څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 05.02.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
داچاڼلې او ژباړلې کورنۍ او بهرنۍ ټوکې

دا د پوهنمل محمود نظري د کيسو، طنزو او ټوکو د لړۍ پېنځمه او د((بهرنۍ خندنۍ ټوکې)) د لړۍ دويمه ټولګه ده چې له خپل لوړ هنري څوب و خورمنځ (ذوق و سليقې) سره سم يې پکې د مخنۍ هغې غوندې دخپلې ټولنې تر څنګ له ايرانه تر امريکا د ټوکو يو غورچاڼ رانغښتی دی. د ((خندنۍ)) ستاينوم ور سرباري کول يې بيا رښتيا سرباري اېسي، ځکه ټوکه بې له هغې خندنۍ ده او که خندا و نه لري، هغه ټوکه نه،چې بوکه ده!

هسې خويې هر مينه وال وار له واره د پوهنتوني ستاينوم په ليدو سوچ کوي چې ترې د مشر ورور واحد نظري په څېر به ده هم دکابل پوهنتون د ښکليو هنرونو شاګردي او استازي تر شا پرېښې وي. مګر کله يې چې د ټولګې پر دوتنه لنډ ژوند ليک ولولي او له کرنې پوهنځي سره يې تړاوه په غړولو سترګو وګوري، نور هم پسې هک پک پاتې شي- کرنه اوکرنپوهنه چېرې او ادب و هنر چېرې!

خو ښايي، دی ورته همدا دک و دليل ولري چې پوهنه په هاندو هڅه هرڅوک راخپلولای شي او ليکنې څېړنې پکې پر مخ وړلای شي، مګر هنري وړتيا  او هنري کارونه د خال خال وګړو په برخه کېدای شي. په تېره د شاته پرېښي هېواد په اوسني بد اکر و انکړ کې چې د پخواني مهال ولسي جرګې د يوه استازي په خبره ((نه زراعتي، نه صنعتي، بلکې بېطرفه)) پاتې کړشوی، وير ژړليو استوګنو ته يې لږ تر لږه يوه ترخه خوله خنداهم غنيمت ده، پاتې لا د ژوند يو نيم پيغام او زده کړه!     
ګران نظري په دې غورچاڼ کې تر هرڅه له مخه د خپلو پښتنو مينه والو خورمنځ په پام کې نيولی دی، په تېره يې په ژباړليو ټوکو کې هم هماغه بېلګې ټيکاو لري چې په ټوله مانا ترې همغومره خوند اخېستل کېږي، لکه څومره چې ترې د اَرې زېږندويې ټولنې وګړو اخېستی او اخلي يې. د بېلګې په توګه په عيسايي ملايانو يا راهبانو پورې يو شمېر تړلې ټوکې زموږ د ملايانو له هغوسره يو ډول اړخ لګولای شي. ښايي ښځينه هغه يې يوازې زموږ لويديځ مېشتوهېواد والو ته په زړه پورې وي.
 
مايې چې د ليکلې او ژباړلې پښتو د کرونې په ترځ کې له فرهنګي پلوه د يوې نيمې بېلګې د راخپلونې (اداپټ) اړتيا نګېرلې، له ښاغلي نظري سره مې پکې په ګډه وړند ادلون بدلون راوستیاو يا خو ده پخپله ګرد سره له ټولګې کښلې دي. ډېرې بربنډې نوږيزې(سېکسي)، په تېره تېره کورنۍ هغه يې وار له مخه چليپا کړې، ځکه نه غواړي په هېواد کې يې د ګروه پلټنې(نهی عن المنکر) له انکير منکر سره پر ژوندونې لاس و ګرېوان شي. که نه، په پښتني- افغاني ټولنه کې يې د ډېرو لوڅو او توندوتېزو بېلګو څرک لګېدای شي چې د ښاغلي پير محمد باوري څو ټولګې يې څرګندويي کوي.دغه سيمه وال سيال يا پېښاوو ته يې چې څه پر لاس ورغلې، بې لاسوهنې يې په همغه ساده او ګړنۍ پښتو چاپ ته سپارلې، بې له دې چې پر ژوندونې له بنستپال و ترهګره و ترهي او پر مړونې له نکيرو منکره!
 هسې خو به په نړۍ کې داسې دودياله ټولنه پيدا نه شي چې دغه وړ ټوکې ټکالې پکې دود و نه لري. د چا خبره د ټوکو مالګه او مساله هم زياتره نوږيزوالی دی. خو هماغه متل دی چې په ځنګله هرڅوک ډارېږي، مګر څوک حال وايي او څوک نه!
 
 هرګوره، د ليکلارې او په ځانګړي ډول د ژباړې د سمون په برخه کې ماته اړينه وبرېښېده چې يو څه زيات کړاو ورسره و ګالم. ځکه د ژباړې لومړنی اَر او اَړ (اصل او شرط) پر دواړو اړوندو ژبو لاسبری دی او زموږ ډېر کاري ليکوال او ژباړن د نورو ډېرو هغو په څېر د اړوندې بهرنۍ ژبې هومره د خپلې کره پښتو راخپلولوته دومره وخت و زغم نه دی در لودلی. زموږ دوديز ښوونيز سېستم هم داسې نه وو چې د زده کړو په بهير کې کوم کره پښتو ژبلوست يا ژبښود چا ور ښوولی او ده زده کړی اوسي!
 
 داسې هم نه ده چې ګوندې دی دې د نورو تنګليدو سيمه والو غوندې پرخپل کندهاری ګړدود ټينګ و ترينګ پاتې وي او هماغه يوه ګړدودي لېله او ليکلار سر تر پايه پر کار واچوي، بلکې له ټوليزې کره پښتو سره يې اخښي را اخښي، لکه: سو- شو، وخوړئ- وخوړ، ښځه تللي ول- ښځي ستړي دي... .
 
په زړه پورې يې بيا داچې د تېرو ټولګو په څېر يې د دغې اوسنۍ د کرونې بشپړ واک هم راکړی او مايې هم په دې هيله او تمه چې د تل لپاره يې پرهمدغه يوه- يوازېنۍ کره ليکلار ښه ترا برلاسی موندلی وي، ښايسته ډېر وخت مې پرې ولګاوه. د رغاونيز يو والي او ورسره د تړلي کره او نږه وييپانګيز رنګارنګوالي په ترځ کې لنډوالی اوکوټلوالی (فشرده ګي) هم د يوه بل معياري اَر په توګه ور سمبال کړل او په دې لړ کې مې اوږدې اوږدې غونډلې(جملې) ور لنډې کړې. په تېره د بې شمېرو غښتليو نومځرو(زه- ما، ته- تا، تاسې، دی، دوی دا،هغه، هغوی...) پرځای د کمزورو (مې، مو، دې، يې...)، يا د پلوي (را- در- ور) او بيا يې د بېلښتي يا اشتقاقي هغو(راته- درته-ورته، ترې، پرې، ځنې، پکې...) په کارونه. په دې تړاو دا لاندې يوه بېلګه د پرتلې لپاره وړاندې کېږي چې نور ښاغلي او اغلې هم ځنې ګټه واخلي:
يو(75)کلن سړی ډاکټرته دچېکېنګ لپاره ورغی. ډاکټر د هغه زړه وکوت او هغه ته يې وويل...
سمون: يو 75 کلن دروغتياکتنې لپاره ډاکتر ته ورغی، زړه يې وروکوت او ورته يې وويل... .
نو که ښنده مې نه وي کړې، د کوټلتيا په بهير کې مې لږتر لږه د همدغو ټوکو په شمېر((هغه)) پر ((يې)) ور اړولی دی. پوره باور دی چې له دې ژبني سمون و لنډون
سره به دغه په زړه پورې ټوکې نورې هم پسې خوندورې او خندنۍ شي!
تر ټولو سپيناويو او سماويو وروسته په  همداسې يوه ښکلې، کوټلې، کره پښتو کې هڅاندو نوښتګر ليکوال دوست ته د لا ډېرو پخو او پرله غښتو ادبي ژباړنو او  پنځونو غوښتونکی يم.
په ګرده پښتني- افغاني مينه او لورېينه
د ګردو خواخوږی زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي