څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
يوه ــ کره پښتو ليکلارسپين ليکونه

ګران ډيوه وال اېمل پسرلي ته

لندن، فبروري ـ ١٩٩٧
 
دا پلا را ته غوره وبرېښېده، د «ډيوې» د بلونې څلورم کال له را برېدو سره ښاغلي کارواني، تا او نورو قلمي همکارا نو ته خپلې پښتني هيلې څرګندې کړم او په ترځ کې درته د تېرې ګڼې په تړاو خپل لنډ جاج وړاندې کړم. له دې سره به يو خوا له اړوند ليکوال سره له مخامخ ډغرو او ما ويلو تا ويلو ، غبرګونونو اډايلاګونو ځان ژغورلی وي او بلخوا به مې د مياشتنۍ د ليکني آر ومعيار په بشپړتيايي بهيرکې خپله څانګي ونډه او پازه پرځای کړې وي .
 
دا په زغرده ويلای شم چې ډيوې په پرتليز ډول ترښايسته ډېرې کچې د کره پښتو ليکلارې خيال ساتلی دی. که څه هم د ډېرو ځا نساتو پر زړو نه ځايېږي او بېځايه ټکونه پرې کوي ، بې له دې چۍ له نوې ژبپوهنې سره کومه څا نګيزه ا ړه ولري ا و يا د يوې کره (ستا ندرد) ليکنۍ ژبې له تيوريکي او تطبيقي آرونو او بنسټونو سره پېژندويي. زما ګران دوست ډاکتر پالوال له ټولې لېوالتيا سره سره چې له پښتو ستا ندرد ايزېشن سره يې لري او وخت ناوخت يې دغه ربړه را مخته کړې او تر يوه ځايه يې د نوې ژبپوهنې په رڼا کې څېړلې اوشنلې ده (لکه واخلې د سربلونو ا و وستربلونو د سمې کا رونې په اړه او يا يې د پوها ند رښتين د دوديزې پښتو ژبپوهنې پر وړاندې ننګونې) ، بيا هم ، له بده مرغه، زموږ د کره ليکنۍ پښتو له ٢٥کلن غورځنګه بهر پاتې شویاو د خواشينۍ خبره بيا دا چې د لوړو زده کړو په هماغه لومړيوکې يې ژبپوهنه پر توکمپوهنه بدله کړه. اړونده دود شوې نګه درېګونې وييپانګه (نيولوجېزمونه، ارکاييزمونه او ډايلکتېزمونه) لا په هر ډول ، چې لا د کا بلۍ پښتو (څو، ترڅو...) ا و د پېښورۍ پښتو (کوم چې، چا چې ...) پر وړا ندې پر دا دومره شخړو او جنګ جګړو هم خبر اتر شوی نه دی !
 
زه باور لرم، که د ښاغلي پالوال په ګډون نورو ورته ليکوالو زما د «پښتوليکلار» تش هماغه پروسيجر هومره ترسترګو تېر کړی وای ، د يوې ـ کره ليکنۍ پښتو روان بهير به نورهم پرمخ تللی وو . دغه چلند لار (پروسيجر) پر يو لړ ژبپوهنيزو آرونو او مېتودونو ټيکاو لري چې انګرېزانو، پرانسيانو ، جرمنيانو... پرې پېړۍ پېړۍ مخکې خپلې ليکنۍ ژبې کره کړې او بيا يې تراوسه پرله پسې سمې کړې او بشپړې کړې دي . د همدغې علمي او افاقي ليکلارې او چلندلارې تر سيوري لاندې ډېر ننګرهاريان نور د مونږ پرځای موږ ليکي او ډېری کندهاريان د « پلوشه راغلل» پرځای «پلوشه راغله» او داسې نور .
 
د (پرـ په) په اړه د ګران معصوم هوتک څرګندونې نورې پر تول برابرې دي ، خو له ټولمنلي آر او قاعدې څخه يې يوه نيمه سرغړونه د اندېښنې وړ اېسي ، د ساري په توګه «واښه پرخوله» په دې نه مني چې ګوندې «واښه» دننه په خوله کې نيول کېږي، نه پرخوله باندې ! دلته خبره د وښو پر خوړلو نه، بلکې تش پرنيولو ده. «پر» په «باندېني» جاج د مهالي کړولو لپاره، نه يوازې ښاغلی هوتک چې لا نور ډېری پياوړي ليکوال يې هم نه کاروي، لکه: پرکال، پرورځ، پرشپه، پرشنبه، پرسهار، پرماښام ، پرنېټه، پربجه.... هرګوره، مياشت، پېړۍ، اوونۍ، زريزه، سليزه، سلکليزه لسيزه ... په دغه ترځ کې کوم ګړدودي لاسوند نه لري ، بلکې له «په ـ کې» سره راځي .
د نورو سربلو په څېر پرخپل خپل ځای د«پر» پوره اوسمه کارونه د غونډلې(جملې) رواني ښه ترا سمبالوي، د بېلګې په توګه دا لاندې دوې غونډلې سره پرتله کړئ:
زه پر١٩٩٢کا ل په خپل کور، کابل کې اوسېدم .
او:
زه په ١٩٩٢کا ل کې په کا بل کې په خپل کورکې اوسېدم.
د ډيوې په مخنۍ ګڼه کې هم زياتره د «پر» پرځای د «په» له کارونې سره د دويمې غونډلې غوندې رواني له منځه وړې ده.
 
د خزان د شعر په رديف کې د لومړي ډېرګړي وګړي لپاره د يوه (و) سرباري کول رښتيا سرباري اېسي، لکه په : يوو، شوو... کې. هرګوره، په وو (بوديم) کې ، کټ مټ لکه په خورو، څښو، کوو، لرو... کې وروستی لنډ (و) له آره وګړيزه پايله ده. وو (بودند) که څه هم د پښتو ټولنې له خوا، هغه هم زياتره د شمال ختيزې پښتو پر بنسټ، رادود شوی، خو دا چې د درېيم ډېرګړي له ټوليزې پايلې (ـ ل) يا يې له لنډې بڼې (ـ ه) سره ا ړخ نه لګوي ، نو کره نه ارزول کېږي او پرځای يې(ول) يا (وه) کښل په کار دي او د يوګړي لپاره هم تر(و) څخه (وو) کره راځي.
 
د هماغې ګڼې او مخ تر«په همدې کوڅې کې» غونډ څخه «په همدغه کوڅه کې» کره راته، د دې لپا ره پرګړدودي لاسوند سربېره تا ريخي ـ ادبي مخينه هم لرو، لکه د حميد د يوه درست غزل رديفونه: په ها له کې، په لاله کې، په دوشاله کې ...
په پای کې هم د «ميانه ونه» پرځای «منځنۍ ونه» يا«منځونی» له يوې کره ليکنۍ پښتوسره ا ړخ لګولای شي.
 
په شعرونو کې د ښا غلي کاروان «ويرنه» سرتر پايه له تول و تا له وتلې ده، ګوندې په ټولګه کې يې سمه کړې بڼه چا پ کړي !
د پوهندوی خالق رشيد لاسوندې (مستنده) کيسه تر يوه وير لړلي خبر يا ګزارش پرته نور څه نه شي کېدای. د استاد رشاد اړونده «اغېزه» يا «سټوري آف افېکټ» ترې لا زياته اغېزه ښندلای شي. هرګوره ، پخپله د اړوندو بلهاريانو د کورمشر «ښاغلي صا لح محمد زېري» ګزارش ډوله نظم خو نه څوک ژړولای شي او نه خندولای! د يوې کورنۍ غړې «لېمې !» په نامه يو داستانګی چې د ډيوې په يوه ګڼه کې خپورشوی، څه نا څه پرې د سړي زړه اوبه څښلای شي. له يوې هسې بوږنوړې بخولې څخه پرنورو داستا ني آرونو سربېره په يوه لوړ خيالي پرداز، انځورنه (تمثيل)، خبرواترو (ديالوګونو) او لږو ډېر بک فلش  يو رښتينی هنري او بيا تراژيک لنډ او لا ان اوږد داستا ن جوړېدای شو.
 
په ټوله پښتني پېرزوينه
   ستا سې زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي