څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 27.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د افغان پښتواکادېمۍخبرتيا

ښاغلی او منلی اندرېس الويس،

زما سلامونه هم ومنئ. ډېره بښنه غواړم. دادی، د نبي مصداق په باره کې د افغان-پښتو اکادېمۍ غبرګون چې په بي بي سي کې يې د نامعياري پښتو بنسټ اېښی او شېر اغا کريمي يې له وروستيو لارويانو څخه دی.
همدا راز مو د نجفی زاده د10-02-08 ډېر افغاني- ملي ضد رېپورت ته پام راګرځوم!
په درناوي. پوهاند دوکتور زيار د افغان- پښتو اکادېمۍ مشر
 
 
 
 
د پارسي ځپلې کړکيچو پښتو((مصداق)) علمي اورغنده  ملي سيالي ((فاشېستي پيورېزم)) انګېرنهپه کلکه غندو!
نبي مصداق د جهاد پر اوږو تر لندنه رارسېدلی وو. په ښوونه روزنه کې يې زده کړه کوله او ترڅنګه به يې چېرې په کوم خوړنځي کې په ناڅيزه باړه تورکار کاوه چې  بيا هم جهاد پر يوه بله ولجه او ډېرګټي سپين کار واړاوه. بي بي سي راډېو پښتو خپرونه پيل کړه او د وياندۍ وياړ يې تر ټولو مخکې د ده په برخه کړ. چار واکو ته همدا بس وه چې انګرېزي يې را پښتو کولای او اورولای شوه او نوريې په دې پسې نه ګرځېدل چې:
 
1- د ليکنۍ او ګړنۍ پښتو پر توپير هومره نه پوهېږي، پاتې لاپر کره ليکلار او له همدې کبله تياره پارسي ژباړه مخې ته ږدي او دهمدغې ژبې په رغاونيز (پښوييز يا ګرامري) او وييپانګيز(لغوي) خوم کي يې ور رنګوي(امريکا د مجاهدينو څخه ملا تړ کوي ترڅو د روسانو په مقابل کې جهاد په لاره واچوي...)؛
 
2- دژبپوهنې لا څه چې د پښتو ګرامر الفبې يې هم نه ده لوستې  او له بده بتره يې بيا دا چې د بوش هوس له هسکه يې ميليونونو پښتنو مبارک غږ ته غوږ نيوه، نو ژبپوهنيزه لارښوونه يا ګوتنيونه ورته هم هسې بوس ښکارېده؛
 
3- په دې توګه يې د پارسي ځپلې کړ کيچوپښتو په کارونه او دودونه کې تر ((ولي ځلمي)) راوروسته يو نوی رېکارډ ټينګ کړ. د هغه زاړه ځلمي يوازې له هېواد ورځپاڼې د کال دوو چلونې پرمهال يو دوه سوه بېلګې ما په (پښتو ليکلار) کې را اخېسې وې او تر بي بي سي خپرونې پورې يې څه ناڅه پدل مات شوی وو، خو د مصداق او ورسره د ښوونې روزنې د ټولګيوال بهزادي، يعقوب کاکړ او بلکوم ورته ملګري کړکيچو هغې د نړيوالې هوايي تورم(طورم) له لارې ترهغه ډېر بې توپيره ليکوال زهرژلي کړي د ي؛
 
4- دا نو د سياسي ملايانو خبره د دغې((دوزخي)) ژبې بخت لږکوټې راويښ غوندې وو چې تر جهادي پېر راوروسته پښتو مينو وياندانو هم بوش هوس ته پرله پسې لار وموندله. مصداق د ګاډي په ټکر او له ملګرو يې يعقوب کاکړ په مړينه، بهزادي په کورناستۍ، ارغنداوی، غلجی، اڅکزی او نور په نورو پلمو له هغې دنګې ماڼۍ راکوز کړ شول. يوازېنی تور غوږی پاتشونی(کريمي) يې له بده مرغه تراوسه استازي کوي. د دغه ښاغلي پلمه هم تر ګناه په دې بتره ده چې وايي: (ماپه کابل کې پارسي ژبي ښوونځی لوستی او له پلارسره مې ليک ليکاني هم تل پارسي وه او دلته مې انجېنري لوستې،هغه هم په انګرېزۍ، نو پښتو ګرامر اوليکلار مې چېرې لوستی وای او د چا د لارښوونې پروا هم په دې نه لرم چې زه د خان نوکر يم، نه د...، زما روزي د کره ګرامري پښتو په کارونه يا دودونه، نه اړه لري او نه ورسره زياتېږي!) چې ورته و وايې، دا هرڅه درته همدې پښتو نه دي درکړي؟ بيانو پر نورو اپلتو راسرشي. همدا تېره اوونۍ يي د (هغه د چين سفر پيل کړ) پرځای (هغه د چين څخه سفر پيل کړ) وويل!
 
5-  ښاغلي مصداق مياشت دوه له مخه په اوومه ستوديو کې د پښتو خپرونې د لومړي وياند او بيا سروال، يا په رښتينه ماناد پارسي ځپلې کړکيچو خبري پښتو د بنسټوال په توګه ورته بلنه ورکړ شوه او په هماغه ناکره او ناکاره پښتو يې زاړه يادونه او وياړونه يوازې پر جهاد راوڅرخول، تا به ويل چې د اووه ګونو سني او نهه ګونو شيعه جهادي لډرانو پرځای د جهاد سروالي ده پر مخ بيولې او روسانو ته هم ده ماته ورکړې ده!
 
6- په پای کې يې هم د اقتصاد ماسټري(نه ډاکټري) او دوه کتابونه پر خپلو وياړونو ور سرباري کړل چې ړومبی يې د تش په نامه(د پښتنو تاريخ) د طالبانو سروال ملا عمر ته ډالۍ کړی دی. تر ټولو هېښنده يې بيا لا داچې اوسنۍ دنده بياهم د هماغې کړکيچو پښتو وياندۍ د شلکلنې مخينې په لاسوند دامريکا د ژبښوونې په کوم مرکز کې د پښتو او پارسۍ(دري) ښوونه ده. مرکه يې هم د ((ترڅو)) په پرله پسې راغبرګونه پای ته ورسوله: وطن ته ځم تر څو دا وکړم، ترڅو دا... ترڅو، ترڅو، ترڅو...(د چې پرځای) !
 
7- زه ترې تر دا دومره کلونو وروسته يو ځل بيادا پوښتم چې ماخو له 1342تر 1345ل.کاله ستاځاځۍ پښتو له احمدخېلو، هاشم خېلو او عليخېلو،ترګلغونډۍ او سپين غره ليکلې او څېړلې، خو له هيچا مې دا نه دي اورېدلي: ستا څخه ملاتړ يا ليدنه کتنه،يادونه... کوم، بلکې اسان و ساده يې راته ويل: ستا ملاتړ يا... کوم او تا بيا د کريمي په توپير تر دولسمه زدکړې هم درحمان باباپه پښتو ژبې لېسه کې ترسره کړې، ايٌا دا پارسي ځپلې کړکيچو ليکنۍ پښتو دې  چېرې زده کړې ده؟
نو ولې په دې منښته(اعتراف) شرمېږي چې ستاد ځايناستې اغلې صفيې حليم له وينا سره سمه دې دا کړکيچو د بي بي سي د وياندۍ په هماغه ړومبيو وختو کې له پارسي شوي متنه له ژباړنې سره راخپله کړې او هماغسې ورباندې ټينګ و ترينګ پاتې شوی يې او د يوه څانګوال لارښوونه درته هماغسې بوس اېسېدلې!
 ښه مې پر ياد دي چې ما درته پر1994 کال د خپلې مېرمنې په لاسدهممانيزونو سيندګی بي بي سي ته را استولی وو او همدومره مې پر سرپاڼه در کښلي ول: (هيله ده، نور د /ترڅو/ پرځای/چې/ وکاروې) او پر تا اور بل شوی وو!
 
8- ښاغلی مصداق!  ژبپوهنه د ژورنالېزم غوندې کوم فن يا دنده نه ده چې بې له سېستماتيکې زده کړې په مشق او کړاو زده کړ شې، لکه تا چې راخپل کړی او د ژورنالېست په نامه دې ځان نومولی او نوماند کړی دی او زما او اړوندې اکادېمۍ له خوادې در مبارک وي. خو کاشکې پر همدې اماتوري څانګه (مسلک) بسيا پاتې وای او په ښکېللي هېواد کې دې د امريکايي ډموکراسۍ او ازاد بازار په ستاينو امريکا ته ځان د خليلزاد،کرزي، غني احمدزي ،جلالي يا... تر پوړۍ ورنژدې کړی وای، جهادي مخينه خو دې تر دغو ګردو ورته ښه ترا جوته ده!
 
9- ته د دې پرځای چې له بي بي سي څخه زده کړې پارسي ځپلې پښتو نوره ارامه پرېږدې، لا د بېنواجالپاڼې له لارې يې په اړه فرمانونه راصادروې او د نوې ساينتيفيکې ژبپوهنې په رڼاکې زموږ څانګيزې هاندوهڅې او بيا نيولوجېزم له فاشېستي پيورېزم سره اخښې. بې له دې چې د تنکيو ليکوالو هومره يې پر ارزښت پوه شې. داچې نوې رغاونه يا نيولوجېزم څه ته وايي، نوې ژبپوهنې يې اَرونه، لارې چارې او پولې برېدونه ور ټاکلي، ګومان نه کوم، چېرې دې لوستي يا اورېدلي هومره هم وي. هماغه خبره شوه چې زما دې په پيرۍ کې شک دی او ته راته مريدان نيسې!
 
10- بيا چې ګورې، له اوسني نيولوجېستي بهير سره دې بېځايه ډغرې دژبپوهانو او ځوان پښتو مين پښت له سخت ګوزارونوسره در غبرګېږي، نو دا سپسته را مخته کوې چې نوي وييونه راپښتو کول په هره توګه، خو پخواني دود شوي هغه هېسته کول د هيتلر، موسلوني او د ايران رضاشاه ژب-سپېڅلتيا يا پيورېزم دی. ورته تورټپي ما 35 کاله مخکې د وخت پښتو ټولنې چارواکو پر مخ ور ويشتلې وه. هغوی چې وليدل، پر وړاندې يې پوهنتوني علمي واک و ځواک ټيکاو لري او د بېلابېلو پوهنځيو پښتانه استادان پرله پسې علمي- تخنيکي نومونپوهنې (ترمينالوجۍ) ز ما له ژبپوهنيزو لارښوونو سره سمې راپښتو کوي، نوبيا يې پلرني ورمونه نصيحتونه را سرکړل: ((زموږ دري ژبي ورونه دا کار نه کوي، که نه دوی هم ځانته((پارسي ټولنه)) غواړي، په تېره د پخوانيو دودو عربي پوروييونو را پښتو کول ملايان هم راپاروي...))!
ما ورته ور غبرګه کړې وه: دري ژبي هماغه پارسي ژبي دي چې هره ورځ ورته له ايراني فرهنګستانونو تيار پر تياره راروان دي، خو تاسې پرې ځان ناګاروئ او پر درغلي نامه((دري)) يې ځان غولوئ. داسې هم نه چې ګوندې په دغه ترځ کې يې د يوې زرۍ زړې عربي هغه  بې لاسوهنې پرېښې وي. تر هغو شپو ورځو مې ورته له لسګونو رادود شويو نيولوجېزمونو (عسکر- سرباز، مامور- کارمند، لسانيات- زبانشناسي، فقه الغه-، لغت يا کلمه- واژه، علم الغت- واژه شناسي، اصطلاح- نامواژه و دانشواژه، ريشه شناسي، اجتماعيات- جامعه شناسي، معدنيات- کاني شناسي، زلزله- زمين لرزه... - پوځي هغه يې هم زموږ د دېو څوګرايه وې او دي) بېلګېوريادې کړې وېاو داوسني مهال د زرګونو وړاندوينه مې هم ورته کړې وه:
مؤسس- بنيانګزار، مؤسسه-سازمان، تأسيسات- نهادها، دارالعلوم يا دارالفنون- دانشګاه، تنظيم- سازماندهي، منظم- بسيج، تنقيح- ويراستار، منشأ- خاستګاه، تعقيب- پيګرد، نتيجه يا عقوبت- پيامد،مختلف- ګوناګون يا ګونه ګونه،سابقه(پيشينه، پيشوند)، بطور مثال- به ګونۀ نمونه، بهرصورت- به هر رو، بهيچوجه- به هيچ رو، ازينجهت- ازاين رو، اجتماع- ګردهايي(نن سبا همايش، په تېره د سېمينار پرځای...). داروپايي هغو نوی بدلون، لکه ماشين- خودرَو، پروسه- روند- فراَيند... .
 د ټوليزو علمي، تخنيکي او فرهنګي شمېره يې خو که تر پرونه سل دوه سوو زروته رسېده، نن سبا( له 3-4 کلو راهيسې) له کمپيوټري هغو سره تر ميليون ور اوړي. داسې هم نه ده چې دا يوازې د شاهنشاه او اوسنيو اخونانو کار بلل کېږي، بلکې عرب ترې هم وروسته پاتې نه دي. که ته همدانن د هېواد دننه او بهر رسنۍ وګورې او يا ورته غوږ ونيسي، تا غوندې يو شمېر نور بې توپيره پښتانه هم پر ايراني هغو اړي نه کوي. دستګاه، نهاد و نهادونه، نقطه نګاه، فروشګاه، پرورشګاه... ان تر پنجرې( د کړکۍ او وينډوز پرځای). نو که له پارسي ژبو يا ستااو سرکار يانو په درغلي نامه((دري ژبو))  سره د پښتنو يوه ناڅيزه رغنده علمي اوملي سيالي ستاپر زړه نه ځايېږي، نو ورباندې د فاشېستي پيورېزم تور لګونې  څه حق لرې؟
 
11-  زه درته د پارسي ځپلې ليکنۍ پښتو پرځای پر سپېڅلې ګړنۍ ځاځۍ پښتو  قسم در کوم چې په دې دېرشو کلو کې دې  د ژبپوهنې کوم کورس ته سر ښکاره کړی، يا لږ ترلږه دپوهاند رښتين دوديزه ژبښودنه يا زمانوې پښويه (ګرامر)، وييپوهنه، ليکلار يايې د ليکلارښود په نامه تازه کوټلې بڼه لوستې او يادې هم دکوم انګرېزي ريډر يوه پاڼه هومره اړولې وي چې اوس د ژبپوهنې، په بله وينا، د ژبښوونې په مرکز کې پښتو لوست ورکوې او لا غواړې، پښتو- انګرېزي  سيندګی ډېکشنرۍ له لارې خپله کړکيچو پښتو يوځل بيا دود کړې او پر نورو يې ور وتپې؟
سره له دې چې د ډېکشنرۍ غوندې، ژبښوونه هم په تطبيقي ژبپوهنه اړه لري، خو زه باور لرم چې تا د رحمان  بابا لېسې د پښتو ښوونکې هومره وړتيا نه ده ترلاسه کړې او نه در لودلې. ما تېر اکتوبر د اتاوا د همداسې ورته مرکز په دوه ورځني ورکشاپ کې د خپلې اکادېمۍ د غړي رحمت اَريا په ګډون له خورا تکړه  مسلکي کاناډايي او افغاني ښوونکيو سره ډېرې ګرامري ستونزې تر ځيرنې او شننې لاندې ونيوې او تر ډېرې کچې مې ور هوارې کړې او په پای کې مې هم هغه ګردې ځيرنې شننې له خپلو نورو څانګيزو کتابونو سره  د يوه درسي لارښود په بڼه ور پرېښووې. زه نه پوهېږم چې ته له شاګردانو سره دومره پېچلي ګرامري ستونزې په کوم پارسي- انګليسي خوداَموز او ياهم په کومه معجزه هواروې؟
 
12- د دې لپاره چې د پښتو نيو لوجېزم پوره پته در لګېدلې او په ترځ کې دې پر يوه- کره ليکلار او ليکدود(نه يوازې - ی ګانو) څه ناڅه سر خلاص شوی اوسي، له ((ټول افغان)) جهاني جال (وېب سايت) نه نوی ليکلارښود تر لاسه کولای شې!
تر ټولو سپينو ژبپوهنيزو خبرو اترو وروسته دالاندې متل در ډالۍ کوم چې هيله ده،  لومړۍ برخه يې په ځان پورې و نه تړې او سپکاوی يې و نه انګېرې:
((چا پښتو وخوړه او څوک پښتو وخوړل))!
 بياهم زما پښتني- افغاني پېرزوينې در واخله!
ستا او ټولو پښتنو خواخوږی
       پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار د افغان- پښتو اکادېمۍ کالخوای

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي