څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 04.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
ژبنۍ ربړې نوې ژبپوهنې او ژبپوهاند ته پرېږدئ!

د خپلو پوښتنو او وړانديزونو ځوابونه په نوي ((پښتو ليکلارښود)) کې ولولئ!

اکسفورډ، جولای2007

 

 

د يوې پښتو- کره پښتو يا يوې يوازېنۍ- کره پښتو ليکلارې غورځنګ د تېرو پېنځه دېرشو کلونو په اوږدو کې راسره نه يوازې د پښتو ټولنې چارواکو او دوديزو پوهانو، بلکې د وسمهالې پوهې او فرهنګ ډېرو داوه ګيرو، د څانګيزو- پوهنيزو غبرګونونو پرځای راسره کورټه او سکوټه تربګني را اخېستې او وايي: ((پښتوخو يوازې د زيار ژبه نه ده چې ليکلار يا ليکدود يې ورټاکي...))!
او مايې هم په غبرګون کې ويلي او ليکلي چې هو، پښتو په ټولو پښتنو او هر پوړ و پاړکي، ښي او کيڼ اړه لري او تش يې له ګړدودي پلوه د لوړ او ځوړ يوڅه توپير کېږي، خو ژبپوهنه يې يوازې د ژبپوهانو او بيا د نوې ژبپوهنې د څانګوالو په واک او ټيکه کې راځي. همدوی دا واک او وړتيا لري چې پښويه(ګرامر) يې وليکي، وييپوهنه، غږپوهنه(فونولوجي) او اَرپوهنه(اېتېمولوجي)يې وکاږي، تاريخ وجغرافيايي وڅېړي... او تر ګړدودودي څېړنې او جوتونې وروسته يې له بې شمېرو ګړدودو يوه يوازېنۍ او کره ليکلار و ليکدود ور وټاکي.
نننۍ ژبپوهنه پر دوو تيوريکو او ساينتيفيکو ستنو(فونولوجۍ او اېتمولوجۍ) ولاړه ده او له دې کبله د هرې سکالو او ربړې دهوارونې وروستۍ پايله او پرېکړه په اړوند ساينتېست ژبپوهاند اړه لري، نه په هر اماتور، دوديز يا تش په نامه ژبپوه او ژبښوونکي، ليکوال او څېړنوال . همدا لامَل وو چې د پېنځويشتکلن لوستليکي (تکسبوک) د نوي چاپ کړي نچوړ((ليکلارښود)) په سر سر کې راته دا لاندې ننګونه(چلنج) کښل اړين وبرېښېدل :
((يوازې اکادېميک پښتو ژبپوهان له لوړترين زده کړيز لاسوند او اړوند څېړنيز رېکارډ سره دا رښته درلودای شي چې په لا زياتو پياوړو ژبپوهنيزو اَرونو، لاسوندونو او پرو سېجرونو دا لارښود را و ننګوي... )).
له بده مرغه، د ژبپوهنې هغه يو ګوتشمېر ورک پک پښتانه څانګوال چې څلورو يې په پخواني شوروي او يوه يې په امريکا کې يو تعميدي غوندې لمبا کړې وه،هم په مړونې يا ژوندونې تری تم شول، بې له دې چې دخپلې ژبې د اړتياوو او په ځانګړې توګه د يوې- يوازېنی- کره ليکلارې پر اړينتيايې سر خلاص شوی يا ګرځولی وي. تردې چې هماغه يوڅه پاموړ او امېد وړ ارواښاد ((تږي)) خپل تېزس او نيم ژبښود يا ليکنه هم په خپل لنډ تنګ کليوال ګړدود کښلي دي . نو چار ناچار زه ځان د حافظ شيرازي د هغه شعر د جاج جوګه ګڼم چې زما ماستر متنپوه شاګرد معصوم جان هوتک يې هسې بېځايه ځان جوګه کړی دی :
 اَسمان بار امانت نتوانست کشيد
                                              قرعۀ فال به نام منِ ديوانه زدند
د همدې داوې او ټيکې پر بنسټ زه دا دځان رښته بولم چې د پښتو ژبپوهنې په اړه د هرچا وړانديزنه ور ځواب کړم او لاسوهنې يې بېځايه او بې سروبوله وبولم!
تازه پر تازه يوه ځوان او هڅاند ليکوال د ساپي او نورو ګڼو پښتو انترنېټ پاڼو ته ور وڅکولم چې ان حکمتيارصاحب هم د پښتو د ليکدودي يووالي غږ راپورته کړی چې موخه يې له اَره ګړدودي په بله وينا ليکنۍ يوواله ده. نو که وخت و زغم ولري، دخپلو ګردو رابرسېره کړو ربړو اووړانديزونو پوره پوره ځوابونه په نوي خپورشوي ليکلار ښودکې موندلای او لوستلای شي .  نور ليکوال خو تر وړانديزونو خپلو پريکړو ته ډېر ارزښت ورکوي او ځانته د بېځايه لاسوهنې حق!
همدغلته مې د خپل استاد شوي شاګرد((يون)) پر ليکنه هم سترګې و لګېدې چې د(ی)ګانو ډولونه يې په لنډ ډول ښوولي ، خو دخپل لنډ نوم(يون yun ) هغه يې هېره کړې چې نيمواکه يا نيمه کنسوننټي ده او ګرافيم يا توری يې د لنډې(ي)  له هغه سره يوراز دی. د ويي او څپې په پيل (يا،يه،يې، يو، يون، يوم...) او منځ(بيا، وياړ،ويار، زيار، بېديا، سوبتيا،ستړيا، پياز، نياز، بياتي...) کې، دويمه ډله بېلګې زياتره د پيل- او منځ بېواکوږي يا مېډل کلسټر له رغاونې سره راځي، په پای کې، هرګوره يوازې د غبرګغږ(سړی ، ويی؛ ځای، پای؛ نړۍ،مۍ؛ دوی،زوی؛ خوی، بوی ...) د دويم رغنده ټوک په بڼه راڅرګندېږي.
ځينې لوستي او ړده کړه وال، لکه د بي بي سي يونيم وياند تر پارسي اغېز لاندې د(يy) وږي ماتوي، د ساري په ډول پکتيا(پکتييا) ويوي . حال داچې نور ګرد پښتانه، تر نوميالو ويناوالو(خوشال، رحمان، حميد...) په سرچپه توګه عربي، پارسي، انګرېزي... پور وييونه هم د پښتو وينګ اړوندوي او په کلسټرولو يې لږ تر لږه يوه يوه څپه(هجأ) ور لنډوي .
او په دې لړکې يې لنډه(معروفه ي) له ورپسې نيمواکې هغې سره کلسټروي :
درې څپيز هوشيار دو ه څپيز هوښياريا ويښيار کوي، همداراز  مليت، احتياط، ماهيان، بيابان، تکيه، قيامت، خيانت، بختيار،  اختيار (... چې صاحب د کل اختيار دی رب زما- رحمان با با)، دوه څپيز نيت، خيال، خير... يو څپيزوي،او څلور څپيز  نيازمندی، انسانيت، فعاليت،  قانونيت ... درې څپيزوي او داسې نور. هرګوره، په قراَن او حديث کې يې په اَره بڼه ويول اړين دي.
 په  نوې ليکلارښود کې مو دسترخوشال، يولړ ګړدودو او تاريخي لاسوندو  له مخې (ژيړ، ويره، بيرته...) تر خپلواکې يا واوېلي(اوږدې- ې e ) په نيمواکې يا سيمي واوېلي(ی y )کښل کره و ګڼل .
ګړندي صاحب هم که وغواړي د بيا بيا رامخته پوښتنو او ناسمو پرېکړو ځوابونه په ليکلارښود کې له پوره رڼاوي او سپيناوي سره موندلای شي، لکه مانا(اوستا مېنا menaانګرېزي مين mean الماني ماينن… meinen) له عربي  معنا سره ګډول.. د معنی يامعناريښه (عين) ده او د مانا ريښه من، مېن ،مېنت ... . داسې نور ډېر وييونه، لکه مهال، توپان،توتي، تورخم، اپت ... هم همداسې درواخله چې يا ناعربي دي او يا د هسې برابرۍ له مخې له عربي سره همرنګ، په بله وينا ټکر خور وييونه(accidental words) بلل کېږي. (پردې سربېره-برسېره پردې) يې سره بيا سم توپيرکړي دي چې د ليکلارښود د قاموسي برخې په 198مخ کې يې هم لوستلای شي
دا هم د يادولو ده چې نوې ژبپوهنه له زړې کرغېړنې نومونپوهنې يا ترمينالوجۍ سره دومره اړخ لګولای نه شي،لکه: حرف و ادات، مجهول و معلوم، مـفغن و معرب، فاعل و مفعول او نور چې يو لړ ورانپوهاوي او ګډونونه رامنځته کوي.

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي