چې دي پخپله سرترپای په ګناهونو کې ډوب
هاګناهګارزماناکړي ګناهونه تلي
خلافت د جهان غوا
تېر له دې ټګو سوداګرو او کوټه بازار يې
چې د سجيل په تورو کاڼو مې نرخونه تلي
مادانسان مينې ته وينه دخپل زړه بښلې
دبې نياوۍ په تله دوی زماجرمونه تلي
داچې پردې نړۍ زمادښوپله درنه ده
څه به کړم ډار ، که پرلوورځ زماکړنونه تلي
ورسره تول چې دسروسپينومرغلرونشته،
لکه مشکڼې مې دخيال دخول لالونه تلي!
پوهاندزيار
ډنمارک،٥ـ١٠ـ٢٠٠٠
بېرته شاته