څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
غښتلی ايما ن
را ښکېللی ستا د مينې ګوړبهيو
يم اوښتی پر کوسه او مار مهيو
 
نوره مينه جنس پر جنس سوداګري شوه
کيسې ولاړې د مينو او شهيو
 
د تيارو له لارويانو شي څه تمه
بې اور وينو، ناورينونو، تباهيو
 
ونې بوټي د چمن توپان را لوټ کړل
له نارنجو تر انارو او بيهيو
 
په لټون د پرومېتوس سپېڅلي اور کې
واوښتم پرد ا څه  تورو مړو دوهيو
 
دي د ښکېلو پرګنو وينې، له آره
دا تور تېل چې را اېستل شي له کوهيو
 
د ا د زرو و زور نړۍ به را نړېږي
د څپا ن مخنيوی نه شي په  ګهيو
                     
سپېدواوښکو تورې شپې کړې راروښانه،
        را غښتلی دی  ايما ن ،بېګنا هيو !
لندن، ١٦-١-٢٠٠٦

 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي