څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د يوې – کره پښتو ليکلارې اړ وند ليکدود (Orthography)
١- يوه کره ليکنۍ پښتو ٣۶ غږونه(sounds)، خو ابېڅې (الفبې) له دېرشو نښو (توريو) تېری نه کوي. له ٧ خپلواکو (واوېلو) څخه يوازې درې دا ليکنۍ نښې يا توري (وای) لري. د زور (فتحې) او زورکي لپاره (ه) يا (ء) او يا چرګۍ (هه) کارونگ د ژبپوهنيز قانون «توپير» تر ډېر ځايه زيانمنوي او له لوستونکي لار لودن ورکوي. يوازې د «ی» د څلورګونو ډولونو له رامنځته کولو سره يو څه ليکدودي سمون راغلی دی چې له ښه مرغه پېښور اکېډيمۍ هم هوکې کړي، که څه هم د اردو په پېښو(ے) او دغه راز(ء) بېخرته کارونې کوزنی ليکدود ډېر کړکېچن او کرغېړن کړی دی !
 
٢- څلورگونې«ی» گانې له خپلو بېلگوسره:
- اوږده (ې)، لکه:خدای دې ادې له دې ناوړې پېښې لرې لري.
- لنډه (ي)، لکه:ښادي، خپلوي، وداني.
- نرمه (ی)، لکه: نری سړی، ځای، خدای، وری، وږی.
- درنه (ۍ، ئ)، لکه: نړۍ، کړۍ، ډوډۍ، څوکۍ...
- په کړ (فعل) کې، لکه: ډوډۍ وخورئ، ښه کوئ، بد مه کوئ.
 
۳- د واوېلي (غيرملفوظه) او کنسوننټي(ملفوظه) «ه» توپيرول په کار دي. په دې ډول:
په (دويم) کې د واوېل (فتحې) په توگه غورځي او په (نهم) کې د کنسوننټ (ملفوظه ه) په توگه پاتې کېږي. د (نهم) بنسټ (نه-)دی، مانا دا چې ړومبۍ(ه) کنسوننټ (حرف صحيح) دی او دويمه هغه يو واوېل (حرف علت) دی. (اووه - اووم، پېنځه - پېنځم، يو- يوم...) هم په همدې لړ کې راځي. نور واوېل پای يا خپلواکپای شمېرنومونه (-ي-) غواړي، لکه:
درې- درېيم، اويا- اويايم، اتيايم، نوي- نوي يم يا نوييم؛ «څويم» هم تر ورته دوی يا قاعدې لاندې راځي. کنسوننټ پای هغه خو په هر ډول اړونده پايله (- م) سيده په ځان پسې نښلوي، لکه:
څلورم، پنځم، شپږم، اتم، لسم... سلم، زرم، ميليونم... . پرکنسوننټي يا معدوله (و) پايته رسېدونکي شمېرې هم په دې لړ کې راځي، لکه:
يوم(يوسل ويوم)، دوه سوم... .
زور- پای او زورکي پای هم د دغو واوېلو تر غورځونې و روسته تر ورته قانون لاندې راځي.
 
۴- په (- ونکی) رغېدونکي کړنومونه همدا يو «و» غواړي، لکه:
ليکونکی، څېړونکی، ژباړونکی، گنډونکی، خوړونکی، څښونکی، تلونکی، ويونکی، وهونکی... ، خو که له فعلي مصدره (- ل) لرې شي او پاتې بنسټ يو «و» ولري، نو (ونکی) بيا (وونکی) کېږي، لکه:
کاروونکی، خپروونکی، څرگندوونکی، اړوونکی، ټولوونکی...، له (ښوول) او (پوول) څخه چې (-ل) لرې کړې، نو (وو) پاتې کېږي او په کارده، اړوندستاينومونه يې (ښووونکی) او (پووونکی) وليکل شي، خو د دود وينگ له مخې ترې يو«و» غورځي .
 
۵- غبرگژبيز توري (ټ، ډ، ړ، ڼ) چې غږونه يې له غږبوهيز پلوه پښتو ډېر پخوا له هندي (پراکرېټو) را پور کړي دي، په اروپايي ژبو کې هېڅ نه ويل کېږي. کوم انگرېزي ټکي چې په لره پښتو کې ويل کېږي او کارول کېږي، بيا هم هماغه هندي او بيا اردو- انگرېزي اغېز دی، لکه:
 ډاکټر، ماسټر، تهئټر، سېنېټر، ډېموکرېټ ،ډېماکراسي، ډېکټېټر، کلېنټن، رامسفېلډ، ټوني بلېر، اکسفورډ.
که څه هم بره خوا تر پارسي او بيا لاتين آرې پرانسي اغېز لاندې دغه غبرگژبيزوالی له وينگ او ليکنگ دواړو وتلی وو ، لکه: دوکتور، ماستر، تياتر (نندارې)، سناتور، دېموکرات، دېموکراسي، دېکتاتور...، خو زموږ د برنيو له کډوالۍ سره د لرنيو غبرگژبيزوالی پر ټوله پښتو واکمن شو او هغه هم زياتره د انگرېزي پوروييونو په برخه کې، نه د نورو اروپايي ژبو(جرمني، پرانسي، اېټاليي، اسپا نيي...) په برخه کې، لکه:
فيدل کاسترو- فيډل کاسټرو، شورايدر- شورايډر، هېلموت- هلموټ، دوگول- ډگل... . مانا داچې دومره ښنده (زياده روی) هېڅ په کار نه ده !
 
۶- جغرافيايي نومونه، لکه: اسيا، افريقا، اروپا، امريکا، استراليا، انترکتيکا، کاناډا، برتانيا، اېټاليا، البانيا، انتونيا، استونيا، مکدونيا، کروشيا، کولمبيا، ليبيا، سوريا، چېچنيا، سوماليا ،اېتوپيا، ماليزيا، اندونيزيا،... زموږ د لرغونو آريايي نومونو (آريانا، سوغديانا، لوديانا، باکتريا، پښتونخوا...) په بېلگه په الف کره راځي، نه دعربي او اردو په پېښو اسيه، افريقه.... هرگوره، روسيه، تورکيه، فرانسه، اوتريش - اتريش يا اطريش، پولېنډ - پولند، انگليستان - انگلېنډ يا انگلند... کې لومړۍ بڼې غوره او کره دي.
 
۷- پښتو وياند ته په کار ده، د هر چا او هر ځای نوم د اړوندې ژبې له وينگ سره سم وليکي او ووايي، لکه: پرانسي (مېشل)، روسی او جرمني (ميخاييل)، انگرېزي (مايکل)، عربي- اسلامي (مېکا ئيل- مېکاييل)، يا د جرمني (يوزف)، انگرېزي (جوزف)، اسپانيي (خوسف)، د جرمني پخواني بهرني وزير نوم (يوشکا) چې له آره د (يوزف) کوشيننوم (مصغرنوم) دی، هم همداسې درواخله چې زياتره پېښوري او کوټه وال وياندان يې «جوشکا» ليکي او وايي. روسي «څار» يا جرمني څويريښ... هم بويه د پارسي يا نورو ژبو په پېښو (تزار، زوريخ يا زوريک...) ونه ويل شي او ونه ليکل شي.
 
۸- پښتو او آرياني يا نا عربي وييونه، ځاينومونه، ټبرنومونه او وگړنومونه بايد تر وسې وسې له وينگ سره سم په پښتو تورو او ليکدود و ليکل شي، لکه:
توره باز (طوره باز)، تورخم (طورخم)، تورو (طورو)، توتو (طوطو)، توتي، توتا، توتاخېل (طوطاخېل)، تهران (طهران)، اناتوليا (اناطوليه)، توپان (طوفان)، پرښته (فرشته)، خپه (خفه)، اپلاتون (افلاطون)، الينګار (علينګار)، اليشنګ (عليشنګ)، لال وسرځنگل (لعل و سر جنگل)، اسلام کلا (اسلام قلعه)، کلای نو يا نوې کلا (قًلعۀ نو)، کندهار (قندهار)، کندوز يا کوندوز (قندز يا قندوز)، ساکزی (اسحاق زی)، اليزی (عليزی)، دوتر (دفتر)، ساپی (صافی)، اپريدی (آفريدی)، ګدون (جدون)... .
 
 
۹- يوځای ليکل او جلا ليکل:
د ژبپوهنيز دوی (قاعدې) له مخې ټول ژبني توکي يا يوونونه (واحدونه) سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی له مانيز يووالی سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي وي، لکه: سربلونه، وستربلونه او اړيوييکي (په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته... چې، که، او، هم...)، که ساده وييونه وی، لکه: نومونه (کور، لوی، زه، ته، دی، دا، هغه، يو، دوه...)، ياکړونه (تلل،خوړل، ځي، خوري...) او يا تړښتي (ترکيبي) او بېلښتي (اشتقاقي) وييونه وي، لکه: کټمل، پوهنمل، پوهنتون، مرستون، خپلمنځي، خپلچاری، خپلخوښی، ځانساتی، تلپاتې، پښتونولي، پښتونخوا، ولسمشر يا هېوادمشر، بنسټپال، بېلتونپال، منځلاری، ترهگر، کتابتون، ټولپوښتنه، ټولوژنه، ځانوژنه، بلوژنه، ليکلړ، نومليک، برخليک،برېښليک او برېښلکول، سمونليک، برخوال، پانگوال، پانگواکي، ځمکوال، ځمکواکي، ځمکسمون، ځمکنی، ځمکلاندې، ژبپوهنه، ژبساپوهنه، ټولنپوهنه، لرغونپوهنه، وييپوهنه، ځمکپوهنه(او نورې پوهنې)، وييپانگه، وييزېرمه، سونتوکي، لرغونتوکي، مخنيوی ، مخکتنه، کتنپلاوی، لاسليک، لاسليکول، لوستليکی (درسي کتاب)، مخامخول، مخامخېدل، مخبېلگه، وړانديز، وړاندوينه، وړاندېينه، ترينکوټ، لوبغالی، لوبغاړی، لوبډله، ژبڅېړنه، ژبښوونه، ژبښود، ژبپانګه، ژبتوکميز، ليکلار، ليکلارښود،
 
په دې لړ کې له دوو وروستيو توکيو (نومونو او کړونو) سره د ړومبيو هغو (ازادو توکيو) يوځای ليکل کره نه دي، لکه:
 لخوا، لما، پکور (کې)، پخپل (هېواد کې)، غزنيته (ځم)...، نخورم، نکوم، نلرم، مخوره، مکوه... .
پخوا (قبل، قبلا)، پخپله (شخصا) ځکه سم راځي چې خپلواک وييونه (قيدونه) دي، ځانته - ځان ته او مخکې- (په) مخ کې سره هم په ورته دليل توپيرېږي. «بلخوا» له «يوخوا» سره د اړيکوييکو په توگه همداسې يوځای دود موندلی دی.
يو لړ وييکي سره په خپلو منځو کې يا له خپلواکو توکيو سره ځکه يوځای ليکل کېږي چې د يو يوازېني چار يا مانا لپاره سره په غونډله (جمله) کې تل پرله پرله پېيلې راځي، لکه: پکې (درآن)، همدا، همدغه، همدی، همده، همدې، هماغه، همداسې، هماغسې يا همغسې، همدارنگه، منځته راوړل، منځته راتګ، رامخته کول، لاسته راوړل، لاسته راوړنه، پايته رسول، لپاره، نشته، يا په (ستړي مشي، خدای مکړه يا خدای دې نکړي) غوندې گړنو او څرگند نو کې وييکي (مه، نه) له کړونو سره يوځای ليکل هم همداسې درواخله!
 
که نه، د ټوليز دوی يا قاعدې له مخې د غه دوه توکه له کړ سره نښلول سم نه دي اوبايد جلا وليکل شي، لکه:
نه خورم، نه خورو، نه کوم، نه کوو، نه لرم، نه لرم، نه شم کولای، يا کولای نه شم، ونه شم کولای، را به نه شم، وابه نه وړم... . دلته کېدای شي، د ليک اسانتيا لپاره يوه نيمه بېدويي يا استثناء ومنو، لکه پاس په ياد شويو، او يا په (وانخلم ، رانغلم ، رانغی) غوندې دودو بېلگو کې.
له اوسنيو کمپيوټري اسانتياوو او بيا د «يوې- کره پښتوليکلارې» دننه د کره ټولمنلې پښتو ابېڅې پر بنسټ رامنځته شويو کيبورډو سره په کارده، په يو يو وت (space) سره د هرې کرښې يا غونډلې دننه په يو يو وت (space) سره د بېلابېلو لويو او کوشنيو توکو تر منځ ليکنی بېلوالی او خپلواکي ښه ترا سمباله کړو.
 
۱۰- په پښتو کې د نورو ژبو پوروييونه له ژبپوهنيز او نړيوال دود و دوی پر بنسټ تر کېدونه له پښتو وينگ او لږوډېر مانيز اړونگ سره راخپلول په کار دي، لکه: گاډی (گاړی)، ماشوم (معصوم)، شمه (شمع)، تمه (طمع)، کيسه (قصه)، پوځ (فوج)، سبا (صباح)، ميرات (ميراث) د تباه او برباد په مانا، کرار (قرار)، سهار (سحر)... . پيل، توپان، اپت، تم، تپوس، پرښته، پراخ، خپه، خپگان، کميس يا کميز، مانا، دين، شېر (شعر) او يو لړ نور داسې وييونه د ډېرو آرپوهانو (اېتېمولوجېستانو) د څېړنو له مخې نا عربي يا عربي شوي (معرب) گڼل شوي او يا هم ټکرويي (تصادفي لغات) زباد شوي دي.
 
۱۱- «ځ» دپښتو په څلورگونو گړدودي ډلوکې د(ښ، څ، ږ، ژ) تر څنگه له شمال ختيزې هغې څخه تری تم شوې او له همدې کبله يې اړوند ليکوال په ليکدود کې زياتره ټکني کېږي: 
هغلته چې بايد ځ وليکل شي، ز ليکي او چېرې چې ز ته اړتيا وي، هلته ځ کاږي، د ځ پر ځای ز، لکه په: غزېدل، خوزېدل، وزي، زلېدل، زيرک...کې؛ د ز پرځای ځ، لکه په: ځوی، ځوی ځات يا ځوځات، ځېږېدل، ځانگو، ځانگل يا ځنگل، ځنگول، ځنگېدل، يواځې، ځما، ځموږ، ځگېروی (زبېرگی هم ناکره دی)، سلېمانځی، قتيل ځوی... . که څه هم په يو لړمنځنيو گړدودو، لکه د خروټو ،اندړو او وردگو په هغوکې يې څه ناڅه وينگ هم شته، خو د لږه کيوالي له کبله له آرومعياره غورځي.
 
 د ارواښاد استاد الفت دا خبره ، که څه هم پر ژبپوهنه برابره نه ده چې:« ځ څوک په خوله نه وايي، نو ليکل يې څه په کار دي!»، خو دومره بېځايه ليکل يې هم په کار نه دي ، لکه څومره چې د ساپي پښتو مرکز «خوږياڼي ورونو او ورېرونو» او قلمي همکارانو تازه رادود کړې ده ! د دې لپاره د «يوې- کره پښتو ليکلارې» پر بنسټ د «ځ» کارونځايونه په لاندې ډول لنډيزمومي:
 
ـ د تلل، وتل، راوتل، ننوتل، پرېوتل، پورېوتل، کښېوتل، پرتل، پرانېستل يا پرانېتل... «ت» په وسمهال کې پر ځ اوړي، لکه په:
ځم، وځم، راوځم، ننوځم، پرېوځم، پورېوځم، کښېوځم، پرځم، پرانېځم ... کې.
هرګوره ټول (- ت -) والا کړونه دا مهالي بدلون نه مومي، لکه: نتل، کتل. . ختل پر خېژي، کوتل پر کوژي، نغوتل پر نغوژي... اوړي. دغه راز د «ځ» لرونکي گړدود والا کندهاري ليکوال هم په پاسنيو کړونو کې يونيم په «ز» کاږي، لکه: وزي، پرانيزي!
ـ له خپلوانو ژبو سره د همريښه وييونو د «ج» پر وړاندې پښتو «ځ» راځي، لکه په:
- ځمکه (هندي جماکه، پارسي زمين)، ځنگل (هندي، پارسي او انگليسي جنگل)، گاځره (هندي گاجر)، ځای (جا، جای)، ځوان، ځلمی، ځک (جک)، ځښت (زشت)، ځنبل (جنباندن)، ځولۍ (جولی)، ځور (جور)، ځلېدل، ځل، ځلا (جلا)، ځلوبۍ (جلبي)، ځوږ (جوش)، ځيگر، ځنکدن، زنځير يا ځنځير... . دا هم هېرول په کار نه دي چې هره پښتو ځ د پارسي له ج سره يومخيزه اېتېمولوجيکي مخامختيا نه لري، بلکې لږوډېر له نورو فونيمونو سره هم انډولتيا مومي، لکه په: نمونځ يا لمونځ - نماز، ځيرک- زيرک، ځمکه- زمين، روځ يا ورځ- روز... کې.د «د» پروړاندې، لکه په گرديدن- گرځېدل کې. ځواب له عربي جواب څخه کېدای شي، پښتو له پارسي لارې راخپل کړی اوسي.
- د تونروستاړي (مکاني لاحقې)، په بله وينا، د - ځای، - ځی او يا - ځ په توگه، لکه په:
رغځی، دمه ځی، مېله ځای، پخلنځی، دريځ، ختيځ، لويديځ، اوريځ، مينځ يا منځ، اخځ، ترخځ، چورليځ (محور)، گهيځ (د مهالروستاړي په توگه)؛ رېبځ يا ربځ (جاروب، برس) هم د دغې لړۍ اړوند برېښي.
ـ په گړدودي ځېلونو (وارينټونو) د «ز» او «ج» پر وړاندې «ځ» کره راځي، لکه په:
جاله- ځاله، زلمی- ځلمی، گونجې- گونځې يا غونځې، نا نزړه - نانځړه، جار- ځار، جرنده - ځرنده يا ژرنده، جندره- ځندره يا ژندره، زمکه - ځمکه (نه مزکه او مځکه)...کې. ختيز او لويديز له آره د ځتيځ او لويديځ د ستاينومونو (ختيځيزاو لويديځيز) لنډيزونه دي او په کار ده، ليکوال د دغه ليکدودي توپير خيا ل وساتي !
 
۱۲- په ډېرو خپلو او پرديو وييونو کې تر چ ،څ د کره ليکلارې او ليکدود ښکارندويي کوي، لکه په:
څښل (چښل) څښاک، څټک، څگ (گوړه)، څوکۍ، څپلۍ، څله (د ژمي يا واده)، څمڅه، څمڅۍ، څمڅوکۍ (کاشوغه)، خرڅ (خرچ، خرچه)، څڅۍ (ناوه)، څرمه (چرمه)، څرم، څرمن، څرمي، څرمني، (پس) کوڅه، نڅوړ، نڅوړل، سمڅ يا څمڅ، څرمښکۍ، څمڅاره، څنۍ(نه سنۍ)، څوباړی (نه سوباړی)، څېره (نه چېره يا چهره اوڅهره)، څيرل، څيرې، څيرله (ريتاړه، پرزه)، اڅکزی
 
١۳- « چې» د (چه، چي، څې) او «کې» د(کښ، کښې، کښي، کي) پرځای کره منل شوې دي.
 
۱۴- ځينې د (بعضې) او ځنې د (څخه، ورڅخه، ترې) په مانا توپيرول په کار دي. 
 
١۵- يو لړ وييونه او نومونې چې لرو پښتو ليکوالو زياتره له انگرېزۍ او څه ناڅه (د اردو له لارې) له پارسي او عربي، او برو له بېلابېلو ژبو په بېلابېلو بڼو راخپل کړي او راخپلوي، يوازېنی هواری به يې دا وي چې پښتو نوې رغاونې (نيولوجېزمونه) يې ځای ونيسي، لکه:
بيالوجي، بيولوجی، بيولوژي، بيولوگي (ژوند پوهنه)، لنگويستيکز، فلالوجي، لسانيات (ژبپوهنه)، سوسيالوجي، سوسيولوجي، سوسيولوژي، سوسيولوگي، اجتماعيات (ټولنپوهنه)، سوسياټي، سوسيټي، جامعه، معاشره (ټولنه)، ډيماکراسي، ډېموکراسی، د موکراسي، جمهوريت (ولسواکي)، کلچر، کلتور، کولتور (فرهنگ، هڅوب)، موومنټ، تحريک، حرکت، جنبش( غورځنگ)، نشلېزم، نېشلېزم، ناسيونالېزم (ولسواله).
 
۱۶- « ګ » چې له بده مرغه کوزه خوا دود لري او زموږ کمپيوتر پوه نورحمان لېوال هم د يوې بې سروبوله انگېرنې له مخې د خپل «ايشيا سافټ» پر پښتو ابېڅې را تپلی دی، نه يوازې له تخنيکي- اقتصادي، بلکې له ژبپوهنيز پلوه يو خورا ناسم کار دی. ځکه «کړۍ» يا د پېښوريو په نومونه «کونډه» د غبرگژبيزوالي ښکارندويه ده او زموږ پخوانيو، اگاهانه يا نا گاهانه د څلورگونو پښتوغبرگژبيزو غږونو(ټ، ډ، ړ، ڼ) لپاره رامنځته کړې ده چې له وينگ سره يې رښتياهم ژبه په خوله کې راکړۍ کېږي. دا ښه شوه چې تر څنگه يې د اجمل حمزه، اېمل پسرلي او نورو نوښتگرو د ښاغلي لېوال ټيکه والي نوره ننگولې او د پارسي او اردو په گډون يې هماغه پخوانی«برنی» هغه (( ک )) پښتو پروگرام ته راننه اېستی دی او ورځ پر ورځ دودېدنه مومي. اېمل، هرگوره، بياهم د کوزنيو په پېښو د زورکي (همزه) ټينگ ساتلی دی!
 
۱۷- د کابل پښتو ټولنې د ناسمو ليکدودي پرېکړو يوه بېلگه دا وه چېد پارسي (بود- بودند، بوديم) پښتو انډولونه (و- وو- وو) وکښل شي او په دې توگه يې ما هم د ډېريو برنيو ليکوالو په لاروۍ د دودوالي او يووالي پر بنسټ په خپلو لوستليکيو او بيا کره پښتو ليکلار او ليکدود کې دا درې لسيزې همداسې خيال ساتلی وو. خو په دې وروستيو کې چې دغه کتابونه مې د بيا چاپ لپاره تر نوې کتنې ، کرونې او بشپړونې لاندې ونيول، د نوې پښتو غږپوهنې له آر و معيار سره سم مې د يوگړي درېيم وگړي، يا په دوديزه - ملايي نومونه (مفرد غا ئب) « وو»، ډېرگړی يې «ول»، يا د(- ل) په غورځونه « وه » او ډېرگړی لومړی وگړی (جمع متکلم) پرهماغه زړه بڼه «وو»، يا د(ول) په آره گرداني بڼه «ولو» کړ.
 
«ول» د پارسي«بودن» د انډول په توگه يو ژوندی کړ(فعل) دی او د نورو کړونو په څېر يې گردانول په کار دي، لکه له تلل څخه:
تلو (لنډيز: ته)، تلل يا تله او تلو... . ړومبی اوږد - و( o) او دويم (لنډ- و u) وگړيزې پايلې (personal endings) بلل کېږي چې په ملايي ژبپوهنه کې ورته هسې بېځايه «متصل ضميرونه» وايي. د (بود) انډول هم په دې(وو) کره راځي چې ړومبی(و) د کړبنسټ په توگه يو کنسوننټ يا معدوله و(w ) دی او دويم د يوگړي د پايلې په توگه يو واوېل (اوږد و o ) دی او بې له دې ړومبی کنسوننټي هغه هېڅ ويل کېدای نه شي. د(بوديم) انډول(وو) ورسره په وينگ او غږيزليک توپيرېدای شي، ړومبی (و) د کړ بنسټ په توگه کنسوننټ (w) دی او دويم د ډېرگړي لومړي وگړي پايله يو واوېل (لنډ وu) دی.
په هره توگه، زموږ په نيمگړي عربي آري ليک سېستم کې له دې نوي ليکدودي سمون سره سره بيا هم لوستونکی اړ وځي، د وړاندې وروسته توکيو له مخې يې سم ولوستلای شي.
 
۱۸- شو (شد) او شول (شدند) په لړ کې چې د ويونکيو د ډېري د آر پر بنسټ د (سو) او (سول) پر وړاندې کره ارزول شوی دی، شوو د (شديم) يا(شدند) د انډول په توگه له دوو (وو) سره کښل، بېځايه دي، ځکه ، لکه چې پاس وويل شول، هماغه ړومبنی لنډ- و وگړيزه پايله رغوي، دويم ته هېڅ اړتيا نشته. که په دې موخه پښتو ټولنې يا بل چا رادود کړی چې له يوگړي اوږد - و سره يې توپير وشي، هم کوم آر نه شي گڼل کېدای، که نه، په کار ده چې هرچېرې د لنډ - و لپاره غبرگ (وو) وليکل شي،لکه په (يو، ځو، رېبو...) يا په نومونو (ټټو، لاټو، ډېپو، لاهو...) کې.
 
۱۹- د لرې پښتونخوا ليکوال او وياندان بايد د(ږ- گ)،(ښ- خ)،(څ- س)، (ژ- ج) او (ځ- ز) توپير سره وکړي: نه سترگې (سترږې) وليکي، نه کېږي (کېگي) او داسې نور، که څه هم په گړدودو کې يې د څلور واړو (ږ، ښ، ځ، څ) وينگ له منځه تللی او له ليکوالو او وياندويانو يې هم د اداينې تمه نه شي کېدای، خو د ((يوې-کره پښتو)) په پار يې بايد تاريخي آروالی په ليک کې خوندي وساتي.
 
٢۰- که پردي او په تېره، عربي وييونه څوک له کره پښتو«شوي» وينگ او ليکدود سره سم ليکل غواړي، ورته اړينه ده چې يو مخيز يې را پښتو کړي، لکه: فوج د فوځ او فوز پرځای (پوځ)، فرشته د فرښته پرځای (پرښته)، قصه د قيصه پرځای (کيسه)، شمع د شمعه پرځای (شمه)... . همدارنگه که (صا حب) اله ماله کارول کېږي، نو د (صيب) منځغړوپ وينگ او ليکدود څه په کار! څه مهال له مخه يوه وياند (صحاب منصب) کښلی وو او ښا يي همداسې يې اورولی هم وي، نو ولې يې اسان او ساده انډول «افسر» و نه کارول شي چې د (تاج) په مانا هم آريا ني بنسټ لري او هم له انگرېزي (آفېسر) سره اړخ لگوي. بره خوا کلونه کلونه مخکې له سرتېري (عسکر) اوکارمن (مامور) سره يوځای رادود کړ شوی وو، خو اوس ورسره د بي بي سي پارسي ځپلو پښتو وياندانو په پېښو دا نور دوه وييونه هم بيرته عربي انډولو ته اړول شوي دي.
 
۲۱- تر ټولو وروسته پر کښېنيو وياندانو بيا هم ټينگارپه کار دی چې د اردو مسخه او مېکسډ ژبې او ليکدود په پېښو پښتو ژبه او ليک په بېخرته (زورونو، زېرونو او همزه گانو) انجړبنجړ نه کاندې، بلکې پر ليکه (افقي ) اوډون ډېر زور واچوي، په بله وينا، واوېلي توري همداسې ساده او بې خدوخاله (و،ا، ی، ې، ي، ۍ) وکاږي.د (زېر) پرځای (ې) او د (پېښ) پرځای (و) وکاروي، که څه هم ځای ډېر ونيسي او کرښې زياتې وغځېږي . بره خوا، ان د پښتوټولنې په دېرشمو لمريزو کلونو کې پر دغه آر ټينگار شوی وو، لکه په دې بېلګو کې:
گومان، گومارل، خوله، کوچنی (کوشنی)، غوټۍ، غونچه، موسکا، موسکی، پوخلا، پوخلاينه، خورما، توند، توکم، توخم، اوتمانخېل، کونړ، اورزگان يا ورزگان (ارزگان)، کوندوز يا کوندز، کولپ...، گيله، څېرمه، گيلاس، اورگان، رومان، کولتور، دوکتور، کلينيک، ټېکېټ، ژورنالېست، ژورنالېزم... . (پوره څرګنداوی<پښتو ليکلارښود)

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي