څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : څېړنپوه ثريا پوپل     چاپي بڼه
د پوهاند احمد زيار د اتيايمې کليزې په وياړ

 د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار د اتيايمې کليزې په وياړ علمي غونډې ته د افغانستان د علومو اکاډمۍ پيغام:


بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار زموږ د هېواد له پياوړو ژبپوهنانو څخه دی، لوړ علمي او ادبي شخصيت يې له ګڼو اړخونو څخه برخمن دی، د پښتو ژبې د معاصر فرهنګي بهير د وتليو او منليو څېرو په ليکه کې ځای لري، پوهاند زيار د پښتو ژبې او ادب د معاصر پېر هغه ځلانده څېره ده، چې د خپل خواږه ژوند لويه برخه يې د پښتو ژبې او ادب په علمې او فرهنګي ډګر کې نه ستړو کېدونکو هلو ځلو ته ځانګړې کړې ده، د پښتو ژبې د علمي او کره کېدو لپاره يې په لسګونو څېړنيز ، ژبپوهنيز علمي، ادبي تاريخي آثار او مقالې علمي ټولنو ته وړاندې کړي دي، چې د پښتو ژبې ژبپوهنې ، ادب، تاريخ ، فرهنګ او نورو مسايلو په اړه دي.
پوهاند زيار پياوړي ليکوال څېړونکي، شاعر، کره کتونکي، ادبپوه، ژپپوهاند  او د پښتو ژبې او ادبياتو استاد دی، چې آثار او افکار يې د پښتو ژبې او ادب په وده او پرمختيا کې ارزښتناکه ونډه لري او د افغانستان په معاصرو ليکوالو او څېړونکو کې د يو حقدار پښتون ليکوال او څېړونکي په توګه د پښتو د نوې ژبپوهنې د علمي مسايلو د بنسټګرو په ليکه کې ولاړ دي.
له نېکه مرغه پوهاند زيار نن له موږ سره دی اوس ، چې په ننګرهار کې د هغه اتيايمه کاليزه نمانځل کېږي، د افغانستان د علومو اکاډمي د هېواد د لوړې علمي ، فرهنګي ادارې په توګه د يادې غونډې د جوړوونکو دا فرهنګې هڅه ستايې او په دې هيله ياستو ، چې پوهانو او څېړونکو به د خپلو ليکنو او څېړنو په ترڅ کې دپوهاند زيار د ژوند ، اثارو او افکارو په اړه هر اړخيزې خېړنې کړې وي او د دې غونډې د مقالو ټولکه به په ګانده کې څېړونکو د ادبياتو زده کوونکو او مينه والو ته يوه غوره او باوري معلوماتې سرجينه وګرځي، په پای کې د لوی خدای په دربار کې پوهاند زيار ته د اوږد او خوشحاله ژوند دعا کوو او د دې غونډې جوړوونکو ته د لا غوره فرهنګي خدمتونو د سرته رسولو لپاره د برياليتوبونو هيله کوو.
په درنښت 
څېړنپوه ثريا پوپل
د افغانستان علومو اکاډمۍ د رياست (سرپرسته ) لخوا
 

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي