څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
دمزدا پرلورې لاره

 کښم په شپه کې دسباپرلورې لاره

      دسپېدودځلېداپه لورې لاره
که راچورلم ترخپل ځان بړبوکۍ وزمه
لنډوم خودبېدياپرلورې لاره
واسرودوچوشاړوشنوخوبوته
بياهم څارم دزرغاپرلورې لاره
مرورخيال يې يووخت ګوندې په تېرکې
راکږه کړي بيازماپرلورې لاره
له ټګۍ برګۍ اودروهو،دروغواخوا
چاونه کښه درښتياپرلورې لاره
له تورمخوبوږنوړوواټنونو
هسې باسم دښکلاپرلورې لاره 
کښم په زړه کې ددې توروګورووريځو
دځلااودبرېښناپرلورې لاره
پرېولل بويه  ديزيد،شمرپه وينو
دټولوژلې کربلاپرلورې لاره
جوړمرغه داورووينودتوپان يم
چې نغاړم دژغور،سماپرلورې لاره
دخپل سرپه بيه ماپرمخ اخېستې
دبري،سوبې،برياپرلورې لاره
جارواته  مې ترې دمرګ ترپولې نه شي
چې مې نغښتې درڼاپرلورې لاره
روان تخت دسليمان به څه ارمانم
لکه لمرکړم دسباپرلورې لاره
ماامرلې يې دمينې په تړون کې ،
له دايوانه،دمزداپرلورې لاره !
                                                                                      

لندن،٢٠ ـ ٨ـ٢٠٠٥


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي