څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
تر سره مداره
د شپې د تور تياره ځنګله په زړه کې
د سپين سهار پر لورې لار لنډ وو
 
موږ لکه پرخه د وړانګو پر وزرو
د لمر د ښار پر لورې لار لنډ وو
 
سپېلني وزمه له سره هوډه لوګی
د سره انګار پر لورې لار لنډ وو
 
د منصورۍ مينې زباد نه دی، څه دی؟
داچې د دار پر لورې لار لنډ وو
 
چې بې اجله مرګ ته ماتې ورکړو
موږ د((لزار)) پر لورې لار لنډوو
 
د اور تونو د خوګلنونو په ياد
د « نووهار» پر لورې لار لنډ وو
 
چې مو د ژغور تر اسمانلارې بيا يي،
 د سره مدار پر لورې لار لنډ وو !
                                                                                        د بهمن کور،٦-١-٢٠٠٦

 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي