څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 04.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
غږونه د ژ بې او غږپوهنه د ژبپوهنې بنسټ دی او بې له دې هره ژبنۍ ليکنه څېړنه بې بنسټه ده

اکسفورډ، جنوري08

غږپوهنه(Phonology)
 
د ژبپوهنېهمداسې يو ساينتېفيک بنسټ دي، لکه شمېرپوهنه(رياضي) چې د فېزيک بنسټ دی. هماغسې چې بې رياضي فېزيک د يوې پوهنې په توګه راڅرګندېدای نه شي، دغسې ژبپوهنه له درو ګونو رغښتي(سپړيزې، پرتليزې او تاريخي) څانګو سره هم بې غږپوهنې، پوهنه کېدای نه شي. له تش په نامه زړې دوديزې ژبپوهنې يا اوسنيو اماتوري ژبنيو ليکنو څېړنو سره د رښتينې يا نوې ژبپوهنې لومړنۍ بريد ليکه همدغه ساينتيفيکه او بنسټيزه څانګه او ورسره تړلې(اَر پوهنه يااېتېمولوجي) ده او له همدې سره نوې ژبپوهنه د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې هغې په لومړيو کې رښتياينه مومي.
 
پښتو غږپوهنه
له ښه مرغه نوې پښتو ژبپوهنه هم په لويديځ کې له نوې ژبپوهنې سره  څه ناڅه هممهاله راپيل شوې او هغه دا چې فرانسي دارمستېتر پر1888 کال د لومړي لويديز ژبپوهاند په توګه د پښتو غږپوهنې او اَرپوهنې اړوند نښير خپور کړ او بياالماني ګايګر او نارويژي مورګنستيرن نورهم پسې بشپړ اوکره کړ.که نه، تر دارمستېتر له مخهراورټي، بيليو او نورو له پښويې او وييپانګې سره پښتو ژبپوهنه پر مخ وړې وه. دارمستېتر تر هرڅه له مخه د همدغې لومړۍ څانګې په مټ، نه يوازې دپښتواَريانيوالی او بيا شمالختيزوالی په هراړخيزه توګه زباد کړ، بلکې له اوستا سره يې تر خورولۍ هم ورتېره کړه،هغه هم د يوه پښتو غږ(ځj) په لاسوند، او بيا يې داوړاندويينه چې ښايي د اوستا ترڅنګ يوه بله زړه باختري ژبه دغه غږ ولرلای شي(1). هماغه وه چې پر 1900کال يې  د خوتن ساکي ژبې له رابرسېرنې سره پکې درې لسيزې وروسته  د شاګرد شاګرد((استاد مورګنستيرن)) تر ډاکتري پوړۍ خپلې زده کړې بشپړې کړې او د پښتو د ساکيوالي ليد توګه يې څه ناڅه  نيمه پېړۍ راوروسته دکابل د1975 کال په نړيوال پښتو سيمېنار کې ډاګيزه کړه(2). د غږپوهنې ساينتېفيکوالی له دې زبادېږي چې دغږونو زېږځايونه، زېږ ډولونه او اوريز اړخونه د بيالوجۍ، په بله وينا، فېزيولوجۍ او اناتومۍ او د غږيز يا صوتي فېزيک په رڼا کې څېړي، په بله وينا،(زېږيزه، اوريزه او ازمايښتي) در ېګونه څانګې يې په دغو جوتپوهنو(مثبتو علومو) اړه لري(3).
د تاريخ ليکونکيو او متن ليکونکيو سر هم په دې نه خلاصېږي چې زه د پښتو او پښتنو تاريخ د تاريخي غږپوهنې او بيا اَرپوهنې په ازمېښتون کې ور زبادوم او دوی راته د پلاني او بېستاني روايتونه رامخته کوي. داراز چلندهغه کيسه سترګوته نېغه رادروي چې يوناني پوهان سره د خره د غاښونو پر شمېره نه جوړېدل او يو شاګرد اجازه وغوښته چې هغه دی، په شوتلو کې يو خر څري، وربه شم او غاښونه به يې وروشمارم! ټول استادان پرې را برګ شول او خبره يې په خوله کې ور وچه کړه: ((هماغه شمېره باوري ده چې د پخوانو استادانو په کتابونو کې راغلې ده!)).
د شلمې پېړۍ په سرکې يو دوو ختيځپوهانو، لکه ګرير سن او لاسن ((پښتون)) د هېرودت له((پکتويس Paktves)) سره يو ګڼلی وو. راوروسته استاد مورګنستيرن او نورو نويو ژبپوهانو د پښتو غږپوهنې او بيا تاريخي غږپوهنې او ورسره تړلې اَرپوهنې په ساينتېفيکو اَرونو هغه انګېرنه ناسمه زباد کړه او پرځای يې تر هغې لا لرغونې اَره او منشأ ور پيدا کړه، خو زموږ دوديز وال او ان نوي اکادېميک تاريخپوهان او (له تاريخي غږپوهنې او ژبپوهنې ناخبر) نيم نيمګوري ژبپوهان تر اوسه پرهماغه پکتويس ټينګ او ترينګ پاتې دي. ارواښادکهزاد لا له زړو هندو اَرياني وګړنومونو او ځاينومونو(پکهت، بلهيکا، بخد و بلخ...) سره وتاړه چې پکتيا او پکتيکا ترې هم را وزېږول شول، کټ مټ لکه((دري)) له((تخاري)) څخه، چې بيا تخار او تخارستان ترې په همدې ناسمه غږپوهنه او اَرپوهنه رامنځته کړ شول(4).
د پښتون هندي انډول((پټهان)) له غږ پوهنيز دوی(قانون) پلوه له ډېرګړي يا جمعِ((پښتانه)) سره تړاو ورکړشوی، حال داچې ګنداسنګ او دهغه په ړندو پېښو يې زموږ تاريخ ليکونکي له((پتنه)) سره تړي(5).
 
غږپوهنه او تاريخي- جغرافيايي ژبوېش
لويديزو اَريانپوهانو د درې پېړييزو تاريخي-پرتليزو څېړنو او بياد نونسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې په لومړيو کې د ساينتيفيکې غږپوهنې د فار مولونو په  کارونه پردې نورهم ښه ترا بری وموند چې له درېګونو تاريخي پېرونو سره د اړوندو ژبو څلورګونې جغرافيايي ډلبندي په غوڅه او کره توګه رامنځته کاندې. په دې لړ کې شمالختيزه يا باختري ډله چې له اَره د لرغونې اَريانا منځۍ را نغاړي، د سوېل لويديزو، شمال لويديزو او سوېل ختيزو درو سرو ډلو د درو سرتمغږونو (ګ-د-ب)پر وړاندې (غ-ل-و) ټيکاولري. د همدې فارمول پر بنسټ پښتو له نورستاني او پاميري ژبو سره زموږ د هېواد اَره او بومي او بيا يوازېنۍ ډېرۍ(اکثريتي) ژبه ګڼل کېږي. داساينتېفيک زباد د هغو نه پوخلا کېدونکو افغان دښمنو((افغانستانيانو)) هغه ټولې انګروزې  ورشنډوي چې غواړي، خپله لږه کۍ پارسي((دری)) د تخاريوالي يا باختري والي  په بې سرو بوله پلمه او سپسته د افغانستان يوازېنۍ ملي- رسمي ژبه کاندې او په دې توګه پر ټولو ژبتوکميزو(اتنو لېنګويستيکو) او تاريخي- جغرافيايي واقعيتو نو  تورې خاورې و اړوي!
غږپوهنه د ډبرليک د کيلۍ په توګه
ارواښاد علامه حبيبي هم له (تاريخي) غږپوهنيزو اَرونو او فارمولونو څخه د ناخبرۍ له کبله د ډبرليکونو په شننو او نومېرنو کې بنسټيزې تېروتنې کړي او يوازې يې وييپانګيزې(لغوي) همرنګۍ په پام کې نيولي دي. د ساري په ډول د هخامنشي پارسي بېستون ډبرليک پښتو کوي او دکنېشکا د سره کوتل هغه چې د باختري ژبې په نامه نومول شوې او د(منځنۍ) پښتو له ساکي خويندو ګڼل کېږي، پارسي کو ي او دجېلم پرهغه چې د منځنۍ پښتو يوازېنی رابرسېره شوی ډبرليک دی، ځان کورټ ناګاره اچوي. په تېره دويم دا چې دهغه بل په څېر يې د ډېرو نومياليو اروپايي ژبپوهانو  (ماريک، هينينګ، هومباخ، سيمس ويليمز...) پر خلاف تخاري او بيا((مادر زبان دری)) انګېرلې چې ياد شوي دښمنان يې هم د نورو بې سرو بولو ماويلو تا ويلو په سرسر کې رامخته کوي)6).
 
غږپوهنه او غږيزه ابېڅې(فونيميکي الفبې)
دا هم جوته ده چې د نورو ژبو غوندې نوې ساينتيفيکه غږپوهنه بې غږيزې ابېڅې شتون او رښتياينه او بيا کارېدنه نه شي موندلای. کومه غږيزه ابېڅې چې د نړيوال فونېتيک الفبېټ په رڼاکې د ختيځپوهانو له خوا رامنځته شوې، د اتلس پروژې دننه د پښتو په ګډون د 26 افغاني ژبو د284 ګړدودو د کښنې(ثبت) لپاره پرکارلوېدلې او مايې پښتو ځېل(وارينټ) پر1356ل کال د يوې غونډې په ترځ کې د وخت پر پښو ټولنې منلې وه، را وروسته د استاد حبيبي په سپارښت د يوه تش په نامه او له غږپوهنې ناخبر ژبپوه د بېځايه اړونو او زياتونو ښکارشوه او هماغسې ناسمه د ټولنې او بيا اکادېمۍ ناڅانګيزو غړيو ړومبی ځل په ((تشريحي قاموس)) کې پر کار واچوله. د ژبپوهنې هغه داوه ګير دومره هم نه پوهېده چې د پښتو په هېڅ يوه ګړدود کې عربي زېر، پېښ، دوه ډوله لنډه(معروفه ي) او دوه ډوله اوږده(مجهوله ې) ګرد سره نشته. په دې توګه يې د اووګونو پښتو خپلواکو(واوېلو) شمېره تر لسو ور اړولې او اړوند سېمبولونه(توري) يې هم ورته له خپلې ګېډې را اېستلي او همدارازيې د 27 بېواکو(کنسوننټو) شمېره هم څلوېښتو ته ور نژدې کړې ده!(7).
داچې زموږ دوديزو او اوسنيو ناڅانګيزو ژبڅېړونکو چې د دوديزو عربي پښويپوهانو يا ګرامرېستانو( صرفيانو او نحويانو) په پېښو هم((غږونه)) ((توري)) بللي اوهم وييکي (پارتيکلونه)، ستر لامل يې د غږپوهنې او ليک سېستم نيمګړ توب دی. د غږ پوهنې پر ځای د پښتو ابېڅې(الفبې) يو لړ هومره د خپلو ګرامرونو په سر کې وړاندې کړی دی. د(ی ګانو) او(واوونو) ډولونه يې ((مجهول)) او ((معلوم)) ور نومولي او غبرګغږونه (ديفتانګونه) يې ملاين او ثقيل يا نرم و څرګند؛ واوېلي(ه) يې غير ملفوظه او کنسوننټي هغه يې ملفوظي بللې ده. غږيزه ابېڅې يې خو په ارواکې هم نه ګرځېده چې په کارونګ سره يې د ګردو اوازونو ((توري)) له وينګ سره راوښوولای شي.
د پښتو ژبپوهنې د نورو برخو تر څنګه د يوې-کره پښتو ليکلارې او ليکدود پر وړاندې دناڅانګيزو ليکوالوورانپوهاوی او مورچلنيوی هم د دغې ربړې زېږنده
ګڼل کېږي(8).
د يوې- کره(معياري) پښتو ليکلارې د دواړو رغندو رغاونيز(سترکچرال)، په بله وينا، پښوييز(ګرامري) يورنګوالي او وييپانګيز رنګارنګوالي په برخه کې هم د دوديزې ابېڅې له ټسه لومړۍ ربړه وينګ(تلفظ) دی چې ښاغلي هوتک  يېيوازې د نويزونو په تړاو يادونه کړې ده(9). د ساري په توګه ګړويزونه يا ګړدودي  وييونه (ډايلېکتېزمونه)، لکه: اغېزه، اړيکیيا هندي پور ويی( دنده) او تورکي (بېلګه) په ناکره ډول د وروستي خج پرځای پر لومړي هغه دود شوي دي. په زړويزونو يا زړو وييونو(ارکاييزمونو)کې بيا اوږده خپلواک پر لنډو اړول کېږي(لکه انځور، ودېر- ودير). په نويزونو کې بيا په سرچپه ډول، لنډ هغه اوږده ويل کېږي او ليکل کېږي(لکه بنديز- بندېز)،يا هم اوږده ښځينه(ې) پر نرمه(ی) اړوي(لکه راتلونکې-راتلونکی)، زور پر زېر بدلول (لامَل – لامِل)، يا پر پېښ اړول(لوَستل- لُوستل، سوَب- سُوب)... .
لر ليکوال او ويناوال خو زياتره د پارسي او عربي وييونو او نومونو په برخه کې اردو اغېز راخپل کړی، ځکه اردو ژبه په خپللاسي(مصنوعي) توګه د مغولي واکمنانو له خوا له هندي ژبې سره د داسې پارسي ګړدود په ور ګډولو رامنځته شوې چې د ليک له مخې يې زده کړه شوې وه. زور يا پر زېر اړولی(په تېره تر ح-ه له مخه، لکه: اِحمد، مِحمود، مِحسود؛ شِهنشاه، شِهزاده،شِهر، شِهريار، اندرشِهر...) او يايې بېخي غورځولی(لکه: ادبی ـ اد- بی،سلامتی ـ سلام- تی، خاندان ـ خان-دان...). په دې لړ کې يې پر دروګونو واوېلي نښو(و-ا-ی) باندې د همزه(ء) په بېخرته سرباري کولو خو بيازموږ له ليکلار و ليکدود سره واټن نورهم پسې زيات کړی دی، لکه،أو، أوخوره،أوزه، أوکړه، ځائ، خدائ،ؤ(بود، بودند)، علماؤ،ئ(يې،). بلخوا يې  د زورکي (زۀ، زړۀ،ئيم...) او دواړو زورکيوالو (ۍ، ئ) د ښوولو لپاره همله څه ناڅه له اويا کلو راهيسې رادود کړی دی (10).
 سره له دې چې پر 1988کال پېښور اکېډمۍ له افغاني ليکوالو سره څلور پېنځه ډوله (ی) ګانې منلې وې، خو نور ليکوال لاڅه چې پخپله يې هم دومره په پام کې نيولي نه دي. د بېلګې په توګه لکه واخلې د استاد حمزه په کلياتو او اړوندې لېزيکوګرافيکي مهالنۍ((پښتو)) کې!
همداسې په رغاونيزه برخه کې بيا ناکره وينګونه، ناکره او ټکرخورې ګرداني بڼې رامنځته کوي؛ هرګوره، د کندهاري ليکوالو له خوا پر اړوندو واوېلي او ورسره تړليو پښوييزو ځانګړتياوو ټينګار اَګاهانه دی، پر وړاندې يې کرلاڼي ليکوال او وينا وال بيا له ستر خوشال راهيسې  د يوې- کره پښتو ليکلارې په پار له خپلو هغو لاس پر سر دي!
اخځليک
1-   زيار: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې،361 مخ. ساپي پښتو پراختيا مرکز،پېښور2001.
2-   Morgenstierne, Georg: The place of Pashto among the Iranic languages and the problem of the constitution of Pashtun linguistic and ethnic unity. Int. Pashto seminar, Kabul 1975.
3-   Ulrich, Winfried: Wörterbuch, Linguistische Grundbegriffe.Verlag Ferdinand Hirt, Germany 1972.
4-   Morgenstierne, Georg: An Etymological Vocabulary of Pashto(EVP). Oslo 1927.
5-   Morgenstierne 1927p. 61
(همداراز رهپو طرزی او ش. سنګروال په اړوندو ليکنو کې).
 
6-   زيار: بازهم از روايات و ګومګو های ادبي- تاريخي تا موازين سانتيفيک زبانشناختی در مورد خاستګاه زبان پارسی دری. سايت های انترنيتی نهضت اَيندۀ افغانستان، ټول افغان، سمسور و غيره،سالهای 2005-2007.
7-   زيری(اوونيزه)، د 1356 کال لومړۍ ګڼه او د حکيم هلالي له خوا د لاسوهلې پښتو فونيميکي الفبې کتابګوټی. پښتو ټولنه، کابل.  
8-   زيار: پښتو ليکلارښود،4 مخ. دانش خپرندويه ټولنه، پېښور2007 کال.
9-   هوتک، محمد معصوم: پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه71مخ. کندهار2007.
10-                       کامل مومند،دوست محمد: ديوانِ خوشحال خان خټک. پېښور1959.

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي