څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 16.12.2008 |   ليكوال :  پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د ((يوې=کره ليکنۍ پښتو)) مينان به يې په لوستنه پښېمانه نه شي!

پر ليکلارښود
دادبي بهيرکره کتنه
اکسفورډ،25-11-08

په سر سر کې له استاد منلي په منو منو مننه چې ليکلارښود يې را ارزولی، همدومره مننه يې بيا له دواړو شريکباڼو، استاد غضنفر او ډاکتر اکبر او په پای کې هم له ګوربت  يوني ((بازه))، چې ويلي يې پرې کښلي او را لېږدولي دي.

 ډېرو ويناوالو او قلموالوته څرګنده ده چې د درو سروکره کتونکو اړاو تړاو زيات له ادب او ادبي پنځونو او ارزونو سره دی او اړينه نه ده، په ټوله مانا يې دغه ارزونه پر مسلکي- تخنيکي  کنډه پوره وخېژي. خو بياهم:
زه يې تر ګله په خندا خوشاله يمه!
مانا داچې لږ تر لږه يې دوه پيغامه د ادبي بهير او نورو ډېرو مينه والو لپاره درلودلي دي:
 لومړی پيغام يې داچې ژبپوهنه يوه خپلواکه پوهنه ده او سکالو(موضوع) يې (( ژبه)) او((ژبنۍ ربړې)) دي. او دويم پيغام يې د((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) اړينتيا او ارزښت دی.
ژبه د انسانانو تر منځ د پوهاوي وسيله ده او په دې سره موږ يو بل ته خپل اندونه، واندونه(خيالونه) اوروو او لېږدوو. داچې هره پوهه او فرهنګ د اندونو او واندونو زېږنده دي، نو له دې پلوه ژبه يوه جهان چاپېره يا يونيورسله زېږنده او لېږنده وسيله بلل کېږي. که څه هم ژبه يوه توکيزه (مادي) وسيله يا پديده برېښي او د غږيزو او اوريزو پيلامو (علامو) د پرله غښتې(سېستېماتيکې) ټولګې په توګه د انسان ديولړ غړيو(ژبې، شونډو، اووريو، غاښو، تالو، ژبۍ، ستوني، کومي، سږو...) او بيا هوا په مټ رازېږي، خو زموږ له ذهني نړۍ سره يې نه شلېدونکي دوه اړخيز تړاو يو مانيزوالی هم ور بښلی دی؛ فکر د ژبني چار ذهني اړخ جوړوي او په اتوماتيک ډول ورسره هممهال ژبنۍ نښې تړاو پيداکوي، په نورو ټکو، نه فکر کولبې ژبې شوني دي او نه خبرې بې فکره.  ديوه داسې ذهني يا فکري تړاو له نشتوالي نه، د لېونيانو او توتيانوخبرې ژبنی ارزښت نه لري.
له دې هم نټه نه شي کېدای چې ژبپوهنه تر بلې هرې پوهنې له ادبپوهنې سره زيات ټينګ و ترينګ اړيکي لري. ځکه د ادبپوهنې سکالو((ادب)) يو ژبنی هنر بلل کېږي او((ژبه)) يې د ژبپوهنې د سکالو په توګه هم((ژب- ښکلاييز)) او هم  ((ژب- انديز)) اړخ ور رغوي همدا لامَل دی چې د يوه ادبي پنځونې په کره کتنه کې ژبه د دغو دواړو اړخو له پلوه له پامه غورځېدای نه شي.
مګر په سرچپه ډول، د يوه ژبپوهنيز اثر يا اړوندې ربړې(مسألې) په هغه کې ادب او ادبپوهنه کوم نقش و رول نه لري او هماغسې چې يو ژبپوه د يوه ادبي اثر يا پنځونې د ارزونې له توغه وتلای  نه شي، دغسې له يوه ادبپوه هم د يوه ژبپوهنيز اثر يا ربړې د ارزونې تمه نه شي کېدای.
له دې سره سره چې ادبپونه لکه تاريخپوهنه او تاريخ ليکنه، متنپوهنه، اخځپوهنه، منطق، فلسفه يابله بشري يا ټولنيزه پوهنه او اړونده کره کتنه کېدای شي، په يوڅه کړن او کړاو(مشق) په اماتوري توګه يو ليکوال څېړنوال راخپله کاندې،خو ژبپوهنه نن سبا دومره پر ازمېښتي( تجربي) يا ساينتيفيکو اَرونو او مېتودونو ډډه لګوي چې راخپلول يې ګرد سره ناشوني برېښي. هرګوره، يوازې د کړنيزې يا تطبيقي ژبپوهنې يوه نيمه برخه لکه: سيندکښنه، ژبښوونه په کار و کړاو ښايي راخپله شي. په بله وينا، يو څوک سيند کښونکی يا ژبښوونکی شي، هغه هم د يوه ژبپوه په سيده لارښوونه او يايې له ليکلي لارښود او پښويې(ګرامر) څخه په ګټه اخېستنه.
د پښتو ليکلارښود د ويينې(بحث) نوښتګر هم له هغو ادبپوهانو څخه دی چې په فرانسه کې يې تر ماسترۍ راوروسته د ختيزو ژبو په مرکز کې پښتوښوونه لږوډېره پرمخ وړې او په همدې لاسوند يې د دغه ژبپوهنيز اثر په  باره، يا شاوخواکې تر دواړو شريکباڼو د ويينې ډېری برخه هم ځانته ځانګړې کړې او هغوی ورسره دلته او هلته ټيکۍ نيمه راغبرګه کړې ده.
استاد منلی، له دې سره سره چې د بهير ګډونوالو ته هغه کړې خبرې بيا کتلې او کښلې هم دي، خو بياهم پکې تر پايه يوه نااوډوني او اړوپېچ (ضدونقيض) ليدل کېږي. ښايي دايې د ناغېړۍ نه، بلکې د ډېرې بوختيااو ناوزګارۍ زېږنده اوسي. که وار له مخه د لارښود 15 مخه پيليزه او چلندلاره(پروسيجر) لږڅکې په ځير لوستی وای، نه به ترې خبرې دومره اخوا دېخواخپرېدلې او نه به د اړوپېچ ښکار کېدلې. لومړۍ بېلګه يې دا وروسته ټوکر يا پاراګراف دی چې په ((اوسني عصر)) کې، په سهي نومونه ((نن سبا))، مايوازېنی پښتو ژبپوهاند ګڼي او بياد ((منفي= مثبت)) دسپيناوي رښته ځان او نورو ته ځانګړې کوي:
((ما د بحث لپاره دا کتاب ځکه غوره کړ چې په اوسني عصر کې استاد زيار د پښتو ژبې يوازېنی ژبپوهاند دی. د استاد د هرې ليکنې نه موږ ډېر څه زده کولای شو. د استاد د ډېرو خبرو سره به زه هم موافق نه يم او نور به هم شايد موافق نه وي. خو هغه هرڅه چې موږ ته استاد وړاندې کوي، پرته له دې چې منفي او مثبت اړخونه يې و څېړو، موږ ته پکې ډېر څه وي... مګر دلوستلو او فکر کولو وړ کتاب دی. زموږ د ژبې د پرمختګ يوازېنۍ لاره داده چې په هره ليکنه فکر وکړو. استاد په دې کتاب کې هڅه کړې ده چې پښتو يوه او کره شي...)).
همدا څرګندونې بل ځای په بل ډول را غبرګوي:
((...دغه کتاب چې د ژبې د يوه کولو او کره کولو لپاره ليکل شوی دی. ډېر ښه دی او د وخت ضرورت هم دی. که ځينو برخو ته يې سړی د نقد په سترګه وګوري، مثلاٌ استاد ځينو شيانو ته کره او ځينو ته يې ناکره ويلي دي. موږ بايد دا ازادي ولرو چې د استادانو په خبرو هم خبرې وکړای شو...)).
ورپسې بيا يو توکمپوه ډاکتر((پالوال)) هم رامخته کوي:
((نو ډاکتر پالوال چې په دې برخه کې يې ډېر کار کړی دی، چې هغه د دې جوګه نه وي چې په دې کتاب دې ليکل وکړي، نو زه څوک يم چې دا جرئت به کوم...)). زموږ دوديزو پوهانو، په تېره مشر استاد حبيبي او کشر استاد رښتين خو تر پالوال هم ډېر کار کړی، دا جلا پوښتنه ده چې دغه توکمپال
ډاکتر د نوې ژبپوهنې کورس نيم لوستی دی!
ډاکتر اکبرهم بيا د منلي صاحب د بېځايه پخلي لپاره د يوه (طبيب) په توګه يوه ساينسي بېلګه رامخته کوي:
((... د پښتو ژبې نه به د اتوم د نه ماتېدو کيسه نه جوړوو. د خدای له کلامه پرته په هرشي منطقي نقد کېدای شي...)).
که له ده داوپوښتم چې که له ((منطقي نقد)) څخه يې موخه، د کليمې په سهي مانا پر سوليز(عقلي) استدلال برابر نقد وي، نو په دې توګه بايد يو منطقپوه د هرې ټولنيزې يا بشري،ساينسي او تخنيکي پوهنې د ارزونې له توغه ووتلای شي! حال داچې هره پوهنه او پوهنيزه څانګه او کره کتنه او ارزونه يوازې او يوازې په هماغه خپل څانګوال اړه لري. په دې توګه ، د ((منطقي نقد)) پرځای((څانګيز نقد)) يا ژوره او هر اړخيزه(( مسلکي= تخنيکي)) نومونه(اصطلاح) سمه او کره راځي. نو که ډاکتر صاحب راسره دا علمي= منطقي دک و دليل ومني، نو بيا به ورته ووايم چې ژبپوهنه او اړوندې ربړې او ارزونې يې په ژبپوهانو اړه لري او د نورو پوهانو په څېر ناڅانګوالو ته د يوه ژبپوهنيز اثر يا ربړې ارزونې، لارښوونې، لاسوهنې اوبيا ننګونې رښته نه ورکوي. په بله ژبه، همدوی کولای شي د نورو مينه والو اړوندې اښتنې پوښتنې ورځواب او ستونزې يې ور هوارې کاندې، نه داچې هيلۍ ته لامبو وښيي!
 د پوهې، فرهنګ او تخنيک په نړۍ کې يو دبل د څانګې درناوی کوي، خو زموږ په وروسته پاتې افغاني او په تېره پښتني ټولنه کې له بده مرغه دا((علمي اخلاق)) لا دومره نه دي را دود شوي دي. تردې چې سيده او نا سيده مې په خپلو ګناهګارو غوږونو له يو شمېر ليکلوستوالو او ان د ارواښادې پښتو ټولنې له علمي(!) غړيو اورېدلي چې(( پښتو خو يوازې دزيار ژبه نه ده چې...))!
په دې توګه له درو واړو پوهانو، په تېره له استاد منلي دا تمه زياته کېده،ځکه د اند وژوند ډېره برخه يې د فرانسې غوندې په يوه نومور فرهنګيال او دوديال هېواد کې تېره کړې. خو ده هم په دغه تړاو، لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، په اړو پېچ کې نغښتی او له منښې سره سره يې د نورو هېواد والو په څېر زما څانګيزه اتوريتي له خرخشې سره را مخامخ کړې او نور يې هم رالمسولي. هماغه کانه يې راسره کړې چې ورته ووايم:
خبرې خوږې کوې، لکۍ يې کږې کوې!
بشپړواله(مطلقيتabsolutism) چې په جوتپوهنو(مثبته علومو) کې خپل ځای پرتليزوالې(نسبتيت relativism) ته پرېښی، په ټولنيزو هغو اوبيا ژبپوهنه کې څنګه داپوښتنه پيدا شي؟  حال داچې ما پخپله د ننګونې ترڅنګه د کښلي وړاندې کړي پروسيجر په پای کې دا منښته کړې ده.
ژبپوهنه، له دې سره سره چې په شلمه پېړۍ کې دو سوسور، سپير، بلومفيلد، مارتن او تر ګردو ستر او څو اړخيز نابغه چومسکي تر لوړترين بشپړتيايي پړاوه را ورسوله، خو بياهم ورته کوم پايټکی نه دی اېښوول شوی او پرله پسې نوې نوې الواکونه(تيورۍ) پکې رامنځته کېږي. داچې ژبپوهنه تر بل هر انساني او ټولنيزو پوهنوله ساينتيفيکو پوهنڅانګو څخه ډېره ګټه اخلي، نو تازه بېلګه يې دنوي جېنيتيکي انقلاب په رڼا کې دازباده شوه چې د خبرو يا وينا ستر يونيټونه(جملې) د مغزو کيڼې خواته جوړېږي او کوشني(وييونه...) ښۍ خواته؛ همدارنګه د وروستۍ2003ساينس ژورنال ګڼې له خبراوي سره سم د رابرسېره شوې DNA له مخې د هندواروپايي ژبتوکميزي کورنۍ لرغونوالی له 6000 نه تر 7000کلونو شاته ولاړ.
په دې څو وروستيو کلو کې ما پښتو پښويه(ګرامر) دوه ځلې له نويو زياتونو او کرونو سره چاپ ته وسپارله او د نورو تکسبونو نوي کول (update) پرمخ وړم. اوسنی ليکلارښود مې هم د 1980ليکلارې نوې کره کړې بڼه ده او هيله من يم چې لا کرونې او بشپړونې ته يې بياهم وخت پيدا کړای شم.
زه به ډاکترصاحب ته د ژبې د اتوم د ماتېدو کيسه وکړم. د کابل پوهنتون په ادبپوهنځي کې د نوې ژبپوهنې لومړني ارواښاد استاد عبدالاحد ياري کوشنيترين مانيز توک ((مورفيم)) راښوولی وو او څوکاله پس چې د لوړو
زده کړو لپاره يوه اروپايي پوهنتون ته ولاړم، په لومړي لکچر کې راته پته ولګېده چې مورفيم خوارکی بيا وخته پر ((سانتيمو)) شنل شوی. وروسته چې د فرانسي اندرې مارتن((د ټوليزې ژبپوهې بنسټونه)) پر لاس راغلل، پوه شوم چې دابرسېرونه د دغه نوميالي ژبپوهاند وه. په هره توګه د غه ژبني ساينس ادلون بدلون په دې مانا نه دی چې يو ناڅانګوال يې د اړوند اثر د مثبت= منفي يا کره= ناکره د سپيناوي لپاره پلمه کاندې!
نو زماد ليکلارښود، پښويې يا بل اثر کرونه او د نيمګړتياوو يا منفي اړخونو نومېرنه او جوتونه، لکه څنګه چې مې په ((ننګونه)) کې ډاګيزه کړې، يوازې د نوې ژبپوهنې او بيا پښتو ژبپوهنې په څانګوالو اړه لري او بيا په هغو پورې چې ترمايې پوهنيز= څېړنيز رېکارډ پورته وي. درو سرو استادانو او نورو پوهانو او پښتو مينانوته  په ټوله ژمندويۍ دا ډاډ ورکوم چې زه نه، د ژبپوهنې ټولمنلي اَرونه(اصول) له خپلو ځاني ولولو بلهاروم او نه، خپله مورنۍ= پلرنۍ ژبه له خپلو ګټو او ځانغوښتنو. که چېرې يې په دغه تړاو څه شک و شوپيان ولري، رامخته دې کړي چې په ژبپوهنيز دک و دليل يې سکته(قناعت) پرځای کړم!
استاد منلی په يوه بله برخه(دليکنې3مخ) کې بيا رامخته کړې ژبنۍ ربړه له اړوندو ژبپوهنيز اَرونو سره، کورټه او سکوټه يوه خورمنځي(سليقه يي) مسأله انګېري او په دې توګه پکې لاسوهنه ځانته روا يا توجيه کوي:
((... زه ژبپوه نه يم مګر ژبه مې دومره زده ده جې خبرې پرې وکړم او يوڅه پرې وليکلای شم. خو زه وايم چې د ژبې په باره کې کوم اصول ټاکل کېږي، زما لپاره ټاکل کېږي. بايد اول يې پرما ومني، دامنل که په زور وي او که په رضا وي، دواړه لارې مجازې دي... پوهان موږ ته وړانديزونه کوي، خو دا وړانديزونه منې په چا؟ ...)). همداسې يې دا ببولاله در واخله: ((په ژبه او قوم باندې د ارزښت اېښودل په اخلاقي لحاظ يو غير مجاز کاردی)).
ژبپوهنه د نورو پوهنو غوندې افاقي علمي اصول لري، او دی وايي،دا زما ژبه ده او حق لرم چې ويې ننګوم، زه به يې داسې ورغبرګه کړم چې ((ځان)) خو هم ستا دی، بيالوجېست يا ډاکتر څه حق لري چې پکې لاسوهنه کوي او دځانګړو اَرونو پر بنسټ يې تر سپړنې او شننې لاندې نيسي؟
دا دهماغه يوه کليوال ناروغ کيسه شوه چې ړومبی ځل د کابل يوه روغتون يا کتنځي ته تللی وو او ډاکتر پوښتلی وو:
= کاکا څه ناروغي لرې؟
هغه اخوادېخوا نورو ته مخ واړاوه او ويې ويل:
دغه پېنځه عزيزان دې ووايي !
ژبپوهان د طبيبانو غوندې لومړی خپله دېتا له ويونکو څخه ترلاسه کوي، خو نور د دوی کاردی چې څنګه يې سره اوډي را اوډي او يوه قاعده، قانون ((ګرامر)) ور جوړوي. بيانو ويونکي دا نه شي ويلای، دامنم، دا نه منم. کټ مټ لکه ناروغ چې طبيب ته خپل درد و رنځ ووايي،نوره ليدنه کتنه، نو مېرنه او درملنه يې بيا په هماغه(حاذق) طبيب اړه لري.
ماپښتو ليکلارښود د پښويې(ګرامر) په رڼاکې کښلی او پښويه مې له لاسته راوړې(ګړدودي) دېتا څخه. له وينااو جملې نيولې تر کوشنيترينو توکو (غږونو) پورې ټول شنلي او ور اوډلي دي. په دې توګه مې د خبرو اترو يا وينا د ننه د بېلابېلو توکو(جملو)، د جملې دننه د بېلابېلو توکو (ګړونو- مورفيمونو) وېشون، اوډون او اوړون(ترتيب او تصريف) او د ګړ
(مورفيم) يا ويي دننه د بېلابېلو توکو(غږونو يا فونيمونو) ډولونه، بيالوجيکي او فېزيکي ځانګړتياوې، وتوځي يا زېږځي(مخرجونه) او وينګ ډولونه(د ادا طرزونه) ښوول شوي دي.
په دې توګه هېڅ ويونکی ماته ويلای نه شي چې ولې دې د پښتو جملې ماډل((فاعل= مفعول= فعل)) ټاکلی، نوم دې د درو- څلورو اړخو پر بنسټ او فعل د ديارلسو- څوارلسو اړخو پر بنسټ ګردان کړی او د پښتو غږونو شمېره دې36 ښوولې ده او يا دې ويلي چې ضمه، کسره او مد ګرد سره په پښتو کې نشته او له دې پلوه خپل او له نورو پرديو ژبو سره شريک يادخيل وييونه له پښتو وينګ سره سم مې پېښ پر(و)، لکه لومړی، کونړ، کوندزيا کوندوز، کومک، ګومان، رومان؛ زېرپر(ې)، لکه هېلمند، څېرمه،ګېله، ګيله او اوږد يا ممدوده الف پر عادي الف بدلول يا ليکل، لکه اسان، ارمان، ازادي... کره بللي. همداسې په فعلي ګردان کې له (ورسېدو، ورسېدلو، ورسېدئ ...) لنډ او تاريخي (ورسېد)اداسې نور درواخله؟
د يوه((کوشني)) ويي لرغونوالي لپار ه مې د ((کنېشکا = کوشنی پاچا) ريښه پسې د باختري ژبې د سره کوتل ډبر ليک راسپړلی او په دې ډول مې تر کندهاري((کوچني)) د سوېلي پښتونخوا دا کره زباد کړی دی. بله بېلګه يې ((خوشال)) ده چې د استاد حبيبي په همغږۍ مې د شال(شاد، ښاد) له مخې د نيم عربي شوي ((خوشحال)) پر وړاندې کره ګڼلی دی. د توپير(کونترست) او پارسي ((ناف)) له مخې د ننګرهاري((نوم)) پر وړاندې ((نو)) کره زبادېږي.  د مانا، توتي، توتا خېل، توپان، پيل او داسې نورو ډېرو مې پوره اتېمولوجيکي، ډايلېکتولوجيکي- ستاتېستيکي ... سپيناوی کړی دی او داسې نور.
داچې زموږ منلی ادبپوه وايي،پښتو له بېشمېرو ګړدودو سره سره بيا هم پښتو ده او ټول سره پوهېږي، خو دا يې هېره کړې چې يو ګړدود هم په يوازې ځان د ګردې پښتو استازي نه شي کولای او زموږ هلې ځلې د يوې ګډې، سم له لاسه، کره ليکنۍ پښتو د رامنځته کولو لپاره دي، هغه هم د ژبپوهنې د زرينو اَرونو او اړوندې چلندلارې په مټ د ټولو ګړدودونو د يوه غورچاڼ په بڼه!
ګړدودي توپيرونه يوازې په((ښ= ږ ، س=ش يا ژ=ز=ج، لکه پشتو ژبه، پښتو زبه،پښتيو زبه،پختو جبه...)) را لنډېدای نه شي، بلکې تردې ډېرې او پېچلې دي. دساري په توګه:
 د ډېورنډ ليکې دواړو خواوو ته پراته کرلاڼي چې څه وايي، د نورو د پوهاوي خيال نه ساتي، لکه:
ميژ چوته خپله خېر لير نه ور کيي( يوه کره پښتو: موږ چاته خپله خور لور نه ورکوو)؛
غلجي يامنځني وايي:
دا دما جی ده(دازما ځای دی)؛
دراني يا کندهاري وايي:
يوې ښوونکي تيره روځ و ماته يوه کتابچه را وبخښل(يوې ښوونکې تېره ورځ ماته يوه کتابچه را و بښله)؛
شمالختيځوال وايي:
زمونګ جبه د ټولونه خه ده(زموږ ژبه تر ټولو ښه ده)، په زړه پورې يې د يوه سندرغاړی بېلګه ده چې له خپلې مېرمنې سره په ګډ اوازکې د(کوڅه کې)  رديف له خپل ګړدود سره سم((کوسه کې)) پرله پسې راغبرګوي!
 او داسې نور.
هرګوره د يوې يوازېنۍ سراسري کره(ليکنۍ) پښتو لپاره دغه ګرد سيمه ييز او ټبرني ګړدودونه پر خپل خپل وار خورا ګټور، بشپړوونکي او باقاعده رغاونيز= پښوييز  توکي رابرابروي او له هره پلوه يې د نورو يادو ژبو د فرهنګي سيالۍ راجوګه کوي.
په دې لړ کې پر پښتو د نورو، په تېره د دواړو تربرو(پارسي او اردو) ژبو رغاونيزې او پښوييزې(ګرامري) ناوړې اغېزې چې ليکلوستوالو پرې راتپلې يا راتپي او رامسخه کوي يې، ناکره نومېرل(تشخيصول) هم همداسې درواخله، د ساري په ډول:
په هېڅ يوه پښتو ګړدود کې هېڅ يو عادي(نالوستی) پښتون هېڅکله نه وايي: زه(له-د) تانه يا څخه ملاتړ کوم. بلکې وايي: زه ستا ملاتړ کوم.
خو دا پارسي ځپلي ليکلوستوال دي چې پارسي((از))، ((از تو پشتيبانی ميکنم)) ټکي پر ټکي را ژباړي.
همداراز د(تا)) چې اتو ماناوو څخه يې له پښتو سره يوازې يوه قيدي (څو، ترڅو) انډولتيا لري او د پارسي ځپلې((کابلۍ)) پښتو استازي يې بيانيه، علتيه... په مانا هم د((چې)) پرځای کاروي: زه راغلم، ترڅو خپل دوست ووينم؛ هېواد ته کار و خدمت کوم، ترڅو اباد شي... .
د اردو= انګرېزي ځپلې((پېښورۍ)) پښتووالا د بې شمېرو ګرامري پېښوپه لړکې د ((چې)) پرځای(( کوم چې، څوک چې، چاچې، کوم چې... خو په هره جمله کې وايي او ليکي!
د ((ملاتړ)) ترڅنګه( ننګه،هرکلی، دفاع، ليدنه، کتنه، يادونه، ستاينه، مخنيوی...)، لکه: بوش د(له) کرزي نه ملاتړ= هرکلی= دفاع= يادونه... يا:
له کابل څخه کتنه کوي... .
 
ژبنی که سياسي غورځنګ؟
 استاد منلی د دې لپاره چې زموږ پښتو معياري غور ځنګ يېپه خپل ګومان((سياسي)) را زباد کړی اوسي، د دوو بېلګو يادونه کوي چې يوه هم زموږ له دې سره کوم ورتوالی نه لري. لومړۍ بېلګه د ايران را اخلي، هغه هم څه له پاسه اوياکلن زوړ پارسي غورځنګ د اوسنيو اخوندانو دسياسي واک و ځواک يوه مهاليزه يا موقتي لوبه انګېري او دويمه بېلګه د روسي ژبې راوړي چې په شوروي پېر کې يې پرټولو لاسلاندې ژبتوکميزو ډلو د يوازېنۍ سراسري ((معياري ژبې)) په توګهمنلې وه. حال داچې په يوه هېواد کې له څو ژبو څخه د يوې ژبې معياري کول يوه مانا لري او د يوې ژبې دننه دننه له بېلا بېلو ګړدودو څخه يوه يوازېنۍ(ليکنۍ) بڼه رامنځته کول، لکه د پښتو دا، بله مانا لري. افغان دولت هم پر 1936ز. دخپللويديز ګاونډي د سختو ننګونو په غبرګون کې چې له موږ سره يې د ((ايران)) ګډ تاريخي نوم د پارس ځايناستی کړ او ورسره يې ټوله سيمه خپله ژبنۍ= فرهنګي اوېجهاعلان کړه، پښتو يوازېنۍ ملي= رسمي ژبه تش په نامه، بې له کومې پرله غښتي فرهنګي، مسلکي او تخنيکي کړنلارې او پشتوانې، قانوني وګرځوله او ورسره ورسره يې له بېشمېرو پښتو ګړدودو څخه يوازې کندهاری هغه رسمي= معياري. نو د دواړو دولتونو دغه ژبني او ګړدودي معياريتوبونه د روسانو غوندې رښتيا د سياسي زور و جبر کار وو، نه ژبپوهنيز (د مصنوعي هېواد پاکستان د مصنوعي اردو ژبې مصنوعي ملي=رسمي راتلونکې هم همداسې درواخله)!.
موږ نه کوم سياسي جوړښت، تګلار و کړنلار لرو او نه ورسره تړلی سياسي شعار! که زموږ ترشاکوم سياسي= دولتي واک و ځواک شتون درلودای، بيامو، نه دې اوږد مهالي ستونزمن غورځنګ ته اړتياپېښېده اونه دې ((ډموکراسۍ)) ته چې ټول ګړدودونه پسې راچاڼ کړو، بلکې هماغه کندهاری يا ننګرهاری يا د دواړو ګډوله مو د يوې= يوازېنۍمعياري (ليکنۍ) پښتو په توګه  پر ګردو منله، که يوې سترګې يې خندلای او بلې يې ژړلای هم!
زه بيا وايم چې زموږ د((يوې يوازېنۍ-کره ليکنۍ پښتو)) له لسيزو لسيزو راپيل کړی غورځنګ له بېخ و بنسټه يو ژبنی او ژبپوهنيز غورځنګ دی او داچې ړومبنۍ موخه يې پر هېوادني او جهاني کچ د پښتودعلمي=فرهنګي سيالۍ جوګه کېدنه ده، نو ((ژبنی= فرهنګي)) غورځنګ يې هم بولو.
سياسي غورځنګونه او پاڅونونه خو د بلوسګرو، تاړاکګرو، نيواکګرو، ښکېلاکګرو... پر وړاندې د پښتنو له خوابې له ګړدودي او ژبني يووالي يا ټبرني يووالي تر سره شوي، لکه څنګه يې چې ده هم د مير ويس نيکه بېلګه ياده کړې ده. د نړۍ د نورو ډېرو ټبرنيوياځمکواکي(فيوډا لي)  ژبتو کميزو ډلو غوندې بېلابېل پښتني ټبرونه سره هم د پرديود بلوس و تېري پر وړاندې تر بري پورې يوموټی شوي،او((يوژبي)) شوي او بيا بيرته هماغه ځانځاني ژوند و ژواک ته را ستانه شوي دي.
هو، که خبره پر ګټورو پايلو وي، نو د پښتو د يووالي ړومبنۍ يا غوره ګټه به د ټوليز او ټولنيز پښتني يو والي د بهير ګړنديوالی وي، فرهنګي، سياسي، دولتي او نورې لويې وړې مخبنايي او بېخبنايي لارهوارونې او اغېز ښندنې يې د چا خبره د څېرمو پايلو په پايلو کې راځي. هرګوره، موږ هم د خپل رامخته کړي ژبنی = فرهنګي غورځنګ د ارزښت او اړينتياد انګروزولو (تبليغولو) په موخه تل دا څرګنده کړې چې د بې شمېرو پښتو ګړدودونو(لږ تر لږه) ليکنی يو والی د پښتنو د ټبرني يو والي(Tribal confederacy) او بياد ملي يووالي يا رغاونې(Nation building)بهير تر بل هر مخبنايي بدلانه زيات چټکولای شي، ان تر ښوونې روزنې هم. دغه انګروزه يا شعار هم پر سياسي نه، بلکې پر پوهنيزه (سوسولوجيکي) شننه ټيکاو لري.
رغښتي= ګرامري يو رنګي او لغوي رنګارنګي
 د معياريوالي دوه ګوني بنسټونه
هماغه ورانپوهاوی چې د غورځنګ له پيلامې راهيسې راته د ډېرو ناڅانګوالو له خوا د پزې پېزوان شوی، په بله وينا، له دغو دوه ګونو علمي= تخنيکي بنسټونوڅخه د پښتو د نږاوي(تصفيې) مانا اخېستل شوې،.پر استاد منلي هم سيوری اچولی دی. ان تر دې چې په اړوند(18) مخ کې  يې ړومبنی پنډ و پېړ سرليک ته هېڅ پام نه دی کړی او ړومبی توک((د ويونکو ډېروالی)) يې ((د ويوکوډېروالی)) لوستی دی او له دې سره يې د لومړي معياري بنسټ اړونده چلند لار يا پروسيجر(procedure) پر دويم ((لغوي رنګارنګي)) هغه راڅرخولی دی!
لومړني اَر(اصلي) ساختاري= ګرامري معياري بنسټ يې په هره توګه، سرترپايه  له دويم څېرمه(فرعي)((لغوي)) دې څخه بلهاري کړی، خو داهم د ليکونکيو پرځای د ويونکيو په ټولپوښتنې(رېفرېنډم) پورې تړي. ان ((پښتوټولنې)) له هغې لنډې تنګې دوديزې اډانې سره نيمه پېړۍ مخکې  د معياري پښتو په نامه اړوندې ليکدودي پرېکړې د ليکوالو په ټولپوښتنه تر سره کولې. ځکه خبره پر ليکنۍ پښتو وه او ده.
د تېرې نيمې پېړۍ له رغاونو څخه يوازې ((پوهنتون)) ځکه تاييدوي چې ولس منلی او درملتون يا زېږنتون نه!
موږ معياري غورځنګ داروپاييانو غوندې له ليکني هغه را پيل کړې او هيله لرو چې که هلته يې  څه ناڅه پېنځه پېړۍ وروسته ليکنيو بڼو،ګړنيو ته لار موندلی، زموږ دا له ډېر ژر ژر اوښتونکي مهال سره تر نيمې ياتر زياتو زيات يوې پېړۍ ورته پړاو ته ورسي.
خبره يوازې د وړاندې وروسته نه ده. هسې خو وړکتون، مرستون... کلونه کلونه وړاندې، ان تر پارسي انډولو هم مخکې رغول شوي او ټاکل شوي او د پوهنتون په څېر ټولو هېوادوالو منلي ول او اوس يې پخپله پښتانه نوي پارسي انډولونه کاروي او لرې نه ده چې له پوهنتونه هم بېزارهشي!
ليکلوستوال او روښاندي پښتانه که دګړنۍ پښتو تر اغېز لاندې په ورځنيو خبرو اترو کې د بې ليکلوستو غوندې دواخانه، شفاخانه، اشپز خانه... وايي،خو په رسمي ادبي، راديويي ويناوو او ليکنو کې يې پښتو
انډولونه کاروي او ورو ورو يې لوښه او عادت ګرځي او ګړهارته هم لار کوي او په دې توګه بيا نورو پرګنوته ورغځېږي. ورسره ورسره ښوونه رو زنه، رسنۍ او بېلابېلې مخبنايي او بېخبنايي پرمختياوې او پرمختګونه او تر ټولو زيات بيا سياسي= دولتي واک و ځواک ټاکنده  او پرېکنده نقش دغه بهير هم چټکولای شي او هم يې ځنډولای او يا هم ګړ سره شنډولای!.
له امير شېرعليخانه تراوسه له لسو نه تر پېنځلس زرو راپښتو شوي نو مهالي ترمونه، له يو لړ پوځي هغو پرته نوره ټوله په ليکنۍ پښتو اړه لري. يو وخت به راشي چې له راپښتو شويو يا پښتو کېدونکو علمي= فرهنګي نومونو څخه يوازې((پوهنتون)) نه، بلکې د پوهنتون دننه زرګونه او ان
لکونه پوهنيزې نومونې ګړنۍ او وګړنۍ پښتو ته لار پيدا کړي. لکه:
ژبپوهنه، ادبپوهنه، ژوندپوهنه، ژوپوهنه، شمېرپوهنه، ټولنپوهنه، کرنپوهنه، ځمکپوهنه... !
استاد منلی د خپلو ورمونو ورمندونو(نصيحتونو او حکمونو) په لړکې جاج اوجوله يو دبل پرځای کاروي او ليکي(5مخ):
((...ځينې مفاهيم شته چې د هغې نه په استفاده موږ نوي کليمات جوړولی شوو)). حال داچې په سرچپه ډول پښتو نويو راتلونکيو مفاهيمو د را خپلولو لپاره بايد خپل لوښي(وييونه) پرکار واچوي او هغه داچې د نورو ژبو په څېر يېړ يا د شتو توکو په تړنګ او بېلنګ(ترکيب و اشتقاق) ور ورغوي او يا د تيارو شتو وييونو(کلماتو)، ((نه مفاهيمو)) په مانيز بدلون سره. ړومبني چم ته نيولوجېزم او دويم دې ته سېمانتېزم وايي چې هرګوره د ادبياتو د استاد د نصيحت اَره موخه همدا وروستی چار يا چم دی، چې پوره کار ترې اخېستل شوی، لکه: دريځ، خبريال، سترګۍ، غوږۍ...او په دې وروستيو کې دسولګر پوهنې(کمپيوټر پوهنې)په نومه ونو (اصطلا حاتو ) په برخه کې، لکه: کړکۍ، جال يا اوب(وېب)، کور، ګورت،
رسميوالی د کړکېچوالي په بيه؟
څنګه چې پاس ورته نغوته وشوه، استاد منلی د ښووند= ښوولي يا دال = مدلول (significate=significant) او يا په ساده ټکو د جولې=جاج (کلمه=مفهوم) سره يو له بله ګډوي، نو همداسې ناسمه پايله هم ترې اخلي:
((... خو زه وايم چې له پښتو نه اردو جوړه شي، زه نور له خدايه څه غواړم؟
څومره به ښه وي چې پښتو د اردو سطحې ته ورسېږي. اردو 80 په سلو کې له نورو ژبو اخېستل شوې ده. نو ولې دې موږ هڅه وکړو چې هرڅه دې پښتو کړو؟ کنډيباغي پښتو ته ولې موږ بده پښتو ووايو؟ که چېرې د کنډيباغ خلک په څه شکل قدرت ته رسېدلي وای او خپله ژبه يې د دربار ژبه کړې وای... په ژبه او قوم باندې د ارزښت اېښودل په اخلاقي لحاظ يو غير مجاز کاردی)).
تر هرڅه له مخه دا څېرمه ورانپوهاوی ورسموم چې له ((کنډيباغي)) نومونې نه زما موخه فرانسي اَرې ژبپوهنيزه نومونه((پتواpatois, patwa)) ده چې له اسپانيي يا کومې بلې ژبې سره د فرانسي ژبې يوه ګډوله ده.پردې سربېره ((کنډيباغي پښتو)) بلل يې يوه بله تېروتنه ده. کنډيباغيان له اَره کشمونډيان دي. ړومبی په جلال اباد کې اوسېدلي او هلته يې له چغتايي پارسۍ سره د خپلې کشمونډۍ په ګډوله کولو يوه پتوا جوړه کړې او بيا چې د چپرهار رود کوز سرته د ترېلي په ګاونډ کې اوسني کنډيباغ ته کوچېدلي او د پېړيو په پوړيو کې يې هغه راوړې پتوا له پښتو سره اخښلې رااخښلې ده(له فرانسي ژبپوهاند شارل کيفر او ځمکپوهاند بلاند سره زما ګډ فيلد ريسرچ).
هرګوره، د پوهيال او فرهنګيال دوست د بنسټيز=تخنيکي ورانپوهاوي سمون لپاره اړوځم چې د ژبې له پېژند(تعريفه) يې ورته راپيل کړم او دا ورسپينه کړم چې ژبني پولې برېدونه او توپيرونه همداشکل و جوله( ګرامر او وييپانګه) رامنخته کوی، نه مانيز او ذهني انځورونه(ماناوې او مفاهيم):
ژبه(language) د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، نه سېمبولونو) سېستم دی چې وګړي يې تر پېنځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورني او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو( مادي=بيالوجيکي) ويندو غړيو (ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته اداکوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا:
ژبه د يادشويو نښو يوه ټولګه ده چې هره يوه يوه يې زموږ ديوه ذهني انځور (تصوير) ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال و چاپېريال څيزونه، ځانګړتياوې، پېښې، پديدې، کړه وړه او د اړوند ويونکي خپل اندونه، خيالونه ، هيلې، غوښتنې، موخې، ارمانونه، احساسات، غبرګونونه او نور هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې يې ګرځي راګرځي او ويل او اورول يې غواړي. په دې ډول ژبه د دغو ګردو نا محسوسو يامجردو انځورونو يوه محسوسه مادي زېږنده او لېږنده وسيله ده.
په رښتينه يا واقعي توګه همدغه دلالت د غږېدونکي د ذهني او بهرنۍ نړۍ تر منځ د تړاو په توګه د بېلابېلو ژبنيو نښو تړونوالی (قرارداديوالی) راجوتوي. داهم د لمر په څېر زباد ته رسېدلې چې د انسا نانو ترمنځ د پوهاوي، ښوونې روزنې، پوهې فرهنګ... په برخه کې تر ژبې بله داسې بشپړه او هر اړخيزه زېږنده او لېږنده وسيله يا سېستم نشته.
د ذهني انځور(مدلول) له پلوه سره د نړۍ ګردې ژبې کوم بنسټيز توپير نه لري او د چا خبره يکې يوه ژبه بلل کېږي، بلکې د جولې يالفظ(دال) او اړوند تړاو (دلالت) له پلوه سره توپيرېږي، دساري په توګه ((ونه)) له بېلابېلو ډولونو( درخت، شجر، تري، باوم...)  سره سره له ذهني يا فکري پلوه هاغه يو((مدلول)) دی. مانا يې داچې د جولې يا لفظ((دال)) او اړوند ((دلالت)) له مخې د ژبو اوسنۍ شمېره شپږزرو ته رسي.
همدا خبره ده چې تر يوه منلي بريده د خپلې ژبې د نږه ساتنې او د پوهې او فرهنګ له پلوه دودې وش او بډايېنې لپاره دهرې ليک والا دوديالې او فرهنګيالې ژبنۍ ټولنې هاند و هڅې ، له اَره(اصلاً) پرهمدغه جوله يا لفظ راڅرخي او همدايې د ژبني اکر وکر (پېژند و هويت) ساتنې مانا لري. داد هرې ټولنې، ولس يا ملت يو منلی حق يا رښته ګڼل کېږي، چې د ټا کلې ژبپوهنيزې کچې((څلورګونې وييپانګېvocabulary) په کاراچونې سره خپله ژبه له ګډوله کېدنې او بيا يومخيزې پردي کېدنې څخه خوندې وساتي.
په دې توګه خبره پر همدې جوله او جامه، يا د ملا نصرالدين پر((چپن)) ده. نړيواله سيالي به پر ځای پرېږدو، نن سبا بومي ډېری پښتني ژبتوکميزه ډله په خپل هېواد کې دننه له سختو ننګونوسره لاس و ګرېوان ده او په دې لړکې يې ژبه. ((اردو)) په ټوله مانا د دغه مصنوعي دولت يوه مصنوعي پتواده او دپاکستان تر ټولو ژبو کمترين( دوه سلنه) ويونکي لري چې مهاجر يې بولي. دا نو يوه ژبنۍ=فرهنګي زورواکي ده چې د اسلامي اکر وکر(هويت) د يوه رغنده ټوک(متشکله جزء) په توګه يې په وچ زور پر ټولو ور تپلې ده. بياهم په کړن کې له خورا لوړې مالي بودجې سره سره انګرېزۍ ته رسېدای نه شي او داچې د زور کلي نه کېږي، نو پر وړاندې يې هم له هماغو لومړيو څخه د بېلابېلو ژبتوکميزو ډلو ټپلو مقاومتونه روان دي چې غوره بېلګه يې په سېند ايالت کې يې د سېندۍ ځايناسي کول دي او له هنده راغلي لږه کي ويونکي يې کراچۍ ته تمبولي دي. همدانن سبا د پاکستان په قومي اسېمبلۍ(ولسي جرګه) کې ديونيم استازي له خولې دا فرياد اورېدل کېږي چې اردو ولې حکومتي اډانې، دېوان و دوتر کې د انګرېزۍ نه ځايناستې کېږي او ملي دريځ يې ورځ پر ورځ له ننګونو سره مخامخېږي(جنګ د نوېمبردوويشتمه)!
خراسانيان يوازې پوهنتتون، ملي ګالري... او د پوځي نومونو په ګډون د ملي نومونپوهنې نور ترمونه لاڅه چې غواړي، په همدې پلمه پارسي د هېواد يوازېنۍ رسمي ژبه کاندې چې پښتو  د پارسي هومره د نومهالو جاجونو(مودرنو مفاهيمو) پر وړاندې دومره ترمينالوجيکي پانګه او نيو لوجستي ګنجايش يا ظرفيت نه لري!
ډاکتر اکبر ته به د(د=له) په اړه دومره ووايم چې داد پښتو پښويې د سربلونو=وستر بلونو(pre-postposition) )، ياتر يوه نامه غبرګبلونو
 ( ambipositions ) لاندې په يوې ټولۍ(کتېګورۍ) اړه لري او په يوه يوازېنۍ کره پښتوکې يې لکه دنورو ژبو غوندې د ټوليز ژبني قانون (contras) پر بنسټ يو له بل سره ګډول يې ټکر پېښوي. د مسري خاطر د شعر په لومړۍ مسره((ته خوبه د زلفو کوڅۍ جوړې کړې=زه په دا شلېدلي ګرېوان څه وکړم)) کې ((د)) هماغه منشائي(departure)سربل(له) پرځای کارول شویچې ((...تل به دې ساتو د  پردو وطنه)). د((شلېدلي ګرېوان))
قرينه دا راښيي چې له((زلفو)) نه د خاطر موخه((خورې ورې زلفې)) دي او ورځنې کوڅۍ جوړول. دغلته ژبنی او هم ادبي مخامخی يا تقابل  دواړه
يو راکښون رامنځته کوي او له همدې کبله دغه کار په دوديزو ادبي فنونو کې يو ادبي صنعت بلل کېږي. دابېله خبره ده چې د هغه بل شعر هومره خطر نه رامنځته کوي.
استاد غضنفراونورو ښاغلو منلوته د ((ګرامري نه لغوي)) پروسيجر د شپږم توک(خوږغږي او بلاغت) دلوی استاد حبيبي له زياتونو څخه شمېرل کېږي او زما او دوکتور لودين  په چلند لاره کې ځکه نه وو چې دا په ژبې نه، بلکې ادب.پورې اړه لري. داستادخپل ټکي((خوش لحنی وعدم استکراه)) او داسې نور ول، خو موږ د دې لپاره چې د مادو د ډېروالي مخنيوی مو کړی وي، دواړه توکي مو په يوه کې راوستل. د چنې وهلو دليل همداوو چې وار له مخه مو هريوه توک يا مادې ته پېنځه پېنځه شمېرې(نمرې) ټاکلې او منلې وې او ژبپوهنيز اَرونه د ناژپوهنيزو هغو بلهارېدل!
که د اېمل يوسفزي په خبره بلاغت د ويناوال صفت وي، نو فصاحت په چا يا څه اړه لري؟ په هره توګه لاتين دواړوته يوه نومونه(eloquence) کاروي!
پېنځم توک((رواني اوساده ګي)) هم په همدې لړکې راته، خو داچې کله ناکله د يونيم ټکر مخه نيسي، نو موږ دواړ وڅانګوالو ورته وار له مخه يوه ماده ځانګړې کړې وه، لکه واخلې، په يوه جمله کې د((کې)) دوه يا زيات غبرګون، دبېلګې په توګه:... د ښځو فاتحه په خيرخانه کې د ارواښاد په کور کې اخېستل کېږي(کره: د ښځو فاتحه د ارواښاد په کور، خيرخانه کې اخېستل کېږي). ځينې نحوي ترکيبونه پر لغوي هغو بدلول، لکه: د مخ پر انکشاف هېوادونه(پرمختيايي هېوادونه)؛ د اقتدار يا واک پرسر ګوند (واکمن ګوند)؛ په وچه کې د پردو هېوادونو ستونزې(د وچغاړو هېوادو ستونزې)، ټولو ټولنيزو شخړو ته پايټکی اېښوول(ګردو ټولنيزو شخړو ته پايټکی اېښوول)... . همداراز له څو وييزو انډولونو څخه هماغه ساده او روان کارول، لکه(سپين پوستی) تر (سپين پوټکي)، (جګپوړی) تر(لوړ پوړي)... . په نويوييرغاونه(نيولوجېزم) کې هم دغه اَر په پام کې نيول شوی، لکه:
لېوالتيا تر(علاقمندی، دلچسپی)، ترهګر=ترهګري تر(وېره اچوونکي، دهشت اَفګن، دهشت ګرد،ترورېست= دهشت اَفګنی...)، ازاديپال تر(ازادۍ غوښتونکی،اَزاديخواه،حريت پسند) روان راځي او داسې نور.
((غبرګ زمري)) استاد راباندې د دواړو ملګرو په همغږۍ د((ډنډې وهلو))
تور راتپلی(د ليکنې اتم مخ)، چې که ما ((يوه پېړه توره ډوډۍ)) تر((يوه توره پېړه ډوډۍ)) کره بللې او هغه هم په دې چې ((توره ډوډۍ)) دروسي((چورني خلېب)) د پښتو انډول په توګه  پر نړيوال کچ يوه ناشننوړه نومونه منل شوې او دود يې موندلی دی!
پايلنيوی
1- نننۍ ژبپوهنه يوه خپلواکه پوهنه ده او ځانته جلا علمي= افاقي اَرونه او مېتاديولوجي لري او د نورو انساني يا ټولنيزو پوهنو پر خلاف له ازمېښتي(تجربي) پوهنو سره ډېر ګډ اړخونه لري او له دې سره يې له سېستماتيکي= اکادېميکي زده کړې پرته په اماتوري ډول راخپلول نا شوني دي.  د يوې ژبې پوهنيزه سپړنه، شننه او هر څانګيز=تخنيکي چال چلند(برخوردapproach)په ژبپوهنه او ژبپوهنه په ژبپوهانو اړه لري او په دې لړ کې د هر ژبپوهنيز اثر ارزونه او کرونه له ژبپوهانو پرته د بل چا له واک و وسه بهر ده.
2- يوازې اويوازې سرباندې ژبپوهنه(ماورای علم السان (metalinguistcs) له بېلابېلو څانګو خرانګو سره ،لکه: ژب-ساپوهنه، ژب-وګړپوهنه، ژب-ټولنپوهنه، ژب-فلسفه، ځمکژبپوهنه... څه ناڅه راخپلېدای شي، هغه هم د دواړو خواوو دګډ کار له لارې. همدارنګه د تطبيقي ژبپوهنې (applied linguistics) په ځينو برخو،لکه ژبښوونه کې اړوندښوونکي يو لړ ژبپوهنيز اَرونه(اصول) په ډېر کار و ازمېښت راخپلولای او پر کار اچولای شي.  
3- د نورو ژبپوهنيزو څېړنو يا اثارو په لړکې زما ليکلارښود چې د تطبيقي ژبپوهنې، ګړدود پوهنې او بيا پښتو پښويې پر يوه سکالو(( يوه= کره ليکنۍ پښتو)) راڅرخي، له ټولو ادبي، فرهنګي، ټولنيزو، سياسي لېوالتياوو، ګټو، اغېزو او پايلو سره سره د اړوندپروسيجر په ګډون پر تيوريکو ژبپوهنيزو اَرونو ټيکاو لري. هرګوره، دايوه ټولنيزه يا سياسي ناچاري وه چې اړوند ژبپوهنيز پروسيجر مو د دوديزو پوهانو غونډې ته وړاندې کړاو ديوې ناژبپوهنيزې مادې په ورزياتونه يې راهوکې او لاسليک کړ او بيا په يوه سرکاري خپرني اورګان کې د خپرېدو جوګه شو.
4-  داهم ماته، نه يوازې نازغموړ نه وه، بلکې، لکه چې په سر کې يادونه وشوه، د دوه ګونو پيغامونو له پلوه په زړه پورې هم وه چې استاد منلي، استاد غضنفر او ډاکتر اکبر زماد ليکلارښود په تړاو دغه اوږده غبرګون ته
اړېستم. نو هيله ده، پر بهير والو سربېره ترې نور ډېر پښتو مينان هم ګټه واخلي. په دې توګه له درو واړو پوهانو څخه د مننې په ترځ کې دخپلو وچو سپوروڅانګيزو څرګنداويو او سپيناويو بښنه غواړم!
                                               په ټوله پښتني=افغاني مينه

                                                       ستا د ټولو زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي