څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د اوښکو ما لګوبي
څه که ما تې شوې هېندارې ، د باور د رڼوبيو
تتې مه شه د ويرژلو، اسوېلو په خړوبيو
 
را سمسور کړه د زخمو نو ، د نمرګلو کرونده مې
د تورتمو تورو شپو د ، تروو اوښکو ما لګوبيو
 
وچکا ليو ستا د تېرو ، مينه وړو لورېينو
سرکړم څه د نهيليو ، پر نا پا يو ځلوبيو
 
په تبجنه سره بېديا کې ، وم لارورکی جلوهلی
که مې نه وای څښلی تنده ، ستا د مينې خوږوبيو
 
 تا ند لبا ند ې سرې اسرې مې ، په ستي سوي ګوګل کې
اخلي سا ه دې د يا دونو ، له را تا ندو څڅوبيو
 
په غوږو د لمر مزدک کې، به رنګينې انګازې شي
 ويلې شوې زمزمې بيا، د کړونګو ځړوبيو
 
دي جګړې ته د څوګوسڼو، تيارخورو نهنګا نو
بس تېرې تېرې مښوکې، د لښکر لښکر وږبيو
 
د کنګلو ګلغوټيو، شنه خوبونه به ګل سپړي
همدا ستا د سرو بارخوو ، د خولو له ککوبيو !
د (٢٠٠٦) نوي کا ل شپه
«د واده ٤١مه کا ليزه»

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي