څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار     چاپي بڼه
ډاکتر جکړ شينواری هم د روان ناتارب لهاري شو

په زړه کې تلمېشت پښتيان جان،

41مه زېږ کاليزه دې په شعري ژبه داسې مرغه ښه وايم:
که دې ژوند د پوخمنګۍ تر پولې واوښت،
او يو کال دې پرې بل هم ورسرباري شو...
د تېر لوست بويه در سم هومره نور ژوند کړي،
ها چې هسې د و ختونو بلهاري شو!
په پلرنۍ مينه دې سرو سترګې ښکلوم
 
ډاکتر غلام جان جکړشينواری له هغو بېشمېرو پوهيالانو او فرهنګيالانو څخه وو چې پر هېواد او بيا کابل ښار با ندې د تورې غدۍ له را پرېوتو سره تورې تېښتې ته اړ ووت، هغه هم د بهر پر ځای خپل کورکلي ته. دا پېنځلس کاله يې هلته د خپلو رنځېدلو کليوالو درملنې ته مټې را ونغښتې، ان تر دې چې په پای کې يې خپله روغتياهم ورځنې ځار کړه او په ځوانه ځوانۍ کې يې د ډېرو نا غوړېدلو ارمانونو په بدرګه د تلپاتې لېږد لار راخپله کړه، خو باور دی چې هېواد او هېوادوالو ته يې کړي طبي او ادبي خدمتونه، ليکنې څېړنې او شعرونه تلژوندی او تلپاتې کاندې.
 
له همدې کبله موږ هم پر خپل وارپه اکسفورډ کې د افغان ټولنې په استازۍ د هغه ارواښاد اړوندانو او ګډو دوستانو، په تېره شاعر ورور انجينر سلطان جان کليوال ته د زړه له ژورو خواخوږي وړاندې کوو.
ياد دې يې ژوندی او اروادې ښاده وي!
پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار،
  کورنۍ او نور خواخوږي 
اکسفورډ، جولای ٢٠٠٦

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي