څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
زما په ذهن وزړه کې مېشت لېوال صاحب

(له جهان جهانه يو جهان مننه)

سملاسي غبرګون دې د سر و زړه سترګې راروڼې کړې. د جهادي بوتانو او درغلي څېرو په لا روښانه انځور دې زما زړه او ذهن نور هم پسې روښانه کړل. د سوله مل کره کتنه يې راخپره کړې وه، ما ويل چې دابه هم خپره کړي، ځکه يوڅه بوس مې هم ورلاندې کړې دي. بازمحمد عابد ته يې زما له خوا د پلار د مړينې له خواخوږيو سره ولېږدوه، هسې يې خو نورې پاڼې په منډه خپروي!
پسرلي په خپل ژوند ليک کې دا منښته(اعتراف) کړی چې پارسي او بياکلاسيک پارسي - هندي شاعري يې د الهام سرچينه ده. د صايب، طالب اَملي، کليم... دېوانونه مخې ته ږدي او را ژباړي يې!
په هره توګه دا جهادي پېر به هم تېر شي، که زه مړ وم، ته او ستاغوندې يوڅو نور به يې بيا سابه ور پر مالګه کاندې!
نور دې سر نه خوږوم او د پوهاند صاحب په ګډون د ټولو ګډو ملګرو دوستانو لپاره درباندې خپلې مينه وړې پېرزوينې سپارم.
ستاخواخوږی زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي