څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 11.07.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
جلادان، جلادان بلل رابلاکوي لوړترين زده کړيز لاسونداوپېنځوسکلن

پوهنيزـ څېړنيز رېکارډله نشته رابرابرويدخپلې پارسي ځپلې کړکيچوپښتوپرځای زماکره داراسموي؟

لنډيز:

ـ  په سياسي چټليو ککړ لاسونه پر بل پاکول،

ـ  دخونړي امين اوځانپلوري تڼي په تړاودسروري اودادله 

بېشرمانه دفاع (او کامه وال بيادخپل((شهيدسېلاب))

قاتل دفاعيه ورخپروي!)،

ـ دروګونو بخولو پروړاندې ناګاري او بې توپيري،

ـ  په سياسي درغلۍ،درغلي کانديدي ترلاسه کول،

ـ په څو ليکنښو،کړکيچو پښتو او سياسي اپلتو خپله

کم تعليمي او درغلي کاندېدي پانسمانول... 
دافغاني ـ پښتني ټولنې تاريخي ـ سياسي وکر(هويت) نن سبا تر بل هر مهاله زيات له ننګونو سره مخامخ دی او د دې کار لپاره درېګونو ټلوالو لاس سره يو کړی دی: د امريکا او انډيوالانو نيواکګرې ټلوالې،ايران پلوې اخوان ـ ستمي شمالي ټلوالې او عربي ـ پنجابي طالبي ټلوالې.

مايې پر وړاندې د خپلې سياسي او علمي ـ څانګيزې پوهې په چوکاټ کې قلم چلولې. په دې لړ کې مې  په ځانګړو اتنو ـ لېنګوېستيکي پارسي ليکنو د خاوران، خراسان اوبپاڼو او نورو رسنيو بې سروبوله انګروزې ورشنډې کړې او پر((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) سربېره مې چې له ژبپوهنيزو څېړنومې يوه ساهومره اخېسې، بېلابېلو اوبپاڼو ته ليکنه نيمه هم سپارلې. هغه هم په دې نيت و نمات چې ځوان پښت ترې د دوديز ببولالو او ولوليزو ليکنو پرځای  کره علمي وسله پرکار واچوي او د چاخبره وينې په وينو ونه مينځي!

داچې بياهم يو نيم بې توپيره پخوانی انقلابي يا جهادي پښتون پرما د نورو اوتو بوتو په لړکې د بې توپيرۍ تور راتپي او  دا هرڅه بيرته پرمخ راولي ، نو له ټولې ژبپوهنيزې بوختياسره سره يې غبرګون ته اړ وځم. تازه بېلګه يې هم د اجمل نور هغه وو چې د سرې ارتجاع د يوه ټولڅرګند جلاد او د تورې ارتجاع د يوه وينې څښونکي يادونې دوه سوګند خوړلي را وپارول. لومړي ((اميني)) دومره سپکې سپورې رالورولې وې چې نه يې لږه کۍ قلمي  پاکلمني (عفت) په پام کې نيولی وو، نه پښتني ـ اسلامي کوم دود وارزښت او نه ژور نالېستيک اَر و اصل، تردې چې يوې اوبپاڼې هم ترې خپل رسنيز پت و پرستيژ بلهاري نه کړ او دويم دا افق صاحب وو چې له ګردو بېځايه تورونو، پيغورونو او سياسي اپلتو سره سره يې يو څه قلمي ـ ژورنالېستي نزاکت  په پام کې نيولی دی. له دې سره سره، بيا هم د دغه سياست وږي او په درغلي کانديدۍ غاور ليکوال اوږده  پړ پړه راته د غبرګو ن جوګه نه برېښېده، خو دښکېلو زبېښلو پښتنو د ژغور، ازادۍ، پرمختګ  او سوکالۍ او بيا د پښتو د نومهالې علمي- فرهنګي سيالۍ د مينه والو او په سر سرکې ځوان کمپيوتري پښت ور اړاېستم او ما هم چار ناچار په دې لاندې غټو غټو ټکوکې راکېښکه:

1- افق صاحب  پرخپل وخت  په اړونده سياسي ډله کې له ګوتشمېرو ليکلوستوالو(باسوادو) ، په بله وينا، د يوې سترګې له پاچيانو ګڼل کېده او کله يې چې د کوم سازښت يا نه سازښت له کبله ترې خپله ډلګۍ رابېله کړه او د پوخ پياوړي ((نوميالي)) ترڅنګه ورسره نور لږوډېر ليکلوستوال هم ملګري شول، نو د سياسي اوڅارتيا له ډېرېدو سره سره يې، هغه د يوې سترګې پاچايي هم نوره تته غوندې شوه. بلخواته اَرې((خلقي)) ډلې هم د تربرې ((پرچمي)) هغې په سيالۍ د((پارتي سکولو)) له تعميد لمباسره ښايسته ډېر ليکلوستوال را پيدا کړل. که نه په هغو لومړيو کې يې زياترو نيملوستو غړيو د ده نوم هم ((اوپک)) باله!

2- دا کوم ځان غټاوی يا ځانستاينه، يا د ده په کړکيچو پښتو(( غټبازي)) نه، بلکې يو رښتينی ځان سپيناوی او ټولګټی څرګنداوی دی چې زه يې د ورته بې سرو بولو تورونو او توراوو په غبرګون کې ور اړوځم.

که ښاغلي افق لومړی زما پر پته د اجمل نور(نه حکيم نور) توراوې او اپلتې لوستې وای، نو زما غبرګون به يې په ځان پورې نه تاړه. ماد ده پر پته يوازې او يوازې هماغه يو ټوکر يا پراګراف کښلی وو، هغه مې هم د سکالويز (موضوعي) تړاو له مخې د استاد نوميالي په طفيل د((هومانېست چپي)) نومونه ور لورولې وه چې په استاد اکبر خيبر پسې دويم رښتينی هومانېست- مارکسېست چپی وو. دا زما يوه بېځايه لورونه وه چې پرونی سورکمونېست او سوويتېست او ننی طالبي پلوی))  افق مې داړوندې لارې لاروی، په بله وينا،يو پېښاوو(مقلد) بللی وو!

((پېښې)) هرګوره، د ((ارواښاد)) د قرينې پر بنسټ په رښتيني هومانېست چپي نوميالي پورې نه، بلکې يوازې په همده اړه پيداکوي او دی يې په رښتيني ډول ((پېښاوو)) هم نه شي کېدای!

3- د اکادېمۍ او اړوندو ستاينومونو(لقبونو) په ډرنامه مې د خپلې خولې خوندهم په دې پيکه کړی چې هماغه کملوستي راته((نه اکادېمېسنوالی))

د پزې پېزوان کړي وو. په دې توګه مې پر نړيوال کچ د خپل ټولمنلي اکادېميکوالي د دفاع په تړاو دغه د شورويانو د سرخيرات په پرېنسيپ کې

تر نيوکې لاندې نيولی وو. لايق د  1998کال د اکتوبر پرديارلسمه دهمبورګ پوهنتون د((اوستااو لرغوني فرهنګ)) دپوهنغونډې په بهيرکې چې زه او پوهاند جاوېدورته له انګليستانه وربلل شوي ولو او دی او درېيم تش په نامه اکادېمېسن فقيرمحمد يعقوبي پکې هملته له کسل و همبورګه، د ګڼو نورو بللو او نابللو پر وړاندې په مات مخ دا ترخه منښته وکړه: ((ما همېشه له ډاکتر زيار صاحب سره بد کړي او دادی، ستاسې د ټولو په مخ کې ځنې بښنه غواړم.  ده د(اوستا و فرهنګ باستان) په برخه کې زموږ د افغاني ډلې پزه پرځای کړه...)). بيا يې هم زړه صبر و نه کړ او درې کاله  له مخه د خپل کاروباري سفر په ترځ کې له اکبر کرګر سره تر اکسفورده راغی. تر يوه چای پيالې وروسته يې پښې خری کړې او ويې لوړل: (( زه ترهغې له دې کوره نه وځم، ترڅو زيار صاحب راته و نه وايي، بښلی مې يې!)).

هېښنده خو داده  چې لايق پخپله له هماغې پوهنغونډې راهيسې له نامه سره ((اکادېمېسن)) ستاينوم  نور نه ملګری کوي او باندې شرمېږي،افق او نور ((لېټانټه)) له کانديدي دې لکه پلرنی ميراث تېرېدونکي نه دي او ډاکتران  يې کارونې ته دومره زړه نه ښه کوي، لکه واخلې ډاکتر اکرم عثمان، ډاکتر اسداله حبيب، ډاکترکبير رنجبر ... !

د اجمل نورخواره کي د پوره سرخلاصي لپاره مې چار ناچار داهم ورياده کړې وه چې زه تراوسه د ړومبني اکادېميک پښتني _ افغاني پښت د لومړني او وروستني استازي په توګه  په ټوليزه ژبپوهنه، هندو- اروپايي، اَرياني فېلالوجۍ او څېرمه څانګو، توکمپوهنه او ادبپوهنه کې دلوړ ترين زده کړيز لاسوند(ډېفېل ډاکتر ډېګرۍ) او لوړترين څېړنيز-پوهنيز رېکارډ څښتن يم او په دې لړ کې د نوې پښتو ژبپوهنې د رادودونې او پرمخ وړنې واک او وياړ يوازې زماپه برخه دی. په پای کې مې ورته سپارښت کړی چې د زباد لپاره دې د خپل کوربه  هېواد دختيځ  پو هنې کومې څانګې ته سر ورښکاره کړي او  زما په اړه ځنې وپوښتي- همدغه سپارښت اوس افق صاحب ته هم ورغبرګوم، ځکه ده هم پر ما دپښتو ټولنې او بيا اکادېمۍ تش په نامه کانديد نووکانو ګومان کړی، چې د پښتو کورسو لپاره يې د استاد رښتين زړه ((ژبښودنه))  هم نوې نه شوه کړای او په هسې  ماتو ګوډو  ژباړنو يې ځانونه تر څېړندويۍ ورسول. ارواښاد دوست شينواري چې له ماسترۍ سره له هماغه هېواده راستون شوی وو، دخپلې ليکوالي مخينې له برکته  يوڅه ګټورې ليکنې څېړنې ترشا راپرېښوولې. يوازې همدا زما پښويه(ګرامر) له څه له پاڅه درو لسيزو راهيسې  په ښوونځيو او پوهنځيوکې په بېلابېلو کچو او بڼو ښوول کېږي. نه يوازې په شوروي پېر، بلکې همدانن سبا په روسيه کې زما پښويه، وييپوهنه او ليکلار ...د پښتو تکسبوکو په توګه کارول کېږي.

له پښتو پوهانو راپاتې 86 کلن استاد ليبېدېف همدا تېر کال زما د پښويې تازه خپور شوی درېيم چاپ د خپل همکار((دوکتور بهاند)) له لارې تر لاسه کړ او ډاډ او مننه يې راغبرګه شوه او مياشت له مخه86 اتياکلن فرانسي افغانپوهاند شارل کيفر هم همداسې درواخله.

نوې ژبپوهنه او زړه سره هماغومره واټن لري، لکه د نوي علمي- تخنيکي طب او زاړه دوديز هغه تر منځ او افق صاحب هم ښايې اوسنۍ ساينتيفيکي او لابراتواري ژبپوهنې ته هم په هماغه زړه سترګه وګوري او يايې هم د نورو ټولنپوهنو يا وګړپوهنو په لړ کې يوه عادي پوهنه وانګېري، نه دهغو ګردو (تاريخ، منطق، ساپوهنې، توکمپوهنې، لرغونپوهنې...) مرستندويه!

4- زه له پاسني علمي وياړ او واک او پر جهاني کچ په اړوند څانګيز ډګر (مسلکي ساحه) کې د پرله پسې رامنځته کېدونکو نوښتونو او برسېرونو له راخپلونې او منډو ترنډوسره ولې کوم ګروم (عقده) يا کمتري احساس ولرم. نه د ده غوندې د کم تعليمۍ، پوړۍ، څوکۍ او سياسي ليډرشېپ ارمانژلی يم او نه د جهل، جنايت، جنګ اونيواک ښکېللي ولس پر وړاندې د بې توپيرۍ او  ورسره  دخيانت، جنايت او يايې دکورنيو او بهرنيو د ښمنانو او جلادانو دملتيا له پلوه د خپل وجدان تر شکنجې لاندې!

او بيا دا وياړاو باور چې په پېنځو لووچو کې مې همڅانګي د يوه يوازېني افغان ژبپوه او اَريانپوه(د زړو او نويو اَرياني ژبوڅانګوال يا متخصص) په توګه پېژني او بېشمېره پښتو- پارسي- الماني او انګليسي ليکنې او کتابونه مې  په واک کې لري يايې اخځوي(رېفرېنسوي). مانا داچې که مې خپله ټولنه هېر هم کاندې، د نورې نړۍ په لېترېچرکې خو به مې نوم تلپاتې وي؛  شل ټوکه پېيلې او نا پېيلې ادبي پنځونې مې پرګڼو ژبو اړول شوي، خو د لايق په څېر  يې د چا په سترګو کې نه ننه باسم!

5- په دې کې څه اړنګ بړنګ نشته چې له بشپړ ډېري چوپو خولو جنګ و جهل ځپلو هېوادوالو او رښتينو هومانېستو چپيانو پر وړاندې يو بشپړ لږه کي، پروني کورګډي جهاديان او اوسني ډبر پېري(دورحجر) طالبان، د خپل هېواد ازاديپال اتلان انګېري، خو د افق صاحب پلوي ورسره ما ځکه ريا کارانه بللې چې  تر پرونه يې د يوه سره کمونېست اوسووېتېست په توګه، نه يوازې دوی او هغوی بنسټپال او اشرار بلل، بلکې درست اسلام او سم سهي مسلمانان يې هم په تورې ارتجاع  پورې تړلي ګڼل. ان د زده کړو په کلونو کې  يې ځنې  دا دوې خبرې بيا بيا اورېدل کېدې: ((په کار ده، په ورځنيو خبرو کې د مذهبي نومونو او ويناواښتو(تکيه کلامونو) دودوعادت له منځه ولاړ شي او دويمه داچې افغانستان د شوروي  شپاړسم جمهوريت شي))!

6-  که دا رياکاري ما کولای، هېڅکله به مې د خپل تېر او اوسني چپيوالي او ګونديوالي منښته نه وه کړې. لکه څنګه چې مې د مهالنۍ((اَينده)) په سرليکنه کې ياده کړې وه، اړوند سياسي سازمان له اَروبنسټه د((بياکتنې)) او ((کره کتنې)) يو ښوونيز- انديز غورځنګ دی، نه د بد نامو شوونېستي- فاشېستي پرچمي او خلقي ډلو ټپلو کوم ځايناستی، او د يوه پخواني((يورو سوسيالېست)) اواوسني((چپي هومانېست)) په توګه ورسره زما ملتيا هم له همدې پلوه ده. نو ځکه مې په پای کې د رحمان باباداشعر راوړی وو:

که چا لار د عاشقۍ وي ورکه کړې// زه رحمان د ګمراهانو رهنما يم!

په اجمل نور پسې ظاهرافق ته هم وايم چې اړينه نه ده، ټول دې ښي لاسي اوسي او بيادې د تورې، سپينې يابرګې ارتجاع  پلوي او ياهم ستاغوندې له 360 درجو سره(( شئ شاګرځي))!

او د کړن په ډګر کې دا ټولو ته پوره ډاګيزه شوه چې د خلق و پرچم بشپړ ډېری غړي نه د پاړکيزې مبارزې  لېوال وو اونه د زبېښليو او زيارکښوپرګنو د ژغور، پرمختګ او سوکالۍ ، بلکې دا ګردې تلپاينده ورپېښې بدمرغۍ، بې اتفاقۍ، وږې تندې، کړاوونه، ناورينونه او بخولې  په سل کې  شپېته د همدې سرې او څلوېښت د تورې ارتجاع  د جناياتو زېږنده دي.

که تا لږترلږه ورځنۍ روانې پېښې(current affairs)هم سمې سهي پسې اخېستای(تعقيبولای) او بيا د طالبانو اَره رغښت له پرله پسې انساني او پښتني او ان ديني ضد کړو وړو سره پېژندلای، هېڅکله به دې د نولسمې

پېړۍ او بيا درو ګونو افغان- انګليس جنګونو له رښتينو ازاديپالو، جنګيالانو، غازيانو، اتلانو سره د دوی دپرتلې جرأت نه وو کړی!

له تاپرته يې ټول پېژني چې دهغو نورو درغلي مجاهدينو غوندې له دوی سره هم، له چيچنيا او چينه رانيولې تروزبکستان او پاکستان پورې بې شمېره عرب و عجم ملګري دي- د يوه تازه خبر له مخې چې مياشت له مخه مې په کابل کې تر لاسه کړ. همدا نن سبا په وزيرستان کې يوازې د وزبکو شمېره شپږزرو ته رسي. دا ګرد دهماغو له خواچې را پنځولي يې دي، تر اوسه سيده او ناسيده را سمبالېږي او د هغو رښتينو سوچه افغان جنګيالو په غچ کې يې دواړو خواووته د راپاتې پښتون ولس  د نوم نښان، اکروکر او ژوندو ژواک ورکاوي ته را ګومارلي دي.

د شمالي ټلوالې په اړوندو سيمو، يا دشمالي ټلوالې د انديالو(متفکرو) مغزو د سرکښ انتي پشتونېست((پدرام)) په خبره، ((دولسو ولايتو)) کې د بيا رغاونې هاندې هڅې په پوره چټکۍ پر مخ روانې دي، حال داچې په پښتنو هغوکې اړوندکورني او بهرني کارکوونکي د اجيرو ترهګرو ((دادله ګانو)) په لاس وژل کېږي، تيار پلونه، سړکونه، بندونه، روغتونونه، لرغوني يادګارونه... ړنګېږي او بيا تر هرڅه له مخه ښوونځي، کتابتونونه سوزول کېږي، او هغه نورې دوی بخولې ورته چکچکې کوي؛ تر تش په نامه ليکې ور اخوايې، د وزيرستان له جنډولې د باجوړ تر ډمه ډولې هم همداسې درواخله!

د طالبانو وحشت او بربريت دې کچې ته رسېدلی چې خپل لوی دېوبندي استاد ترې هم د بهرنيو نيواکګرو پرځای د خپلو بېګنا ولسي خلکو په حلالونه خپله فتوابيرته واخېسته. داهغه سخت و سوګند خوړلی بنسټپال ملادی چې پخوايې په خپل کتاب کې ليکلي ول: په ځانمرګي بريدکې له شهيدېدوسره سم له سمونې د هر سرتېر او ځان تېر هرکلي ته اويا حورې(يا پرښتې) راځي!

تاسې به د ورځچارۍ ، رياکارۍ اوبيا د پاکستاني څارګرۍ(!) په پار پر دې باندې هم ځان ناګاروئ، چې ((دادله)) تر خپلو پردي ډېر وژلي دي؟

اياد سره صليب او بې سرحده ډاکتران، د بشري رښتو(حقوقو) استازي،  خبريالان، ژباړونکي، چلوونکي... د دادله ګانوغوندې له سېلمې جاسوسان دي چې په ټوله تورزړۍ يې له سپېڅلې وراشې((الله اکبر)) سره حلال کړي او حلالوي ؟

ايا له دې هم ناخبر يا ناګار ياست چې پر اجمل نقشبندي يې هغه پڅه ستوه يا چاړه هم نه وه لورولې او په لينوني مزي يې ترې سا اخېستې وه؟

ښايي، پر بېګناه عبد الصمد روحاني مو هم څه چورت خټه شوی نه وي چې د هماغه خونړي دادله ځايناستو ورباندې ځانونه د جنت جوګه کړل(!)

7- د دغه بل جلاد پلوي مو، نه يوازې له امين او ډلې سره مخالفت او بېلتون راخرخشنوي(که نه، هغه پر پزه مچ نه پرېښووه،ډاکتر زرغون...او((سترتره کی يې واژه او تاسې نه)،بلکې دا لنډ اندي او واقعيت پر بډه وهل مو را ډاګيزوي چې د امين په سيده بولۍ سروري اګسا(په همدې ستاينوم يې وياړلی وو) د دېرش زرو بېدفاع او بېګنا افغانانو د شکنجې او وژنې د پړې پړی پر غاړه لري او دبشري او جنګي جنايتکارانو د دوه سوه کسيز نوملړ په سرکې راوستل شوی دی. استاد زهماداميني زندان دننه راته داګساد بېخرته رنګارنګو جزاګانو او بوږنوړو بشري ضد فجايعو په اړه دخپلو سترګو ليدليو او زغمليو په لړ کې کيسه کوله: ((سروري په خپل لاس د برېښنا ټکانونو، وهنو ټکونو، لغتو بوکسونو او سختو ښکنځاوو او سپکاويو په ترځ کې داهم په پښتو او پارسۍ راتکراروله: تا په کوم جرأت خپل ځان زموږ د ستر رهبر او د شرق نابغه، استاد او ايډيالوجيکي پېشوا ګڼلی؟ ته به پر دې هم سوچ و سوده کوې چې که رانه ژوندی پاتې شوې، د تاريخپوه په توګه به راباندې زړه يخ کړې، خو بېغمه اوسه، د افشاګرۍ لپاره به هېڅه تر لاسه نه شې کړای. موږ ستا په ګډون خپل ګرد دښمنان داسې له منځه نه وړو چې کوم څرک  ياکرښپل ترې پاتې شي، او خپل تاريخ هم پخپله کاږو...!)).

هو، په خپل اند يې د زرګونو زرګونو بلهاريانو کرښپلونه تر وسې وسې له منځه وړي ول، خو له دې ناخبره((څنګه به پټ کړي شهادت مې قاتل- سورمې په وينو لا ټټر ځلېږي)). يوازې ژوندي پاتې لاڅه چې د هغو سرخوړلو بلهاريانو څو برابره اړوندان او بيا ډليز ګورونه ګورنډې د بشري رښتو او پر وړاندې يې د جنايتونو د پلټونکيوکميسونو نو لپاره بس دي او بيا داچې يې دغه جنګي جنايتکار او شکنجه مار د خپورکړي دوه سوه کسيز نوملړ په سر سر کې راوړی دی. د هغه شل مياشتني فاشېستي زورواکۍ استازي هسې بېځايه منډې ترنډې کوي چې هغه درست  پر خپلو سياسي تربورانو او سرو لښکرو ور واړوي ، خو ګومان نه کېږي، بې له هر اړخيزې کريمينا لوجيکي ازماينې يې ورسره څوک ومني. اميني- سروري ډله ټپله خو پردې هم ټپه منکره ده چې سرې لښکرې د امين په پرله پسې غوښتنه او ټينګار را غلې او کارمل هم د دوی پراوږ و!

د خپلو تېرو بشري او جنګي جنايتونو د مخپټاوي لپاره، د روسيې فدرال امنيت او...تر چتر لاندې، د اخوان - ستمي او په نومېرلې توګه د کابل د 70 زرو استو ګنو د ټولوژلې او مادي او مانيزو ځانګړو او ملي شتمنيو د چور تالان او تباهۍ اعلی سر قوماندان (( رباني)) په سروالۍ ملي جبهه)) جوړوي، چې ګوندې د خلکو او تاريخ له نياووالۍ (محکمې) څخه خپل ځان او بيا سرجلاد رابچ کړای شي! په دې هم د ټولو په سترګو کې شګې شيندي چې جليلي د رباني په لارښوونه په سروري پسې زندان(!) ته جانماز ور وړي. نوموړي اخوان- ستمي هم داسې شيطاني چمونه وار له مخه له خپل ماوېست مرستيال((مسعود)) سره پوره پاخه کړي او د خپلې ږيرې تر جال لاندې يې ځنې پر ژوندونې ((مجاهد!))  جوړکړی وو او اوس يې پر مړونې  ترې((ملي قهرمان!)).

د بشري جرم و جنګي جنايت ټولۍ (مقولې) هم ښايې افق صاحب ته د مدافع وکيل په توګه نوې و اېسي اوپه زړه واژه نامه کې يې پرې سترګې نه وي لګېدلې!

همدارنګه له ورايه را جوتېږي، چې دغه سياسي سوداګر نه يوازې د دوکتور نجيب اله پر وړاندې، هغه هم د مرکزي کومېټې د غړيتابه او کانديدۍ تر ولجه کولو وروسته د تڼي کودتايي ملګری وو، بلکې د داودخان پر وړاندې د امين دغويي کودتا له ټينګو پلويانو څخه هم وو. د هېواد ساده پرګنې هم پوهېږي چې تر داود خان راوروسته ټولې بد مرغۍ  پرله پسې ښيو او کيڼو پوځي کودتاوو ور پېښې کړې دي.

8ـ افق صاحب د درو يادشويو بخولو پر وړاندې  دخپلې بې توپيرۍ او ناغېړۍ لاس هم پر ما پاکوي. په دې لړکې يې له طالبي- عربي- پنجابي هغې سره خو خپلوي رانښلولې، د نړيخورې امريکا په سرکښۍ د بهرنۍ نيواکګرې  او اړوند ګوډاګي دولت ټلوالې او د درېيمې((شمالي)) هغې پرضد يې ترماپورې هېچا کوم غبرګون يا ليکنه نه ده لوستې. حال داچې مادومره ترې خپل څانګيز- څېړنيز وخت بلهاري کړی چې دی يې پخپله منښته، هغه هم د يوه پيغور په بڼه کوي. لکه څنګه مې چې په سرکې يادونه وکړه، زما هره ليکنه او ان ويرنه لکه همداغبرګون يوازې دځان سپيناوی نه دی، بلکې ورسره ورسره د لوستونکيو او بيا مينه والو په ټوليزه پوهه (general knowledge) کې يوه زياتونه هم ده. په تېره د نوې ژبپوهنې او بيا يې په رڼاکې دپښتو ژبپوهنې، لکه ګرامر، وييپوهنه، ليکلار، شعرپوهنه (عروض)، د پښتو او پښتنو تاريخ، اېتېمولوژي...  او بېلابېلې ژبتوکميزې او سوسيو لېنګوېستيکي ربړې او مسألې  چې نن سبا ورسره پښتني ـ افغاني ټولنه د ناسپاسو لږه کيو له خوا زياته راښکېله ده. دشمالي ټلوالې د پرله پسې چالانو انتي پشتونېستي تورومونه دسپکو سپورواو بې سروبولو اوتو بوتواو دروغو دربو(اين قوم مهاجريهود،وحشی، بې فرهنګ،غاصب ) ترڅنګه ټولنپوهنيز وزمه دکونه دليلونه هم وړاندې کوي. او ليکي:... پشتونها هنوز به قوم واحدی ارتقأ نيافته و بنابران دست کم يک فور-ماسيون نسبت به تاجيکها و ديګر اقوام عقبتر اند. بيا زياتوي: حکمروايان مربوط نيز در ديګرګونی زنده ګي اجتماعی اين مردم توجه وتلاشی به خرچ نداده اند... ( نوکنۍ  مې ځکه نه دي کارولي چې سم له لاسه مې اخېستې کاپي و نه موندله او ناسيده بڼه مې ورکړه). او د مارکسېستي ټولنپوهنې لاپو افق ترې يا، لکه د خراړې غوندې سر د بې توپيرۍ په شګوکې ننه اېستی او يايې هم پرې کورټ ځان ناګاره اچولی دی!

د دې  دوو نورو بخولو پروړاندې مابياهم د ورځنيو رسنيزو، هغه هم سياسي ليکنو پرځای  زيات زور پر ادبي پنځونو او بيايونليکونو(سفرنامو) اچولی، لکه درې کاله وړاندې ((افغان ولس د تورې- سپينې ټلوالې په ولکه کې)) او د تېر اپرېل((مافيايي- انجويي ټلواله خپل پايښت په ترهګرۍ کې ويني)) يونليکونه.

کومې منډې ترړې چې ما تش په دې يوه کال کې، له اويا کلنۍ سره، د پښتو ژبې او فرهنګ د سرڅڼې او بيايې د هېواد او نړۍ پر کچ دسيالۍ په موخه ترسره کړې، ګومان نه کوم، دکابل، پېښور ياکوټې اکادېمۍ يا کومې بلې تش په نامه سرکاري څانګې سازمان کړې اوسي:

له نويو زياتونو او کرونو سره دپښويې(ګرامر) درېيم او دليکلارښود دويم ځل چاپول اواړوندو پوهنتونو، اکادېميو او د ښوونې روزنې وزارت ته يې لېږدول، په اتاوا کې د کاناډايي او  افغاني ښوونکيو اوزده کوونکيو دوه ورځني کارغالي(ورکشاپ) ته لکچرونه او په تورنتو کې له هېوادوالو سره د پښتو او پښتنو پر وسمهال او تېرمهال پېنځه ساعته غونډه جوړول،ورپسې په هماغه يوه مياشت((نووېمبر) کې له افغانانو او اوتريشيانو، جرمنانو او نارويژيانو سره((په هندواروپايي او بيا ساکي اَرياني ژبو کې د پښتو دريځ)) په اړه يو ورځنۍ پوهنغونډې ته وينا، دوې مياشتې له مخه هېواد ته يو ښوونيز سفر او په کابل، ننګرهار او خوست کې د پوهنتونو، د ښوونې روزنې د لوستکتابونو پښتو څانګو او فرهنګي ټولنوته څلېرويشت ورځې لکچرونه اورول او بيا په پلازمېنه کې د يوه ګڼ شمېرمينه والو په هڅونه او مرسته له ((تربرې ژبې)) سره د رغنده او مثبتې علمي- فرهنګي سيالۍ په موخه د يوه ازاد او ناپېيلي((پښتو فرهنګيستان)) بنسټ اېښوونه ... اواکسفورډته تر راستنېدو درې اوونۍ وروسته د((پښتو اتېمولوجۍ)) د اوږد مهالي پوهنيز- څېړنيز کار لپاره د نويو رامنځته شويو توکو د لاسته راوړلو په موخه المان او فرانسې ته لس ورځنی څېړنيز سفر.

د فرهنګيستان د جوړونې سوچ وار له مخه همدلته په جلاوطنۍ کې د ځوان کمپيوټري پښت د تکړه استازي احمد ولي اڅکزي (المان) له سترې پروژې((پښتو قاموسونه اَنلاين)) سره راپيدا شوی وو چې احمد مجيب او احمد نجيب بياباني(ناروې)، سيد مصطفی (نوی زيلاند)، او څو نور پښتو مينان ورسره د تخنيکي مرستيالانو  او زه ورسره د څانګيز لارښود په توګه همکاري لرم.

8 ـ ستاسې ټولټال سياسي او  مارکسېستي پوهه د ايراني توده يانو له دويم لاس اخځونوڅخه تر يو څو زده کړومقولو او تعريفو تېری نه کوي، نو (چپی، هومانېست چپی، چپی هومانېست)، (چپ دېموکرات)،(دولتي سوسيالېزم)، (شوروي توتالېترېزم)، (انتقادي ـ مارکسېستي سوسيالېزم)، (نقاد يا انتقادي مارکسېزم)، چيني وزمه سوسيالېزم، نيو لېبرالېزم، ګلوبالېزم او داسې نورې نوې ټولۍ(مقولې) درته کورټ نوې وي. په دې لړکې ((سېکتارېستي- فاشېستي)) داهم همداسې درواخله چې د پښتني- افغاني ضد ستمي يا شمالي نا سپېڅلې ټلوالې لپاره کارول کېږي. نن سبا هر اتنو لېنګوېستيکي متعصب، توکمپال او ښيلاسی ناسيونالېست وګړی، ډله او سياسي زورواک اوحکومت د شوونېست تر څنګه فاشېست هم بلل کېږي. له پرچمي مشرتابه سره زما ړومبی ټکر هم د همدغو ټوليو يانومونو  پر سر راپېښ شو. تازه د امين- سروري له زنديو او زندانه ژوندی راوتلی وم او د نويو برلاس شويو پرچميانو له خولو مې پرله پسې اورېدل:((دامين فاشېست او اميني فاشېزم پېر نور واوښت !)) او ما له هماغه پخوانی مارکسېستي پېژند (تعريف) ور مخته کاوه چې په مخځمکواکي (قبل فيوډالي)) ټولنه کې د داسې پانګوالي ښکارندو يا پديدو يادونه بېځايه ده. انساني ضد زور واک و زورواکي، انار شېست و انارشېزم... هرڅه بلل کېدای شي. خو چې په بورژوازي لېترېچرکې مې بېلابېلې ماناوې پسې وکتلې، نور مې باندې ټينګار و نه کړ. بلخوا دا هم زباد ته رسېدلې وه چې امين د يوه (( خيالي اوخوبولي ارمان)) په توګه همدغه لاره پسې اخېستې وه، هغه هم په دې خام باور چې که يې کورني ټولنوټيزاَړونه (اقتصادي- اجتماعي شرايط) برابر نه ول، د دواړو زبر ځواکونو د مادي- تخنيکي پشتوانې په راخپلونه به هغه په مصنوعي توګه تر بري ورسوي، چې و نه رسېد!

له سراسري ګوند سره زما اپوزېسيون هم هغه مهال ښه ترا ډاګيزه شو چې نوي نومول شوي سروزير((کشتمند)) د کابل ښار د مخورو په غونډه کې خبره پرټولو پښتنو را وڅرخوله((هرکس که به زبان امين تره کی ګپ مېزند، دشمن ما است))!

ورپسې مې چې له سازايي پوهنتون سروال((اسداله حبيب)) سره د((دانشګاه دانشکده)) پر سر شخړه راغله، د محمود بريالي په بولۍ زه او مېرمن مې دواړه د مېلمه استادانو په پلمه ختيز المان ته شړوني( تبعيد) کړ شو. له ځايه مې استعفأ ورواستوله. ترڅو دوکتور نجيب اله ګوندي- دولتي مشر شو او له اجباري استادۍ او شړونتيا (تبعيده) له مېرمنې سره هېوادته ستون شوم. نوي مشر راسره په سملاسي کتنه کې کړی استعفأپاڼه بيرته راکړه او ژمنه يې وکړه چې نور به څوک پښتواو پښتون ته په سپکه سترګه ونه شي کتلای اودکاوياني،  مزدک مزدورک، پنجشېري... لکۍ به ډېر ژر ور غوټه کړم.

تر څومې د ځانګړې راکړې شمېرې له لارې ورته د نالايق د اکادېمېسنۍ- کانديدۍ ډرنامه ور پلمه کړه او د پښتني- تاجيکي فاشېستانو او کودتا چيانوګوند مې د تل لپاره ورپرېښووه. که ځانخوښي او په ځان کې ډوب افق صاحب په ګوندي اورګان((پيام))کې زمااستعفأ او بيا د هماغه مهال خپرې شوې انتقادي ليکنې او شعرونه لوستی وای، اړوند تورونه به يې راپورې نه تړل. ان تر دې چې يې ګوندي انډيوال ((نوزادی)) هم د يوه شعر شاهد دی . هسې خو له ده پرته ګرد ليکلوستوال ګونديان او نور درست ليکوال او سياستوال  ما له شاهي پېره تراوسه د يوه ډېرکاري((څانګيز)) ليکوال او څېړنوال او بېدرېغه او بېلوره کره کتونکي او نيوکګر قلموال په نامه پېژني!

دغه خواره کي همدومره لوستي چې هر اپوزېسيون د افتخار وړ نه وي، خو په دې يې سر نه خلاصېږي چې چپ اپوزېسيون د يوه ګوند او فرکسيون ياد يوګړي( فرد) په توګه په ګوند، پارلمان يا ټولنه کې له 1830راهيسې تل د مترقي (progressive) هممانيز بلل شوی دی. د چپي هومانېست پر وړاندې ښی هغه ټيکاو لري چې بېلګې يې له اسماني او ځمکنيو پيغمبرانو نيولې تر مهاتما ګاندهي او نېلسن ماندېلا رارسي.

9- دی د خپلې کم تعليمۍ د پرده پوښۍ لپاره زماعلمي لاره روده، څېړندود او مېتادولوجي ((غربزده)) بولي او پردې ناخبر يا ناګار چې لږ تر لږه له اتو پېړيو راهيسې لويديځ له اتو پېړيو راهيسې پوهنتونونه لري او د يوناني- رومي پوهنو او فنونو پر بنسټ يې پرله پسې او  پرله غښتي بشپړتيايي بهير

تر ننني علمي، فرهنګي او تخنيکي پړاوه رارسولی او زه پر دې وياړم چې ما په خپله برخه کې ترې ډېر څه  تر لاسه کړي دي؛ که نه زه به هم د ده په څېر پر هماغه لنډه تنګه((کاپي)) بسيا پاتې وای. په دې توګه د حميد مومندپه توپير پر ((لېونتوب))، په بله وينا،((ناپوهۍ)) نه وياړم: که مې نه وای لېونتوب رهبري کړی- افلاطون غوندې به مړ ومه ګمراه!

همدا اوس لګيا يم، په همدې لويديځ کې له تاز نوښتونو او برسېرونو سره خپلې ليکنې څېړنې، په تېره لوست کتابونه پرله پسې تر نوې کتنې لاندې نيسم او له بيا بيا چاپونو سره  يې، لکه پاس چې يې يادونه وشوه، اړوندو  پوهنتونو او ښوونيزو څانګو ته د لکچرو لپاره ورځم؛ د تېر اپرېل لکچرونه هم دهمدې لړۍ  يوه برخه وه.

دا هم  بېځايه نه وه چې((پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)) ژبتوکميز تاريخ مې درو نومياليو لويديزو استادانو ته ډالۍ کړ ی دی:

د نومهالې پښتوژبپوهنې مخکښانو، دارمستېتر، ګايګر او ګران استاد مورګنستيرن ته چې زه يې په اَر و رښتيني ډول له خپلې ژبې او تېر مهاله خبر کړم.

افق صاحب لويديځ ځپلی(غربزده) او د لويديځ زده کړه وال او څېړنوال  سره اخښلي او له دې سره(( پوهه)) او((ګروهه)) په يوه مانا را اخلي. د پانګوالۍ او پانګواکۍ پر وړاندې زما چپوالی او چپيوالی له هماغه ژباړلي شعر سره راپيلېږي چې د اړوند پوهنتون په((برنر ستودېنت)) اوونيزه کې مې خپور کړ او يونيم زری  بورس مې پېنځسويز ته راکم کړشو. اَره پښتو بڼه يې په هماغه مياشت کې راديو قاهرې او راديوکابل د پښتونستان مشاعرې له لارې خپره کړې وه او په ((سوزونه او سازونه)) ټولګه کې مې هم راخوندي کړې ده.

له د دوديزو استادانو او پوهانو سره پر ما د بې ادبانه چلند تور هم له 1975 په کابل کې له نړيوال پښتو سېميناره اَره اخېستې چې نوماند استاد ګيورګ مورګنستيرن پر پښتوګړدودونو زما د  پېنځه اويا مخيزې ليکنې د دفاع په ترځ کې ګردو ته ډاګيزه کړه: ((موږ تاسې ته په نوې ژبپوهنه او اَريانپوهنه کې دايو زلمی در وروزه، هيله ده، پر وړاندې يې له بېځايه نيوکو او احساساتي چال چلند څخه کار وا نه اخلئ، د نوي او زاړه تر منځ اړپېچ ورو ورو له منځه ځي...)).

مولانا خادم هغه خبرې د ځان اونورو لپاره سپکاوی وګڼه او له استاد رښتين  او بل کوم يوه سره له غونډې ووت، خو لوی استاد حبيبي د چاخبره له سياسته کار واخېست او ويې ويل:((موږ تردې دمه، ښه وه که بده، را و رسوله، نور نوی پښت پوه شه او نوې ليکنې څېړنې يې...)).

د استاد رشاد اکادېمېسني مې په دې موخه ياده کړې چې د يوه بل اندي (ديګر انديش) او شوروي ضد په توګه يې ولې ومنله. خبره، لکه پاس  چې ورته نغوته وشوه، د پرېنسيپ  له مخې  په دوو پيسو نه ارزېده، که نه ولې به يې بې پوهې فرهنګ ستمي پنجشيري يا د((کې. جې. بې)) د سترګو تور سيد مسعود، يعقوبي... او بيا بېکتابه لومړي ساواکي ډاکتر و پوهاند ((جاوېد)) ته ورکوله چې هېواد مل يې د نالايق په بولۍ په بېړندويه توګه د((ګل و بلبل)) ليکنو په ټولګه پرده وکړه. پر وړاندې يې درې سوه ډاکترډېګري والا

پوهاندان له ګڼو اثارو سره کورټ له پامه وغورځول، په سمه سهي مانا،

نا اکادېميک يې اکادېميک وبلل او اکادېميک يې نا اکادېميک!

استاد رشاد له هغه راهيسې چې په پوهنځي کې مې د پښتو فونېتيکس- پويتيکس په غاړه غړۍ کولو د ده د ټول عمر تدريس کړي عربي عروض له

نصابه وکښل، راسره خوابدی وو او استاد رښتين هم د ګرامر په برخه کې!

ما چې څومره د لويديزو استادانو دپوهې اوڅېړندود درناوی کړی، هومره مې د پوهې او فرهنګ د مخکښانو په توګه د خپلو دوديزو((متن)) پوهانو او استادانو د هلو ځلو درناوی هم ساتلی دی. که افق صاحب په رښتيا سره د نوي اکادېميک پښت استازی وای، پر دغه توپير به يې سر خلاص شوی وو او داسې بېځايه پرتلې به يې سره نه کولې!

10- تر هرڅه له مخه يې دا لنډپاري چې هيلۍ ته لامبو ښيي، ز ما کره ليکلار او ليکنښې په سترګوکې راننه باسي. حال داچې د ليکلارې له پلوه دی لا تراوسه له ګړدودي او ګړنۍ ، هغه هم پارسي ځپلې ((کابلۍ)) پښتو څخه((يوې- کره پښو)) ته لوړتيا نه ده موندلې. نوميالي صاحب خو له ټول عربېزم او غربېزم سره سره، رغاونيز(ګرامري) معيار، لکه (د- له)،(د- تر)، (په- پر)...توپير تل په پام کې نيولی او د پارسي علتيه او بيانيه((تا)) تر اغېز لاندې يې هم کله  ((څو،ترڅو، څوچې، ترڅوچې)) او د اردو ځپلې پېښورۍ هغې((کوم چې...)) کارولي نه دي.

د ښاغلي افق ليکنۍ پښتو هماغسې زړه پر زړه پاتې ده، لکه اړونده څانګيزه((سياسي)) پوهه يې. کومه ((يوه- کره ليکلار چې له درو نيمو لسيزو راهيسې پر له پسې پرمختيايي پړاوونه وهي او کارول کېږي، دی ترې په پړاوونه پړاوونه لرې پاتې دی؛ نورې رسنۍ لاڅه چې پر بي بي سي هغې هم غو. نه رپوي. نه يې له رغاونيز يا ګرامري اَر و معيار ه ځان خبر کړی او نه يې له دا دومره رادود شوې څو زريزې درې ګونې نږه( لرغونې، ګړدودي اونوې راپښتو شوې علمي، تخنيکي او فرهنګي) وييپانګې(لغوي زېرمې).

د د غه ښاغلي پښتو، د منلي کيسه  ليکوال زرين انځور په نومونه(اصطلاح) ((کلاسيکه)) پاتې شوې ده. د پرتلې په ډول:  ذات ا لبيني روابط/ځپلمنځي اړيکي، د غير سرمايدارۍ د رشد لاره/ناپانګوالي ودې لار، په کال کې ديوه سړي  د سر عايد/ کالنۍ سړي سر ګټه،مشترک المنافع ملکونه يامملکتونه /

همګټې هېوادونه، د اقتدارپه سر ګوند/واکمن ګوند، تفرقه واچوه،حکومت وکړه/ بېل يې کړه، اېل يې کړه،د مشکلاتو باوجود/له ستونزو سره سره، تصميم نيول/ پتېيل، تدابير اتخاذ کول/لارې چارې غوره کول، د نفوسونه په ډک ښار کې/په  ګڼمېشتي ښارکې، طويل المدت او قصيرالمدت/اوږدهماله او لنډ مهاله،د لرې مسافې نه ويشتونکې وسله/لرواټنې وسله يادرسته، د هوانه هواته توغندی/ هوا ـ هوا توغندی(اروپايي ژبې يې هم همداسې لنډ ګنډ کاروي)، د همدردۍ يا مبارکۍ مراتب په عرض رسول/ خواخوږۍ يا مبارکۍ وړاندې کول،د دلچسپۍ يا علاقمندۍ مورد واقع کېدل/ د لېوالتيا جوګه کېدل، د علمي سمينار شاملين او علاقمندان/د پوهنغونډې ګډونوال او مينه وال، تحريري هيأت/ کتنپلاوی، د شواهدو يا اسنادو د عدم موجوديت په صورت کښې/ د لاسوندو له نشتوالي سره،په غازي ستډيم کې د بزکشۍ د مربوطو ټيمونو د چاپه اندازانو فی مابين  د قهرمانۍ نهايي يا فاينال مسابقاتو سلسله شروع شوه/ په غازي لوبغالي کې  د وزلوبې د اړوندولوبډلو د لوبغاړو تر منځ اتلولۍ پايلوبو لړۍ پيل شوه... .

افق د قسم لپاره يو((استعمال/کارونه او کارونګ)) يا((استعمالول/کارول)) په خپله پړپړه کې يوځل هم راپښتو کړي نه دي،د(د- له)،(په- پر- پرې) او نورو غبرګبلونو توپير او د بېکچه غربي او پارسي وييونو،غونډونو او ګړنو(لغاتو، عبارتو او اصطلاحاتو) راغبرګونه يې راته هسې بېځايه سر خوږی برېښي. همداسې يې کلاسيک ليکدود درواخله. تر اوسه په دې پسې سر نه ګرځوي چې کوم وييونه(لکه: پخپله، پکې، ځانته، همدا، همدغه، لپاره...) يوځای ليکل کېږي او کوم (لکه: نلري، نکوي او نورې فعلي بڼې يا نومونه) سره جلااو يا ولې دوهم، دويم شوی او دريم، درېيم او داسې نور نوي نوي بدلنونه!

له ليکلاريز پلوه(( ليکوال)) لکه کليوال، کډوال، هېواد وال، نړيوال، ترنکوال، ګرديوال، موګوال (وروزګانيان يې زابليانو او نورو غلجيانو ته وايي) ... د يوګړي او ډېرګړي لپاره په همدا يوه بڼه راځي او دی يې ډېرګړی ((ليکوالان)) راوړي او بياد پارسي ((علتيه تا)) تر اغېز لاندې  بېلګې يې، لکه: ((اما د کامې ليک نخښه ځينې ليکوالان  تر اندازې زياته استعمالوي ((څو)) چې جملې په اسانه کړای شی.)، د(له) ښاغلي پوهاند زيار څخه زياته غوښتنه کېږي چې د ليکوالۍ د هر اړخ اصول مراعات کړی، ((څو)) ليکنه هرڅوک ديوه لارښود په څېر ولولي.)؛ په لومړۍ بېلګه کې يې هسې بېځايه له ((چې)) سره ملګرې کړې او په دويمه هغه کې يې د((چې)) پرځای کارولې ده.

دا خپلسرې او ناکره پښتو يې د دې لامل شوې چې والي سربېره يې د جوليزه  يا لفظي سپمااو کوټلتيا(فشرده ګي)، يا په عربي اصطلاح((قلٌ و دلٌ)) په پام خې و نه نيسي. د ساري په توګه يې که اوسنۍ ليکنه پر((يوه - کره پښتو)) يا پارسۍ واړول شي، لږ تر لږه يې حجم  تر پېنځه ويشت سلنې(شل فيصد) را کېښکېدای شي.

ده که يو لږه کی ربړ پر ځان ګاللی او زما ليکلارښود يې تر يوه ځغلندې کتنې تېر کړی وای، زما د ليکلار پرځای به يې پرخپلې هغې نوې کتنه کړې وه. په ترځ کې به  يې د پښتوټولنې د نورو اړوندانو غوندې د((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) پېنځه دېرش کلن غورځنګ او رادود شوې ليکلار ته له دومره نويو ژبپوهنيزو اَرونو او معيارونو او اړوند ټولمنلي او لاسليک کړي پروسيجر سره، يوه بېځايه او بې مانا((وييرغاونه يالغت جوړونه)) نه انګېرله، لکه واخلې د يوشمېردوديزوفېلالو جېستانو اوبيا د ارواښاد عبدالرحمان  پوپل خندنۍ اوتې بوتې!

او همداسې يې د ليکنښو نيوکې هم درواخله چې تر يوې بېلګې ((انتقادي- سوسيالېزم)) پرته يې بله يوه بېلګه هم ناسمه رازبادولای نه شي، هغه مې هم لومړی ((انتقادي- مارکسېستي سوسيالېزم)) کښلی وو . په(يوه- کره پښتو) کې((يوه)) زه تل د نکېرې ياشمېرې په مانا نه،بلکې د((يوازېنۍ)) په مانا کاروم. ((زه دې مړی ژاړم، ته مې دخولې پېښې کوې ؟)) متل مې دسواليه جملې په توګه کارولی او دی يې پوښتنښه بېځايه بولي. بلننښه (نداييه) يوازې په پوښتغونډله يا سواليه جمله او تعجبيه جمله  کې نه، بلکې په زياترو ناخبري جملو او ان کلمو هم اړه لري.

د نالايق د ډرنامې کانديد لا تر اوسه د پښتو ټولنې د زمانې د ((ليکنخښو)) پر يوه چاپ کړې کتابچه ګۍ بسيا پاتې دی. ترهغې له مخه ما په پښتو غږپوهنه کې يو شمېر ليکنښې(punctuation marks د ژبې د متممو يا بشپړاندو توکو(( نا زنځيري فونيمونو)) د سېمبولونو په توګه يادې کړې وې او په نحوي برخه کې مې د ناخبري يا انشاييه جملو له پاينښو څخه د پوښتنې ياسواليې لپاره((؟))او د امر، ندا، هېښتيا، خوشالتيا، وياړ، ډار، هيجان، ارمان، ټينګار، اخطار، شعار شک، احتمال،کنځا دعاِِ درناوي، سپکاوي... ګردو لپاره((!)). د يوه شکمن يا نامنلي(لږتر لږه د ليکوال له انده) نوم يا ستاينوم مخې ته او يا په لينديوکې نيول کېږي، لکه: اکادېمېسن(!) پنجشېری، يا(( پارسي دري!))، د پاروييکو يا هيجاني غږونومخې ته، لکه: اخ!،وا!، واوا! ،وې!، وش...! او داسې نور. ندايه او همداراز ننګښی يا کامه دوه- درې نه، بلکې تر پېنځلسو زيات کارونځايونه لري چې ځينې بېلګې يې زما په دغه ليکنه کې هم راغلې دي. همداراز(-) درواخله چې د بياپېښۍ (کثرت الوقوع) له پلوه تر (،)،(.) او(!) راوروسته په څلورمه پوړۍ کې راځي. نن سبا په انګرېزۍ کې تر(،) د(. ) کارونګ ځکه ډېر شوی چې جوړه(مزدوجې) او تړښتي (مرکبې) جملې يې زياتره له دوده و موده غورځولې دي. د ليک سرنامې پايته راوړل يې، لکه((ښاغلی... !)) زموږ ميرزايانو رادود کړی او هغه هم په دې چې په نداييه بڼه يې کښله((ښاغليه وروره!)). خو نن سبا زموږ ډېر معياري پارسي او پښتو ليکوال دېته ځير شوي او د لويديځوالو غوندې نداييه يا خطابيه بڼه نه ورکوي او له دې سره يې پايته هم ننګښی((،)) کاږي، لکه: ((ښاغلی ورور،)) يا((ښاغلي ورور ته،)). يو ګڼ شمېر نوې نښې نښانې يا سېمبولونه چې په کمپيوټري ژبه کې رادود شوي، هر ګوره، په دې لړۍ کې نه راځي. د ښاغلي افق داخبره هم بې ماناده چې ليکي: ((که څه هم ليک نخښې،ځينې وختونه د مختلفو ژبو ترمنځ څه ناڅه توپير لري...)). حال داچې له ژبني پلوه، بې استثنأ په يومخيز ډول د نړۍ په ګردو(څه له پاسه شپږزرو) ژبو اړه لري او له ليکني پلوه يوازې په هغو ژبو چې(الفبايي) ليک والا دي. يوازې سامي، په تېره عربي يې ځکه دومره نه کاروي چې ليکنی سېستم يې لکه واوېلي نښې د اعراب او اعراب يې بيا د نحوي سېستم اړوند دی.

په دغه لړ کې هغه  سېمبولونه  چې يوازې ليکنی ارزښت لري، په بله وينا، د ژبې نه، بلکې په ليک اړه لري، ورځ پر ورځ مخ پر زياتېدو دي، لکه واخلې کمپيوټري هغه. پر وړاندې يې ژبنۍ هغه يو ټيک او ټاکلی شمېر لري.

د ليک نښو له پلوه له اروپايي او نورو کيڼلا سيو ليک سېستمو سره  زموږ د ښي لاسي دې يو کوشنی توپير د يوې نيمې نښې په کښنه کې ليدل کېږي، چې په لومړي کې يې مخ کيڼې او په دويم کې يې مخ ښۍ خواته اړول کېږي، لکه (; , ?) او( ؟ ، ؛). داچې يو ګڼ شمېر نورې ليکنښې لکه غبرګې او يو وستوې، نېغې، رېبې او لاندې باندې ليندۍ او نوکنۍ(ناخنکې) ... اروپايي ژبي کاروي، موږ ورته هم اړتيا لرو، خو لاتراوسه مو راخپل کړي نه دي!

کوم سېمبول چې دوی يې د مړشوي وګړي، په تېره ليکوال د نامه مخې ته د لينديو دننه د صليب په ډول کاروي، موږ  کولای شو، پرځای يې اسلامي جنډه رادود کړو.

له ګرانو مينه والو سره ژمنه کوم، چې د لاس لاندې ستر کار((پښتو اېتېمو لوجۍ)) تر بشپړونې وروسته د ليکنښو په اړه يو پوهنيز ـ څېړنيز  پايڅوړهم  له ليکلارښود سره يوځای چاپ ته وسپارم. له دې پلوه دښاغلي افق منندوی يم چې زه يې ورځير کړم.

په پای کې دا خپله علمي ـ اخلاقي پازه ګڼم چې له افق صاحب څخه د ټولو

سپينو سپينو خبرو، په ځانګړي ډول د((ملي يووالي ګوند))، ياترهغه بتر((د سولې غورځنګ)) په تړاو،که درواغ وي، بښنه وغواړم!

                    په ټوله پښتني ـ افغاني او علمي ـ فرهنګي مينه او لورېينه!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي