څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : پوهمل غلام نبي فراهي     چاپي بڼه
د لوی او بښونکي خدای په سپېڅلي نامه

د علم  او ادب مينوالو، درنو ګډونوالو، مشرانو، کشرانو، خويندو او وروڼو!

سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ.

وياړم، چې په داسې يوه پرتمينه غونډه کې برخه اخلم، چې د خپل استاد او لارښود، ژبپوه، څېړونکي، ژباړن، شاعر او د پښتو او ادب د ځلانده ستوري پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د اتييايمې زرکالېزې په وياړ جوړه شوې ده.پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د پښتو او ادب هغه ځلانده او مخکښه څېره ده، چې په خپلو ادبي پنځونو، څېړنو او ژباړو يې د پښتو او ادب پانګه بډايه او تلپاتې ساتلې ده.د استاد لوړ خيال، ژور فکر، علمي او ادبي هلو ځلو ، پوهنيزو او روزنيزو څېړنو، هنري او شعري پنځونو او ليکنو ، همدارنګه د ده علمي او فرهنګي هڅو په پښتو ادبياتو کې د هنر او پوهې ډېوې بلې او روښانه ساتلې ، زيار صيب د خپلو ادبي او علمي هڅو تر څنګ ډېر شمېر رسنيزې ليکنې او شننې د هېواد په ورځپاڼو، مجلو ، مهالنيو خپرونو ، راډيو ګانو او تلويزونونو کې د ملي ژبو سربيره په انګريزي او الماني ژبو خپرې شوې دي.زيار صيب ډېری وخت په پوهنتون کې د يو اکاډميک استاد په توګه خپل نيم ژوند ښونې او روزنې ته ځانګړی کړی او په دې برخه کې يې ډېر شاګردان روزلي او پاللي دي ، د دې سپېڅلې دندې سربيره يې ګڼ شمېر علمي، ادبي، فرهنګي، څېړنيز او تحقيقي اثار ليکلي، چې يو شمېر يې اوس د پوهنتونونو په درسي نصاب کې هم شامل دي، چې زمونږ نني او راتلونکي نسلونه به ترې خپله ژبه ، فرهنګ او ادب زده کوي.پر دغه ټولو هڅو سربيره زيار صيب د يوې کره ليکنۍ پښتو، او نوي ازاد پښتو شعر غبرګ غور څنګونه هم له سترو بريو او نوښتونو سره پر مخ وړي او په دې برخه کې يې پښتو ژبه د نړۍ د نورو ژبو سره سياله کړې ده او دا هڅې يې د پښتو ادبياتو په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل شوې دي.زيار صيب د خپلو ټولو ادبي، علمي، فرهنګي او څېړنيزو فعاليتونو سربېره ښه شاعر هم دی، د ده شاعري يو ځانګړی سبک لري، نوموړی په خپلو شعرونو کې د پښتني چاپيريال غميزې، کړاوونه، ناتارونه ، ستونزې او نيمګړتياوې، د ژوند دردونه د پښتو ژبې په بېلابېلو شعري قالبونو کې په ډېرو لوړو خيالونو او نوښتګرانه انځورونو او سمبولونو کې په ژوره ټولنزه انساني او پښتنې افغاني مينه په خپله خوږه او نرمه ژبه رانغاړي او په دې برخه کې يې اثار د کيفيت او کميت له پلوه غني دي، نوموړي د پښتو شعرونو سربېره په پارسي ، انګريزي او الماني ژبو هم شعرونه ليکلي دي.هېره دې نه وي، چې زيار صيب د اوسنې پښتو ادب هغه سرلاری شاعر دی، چې نورو شعري قالبونو ترڅنګ د ازاد او سپين شعر يو تکړه لارښوود او شنونکی پاتې شوی او په دې برخه کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، زيار صيب هغه نوښتګر شاعر دي، چې ځوان شاعران هڅوي تر څو نوې او ملي شاعري وکړي.د پښتو ژبې او ادب له پاره د زيار صيب پنځونې هغه ډيوې دي، چې تر ډېرو به بلې او روښانه وي الله تعالی دې زيار صيب ته ډېر عمر ورکړي تر څو د پښتو ژبې او ادب مشالونه هم داسې ځلانده واوسي.

له پاملرنې مو يوه نړۍ مننه
په درنښت
پوهمل غلام نبي فراهي
پارلماني چارو کې د دولت وزير
 

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي