څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د پښتو ژبې او فرهنگ رښتينی خدايي خد متگار امام الدين ساپی صاحباو منلی فرهنگيالی قتيل صاحب،

تر مينه وړو پېرزوينو وروسته:

د نورو ډېرو غوندې ماته هم د لمر په څېر څرگنده ده چې ستاسې.مرکز د هېواد او سيمې پرکچ د يوې رغنده فرهنگي سيالۍ لپاره را منځته شوی او تر هرڅه له مخه په دې مخه او موخه چې د نړۍ له کاروانه په کروړونو کروړه وروسته پاتې پښتو ژبې او پښتني ټولنې په اړه تر وسې وسې نوي او گټور څه وړاندې کړي.
 
په دې لړ کې له دوه مياشتنۍ ((ورځ)) څخه دا هيله ډېره کېږي چې رامخته کړی ارمان لا ښه ترا تر سره کړای شي. خو له بده مرغه، لکه څنگه چې ليدل کېږي، ددغه ښکلي نامه زياتره تشه جوله(لفظ) په پام کې نيول شوې ، نه مانا. بېلگه يې داچې ځای او نا ځای((ځ) وکاروي،لکه:ځوی،ځېږېدل، ځېږېدنه، ځېږنده،ځېږون، ځما،ځمونږ،ځانگو،ځانگل، ځمری، ستونځه... او بياچې په يوه کورنۍ کې د سرورزوي تر څنگه سرورځوی او قتيل ځوی کښل کېږي... . په پای کې به دا په زرگونو ټبرونه، هم د - زي پرځای په - ځي دود ومومي !
 
زه وايم، ولې يې جاج و مانا په پام کې و نه نيول شي او په دې توگه پکې د وسمهالي څېړندود(مېتادولوجۍ) پر بنسټ د نوې پوهې ، فرهنگ او بيا په ځانگړي ډول د نوې پښتو ژبپوهنې او رښتيني پښتني تاريخ په اړه هغه څه خپاره کړي چې د رحمان بابا خبره ، منکر پرې اعتراض و نه شي کړای !
 
موږ بايد ځوان کمپيوټري پښتني پښت ته نور د وريځو اوښان جوړ نه کړواو د رښتيني مېتوديک افغاني-پښتني تاريخ پر ځای ورته بېځايه وياړنې او ستاينې په غوږو کې ور پو نه کړو. همدارنگه پردي مذهبونه، ژبې، فرهنگونه او تمدنونه را خپلونه پرمختللې علمي نړۍ په ځان پورې له خندونې پرته بله څه گټه او پايله نه لري او بيا لا دا گيله هم کوي چې ختيځپوهانو يې پر دغو اپلتو ولې ځانونه ناگاره کړي دي ! پر دغو داوو او دنگلو خدای بښلو دوديزو پوهانو پوره ځانونه ستړي کړي او بوجۍ بوجۍ کتابونه يې را پرې اېښي ، نو بيا بيا راغبرگول او لا پړسول يې څه په کار دي! نومهالي پوهنيز دود و مېتود دادی چې هرڅوک يوه سکالو ترليکنی څېړنې لاندې نيسي، بايد مخکې له مخکې يې مخينه په پوره غور تر ځيرنې او کرونې تېره کړي، کره ترې راواخلي او کوره کوټه يې ور پرېږدي او خپل نوي زوي پرې ورزيات کاندې.
 
ما چې پېنځه دېرش کاله مخکې له اروپا څخه د نوې ژبپوهنې له رالېږدولو سره د خپل پوهنځي پېر استادانو لوستليکي، لکه د علامه حبيبي پښتو ادب تاريخ، د استاد رښتين پښتو ګرامر يا د استاد رشادادبي فنون، په تېره پښتو عروض و قافيه يومخيز وننگول، د کومې تربگنۍ له مخې نه وه، بلکې زماله څانگيزې پازې يې اره اخېسته او د زړه له کومي مې غوښل چې نوي پښتني پښت ته نوي څه وړاندې کړم. له هغو نه يوازې استادحبيبي وو چې د ۱۳۵۴ ل. کال په نړيواله پښتو پوهنغونډه کې يې په ټوله پښتني مېړانه دا منښته وکړه: ((موږ له خپل واک و وس سره تر دې مهاله راورسوله، نور نوی اکادېميک پښت پوه شه او نوې لاره روده يې! او بيا هم همدا استاد وو چې د ((يوې- کره پښتو ليکلارې)) په اړه يې راسره لاسليک کړې چلند لار (پروسېجر) بېرته وانخېست، که څه هم په کړن کې تر ډېره پر هماغه خپله کندهارۍ ليکلار ټينگ و ترينگ پاتې شو.مولانا خادم چې کړی لاسليک يې په کړن کې پر خپل خورمنځ برابر و نه ليد، د داود خان تر دوتره يې پلپوټ (شکايت) ورسېد!
 
داچې په ورځ کې زيات زور پر هماغه زړو دوديزو ما ويلو تا ويلو اچول کېږي او بيا پکې بشپړ کتابونه راغبرگېږي، ښايي کوم دک و دليل يې تر شا ټيکاو ولري، خو زه د مرکز او ددغې مهالنۍ د همکار په توګه د گوتنيوي پرځای دا رغنده وړانديز کوم چی د هغو ترڅنګه د نوې ژبپوهنې په رڼاکې زما پښتو پښويه او همستاسې له خوا چاپ شوی کتاب ((پښتو او پښتانه)) هم پرله پسې ټوک ټوک خپور کړئ. له دې سره به نوی پښت دا کابو ومومي چې تر دغه منځ يوه پرتله وکړي او يوه پايلنيوي ته پخپله ورسي !
 
دغه راز له گران گړندي صاحب نه هم هيله لرم، د پښتو ليکدود او ليکلارې په برخه کی د پښتو استادۍ پر ځانگړو ازمېښتو ، زړو پرېکړو او کتابونو بسيا پاتې نه شي او نوې پښتو ژبپوهنه او په تېره ليکلار هم تر کتنې اوڅېړنې لاندې هم ونيسي چې له درې نيمو لسيزو او بيا د ياد شوې چلند لارې لاسليک راهيسې يې په څه له پاسه دوه سوو توکو(مادو) سره ليکنۍ پښتو ته لار موندلې او ښايسته ډېره دود شوې ده. داسې هم نه چې گوندې زه دا دومره مهال ارام ناست يم، بلکې له نورو لوستليکيو سره يې په ژبپوهنه کې له نويو نويو برياووسره پرله پسې کروم او بشپړوم او دا دي په همدې نژدې کې به يې له پروسږنې ژمنې سره سمه د ((ليکلارښود په نامه لا کره او کېښکلې جيبي بڼه د چاپ لپاره همتاسې ته در وسپارم.
 
دا به څومره ښه وي، گړندی صاحب يې د دغه نوي لارښود په رڼا کې له همدې دوه مياشتنۍ را پيل کړي چې ولې پر ځ دومره زور اچول کېږي، هغه هم د ننگرهاريا نو له خوا چې په ((ځيگر)) کې يې گرد سره ځ نشته. يا د کابلۍ پښتو ((څو، ترڅو، تر څوچې...)) او د پېښورۍ پښتو ((څوک چې، کوم چې...)) مخنيوی چې ان د مرکز په شپږم توک يا ماده کې پېښورۍ ډوله ((کومه چې)) راغلې ده . همدارنگه د(د - له) او (په - پر) يو د بل پرځای ليکل، لکه: پرتوگې (په توگه)، پرهکلې (په اړه)، پر ټوليزې توگې (په ټو ليزه توگه)، دوه يم، دوه دېرش، دوه څلوېښت... چې ډېری پښتانه يې بې (ه) ادا کوي او ارواښاد وزيرصاحب به د خلکو په خولو کې ور سموله. همداراز د ننگرهارۍ او ټوليزې شمال ختيزې پښتو نور له ارو معياره غورځول شوي - مونږ، زمونږ، ما وخوړو، وخوړلو د(( وخوړ)) پرځای، يا وليکلو د (( وليکه)) پرځای او داسې نور درواخله!
دا دی، له همدې ليک سره د اووغزوال او ګړندي صاحب ترمنځ د پوخلاينې په موخه د کره پښتو ليکدود يوه برخه د چاپ لپاره در برېښليکوم .
 
په ټوله پښتني- افغاني مينه او لورېينه
پوهاند دوکتور م. ا. زيار

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي