څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.12.2017 |   ليكوال : پوهندوی ببرک مياخېل     چاپي بڼه
د ننگرهار پوهنتون رياست پيغام

 درنو حاضرينو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
زموږ د علمي او فرهنګي شخصيتونو د ژوند، کارنامو او هلو ځلو د څېړلو او نمانځلو لپاره ، چې د هې،اد په کچه کوم قدم اخيستل کېږي؛ نو زموږ هيله دا وي، چې ننګرهار بايد د دغې بهير بيلامه وي، ځکه زموږ ټول هېوادوال دا مني، چې ننګرهار د هېواد د فرهنګي مرکز په توګه خليدلی او منل شوی دی.
د پښتو په اړه دا خبره ډېره کېده، چې دوی په ژونديو کې ښه نه لري او په ژوندانه د خپلو اقدارو په قدر نه پوهېږي، له نيکه مرغه دا دی دا دود په ماتېدو دی، زموږ فرهنګي حلقې اوس ژوندي هم ستايي، د دې نمانځنو او ستاينو په لړ کې نن د ننګرهار ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست د حقدار استاد ، شاعر، ليکوال او ستر ژبپوهاند ښاغلي دوکتور زيار صاحب اتيايم زيږ پسرلي په اړه غونډه جوړه کړې، مننه ترې کوو او کور ودانی ورته وايو.
استاد زيار د ژبپوهنې استاد په نوم ډېر پېژندل شوی، رښتيا هم پّ سرتاسري پښټونخوا کې د استاد زيار په کچه په ژبپوهنه کې بل چا کار نه دی کړی، په ژبپوهنه کې دومره کار نه له استاد وړاندې چا کړی او نه يې شايد وروسته او له نړۍ والو معيارونو سره يې برابر کړ، ښاغلی پوهاند صاحب د پښتو نويو ويونو جوړلو (نيولوګيزم) سرلاری دی، په رسينو کې د پښتو ځينې سوچه کلمې د استاد د هڅو برکت دی، نوموړی په حقيقت کې د راتلونکو نسلونو استاد دی، موږ ډاډه يو، چې د ده حق به راتلونکي ادا کړي او دده هڅې به په راتلونکي کې رنګ راوړي.
د استاد  شعر هم له نثره کم نه دی او ښکلې شاعري يې کړې ، نوموړی د سوچه پښتو پلوي دی، خپل ټول اثار يې په سوچه پښتو ليکلي او له نورو هم همدا هيله لري.
محصلينو ، استادانو او څېړنکو ته مو وړانديز دی، چې د استاد ټول اثار دې ولولي، ځکه چې په ژبپوهنه کې د استاد نوښتونه يې ساري دي، له پانګه والو مو هيله ده، چې د نوموړي اثار چاپ کړي او تر خلکو يې ورسوي.
ننګرهار پوهنتون هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د داسې غونډو کوربه وي او د ژبپوهنې په برخه کې د استاد اثار په تدريجې ډول د ژبو او ادبياتو پوهنځي په کريکولم کې شامل کړي.
په فرهنګي ولولو
پوهندوی ببرک مياخېل
د ننګرهار پوهنتون رئيس
 

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي