څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 16.07.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
ننګرهار د ښوونې روزنې يو صميم سرلاری له لاسه ورکړ

ارواښاد صميم اله صميم له هغو څو ګوتشمېرو ښوونپالو سرلارو څخه وو چې څه له پاسه نيمه پېړۍ يې د يوه تکړه ښوونکي او  بياد ښوونيزو چارو د يوه ازمېښتکاره چلوونکي په توګه د پوهې او فرهنګ رڼاوې د خپل هېواد او بيا خپلې سيمې  تر ډېرو تيارو ګوټونو  رسولې او په ټوله مـېړانه او رښتينواله يې له غور، هرات او کابله او بيا له دوربابا تر برګيمټاله د زرګونو هېوادوالو په روزنه کې نه هېرېدونکې برخه اخېستې ده.
په ځانګړي ډول يې د شينوارو د لويې ولسوالۍ په ارتو او بيرتو اوغرنيو لتو، درو او غاړو مورګو کې داړوند چارواک  ارواښادعبدالخالق وردګ په مرسته بېشمېره لومړني او کليوالي ښوونځي پرانېستي او بيا يې ورته په زور و زارۍ او جرګو مرکو  شاګردان راپوره کړي دي.
په دغه ستر مانيز چار کې يې له څانګيزې او کړنيزې وړتيا او پياوړتيا سره  دومره زړورتيا او ژبورتيا هم ملګرې وه چې ډېر سختچاري پلرونه د ښوونې او ښوونځي ارزښت ته ور ځير کاندې او  خپل  بچي ترې و نه سپموي.
هغه مهال چې د بيلابېلو سيمو تر منځ  د تګ راتګ وسيلې له نشته برابرې وې، صميم صاحب به ډېر لرې اوږدې او سختې ستغې لارې رودې په پښو رالنډولې او د وخت د اډانيزې تنګسيا له کبله به يې د سراسري زده کړيز بهير څارنې ته په يوه ځاني ځان اوږه ورکړې وه. د هر نوي زده کړيز کال په درشل کې به يې د زده کوونکيو د راڅکونې د ستونزمن کار لپاره خو د چا خبره بېخي د وسپنې څپلۍ په پښو کولې او پراوونيو اوونيو به يې ديوه چپړاسي په ملتيا درست دوترو دېوان له ځان سره ګرځاوه را ګرځاوه.
د همدغه ښوونيز غورځنګ بروبرکت وو چې په پلازمېنه کې يې د رحمان بابا لېسې له رامنځته کېدو سره د اوغوز او باندر غوندې وروسته پاتې عليشېر خېل او حسن خېل پر سيالۍ راوستل او د کال له رابرېدو سره به يې خپل کمکي ماشومان تر کابله رسول.
د شينوارو په اوږدمهالي، ستونزمن، خو وياړن ښوونيز پېرکې يې له بې سارو بريو او برياوو سره چې کوم  څانګيزازمېښتونه او نوښتونه په هماغه ځوانه ځوانۍ کې ور په برخه شوي ول، راوروسته  د کابل دارالمعلمين د وختو ملګري والي تليادي عبد الغفور وياند تر سيوري لاندې دکونړ او نورستان په لنډ پېرکې هم پر کار واچول او هماغومره برياليتوبونه او وياړونه يې پر تلپاتې ښادنامو ور  زيات شول.
 شعر و شاعري او ليکوالي يې هم لږوډېره ازمايلې وه او د کابل د لنډې ښوونيزې دندې پر مهال يې په يوه نيمه راديويي سندربوله کې هم برخه اخېسته. هسې خو دومره خوږ ژبی او خوږ بنډاری وو او دومره په تول تللې اوزغردې خبرې يې کولې چې ډېرو ليکوالو او شاعرانو ارمانلې، په تېره يې ځانتني ګړنې او متلونه چې يوازې يې په همده پورې اړه درلوده.
ګوندې داسې يې انګېرله چې د ليک و قلم، يا ژبې او ادب کار و کسب لپاره يې خپل ځايناستي صميم  روزلی وو او د چا خبره په کور کې ورته همدا يو لېونی بس ښکارېده!
د ارواښاد صميم اله صميم د تلپاتې څانګيزو کارنامو يوستر زباد او لاسوند هم همدا دی چې د استاد اَصف صميم په څېر يو ټولمنلی پښتواو اسلام مين پوهيال او فرهنګيال يې پښتني- افغاني ټولنې ته وړاندې کړی دی.
په دې توګه دهغه ارواښاد په مړينه يوازې  استاد صميم او نور کورني غړي نه، بلکې له غور وهراته رانيولې تر ننګرهار، کونړ او نورستان يې ټول شاګردان او دوستان ويرمن دي او له ستر څښتنه ورته جنتونه غواړي.


        اروايې ښاده او ياد يې تلژوندی!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي