څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 25.07.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د ارواښاد ملک دلاور مړينه يوه ناسکيندې پېښه

ملک دلاور د ګرد ننګرهار او بيا کامې له هغو ګوتشمېر روښاندو ولسي مشرانو څخه ګڼل کېده چې ترځانه پر خپلو کليوالو او سيمه والو ډېر زهير او زړه سواند وو. په ټوله مانايې د يوه خدايي خدمتګار په څېر له تنکۍ ځوانۍ نه بيا تر زړ بوډۍ او ان د ژوند تر وروستۍ سلګۍ له خپلو بې برخو او جنګ ځپلو وګړو نه لکه نوک و اوورۍ بېلېدای نه شو. ماتې ګوډې او ستونزې به يې په جرګو مرکو ور هوارولې او د چارواکو د ناخوالو او ناغېړيو پر وړاندې به يې ورسره  تر لاريونونو پورې له هېڅ راز منډو ترنډو ډډه نه کوله.

د داسې يوه وګړپال او ولسپال ملک مړينه، هغه هم د هېواد په اوسني اړودوړ او د تورې سپينې ټلوالې د جنګ و جهالت په راتپلي ناتار او ناورين کې د خپل کورو کلي څه چې د ګرد پښتون افغان ولس پر کچ يوه ستره او نا سکيند وړه پېښه ده. له همدې لامله يې ړومبی د ملک او صميم ويرژلو کورنيو غړيو، په تېره مدير صاحب صميم اله صميم،استاد اَصف صميم، ځوان ليکوال، ښوونکي او ژورنالېست عبدله جان اړوندانو، دوستانو او بيا ټو لو هېواد والو ته د ځان او کورنۍ له خوا د زړه له ژورو خواخوږۍ څرګندوم او هغه ارواښاد ته له بښاند او لوراند څښتنه جنتونه غواړم.
اروايې ښاده او اندوژوند يې تلپاتې او تلژوندی!
 پوهاند زيار او کورنۍ

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي