څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 25.01.2001 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
ښاغلی او منلی فرهنګيا لی سليم راز صا حب،

تر هرڅه مخکې درته يو ځل بيا د دويم نړيوال کانفرنس(پوهنغونډې) د پوره برياليتوب مرغه ښه وايم. دا ګيله مو په لېمو منم چې نه مې تېر کال دا شپې ورځې درسره د تیارۍ په ناستو غونډو کې برخه واخېستای شوه او نه هم په خپله بوهنغونډه کې !

زه درته د پښتو ابۍ پر سپين سر لوړه کوم چې زما لرېوالی او نه ګډون له تا يا پښتو سره،خدای مکړه د نه مينې او ماڼيجنۍ ښکارندوی نه، بلکې د همدې ابۍ په مينه کې د بې کچه ډوبتيا څرګندوی ول. د ٥- ٦ علمي او ادبي کتابونو کمپیوټري اوډون(کمپوزینګ) زما د پېښور دوه میاشتنۍ استوګنه داسې بوخته وساتله چې سرګرولو ته يې پرې نه ښووم. شپږم کتاب«پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې» خو راته، د چا خبره د سر په کاسه کې اوبه راکړې. له پنځلس ځله پروف ریډینګ سره سره پرې بیا هم زما زړه اوبه و نه څښلې او د چاپ بهیر یې هم لا تر اوسه بشپړ شوی نه دی. څو کلنې لیکنې څېړنې یې دومره نه وم کړولی، لکه څومره یې چې اوډون او سمون، چاپونې او خپرونې وکړولم. که لا د لېوال کمپیوټري اسانتیاوې نه وای، خدایزده نور یې څومره وخت، لګښت، توان و زغم راڅخه تروړل !

 اکسفورډ ته له راستنېدوسره دجون پر شپږمه دجواهر لال نهرو پوهنتون د پښتو څانګې په بلنه ډیلي ته ولاړم او ورپسې جوخت مې، په سویډن کې د اوستا او لرغوني آریاني فرهنګ نړیوالې پوهنغونډې(هما یش) یا ستا سې په اردو ډوله ټرمینالوجۍ« عالمي کانفرنس» ته ځان ورساوه او په لارکې مې د ډنمارک له پښتنو سره ادبي ناستې هم ترسره کړې. په دې توکه ستاسې هغې ته د درتګ جوګه نه شوم او پر یوه پیغام مې بسنه وکړه. د افضل خان لا لا غونډه هم راڅخه پاتې شوه، که رښتیا درته ووایم، نوره پیسه ټکه هم را پاتې نه وه!

 «د پښتو ژبې تا ریخ او نوعیت» کومه سکالو یا ټاپیک مو چې ماته ېاټاکلی وو، زما له یاد شوي کتاب سره سمون لاره او د کانفرنس لپاره یې هماغه سریزه بس وه، خو که د ګډون ویاړ یې را په برخه شوی وای. په ترځ کې مې غوښتل، یوه تر ټولو زیاته بنیادي ربړه او سکالو یا مساله هم وړاندې کړم او هغه د لروبر تر منځه د لیکنۍ او لیکوالي پښتو د پرله پسې لرېوالي او بېلوالي ربړه ده. دغه توپير په هغه کچه نه دی چې د پېښور پښتو اکېډېمۍ، هغه هم د باړه ګلۍ په غونډه نيمه کې په څو ګوتشمېر ليکدودي سمونو له منځه ولاړ شي، بلکې خبره پرسلګونو او ان زرګونوګرايمري اوټرمينالوجيکي  توپيرونو(فرقونو) ده. ځکه بره خوا پښتو د ملي- سرکاري ژبې په توګه زيا ته پا لل شوې او کارول شوې ده او څه له پا سه يوه پېړۍ او په ځانګړي ډول، دا وروستۍ نيمه پېړۍ ورته د نوې ژبپوهنې په رڼا کې پرله غښتې(سېسټمېټيک)ها ند و هڅې تر سره شوې دي:

 وييپانګه(لغوي ذخيره) يې له څلور ګونو سرچينو(منبعو) څخه را نښلول شوې ، هم يې زړه پانګه له امير کروړه تر امير حمزه را خوندي شوې، هم يې ګړدودي پانګه د لرې برې پښتونخوا له کليو

بانډو او غرو رغو، او هم پکې زرګونه نوې جوړونې(نيولوجېزمونه) منځته راغلي چې زما لس زريز سيندګی(ډېکشنري) يې لا يوه نا بشپړه بېلګه ده او له چا پ راهيسې يې په دې يوه کا ل کې نوره هم پراختيا او پر مختيا موندلې ده. دغه نيو لوجېستي هڅې نن سبا زياتره د جلاوطنو پښتنو، په تېره د ځوان کمپيوټري پښت(کول) او د پښتو بي بي سي خپرونې له خوا را منځته شوې دي.

څلورمه برخه، په بله وينا، په سل کې ٢٥ يې له پرديو ژبو راپورکړې او را خپله کړې پا نګه ده.

حال داچې تا سې زيات زور پرهمدې وروستۍ «پردۍ» پانګه اچولی، نه مو دکليو بانډو پښتو را خپله کړې، نه د خو شا ل، رحمان، حميد او نورو بې شمېرو منځنيواو لرغونو ويناوالو پانګه ، نوې پانګه خو مو پخپله جوړه کړې هېڅ نه ده او موږ چې رغولې او را دود کړې ده، درته سکوټه پارسي ښکاري، که نه، ولې به دې په هره مرکه کې ويلای: «په افغا نستا ن کې پښتو د پا رسۍ ښکار شوې او په پاکستا ن کې د اردو...» !

 هغومره پارسي چې لره خوا کارول کېږي، سلمه برخه بره خوا،ان د کابل په پښتنو کې دود نه لري، ځکه د اردو پانګه په سل کې ٩٠ پارسي او بيا عربي ده او تاسې ته هغه لکه د مور پۍ پله او حلاله برېښي. په همدومره کچه مو نرينه او ښځينه نومونه او ان شاعرانه لنډ نومونه(تخلصونه) هم پارسي دي. اجمل خټک يا افراسياب خټک...چې پر خپل زوی لور ميرويس، روښان،خوشا ل ... غوندې کوم نوم اېښی دی، د برنۍ استوګنې اغېزاو برکت دی.

موږ ټولې وسمهالې علمي- تخنيکي نومونپوهنې(ټرمينالوجۍ) له پارسي هغو سره د سيالۍ له مخې

را پښتو کړې او کوو يې. هلته ګورو چې په ايران کې ددغه کار لپاره لوی لوی «فرهنګستانونه» پر کار اچول شوي دي او زموږ پارسي ژبي يې تيار پر تياره را خپلوي ، خوپښتنو يې پر وړاندې يوه خواره کۍ«پښتو ټولنه» در لوده چې په ټوله شلمه پېړۍ کې يې د ايران د يوې لسيزې هومره

نيولوجيزمونه را منځته کړي او دود کړي نه دي. دا موږ د نوې ژببوهنې استازي وو چې د «يوې- کره پښتو ليکلارې»غورځنګ(تحريک) په سيوري کې مو ورته پرله غښتې(سېسټماټیکه» علمي بڼه ورکړه او دادی، نن سبا يې تر ننيو کمپيوټري هغو سره خبره څو لکو ته رسېږي.

 همدا راز رغا ونيز(ګرامري) يو والی او کره والی چې د«يوې پښتو- کره پښتو» شمزۍ(ملا تير) جوړوي، د دېرش کلن غورځنګ له برکته خپل بشپړتيا يي (تکا ملي) پړاو ته رسېد لی او يوه هراړخيزه معياري اکېډېميک پښتو ګرامر او ليکلار را دود شوې چې په پېښورکې د افغانانو له خوا چا پېدونکې خپرونې او کتا بونه تا سې او نور کوزني پښتو ليکوا ل په غړولو سترګو کتلای شې او ان ته به ورسره هم په خپل دويم نړيوال کا نفرنس کې نېغ پرنېغه مخ شوی يې، زما همدغه ليک د دواړو اړخو له پلوه يوه وړه بېلګه ده چې خدای دې وکړي، پر ې پوه شوی اوسې !


موږ بره خوا، نه يوازې د څلور ګونې وييپا نګې انډول ټينګ سا تلی، چې له رغاونيز او ګرامري پلوه مو د پرديو ژبو او په تېره تېره د پارسۍ او اردو ناوړې اغېزې او پېښې هم پرله پسې څارلې او له بېلابېلو لارو مو ليکوالو ته لار ښوونې کړې دي، لکه واخلې د پارسي تراغېز لاندې هرځای

(څو او تر څو) د (چې) پرځای راوړل يا د اردو- انګرېزۍ په پېښو «کوم،څوک،چا،چېرې...» له «چې» سره يو ځای کول او همدا سې بېلکې چې پښتو جملې ګرانوي او پيکه کوي. ان که تا يا نوروپښتونستاني دوستانو ته زموږ په کره ليکنۍ پښتو کې يولړ وييونه يا ګړنې(اصطلاحات) پارسي وزمه برېښي، دليل به يې هرومرو ژبنۍ خپلوي او همريښه والی وي، لکه:

کارمن يا کارمند(ملازم)،رسنۍ(ذرائع ابلاغ)، سازښت(سازش، مصالحت)، پايښت، پايند، ارزښت، ارزښتمن(مهم، اهم)... يا ترکار لاندې نيول، لاسته راوړل، سرته رسول... . د اوونۍ نومونه، که څه هم زياتره له پخوانه پارسي(شنبه، يکشنبه، دوشنبه...) دود دي،خو موږ د کرلاڼيو سوچه انډولونه له يو څه بدلون سره تازه رادود کړي دي، لکه: يونۍ، دونۍ، درېنۍ... . د پوروييونو په لړ کې مو، هرګوره، تر نورو پارسي او بيا هندي دا زيا ت غوره ګڼلي او له عربي هغو مو زيا تره هماغه ديني را ټينګ کړي چې رغېدن مو ترې نه شي. خو تاسې ته په هرډول زموږ ترپښتو اردو پانګه ډېره نژدې ده ځکه سرکاري ژبه مو ده، زده کړه(تعليم)، دېوان دوتر، خپرۍ او رسنۍ هرڅه مو په همدغه ګډوله ژبه دي، که څه هم په کړن کې ډېر زور پر انګرېزۍ اچول کېږي. کوم نومهالي(ماډرن) نيولوجېزمونه چې د انګرېزي هغې تر څنګه پکې جوړ شوي او جوړېږي، مسخه شوی پارسي او عربي رنګ لري، لکه:

 عالمي کانفرنس(نړيواله پوهنغونډه)، نوآباديت(ښکېلاک)، استحصال(زبېښاک)، جدت(نوښت)، جراحت(تېری،بلوس)، انتها بسند(بنسټپال)، حريت پسند(ازاديپال)، جدا يي پسند(بېلتونپال)، ترقي پسند(پرمختلی، پرمختګپال)... . دهشت ګرد(ترهګر) او دهشت ګردي(ترهکري) غوندې رغاونې د پارسي دهشت افګن او دهشت افګنی ډېرې خنداوړې اړونې دي ! له داسې مسخره نيولوجېزمو څخه خو هماغه انګرېزي ټروريست او ترورېزم کارول غوره راتلل. ځکه بې له هغې هم پاکستانيا نو ته انګرېزي تر اردو ډېره منلې او آغلې ژبه ده. چې په نرسري، سکول، کالج، يونيورسيټي، هسپتال... نه شرمېږي، په نورو ورته نومونو ولې وشرمېږي !

 لنډه داچې د لروبرو پښتنو تر منځ له ټولو تاریخي ، جغرافيا يي او فرهنګي اړيکو(تعلقاتو) څخه يوازېنۍ را پاتې اسره همدا ژبنی او بيا لیکنی يووالی بللای شو. نو که دا هم له لا سه ورکړو، پړه

به يې همدا ستاسې کوزنيو پښتنو ليکوالو پر غاړه وي. له همدې لامله د پښتو په نامه د هرې دوه

اړخيزې يا نړيوالې غونډې لپاره چې بره او لره جوړېږي، له« يوې- يوازېنۍ پښتو ليکلارې» پرته(بغير) بله اړينه او بنسټيزه سکالو(ضروري او بنيادي مسئله) نشته. نو څومره به ښه وي چې دغسې يو تاريخي ويا ړ همستا په برخه شي او درېيمه نړيواله پوهنغونډه ورته له همدا اوسه په پام کې ونيسئ. زه ټينګ ايمان او باور لرم چې په دې ستره چاره(عظيم مهم) کې به دې، نه يوازې زموږ غورځنګ، بلکې ټول لروبر ليکوال او ان د قاضي حسين احمدغوندې« سيا سي دينپوها ن» بيا هم ملا وتړي !

 چې رښتيا خبره وي،په لره پښتونخواکې زموږ د«يوې- کره ليکنۍ پښتو» غورځنګ پلويان زياتره ستا غوندې پرمختلي(ترقي پسند)  او ولسپال(قوم پرست) ليکوال او سياستوال دي او له همدې کبله مو تاته هم سترګې اوړي. داچې دا دوه نړيوال پښتو کافرنسونه دې په دومره برياليتوب(کاميابۍ) سره جوړ کړای شول، موږ ټينګ باور لرو چې درېيم دا، هغه هم دغسې يو بنيادي ځانګړی کانفرنس. هيله من يو چې تر هغې ورته روغ رمټ اوسې اوله هر درد و غمه په امن !

افضل خان لالا، لطيف اپريدي ، افراسياب، اسفنديار او داسې نورو سيا ستوالو ته به هم دا بلنه ورکړو چې د لروبر د سياسي يووالي لپاره يې له همدې ژبني او ليکني يووالي څخه را پيل کړو او

 په دې ډول سره يو د بل ملا وتړو.

 هيله ده، مياشت نيمه وروسته زما نوی چاپېدونکی کتاب«پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په ر ڼا کې» له ساپي پښتو مرکز يا صميم صا حب نه تر لاسه کړې- ما ورته ستا په ګډون د ټولو ملګرو نومليک

(فهرست اسما ء) وار له مخه ور تيار کړی دی.

زما او نورو کور غړيو جلاوطنې پښتنې پېرزوينې به د ځان ، درنې کورنۍ او ګډو دوستانو لپا ره

ومنې- روغ و نېکمرغه دې غواړم !

                                                           ستا خوا خوږی ملګری

                                                             پوهاند ډاکټر زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي