څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 31.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
ښاغلي او قاروړي اجمل نور ته

پکه، دا دې لاسپکه!

                     زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې؟
- ستا زما له سياسي اندتوګې سره څه، زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې. ما ستا ژبه د نوې ساينتيفيکي ژبپوهنې د هېواد، سيمې او نړۍ پر کچ د سيالۍ جوګه کړې او لا لګيا يم، په همداسې يوه علمي درسته او سياسي مبارزه له تاريخي تاړاکګرو همستا پښتني – افغاني تاريخي، فرهنګي او سياسي نوم و نښان او وکر (هويت) راژغورم!
- ستا پر اند بايد پېنځوس ميليونه پښتانه، يايې دوه- درې زره ليکوال او پوهان له يوه سره ښيلاسي(مجاهد، طالب، افغان ملت...) او بيا امريکاپلوي اوسي او يو يوازېني انتقادي چپی دې له چپي ادبياتو سره پکې نه وي؟ ځکه د نړۍ پرکچ((چپی)) له((مترقي)) سره هممانيز کارول کېږي او ليکنې او پنځونې يې هم((مترقي)) بلل کېږي، په دې توګه ستا، نه پر پښتنو مترقي انسان لورېږي او نه پر پښتو مترقي ادبيات او داسيالي هم تروخت مخکې يا کورټه خلقي او پرچمي لوبه انګېرې!
 ښاغلي افق چې تر ارواښاد نوميالي راوروسته يې د يوه رښتيني هومانېست چپي پېښې کولې، د ملا دادله په خواخوږۍ  د کلونو روژه په املوکو ماته کړه. د دغه ملا يا بيت اله، ملا فضل اله غوندې طالبي جلادانو تر سروري، مزاري، مسعود او... هم ور تېره کړې ده او ورسره خواخوږي که رياکارانه هم اوسي، د اړوندو بلهاريانو او کورنيو له سپکاوي او رواني ځور پرته بله مانا نه لري!
کاشکې ته ښاغلی قاروړی مې له دې هم خبروای چې زه له اَره د هماغه هوسااو بسياهېواد((سويس)) د شپږکلنو زده کړو په اوږدوکې (يوروسوسيالېست)  پاتې شوي وم او هېواد ته تر ستنېدو کال دوه وروسته شوروي پلوي(ا.خ. د.) ګوند غړيتوب ته اړوتی وم او بيا ځنې د بيرته راوتنې تر مهاله دګوند دننه اپوزيسوني وياړ هم را په برخه وو. اوسني((اَينده غورځنګ)) ته مې هم وار له مخه ګواښنه کړې چې که له خپلې ټاکلې ((انتقادي - سوسيالېستي)) تګلارې بېلارې شو اوياپکې کوم امينی، کارملی... يا اوغانستانی راګډ شو او يايې هم داوسني((جهادي ـ اېمپيريالېستي)) دولت په ټولټاکنو او په دې سره په واک و ځواک کې ورګډ شو، هماغسې به ځنې وځم، لکه له خلق و پرچمه چې راوتی وم!
تا او ستاغوندې لنډاندو پښتنو په همدې بايللې چې د لږه کيو هېوادوالو د توراوو او تورونو ، پيغورونو، سپکاويو او ورسره ورسره د پوهې او منطق يوه سلمه لاڅه، چې زرمه هومره هم ورغبرګولای نه شئ. او زه يې چې د يوه يوازېني اتنو- لېنګوېست په توګه د هسې ماويلو تاويلو پرځای  له نټه نه منونکو ساينتيفيکو دکونو دليلونو سره مخې ته ولاړيم، زغملای مې نه شئ!
د هماغې خپلې چپي رسنۍ(www.ayenda.org) له لارې يې زما خپرې کړې پارسي ليکنې له دا يوه کال راهيسې و نه شوې راننګولای. يوازې چېرې د بېطارۍ يوه ډاکتر ((رويين)) چې خپل بلغاريا يې استادان يې((هيرويين)) بولي، يو هسې تش په نامه ځواب د شورای نظار له تورمه را غبرګ کړ چې د استاد سنا(سويس) په ګډون يې يوه دوست هم راته د بيا غبرګون سلا را نه کړه. په پای کې يې پيام راديو زنان راڅخه د مرکې غوښتنه وکړه او ما بياهم د پښتو دباختريوالي (شمالختيزوالي) اود دري د پارسيوالي (سوېل لويديزوالي) تاريخي- جغرافيايي فونولوجيک فارمول ور مخ ته کړ. په بيا بيا غبرګون کې محی الدين مهدي په يوه اوږده پړ پړه کې دسره کوتل، رباطک او نورو لاسوندونو په تړاو د اََريانپوهانو د پرېکړو او پايلو پر وړاندې دا اپلتې رامخته کړې:
((...موقعيت اين زبان را هم از نظر جغرافيايی و هم از نظر زبانشناسی در ميان زبانهای پشتو و پاميری(چون يدغو و مونجانی)... تعين کردند...))- له اړ پېچو(ضدونقيضو) ببولالو د مهدي او نورو خوراساني خېلو موخه دا ده چې د نوي رابرسېره شوي کوشاني ډبرليک د ژباړونکي او شنونکي سيمس ويليمز(لندن) په ګډون تر ماپورې ټول اَريانپوهان ولې پارسي له باختري (– ساکي) ډلې وباسي او په پارس پورې يې تړي، پارسي په هره توګه، خو ((پارسي دري!)) چې له ابن مقفع تر حبيبي پورې دومره پوهانو باختري بللې، له پارس او ايراني پارسي سره يې تړل يو نارواکاردی!
کټ مټ لکه چې وايي: جبراييل غلط شوی او نعوذ بالله د حضرت علی(رض) پرځای يې پر حضرت محمد(ص) وحې راوړې ده!
 يدغه او مونجي د پاميري ژبو دننه دننه له پښتو سره دومره نژدېوالی لري، لکه وڼېڅي چې د پښتو دوه زرکلن زوړ ګړدود زباد شوی دی او دويم ورته لاسوند يې د ساکي ګورنر د جېلم د نندانې ډبرليک دی. استاد علامه حبيبي دپښتو د دغه ټولو نويو ژبپوهنيزو شننو او اېتمو_ فونولوجيکي اَرونو او فارمولونو پرځای د پارسي دري ليکوالو او تاريخوالو په څېر له ژبنيو سکالوو سره متنپوهنيز - تاريخي چلند کاوه. له همدې ګوټپېر(زاويې) يې هخامنشي پارسي بېستون ډبر ليک پښتو، او منځنۍ ساکي((باختري)) – مادر زبان دري انګېرله!
ما بېنوا اوبپاڼې ته همدغه خبرې ور برېښليک کړې وې چې ((ماڼو)) او ((هارون)) په رښتينه مانا د هغه استاد درناوی نه، بلکې سپکاوی کوي. هغه د    1975کال په نړيوال پښتو سېمينار کې د استاد مورګنستيرن د دې خبرې په تړاو ((موږ د نوې او تاريخي- مقايسي ژبپوهنې دا يو پښتون در وروزه!))،
د نورو دوديزو ژبپوهانو برخلاف په ټوله علمي- اخلاقي مېړانه دا منښته وکړه: (( موږ تر خپلې وسې تر دې ځايه را ورسوله، نور نوی اکادېميک پښت پوه سه او نوې ژبپوهنه!)). بياهم همدغه ترګردو لوی او ځواکمن استاد وو چې د يوې- کره پښتو پروسيجر يې تر نورو مخکې را لاسليک کړ او مولانا خادم له لاسليک سره سره موږ ټولو مشرانو کشرانوپسې راواخېسته، هغه هم په اړونده غونډه کې د دوو وييکو((چې- چه)) او ((کې- کښې)) پر وړاندې چې له لاسليکړي پروسيجر سره سم ړومبنۍ بڼې کره وګڼل شوې!
افغانستاني ليکوال دلوی استاد له نامه سره دسره کوتل په تړاو ((پرو فسور)) او د پټې خزانې او نوروپښتو اوپارسي ليکنو څېړنو په تړاو ((فاشيست)) ملګری کوي!
ماد هېواد دننه او دباندې په ډېرو غونډو او ليکنو کې د دغو بې وطنو فاشېستانو پر وړاندې تل دفاع کړې او د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې چې د يوه لړ دردونو د درملنې لپاره يې امريکا ته د تګ تکل لاره، هغه مهال ما د اطلاعاتو او کولتور له وزير مجيد سربلند سره په ډېر دک و دليل سر خوږ  کړ چې استاد ته پاسپورت او ويزه برابر کړي، ځکه د سلاکار په توګه يې ورباندې رسمي حق درلود چې لا لګښت يې هم پر غاړه واخلي، خو هغه دا پلمه رامخته کړه چې ګوندې دی به هم لکه استاد بېنوا هلته پناه واخلي او له دې کبله يې پرکارمل يا کشتمندمنلای نه شوه!
دا جلا خبره ده چې دوديزه ژبپوهنه مې ورسره نه ده منلې او لکه چې وويل شول، هغه پخپله د دې منښته کړې وه. نور اثاريې په تېره متنپوهنيز او تاريخي هغه مې، نه يوازې له څومره ييز، بلکې له څرنګيز پلوه هم لوړ ارزولي او ستايلي دي. هرګوره، په ((پښتو او پښتانه د ژ بپوهنې په رڼاکې)) مې بيا هم يوازې له اتنو لېنګويستيکي پلوه د نورو(کهزاد، فرهنګ، صديقي...) په لړ کې اړوندې تاريخي شننې څرګندونې ور ننګولې دي!
- زه خو د خپل لوړترين زده کړيز لاسوند او پوهنيز- څېړنيز رېکارډ له مخې د هېواد اوسيمې پر کچ خپل سيال نه وينم، که تا را پيدا کړای شو، تر راتپلو تورونو او سپکو ستغو در تېر يم، که نه بيرته به يې له يوې بخښنې سره اخلې!
زه پر هماغه مهال(1972 جنورۍ) پر نړيوال علمي کچ اکادېمک او اکا دېمېسن شوی يم او د پښتو د سرڅڼې او برخليک ټاکنې څانګيز- پوهنيز واک(صلاحيت) يې راکړی دی چې په ژبپوهنه او بيااَريانپوهنه او توکمپوهنه کې مې لوړترين لاسوند (ډيفل ډاګتر ډيګري) ترلاسه کړه، تش په نامه اکا دېمېسنۍ يا يې کانديدۍ روسانو پر هغو افغانانو لورولې چې ګړ سره اکادېميک نه ول او ورسره يې څارګري تړاو درلود؛ او استاد رشاد يې د يوه اغېزناک(متنفذ) مخالف په توګه راخپلاوه!
  په دغه لړ کې يې د استاد الهام غوندې د دوو ګونو ژبو پوهانداو پياوړي  ليکوال يا د کبير رنجبر په څېر رښتيني ((دوکتور نووک)) يې ځکه کانديد اکادېمېسن کړل چې ((نالايق)) ته((نالايق)) برېښېدل!
بياهم، که زما دخولې خبرې درته هسې ساټې باټې ښکاري اوهمدلته په بهر کې اوسې، دومره ستونزه خو پر ځان وګاله چې د کوربه هېواد د ختيځپوهنې له کومې څانګې يا څانګواله وپوښتې چې زيار رښتيا تراوسه د افغانستان لومړنی او يوازېنی اکادېميک اَريانپوهاند او پښتو پوهاند دی، له نژدې نيمې پېړۍ راهيسې يې لومړنی اکادېميک ګرامر، وييپوهنه، ليکلار، پښتوبدلمېچ(عروض)، ژبتوکميز تاريخ(پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې)، له درو زرو زياتې ليکنې او له اسلام کلا تر اسلام اباده ګرد پښتو ګړدودونه کښلي او راچاڼلي او له دې ټولو کارونو سره سره يې د ((يوې- کره ليکنۍ پښتو)) او ازاد پښتو شعر غبرګ غورځنګونه تر دې مهاله را رسولي دي؟
کاشکې تا د خپل پلار نيکه پښتو ګړدود تر څنګه ((يوه-کره ليکلار)) هم دومره زده کړی وای، لکه د لومړي ټولګي يو پارسيوان شاګرد چې د (مه خاد رفتم) تر څنګه (من خواهم رفت) هم زده کوي، حال داچې ته تر څنګه د معياري((زرغونه راغله)) پرځای درته پلرنی يا سيمه ييز ګړدود((زرغونه راغلل)) کاڼي کرښه ښکاري! انګرېزي، فرانسي، جرمني... هغه خو درته دکافرو ژبې برېښي چې تر پوهنتونه يې کره بڼې زده کوي او ترنورو څانګيزو زده کړو يې بايد سختې ازموينې تېرې کاندې!
اوغانستانيان د هغو ټولو فاشېستي- سېکتارېستي انګروزو ترڅنګه بيا څه ناڅه علمي او منطقي دک و دليل هم وړاندې کوي، لکه په خراسان زمين تارنما(اوبپاڼه) کې:
پشتون ها هنوز از قبيله سالاری، زايي هاو خيل ها به يک قوم واحدی ارتقأ نيافته و زبان شان هم از ګويش های بی شماری به يک زبان واحد معياری و نوشتاری تکامل نه کرده و در عين حال از جهت اصطلاحات جديد علمي، تخنيکي، سياسي و فرهنګي امروزي  يک زبان فقير و محلي بوده و به هيچ رو با پارسي همسري کرده نميتواند. در مقابل ديګر باشنده ګان به اقوام و مليت ها ياد ميګردند. به همين دلايل انکار ناپذير سطح تکامل اجتماعی اينان به مراتب بالاتر از پشتونها بوده و پروسۀ ((ملت شدن)) شان سريعتر و سهلتر ميباشد... .
له دې څخه دا پايله اخلي چې:
(1)افغانستان بايد پر هماغه پخواني نامه(( خراسان)) واړول شي او(2) پارسی دری دې يوازېنۍ رسمي ژبه شي!
ته او نور ورته لنډپاري او زاړه پالي پښتانه لا تراوسه ددغو دواړو بهيرونو د چټکولو هڅې بياهم تروخت مخکې او ياګرد سره نا اړينې او بې سروبوله بولئ او داسوچ نه کوئ چې دا څو پېړييز وروسته پاتوالی له يوه پرله غښتي علمي- فرهنګي غورځنګ پرته ناشونی دی،بلکې همدغه مخبنايي غور ځنګ مو بېخبنايي ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) بشپړتيايي بهير را چټکوي او په دې لړ کې مو د لږه کيوله اوسنيو ملنډو، پيغورونو او ننګونو راژغوري؟
هو، زه په همدې موخه له بېشمېرو سيم ييزو او ټبريزو ګړدودونو څخه د ((يوې-کره ليکنۍ پښتو)) د رامنځته کولو لپاره څانګيز(ژبپوهنيز) غورځنګ او ورسره ورسره هممال له بې شمېرو خېلونو او زييونو څخه د يوه يوازېني پښتني ټبر(قوم) او بيا له نورو افغاني ټبرونو سره په ګډه د يوه يوازېني ((ملت)) د رغاونې لپاره علمي- سياسي هاند و هڅې يا مبارزه پر مخ وړم!
زه به د ژوند له پلوه بوډايم خو په دې وياړ چې د ړومبني اکادېميک پښت سرلاری يم، نو ځان د اند له پلوه تر تاسې کم زده کړو او زوړ اندو ځوانانو ځوان ننګېرم او ورسره ورسره مې دکار متره هم راتاندېږي او ځوانېږي!
له همدې لامله په دې چورت نه خټه کوم چې ته، سنځرخېل، هارون خېل او نور يو شمېر راسره ناباندې ياست او مرګ مې غواړئ، هغه هم تر ټولو له مخه په دې تور چې په اساسي قانون((ګرامر)) او ورسره تړلي ((ليکلارښود)) کې مې ګوندې ستاسې او په تېره سوېل- لويديزه(کندهاري)) ګړدودي ډله له ياده کښلې او يا په دې ګناه چې، ولې مې ګړ سره د پالوال د بې سروبوله ((معياري پښتو)) اوبيا د دوديزو اوتو بوتو په لاروۍ پرهمدا يوه ډله بسنه نه ده کړې؟
 خو ستاسې زرګونه برابر نور ډېری پښتانه راته زړه غټاوی راکوي او د پښتو د پاتې ژبپو هنيزو کارونو د بشپړونې لپاره راته د ژوند د اوږدېدو په پار د ستر خوشال دا دعا را لوروي:
خدايه هومره مهلت ورکړې په دنياکې
چې کاږه کارونه سم کاندې خوشال!
بياهم خپله پښتني – افغاني مينه در ډالۍ کوم!
 ستا او ګردو لروبرو پښتنو خواخوږی زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي