځي چې که څه هم له همدغه ښکلي نامه سره يې((بېنوا)) پاڼه هماغوسمتپالوته ور پرېښووه، خو بيايې هم، په ناځانخبري(نااَګاهانه) ډول، د سنګر په تودونه کې تر ګردو زياته ونډه واخېسته.
کاشکې د سنګر بنسټ اېښوونکي او نورو همسمتو لنډ اندو يې يوه لږه کۍ هومره پښتني مېړانه درلودای چې ترپايه يې راسره په خپلو اَرو نومونو ډغرې وهلای، خو داسې راڅرګندېږي چې نه يوازې علمي مېړانه نه لري، بلکې پښتني دا هم نه لري!
تر ښاغلي هوتک راوروسته دې د نيم اکادېميک افق او ورسره د خواتي نومي سياسي بالکي کور لا ودان وي چې په خپلو اَرو  نومونو يې  د ټولڅرګندو جلا دانو په پلمه بېسروبوله سياسي تورونه راوتپل او له غاښ ماتوونکي غبرګو نو سره مخامخ شول. ورپسې بل جلادپلوي بيا له ډاره د((پښتون افغان)) په بدل نامه، دچاخبره((هغه څه وخوړل چې نور يې نه خوري))!
او دادی، داځل هماغه کوم يوه د خپلې ((موسکا)) لور او ياهم کومې نيملوستې سمتپالې خورکې په دغه درغلي نامه راودانګل او هغه بياهم د((لرواوبر)) له کړکۍ څخه!
ښايي ګران چلوونکی يې دارسنيز يا ژورنالېستيک دود دستور رامخته کړي
چې ورسره ورسره يې د د وو پښتو مينو دفاعيې هم خپرې کړې دي، خو زه ځنې دا پوښتم چې که د بدل او نابدل نامه توپير ورته ګران وو، نو دکوم ژورنالېستيکي دود يا قانون له مخې يې له قلمي سپېڅلتياڅخه دا دومره لرې او ناباندې سپکې سپورې ورخپرولې، يا ديوې عادي ليکنې غوندې يې د تبصرې مخ ورپرانېست؟
ما د استاد مورګنستيرن د اَرپوهې پر دويم چاپ د انګرېز پښتو پوه او وڼېڅي پوه اېلفنباين د سريزې ژباړه په دې نيت و نمات د پاڼو له لارې خپره کړه چې د نوې پښتوژبپوهنې دغه ((ساينتېفيکه)) برخه څومره ارزښتمنه اوګرانه ده او ولې يې پر بيا کتنه او بشپړونه76 کاله کار شوی دی. په ترځ کې مې دژبپوهنې استادانو او مينه والو ته دا ډاډ ورکړ چې تر پښويې(ګرامر)، وييپوهنې، ليکلارې او د ژبپوهنې په رڼاکې تر شعرپوهنې او دپښتو او پښتنو اتنولېنګوېستيکي تاريخ وروسته د اړوند درسي کتاب بشپړونې ته هم اوږه ورکړم؛ ان همداتېر پسرلی مې د کابل، خوست او ننګرهار په شپږګونو پوهنتونو او ښوونيزو څانګو کې د لکچرونو پر مهال پر  ټولو دازېری وکړ چې د نابغه ناروېژي اَريانپوهاند او پښتو پوهاند استاد مورګنستيرن د تاريخي اثر دنوي چاپ په اسره دېرش کلن ځنډېدلی کار به سم له سمونې له سره راپيلوم.
او موسکاخان يا موسکاجانه راګواښي او د هماغه جلادپلوو پر لاروۍ دنورو انساني ضد سپکو سپورو، تورونو پيغورونو په لړکې مې نيمه پېړييزې علمي= فرهنګي منډې ترنډې او برياوې د يوه پښتني ضد((پلان)) زېږنده بولي. بياراته لا دانصېحت کوي چې اوس د دې((خاينانه)) کارونو وخت نه دی، کتابونه ليکل په کاردي!
سمتي او سياسي تعصب او کرکې يې سدوسول دومره ور زموللي چې په دې انفارماتيکي او جنېتيکي انقلابي پېر کې يو ستاندرد ګرامر او معياري ليکلار پر پښتو  نه لوروي او پکې د علمي کتابونو وړانديز کوي! زه نه پوهېږم چې څوک بهرنی دوست اشنا ترې پښتوګرامر يايې رېفرېنس وغواړي،څه ځواب به ورکوي؟
په دوديزو پوهانو کې خو له استاد رښتين پرته بل چا کښلی نه دی او هغه هم پر
زړه لاره روده. زماد بشپړاکادېميک هغه ترڅنګه دارواښاد تږي ژبښود (خوداَموز) ډوله هغه هم چې له بربرې رابسن سره يې په ګډه کښلې، هم د چادرد دومره در ملولای نه شي!
د نورو سمتپالو په څېر راته موسکاهم ژبنی سوچوالی له دې دک دليل سره د پزې پېزوان کړی چې د استاد علامه حبيبي پرې هم سر نه خلاصېده. زه به ترې دا وپوښتم چې ايا هغه د نورو نويو پوهنو(ټولنپوهنې، لرغونپوهنې، ساپوهنې، وګړپوهنې...) د څانګوالو پر ژبه پوهېده؟
زما ليکنۍ ژبه، يو خواد نورو علمي=معياري ژبو غوندې دڅلورګونې پانګې او بلخوا له دومره ارتې او بيرتې څانګيزې نومونپوهنې(ترميالوجۍ) سره تړاو لري چې  دوديزه = عربي هغه ورسره له څومره والي او څرنګوالي(کمي اوکيفي) پلوه نه سيالي کولای شي او نه ورسره اړخ لګولای شي. هماغسې چې هغه علامه استاد او نورو علامه وو ته (فونيم، مورفيم، الوفون، الومورف، مورفو-فونيم،فونو
لوجي، فونېتيکس، فونيميکس،ارګاتيف، پرېپو زېشن،پوستپوزېشن،امبي= پوزېشن ، نومېناتيف،ابلاتيف اسېمېلېشن، دېسېمېلېشن، ترانسفورمېشنل= جنراتيف ګرامر...) ناپېژندويه ول، نوي رغولي پښتو انډولونه ورته هم نابومه ول. دوديز- عربي هغه خو د ((فاعل و مفعول)) ترڅنګه حروف مغيره يا جاره،جارو مجرور، مجهول و معلوم پخپله عربي ژبپوهانو وخته له چلنده اېستلي دي!
حال داچې موسکا راته ((اېتېمولوجيکل وېکابولري)) منل شوي پښتو انډول د سپکو سپورو پلمه کړی، بې له دې چې دومره پوهه ولري، دا يوازې د ژبپوهنې په څانګوالو او شاګردانو اړه لري. د ګردو پرمختللو ژبو اوان د راتپلې پارسي ژبې د لکونو علمي، تخنيکي او فرهنګي ترمونو په لړکې د ژبپوهنې دا هم په ټولو ويونکيو او ليکونکيو اړه نه لري. ژبپوهانو يې يو((واژه)) د ارکاييزم په پلمه را ژوندی کړی او بيا يې پربنسټ پرېمانه رغاونې(واژه شناسي،واژګان، واژګاني، دانشواژه، واژ، تکواژه، واج، واجګونه، واجشناسي...) کړې چې تراوسه يې ما نه په منځنۍ پارسي(پهلوي) متنونو او ډېکشنريو کې څرک لګولی او نه د زړې (هخامنشي) پارسۍ په هغو کې، بې له دې چې کوم ايراني، تاجيکي يا دري والا پرې نيوکه وکړي.
پښتو((ويی)) چې لا تر اوسه په يونيم ګړدود کې د قول، لغت او کلمې په مانا ژوندی پاتې دی او د کلاسيک ادب د ويناوالو په لړ کې احمدشاه بابا ان د طيبې کلمې (دا ويی د تنعم دی، لااله الله) په مانا هم کارولی دی، زموږ جهل و جنګ ځپلو پښتنو ته((ببو)) ښکاري. وييپوهنه، وييپانګه، وييزېرمه... خو لا د سمت و سياست پر لېونو لړمۍ راخېژوي!
بله ناخبري او ناګاري يې داچې لا تراوسه د نوې او دوديزې ژبپوهنې ترمنځ او بيا ورسره د ادبپوهنې، شعروشاعرۍ او ليکنو څېړنو توپير نه شي کولای او په دې يې راننګوي چې نن سبايې يوازې زه د ژبني ساينس ټيکه وال نه يم او هسې بېځايه ساټې باټې وهم، بلکې نورهم ډېر ول او لا شته؛ ياداچې د هېواد د پرله پسې ((پرزنايز کېدو)) مخنيوي لپاره زما تر رغنده ژبنۍ= فرهنګي سيالۍ بله اغېزمنه لاره روده ګردسره په لرليد کې نه راځي!
د نورو تورونو او پيغورونو په لړ کې د سنګروالو دا تور هم بې سروبوله دی چې ګوندې  د متنپوهانو او نورو دوديزو ليکوالو برخلاف د پخوانو استادانو څېړنې او څېړندودونه، هغه هم د((ژبپوهنې)) په تړاو نه منم، نوخدای مکړه، دايې د شخصيتونو سپکاوی دی!
هو، لکه څنګه چې سوکرات،اپلاتون، ارستو... علمي پاتوړو ته ټوله علمي نړۍ له تېرمهال پلوه درناوی لري، ما هم له تاريخي پلوه د خپلو پخوانو پوهانو او استادانو او ورسره ورسره ليکنو څېړنو ته تر بل هرچا ډېر درناوی درلودلی اولرم يې،په تېره استاد حبيبي اوليکنو هستونواو په ځانګړي ډول يې تاريخي اثارو ته.
هغه د نورو په توپير له ما او نور نوي اکادېميک پښت سره دومره اړپېچ نه لاره او بيا يې دا پراخنظري چې د سمتپالو برخلاف يې د کندهاري ګړدود پرځای ان د لسمو لمريزو کلو راهيسې د ټولو ګړدودو د يوه  معياري غورچاڼ ټينګ پلوي وو او په همدې موخه يې د اړوندو غونډو مشري کوله.
د اطلاعاتو او کولتور د سلاکار په توګه يې رانه وغوښتل چې تازه بشپړه کړې ((وييپوهنه)) د کالنۍ جايزې لپاره وروړم. د ژوند په وروستيو ورځو کې تر بل هر وخته زيات پوښتنې ته ورتلم او بهرته داستونې اودرملنې لپاره مې له کند هاري وزير ((مجيد سربلند)) سره تڼۍ وشلولې. خو ماچې تر څو دوکتور نجيب اله ور واسطه کاوه،کارمليانو د ((پوهنتون =دانشګاه)) پر سر ناڅاپه د مېلمه استاد په پلمه دېموکرا تيک المان ته را تبعيد کړم او مياشت دوې وروسته مې د ارواښاد استاد له((ويرنې)) سره استعفأنامه هم ور ولېږله!
که سمتپال او بيا جلاد پلوي سياستمردار له پښتو سره رښتينه خواخوږي لري او ورته زما پر پښتني ضد((پلان))، يا د موسکا په پاکستانۍ نومونه(( منصوبه)) خبردي، نو ولې په تور لګونه بسنه کوي؟
ولې د غويي له اوومې او اتمې، د مرغومي او تلې تر شپږمې او بيا دوويشتمې پورې دګردو سرو،تورو اوسپينو کودتاچيانو، جلادانو او جنګي جنايتکارانو په استازۍ، ما د هاګ نياووالۍ(دادګاه) ته نه ورکاږي؛ يا لږترلږه د ژنيو هغې ته چې اړوند پوهنتون يې دغه کارته روزلی يم!!؟


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي