څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د ټولمنلي ټول افغان پنځم زېږ پسرلی مرغه ښه!
ستا دې وي کاليزې تل - زموږ دې وي ښې هيلې تل
دا څومره د ښاڅ و وياړ او هيله منۍ خبره ده چې زموږ  جنګ و جهل ځپلې او وروسته ساتلې افغاني او بيا پښتني ټولنه د ځوان ((کمپيوتري)) پښت په مټ د اوسني مهالپېر له تازه ترينې ښکارندې(( خبرتيايي تخنيکپوهې)) سره پېژندويي پيداکوي او د پوهې او فرهنګ ارت و بيرت څنډونه(افقونه) يې پرمخ را پرانېستل کېږي.
د ورځنۍ رسنيزې يا ژورنالېستيکي ونډې تر څنګ يې د بېلابېلو پوهنو او هنرونو، په تېره پښتوژبپوهنې او ادبپوهنې او بيا ليکنې څېړنې،پنځونې او خپرونې لپاره تر بلې هرې وسيلې ښه ترا لاره هواره کړې ده. نو دا څه هېښنده نه ده چې له ګردو سياسي- فرهنګي ناخوالو او نيمګړتياوو سره سره مو د هرې څانګې او ښرانګې د ليکوالو کړۍ ورځ پر ورځ پراختيا او پرمختيا مومي او مانيز بشپړتيايي بهير مو پرله پسې ګړندي پړاوونه وهي.
موږ په همدغه پر مختګ او پر مخيون کې د ټول افغان د جالپاڼې او انټرنېټپاڼې برخه بنډه په دې دک و دليل تر نورو هغو لوړه ارزوو چې تر ګردو له مخه، هر اړخيزه او ښه ترا ځلېدلې او په دې توګه د ټولو لپاره مخکښه او مخبېلګه ګرځېدلې ده. هر راز سکالوو، ليدتوګو او اند توګوته يې بې له کوم توپير وتنګليدۍ غېږ پرانېستې او په هره برخه کې يې يوازې او يوازې د خپل تاريخي هېواد او ښکېللي اسکېرلي ولس ژغور، ازادي، هوسايي، ګټې وټې او ښمرو ښېګڼې موخه ګرځولي دي. په دې لړکې يې دا دريځ وتګلار هم د ستاينې جوګه ګڼل کېږي چې د نورو په توپير يې د بېځايه ستاينو او بيادستاينومو (ملي اتل، با با...) له ورکړې، هغه هم جنګي جنايتکارو ته، تروسې وسې ځان ژغورلی او دچا خبره، خپله بې پلوي يې ټينګه ساتلې ده.
د يوې پښتو- کره پښتو په دودونه کې د ټول افغان پاڼې ونډه هم پوره جوته او اغېزناکه ده او د هڅاندو چلوونکيو او په سر سرکې يې پښتو مين شېرزاد دا په ټوله مانا نومېرلې
چې د پښتو يووالی د پښتنو يو والي او له ټبرني دريځه يوه ملي دريځ ته د لوړوالي يوه اغېزمنه وسيله ده. دا ډېره خواشينوونکې او نهيلوونکې ده چې يو ځوان ليکوال دغه تاريخي او برخليک سازه سکالود ښاغلي اَصف ننګ تر څو ورځني بنده ډېره بابيزه او ناڅيزه انګېرلې ده!
دلته يوازې د ليکدود خبره نه ده چې ولې د انټرنېټ پاڼو د همکارانو په ګډون زياتره ليکوال د پارسي((تا)) تر اغېز لاندې د((چې)) پرځای((څو، ترڅو)) کاږي او د((ديدار از، پشتيبانی از...)) ټکي پرټکي (( له چاڅخه کتنه، له چاڅخه ملاتړ...)) راژباړي، يا هم ليکونکی- ليکوونکی او چلوونکی- چلونکی ليکي، بلکې ددې ترڅنګه دازياته اړينه بلل کېږي چې ولې ننګرهاريان د يوې پښتو- کره پښتو په پار(موږ او زموږ) ته غاړه نه ږدي او کندهاريان له(پلوشه راغلل) لاس نه اخلي. غلجيان له (داجی ده) نه تېرېږي او کرلاڼيان له (دا پلوشه دی)... ؟
له دې لامله د ټولمنلې ټول افغان جالپاڼې پېنځم زېږ پسرلی هڅاندو او نوښتګرو چلوونکيو ته موږ د يوې پښتو- کره پښتو ټول غورځاوڼ مرغه ښه(مبارک) وايو او ترشا پرې اېښي ناورين ځپلي هېواد او هېوادوالو په چوپړ کې ورته لابې کچه بري او برياوې غواړو!
په ټوله پښتني- افغاني مينه او لورېينه

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي