څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
ګران ميوند اشناته
له راډالۍ کړي ستاينليک او ملاتړه مو ډېره ډېره مننه. وايم ، ستابلادې پر هغو لنډ اندو پښتنو راپرېوځي چې د يوې- يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو په لارکې کرکنډې رارغړوي او د نوې ژبپوهنې د ساينتېفيکو اَرونو(اصولو) او يوې لاسليک شوې چلندلارې(پروسيجر) په رڼاکې زما ليکلارښود په زړو ببولالو راننګوي!
له دې ناخبره چې ستاسې غوندې ډېری پښتو مين پښتانه راسره په دې علمي مورچل کې تر شا ولاړ دي، زغم او زړه غټاوی را بښي او يوه شېبه مې قلم اېښوولوته  نه پرېږدي. دامينه وړی ژوند دې همستاروزي شي چې دغه علمي- تاريخي استازيواله(رسالت) تر ما وروسته له نورو سره يوځای اوږه پر اوږه تر را تلونکو پښتونو ولېږدوئ!
لا زه هيله من يم، د پاتې ژوند تر پايه د دغو هاندو هڅو پايله او يېبره(ثمره) په خپلو سترګو هم و وينم او هغه داچې پښتو له سلګونو ګړدودونو څخه ژبني يووالي او هممهال ورسره پښتون له سلګونو ټبرونو څخه يوه ملي يووالي ته لوړتيا ومومي!
وړاندې د يوې پښتو او يوه افغان- پښتون ولس د رښتياينې پر لور!
                                                        ستاسې د ټولو زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي