څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
دښارمېنوچتونه
چې راووري تورې ټکې،دشنه هسک له کولکيو
څه رڼوب به شي راتوی،درڼوستوروله ککيو
دسرډاربه څنګه نه وي،پردې چم دمينانو
لګېدلی چې بنديز،پرمينه وړوغلچکيو
څه ناتار تالان راګډ دی ، د زړو تېرو پېړيو
د ښکلاوو د نتلو ، نتياليو پر نتکيو
آه،پرځای دسروډوليو،پراوږودسروب لېږدي
له وربوی دباغ درنګې،دتاندلبانوناوکيو
نه رارسي يې لاسونه،چې دګلوخوږبوييو
لاپرمخ دهغه بڼ دي،ژندرې کلکې دکړکيو
په لېمودزغم کې خاورې،راشيندي دنهيليو
سربه څه ټکووهسې،له تورمخوبړبکيو
دي هوسۍ او سوي بېزاره،کاڼي بوټي دبېديا لا
دلېوه،شرمخ،ګيدړ،له ناسپېڅلواړيکيو
چې په ګوټ ګوټ کې چتونه،دښارمېنونړېدلي
څه اکربه دبرخليک وي،دبې ځالوتوتکيو
چېرې نشته په دې هسې،ګورځنګله دتورې شپې کې
تش يوپړک هم دبرېښنا يا، څووړواوراورکيو
بې دځان دځارونې،کړونې شي څه تمه
داورمينې له اورپښتو،دګلمينې له کوکيو
 لاتراوسه څوک روغ پاتې ، کومې مورراوړی نه دی،
ستادسترګوله دا غبرګو، سروګوليومردکيو!
اکسفورد،

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي