څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 27.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
درنې پښتنې اغلې مرسل جانې
اکسفورډ،3-2-08
زما او کورنۍ ښې هيلې او لورېينې د ځان او کورنۍ لپاره هم درواخلئ!
له هغو څو کرښو څخه زما موخه پاسلنه نه، بلکې له تورې ارتجاع سره زماد خپلې همېشنۍ کرکې ښکارندويي وه. غوښتل مې ټول ليکوال پر غوږ و وهم چې ولې ګرده نړۍ پښتنو ته د بنسټپالو او طالبانو په سترګه ګوري! همداتوره سکاسه ده چې له امانه تر نجيبه يې د هر راز پرمختګ، پوهې او فرهنګ  مخه راډپ کړې او دا 25کاله يې د دولتي واک و ځواک له بلوسنې سره د هېوادوالو او په سر سر کې يې د ښځمنوګردې انساني او مدنې رښتې رابلوسلې دي.
 ما چې پر 1350 لکال په سويس کې د ژبپوهنې د لوړو زده کړو له بشپړولو او هېواد ته له راستنېدو سره د((يوې- يوازېنۍ کره پښتو ليکلارې)) غورځنګ بنسټ کښېښووه او د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ له لارې مې د څو قلمي همکارانو په همغږۍ ورته ملا وتړله، پروړاندې مې د وخت تش په نامه پښتو ټولنې ټبرنۍ- ګروهنۍ ليد توګه را وپاروله. نو تر هرڅه له مخه مې له همدغې تورې بخولې سره د جنګ جګړې لپاره کيڼه هومانېستي او بيا ګوندې لاره راخپله کړه، هغه هم ټيک له هغې راهيسې چې د داود خان کودتا ورته لکه سورانقلاب هم نازغموړ وه او پر وړاندې  يې پر تور پاڅون لاس پورې کړ. خونړي امين بيا په همدغه پلمه يوه درغلي سره کودتا پر ګوند راوتپله او د زرګونو ګونديانو او بېګناهو هېواد والو په ترځ کې يې زه هم د تورو ميلو شاته واچولم. يو څه مهال مې کارملي تاجيکېزم و زغمه او بيا مې يو مخيزه ور پرېښووله. بيامې هم هماغه ژبنی غورځنګ نورهم پسې را ټينګ کړ او تر ننني ټولمنلي بريده مې راورساوه.
 دېرش کاله پخوا، نه چا د (په-پر) او (د-له) توپير کولای شو، او نه يې دا دومره ارته او بيرته درېګونې(ګړدودي، زړه اونوې) وييپانګه کاروله. دا زما ستر زړه غټاوی دی چې ستاسې غوندې پښتنې فرهنګياليانې مې هم د غورځنګ په ليکو کې راسره ملې دي او ډاډه يم چې زموږ د غورځنګ د لاروۍ په توګه ورته لږ تر لږه د خپلو دواړو رسنيو له لارې دود ور کړئ.
زه هم درسره پرخپل وار د قلمي همکارۍ ژمنه کوم، هغه هم د کره پښتو ليکلارې او يو نيم شعر له لارې. دادی، سم له لاسه يو تازه شعر در برېښليکوم چې د جهادي- اېمپريالېستي ټلوالې له خوا پر هېواد د راتپلي بشري ناورين يو کوشنی غوندې انځور رانغاړي.
په ګرده پښتني- افغاني مينه
ستاسې د لا ډېرو بريو او برياوو په هيله
پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي