څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : زهير شينوای     چاپي بڼه
يوه پوښتنه او يو ځواب!

د درانه امر الله صيب له خوا مې د ۱۳۹۶ د حمل ۱۴ نېټه ، دوشنبي پر ورځ د فيسبوک د مسينجر له لارې دا پيغام تر لاسه کړ، چې ليکلي: محترما! د ننګرهار ولايت او اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د چهار شنبي په ورځ  د ښاغلي پوهاند ډاکټر زيار صيب، د عمر د اتياوم پسرلي ياد غونډه ده؛ نو ما هم د دې لپاره چې په دروند استاد يو څه وليکم؛ نو په بيړه مې د زيار صيب نوم د انټرنيټ د نړۍ ګوګل ته ورکړ او ګوګل هم راته د پوهاند صيب اړوند خورا زياتې ليکنې تر مخ کېښودې، د همغو ليکنو دلوستلو له مخې، تاند ويبپاڼې ته ورسيدم، هلته مې دپوهاند صيب په خورا زياتو علمي ليکنو سترګې ولګيدې او ورسره سم مې د د ډاکټر صيب خسرو سنګروال په هغې مرکې سترګې ښخې شوې، چې د ( پوهاند دکتور زيار سره يو بانډار) ، تر عنوان لاندې ليکل شوې وه.

د دې مرکې هره پوښتنه او هره ځواب خورا په زړه پورې وه، خوله بده مرغه په ټوله کې د هغې اورول ، د دې ناستې او پروګرام له حوصلي وتلې خبره وه؛ نو ځکه ما ورنه يوازې يوه پوښتنه او ي، ځواب وټاکه.

هغه پوښتنه داسې ده:

استاده! دا رښتيا ده، چې په ليکنو ، ويناوو، رسنيو کې، پرلپسې رادودېدونکي نوي نوي ټکي او وييونه له سېلمې ستاسې رغاونې دي؟

د استاد زيار ځواب:

وارله مخه چار ناچار ، دا خواشيني او نهيلي څرکندوم ، چې يو ګڼ شمېر ليکوال او ان پوهان له نورو ژبو سره زما د ((سيالۍ)) خبره يوازې او يوازې له نيولو جېزم سره غوټه کوي او د نوې تيوريکې او مېتوديکې ژبپوهنې په رڼا کې مې ، له پارسي تر انګليسي پورې د سيالۍ له مخې د نوې پښويې (ګرامر)، وييپوهنې، ارپوهنې (اېتمو لوجۍ)، سيند کښنې (لېکزيکوګرافۍ)، ليکلارې (ستايلېستيکس) شعر پوهنه او غږپوهنه (پويتيکس وفونېتيکس)، ګړدودپوهنه (ګويش شناسی) ګړنپوهنه (فرازيولوجي) ، د هېواد څوار لس ژبو پر څه له پاسه سل ګړدودونو څېړنې او څه له پاسه درې زره (رسنيزې) ليکنې څېړنې او تر ټولو روسته ، د پښتو او پښتنو لومړنی ژب، توکميز (اېتنو، لينګوېستيک) تاريخ پر بډه وهي!

نوې رغاونه (نيولوجېزم) زما د ژبنې ، فرهنګي هاندو هڅو او هغه هم د يوې يوازېنۍ کره ليکنۍ پښتو د يوې نه بېلېدونکې برخې په توګه دا رڼاوی ياسپيناوی په کار دی، چې دا ټولې علمي، فرهنګي، نوې رغاونې نه دي، بلکې له لويه سره هغه ((څلور ګونې پښتو پانګه))، رانغاړي، چې ما د غورځنګ په هماغو لومړيو کې ډاګيزه کړې ده:

۱.  ژوندۍ او دوده ګړنۍ کړدودي ، لکه: پړاو، لوبغالی، ډېری(اکثريت) خبريال ، کډوال، ستونزه، بړه، پنډغالی، بټی، پرګنه، اړيکی، اړين ولکه، نيوکه، کچ (سطح، مقياس)، کچه (اندازه، مقدار) شونی، پلور وپېر، لارې چارې (تدابير)، ماتې ګوډې ، خپلمنځي (خودمانی، ذات البينی)، خپلمنځي اړيکي، ترينګلی، نچوړلی، پسوللې، ښاغلی، اغلې...

۲. زړه پانګه، لکه، نړۍ ، هې،اد ، يون ، وياړ، ويی، اند، واند (خيال) نوماند، پېر، بهير، پايله ، لامل ناورين ، ناتار، رښته (حق )، برم، پرتم، بريا(دستاورد) بری او بريا (پيروزی ودست آورد) ، ژمنه، پرېژه (طلاق)، دوتنه اړه تړه، اړ او تړ او نور...

 ۳. رغاونيزه، لکه: روغتون، پوهنتون، زېږنتون، زېرمتون، مرستون، پوهنځی، پالنخی ، پخلنځی، خبرځای،تمځای، الوتکه، چورلکه، اورګاډی، خرګاډی، اسګاډی، لاسګاډی، بنسټپال، بنسټپالي، ښکېلاک، زبېښاک، نيواک، نيواک ګر، (اشغالګر) بلوساک، بلوسګر)، بلواک، خپلواک ، پلاوس، کتنپلاوی، (امين دريځ)، پوهاوی، ورانپوهای، (ناسم پوهاوی)، ټولګټی، (وزارت فوايد عامه)، همګټي، (هېوادونه)، ټولګټي (هېوادونه) ، وييپانګه، وييز يرمه ، رغاو، خپراوی، رغاوی، سماوی، نوملړ، نومليک، نومليکنه، لوبغالی، لوبډله، اور لوبه، وزلوبه، پايلوبه، لاسرسی، لاريون، پر،مخيون ،ليکلار،چارواک،زورواک،ولسواکي،تنظيمواکي،کورواکي،ولسمشر.(کره:هيوادمشر)بريښناليک،(کره،بريښليک)وګی،وګړپوهنه،ټولنپوهه ،لرغونپوهنه،توکمپوهنه،ټلواله،شتون،نشتون،منښته،(اقرار)،نمښته(انکار)،ليکنه،څيړنه،شننه،ځيرنه،شونتيا،ګواښنه،پانګونه،ننګونه،ارزونه،وړانديز،ګوتڅنډنه،

ګوتنيونه،پوخلاينه،وړانديز،وړاندويينه،وړان

دوېينه،غوتنه وړاندېينه(عرضهاوتقاضا)خونديينه،پېروپلور،اړه تړه يا اړاو  تړاو(زدوبند،بندوبست)،رخه سخه (کينه او عناد ) خپريدا ،سړيدا ،ټوکېدا ...

۴. پور پانګه (مستعاره ) پانګه ،لکه : حکومت، دولت، تخنيک، ميخانيک مېکانيزه، اننير، ډاکټر (دوکتور)، بانک، کمسېسون، تېکنالوجي ، کمپيوتړ، انټرنېټ، وزير، وزارت ، والي، سفير، سفارت، ياسپورت، ويزه ، سکرتر، آتشه، ماليه، دفاع، عدليه ، محاکمه، محکمه، مخابرات، اطلاعات، فرهنګ ، ګمرک ، بيمه، تعرفه، آوېز، سپورت (ورزش)، رپورت (رپوټ) (ګرارش)، دېموکراسې (ولسواکي)....

او دا خبره هم سمه نه ده، چې دا دومره نوې رغاونې د يوه نومېرلي (مشخص) وګړي کار دی، دا د ډېرو ليکوالو، رسنوالو، پوهاند او فرهنګيالانو او په تېره د ځوان کمپيوټري پښت له نوښتونو ګڼل کېږي، چې د کمپيوټر ساينس دنومونو (ګورتپاڼه، کور پاڼه ، ووبپاڼه يا جالپاڼه ، نړيجال...) او بيايو زر کلن (پارسي، عبري) او ونيز نومونه (شنبه، يک شنبه، دوشنبه ، سه شنبه ، چارشنبه...) راپښتوکول (لومړنۍ ، يونۍ، دونۍ، درنۍ، څلنۍ، پېنځنۍ، ادينه).


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي