څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 01.09.2005 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د پښتو ژبې او فرهنګ پياوړی پوهاند دوکتورحبيب الله تږی هم راڅخه جلا شو

هغه راڅخه پر ژوندونې لسيزې مخکې جلاوطن شوی وواو له تورواوبو ها خوا يې ژوندکاوه، خو بيا هم ورباندې له ورايه ډاډه وو او داسې مو ننګېرله چې په کابل پوهنتون کې راسره په ګډه دادبپوهنې او ژبپوهنې لوستونه رابرابروي او د ځوان پښتني پښت زړه او ذهن پرې له زړو دوديزو ليدتوګو سپېڅي . د څلوېښتمواو پنځوسموکلونوپه څېر يې کتابونه په غېږکې ، يوه پښه په پوهنتون او بله په اکادېمۍ کې ،او هماغسې لګيا دی ، د نويو ژبپوهنيزو او ادبپوهنيزو لارو رودو په دودونه او دفاع کې په کړس کړس غږېږي ، نه د چامخ ګوري ، نه څټ . هرڅه چې وايي ، پردک ودليل او لاسوند ټيکاو لري او که بيا هم ورسره څوک لنډاندی او لنډپوهی په ټوله سپين سترګۍ هغه  هرڅه په هسې اوتو بوتو ورغبرګوي ، هڅه کوي ، خبره په ټوکو ټکالواو يونيم خندوونکي نکل ومتل تېره کړي او چې په دې يې هم خوله ور ونه  شي تړلای او لاسپکو سپورو او ګواښونو سره يې مخامخېږي ، نو بيا ژبه او ادب يو خوا ته ږدي او د يوه شډل کليوال او بيا پاک ساک نيازي پښتانه په توګه پرې نېغ وردانګي او ښه يې سابه ور پر مالګه کوي .

 هغه په رښتيا سره ، تر هرڅه  مخکې يو زيږ ، ښاڅمن او پرځانبسيا او ويسا پښتون پوهيال او فرهنګيال وو . لوڅې پوڅې ، وېره او تراه، سر ټيټی او ځانسپارنه يې هډو په خټه کې نه وه اخښل شوي. سپينې ، زغردې او پخې خبرې يې د سپېڅلې لوښې ښکارندويه وې ، ان د ښوونځي او پوهنځي له وختو يو پوخ پتير ، خولوراو له دې سره سره د خپلې وروسته پاتې پښتني ــ افغاني ټولنې د وروستوالي پر وړاندې بې اندووانده او بې توپيره نه وو او له درد وغمه يې د پرمختللې اندپوهې لاره امرلې وه . د نورو ټکنيو، دوه زړواو دوه مخو او ځانښکارو همپېرو په توپير يې دامريکا درې درې نيمې لسيزې مېشتيا او ميليونرې مېرمنې بيا هم هغه پخوانۍ اندپوهه او انددود، لږ تر لږه د يوه ارمان په توګه له مغزو څخه ور ونه شو پرېوللای .

 له ادب وتاريخه ترژبپوهنې

 د کابل پوهنتون د ژبواوادبياتوپوهنځي د بريليک ( B. A ) تراخېستووروسته د پښتو ټولنې د څېړنيز غړي په توګه دځوان ځلمي تږي زياته پاملرنه د ادبي او تاريخي ليکنوڅېړنو خواته وه او داسې برېښېده چې د ټول ژوند لپاره يې ادبپوهنه بيا په ځانګړي ډول ځانته ورهڼيزه څانګه ( career ) ټاکلې اوکه د لوړو زده کړوکومه کابو هم ورته برابرېږي ، همدغه څانګه به وي . ښايي ، دا يې په ارواکې هم چېرې نه ګرځېده ، چې هغومره کلونه وروسته د يوه امريکايي پوهنتون «مشيګن» زده کړيز چانس ورپه برخه کېږي او هغه هم ، وار له مخه په ورټاکلې څانګه «ژبپوهنه» کې .                          

 

هغه مهال بورس يا سکالرشېپ زياتره «چانس» نومول کېده ، په دې چې په اسانه د هر بېوزله او بې وسيله نه په برخه کېده او د تږي په برخه کې هم همداسې وه . استاد الهام کيسه کوله چې د داودخان د حکومت وروستۍ شپې ورځې وې ، ده او تږي کوم مازيګر د کورنيو چارو وزارت خواته چکرواهه چې له ګاډي څخه يې پرې سترګې لګېدلې وې . پرسبا يې دواړه د ښوونې روزنې وزير علي احمد پوپل غوښتي او اړوندې څانګې ته يې د ياد شوي پوهنتون د بورس لپاره ورپېژندلي ول . وروسته ور ډاګيزه شوې وه چې لېوني سردار ويلي وه « دغه بدورده بايد ژر تر ژره چېرې بهر واستول شي » .

 استاد تږی چې کله د ژبپوهنې له ماسترۍ ( M. A ) سره پښتو ټولنې ته راستون شو ، خپلې ليکنې څېړنې يې هم پر همدغه څانګه راوڅرخولې او هغه يې پر ١٣٤٤ ل کال په کتابي بڼه «نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل» خپرې کړې . څو کاله وروسته يې له ټولنې سره يومخيزه مخه ښه وکړه ، کابل پوهنتون ته راولېږدېد او په پښتو څانګه کې پر ښووانه (تدريس) بوخت شو . دغلته يې بيا ادبپوهنه غوره او اړينه وبلله او د ادبي الواک (تيورۍ) په برخه کې يې لوستونه (لکچرونه) وړاندې کول . له دې سره يې د شاګردانو او اسېستانتانو په مغزو کې ورو ورو يو څه نوی برېښ راپيدا کړ او د دوديزې ادبپوهنې «ادبي فنونو» پر وړاندې يې نوې ادبپوهنې ته راوڅکول . هغه لوستونه چې په دوه مياشتنۍ «وږمه» کې ټوک ټوک خپاره شوي ول ، پر ١٣٧٠ ل کال سر څېړونکي هېوادمل د يوه کتابګوټي په بڼه چاپ ته وسپارل .

 د پوهنوالۍ تاريخي نښيريې نژدې درې لسيزې وروسته له يو لړ بشپړونو او کرونو سره د «پښتانه» په نامه پر ١٣٧٧ ل کال په پېښور کې چاپ کړ . سره له دې يې چې په دغه څه له پاسه دوه سوه مخيزکتاب کې له لومړي لاس کورنيو او بهرنيو تاريخي لاسوندونو ښه ترا ګټه اخېستې ، خو لکه څنګه چې ترې تمه کېده ، ژبپوهنيز هغه يې ورسره نه دي رانغښتي او لامل يې هم همدا چې د ده کار له سپڼيزې (تشريحي) او بيا کارونيزې (تطبيقي) ژبپوهنې سره وو او له تاريخي او پرتليزې هغې سره يې کومه اړوندي نه وه ؛ ان په دې لړ کې يې د ختيځپوهانو ليدتوګي هم لکه د تاريخي هغو غوندې بې له کومې شننې رالړۍ کړي دي . په کارونيزه ژبپوهنه کې يې ړومبی غوره اثر هماغه ډاکټري تېزس وو چې د پښتو پښويي يوه کوشنۍ برخه «ناخجن توکي يا وييکي» يې تر ډېره د چومسکي د زېږند ګرامر په رڼا کې څېړلي دي ، دغه کتاب ليکوال (زيار) د پښتو څېړنو نړيوال مرکز د چلوونکي په توګه پر ١٣٥٧ ل کال په آره انګرېزي ژبه خپور کړی دی .

 د ١٣٥٨ کال په ژمي کې چې زه له څرخي زندانه راووتم ، استاد تږی ارور ترور ګرځېده او په دې هڅه کې وو چې څنګه له هغه اړودوړه پښې سپکې کړي او بېرته خپل دويم هېواد ته ورستون شي . که څه هم د مشيګن يا الېنای پوهنتون يو لس مياشتنی بلنک يې مخکې له مخکې ترلاسه کړی وو ، خو تر هغه مهاله يې چا ته له ډاره نه وو ښوولی او دا يې هم سياسي ويښياري وه ، که نه د امين جلادانو يې له مرګه پاتې کاوه .

 د برابرۍ له مخې زه بيا د يوې څه ناڅه لوړې څوکۍ څښتن شوم او د استاد تږي لپاره مې همدومره وکړای شول ، د ډاکټر نجيب الله په مرسته يې د امريکا د تګ لاره ورهواره کړم ، هغه هم په دې دوستانه ژمنه چې هلته د پښتو پښويې لږ تر لږه کړ ګړپوهه (فعلي صرف) رابشپړ کړي .

 له بده مرغه استاد تږی دا ځل امريکا ته له ورتګ سره زيات پر ژورنالېستي چارو واوښت او لکه چې پاس مو ورته نغوته وکړه ، په دوه نيمو لسيزو کې يې هماغه پوهنوالي اثر «د پښتو اجتماعي تاريخ» له يو څه زيات بشپړوالي او کره والي سره اووه کاله له مخه له چاپه راوکيښ او له څانګيز پلوه يې يوازې له «بربرا رابسن» سره يو لنډ لارښود ډوله ګرامر تر (A Reference Grammar of Pashto) سرليک لاندې ګره بره (افسېت) کړ .

 په دې توګه په کتابي بڼه د ارواښاد پوهاند تږي د خپلواکو نښيرونو شمېر له درو څلورو ټوکو تيری ونه کړ . که نه ، له دې پلوه ترې له دومره پوهنيزې او څانګيزې وړتيا او پياوړتيا او بيا پنځوس کلنې ليکوالي مخينې سره ډېره تمه کېده.

 هرګوره ، غوره لامل يې دا جوتېدای شي چې استاد تر دوکتورا راوروسته زياتره تر هېواد بهر پاتې شوی او هلته دومره چا پرکار نه وو راوستی يا نه وو اړېستلی او هڅولی او بلخوا يې د امريکا غږ دندې او ښايي ، وروستۍ ناروغۍهم زيار وزغم ورکم کړی اوسي .

 له پېژندويۍ تر څانګيزې ملګرۍ

 هسې خو زموږ د ژبې او ادب نوماند ليکوال او څانګوال تر هغې له مخه چې د يوه لېسانسه په کچ د ړومبني اکادېميک پښتني پښت په سرسر کې د پښتو ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي ، کلونه کلونه وړاندې ، ان له دارالمعلمين او ادبپوهنځي راهيسې د يوه ځوان او ويښ پښتو ليکوال په توګه  د هېواد په رسنيو کې پوره ځلېدلی وو . او په ادبي ، فرهنګي او ټولنيز چاپېريال کې يوه پېژندويه څېره بلل کېده . په زېږندويۍ (تخليقي) ډګرکې يې هم لږو ډېرنيلی ځغلولی وو ، يو نيم شعر او ادبي پارچه به يې ليکله او د «جړوربل» په نامه يې  په يوه لنډه کيسه کالنۍ ادبي جايزه هم وړې وه .

 زه د ياد شوي شپېني ښوونځي په لسم يا يوولسم ټولګي کې وم چې لومړی ځل مې د تږي پر دنګه او رسا ونه سترګې روڼې شوې . هغه زموږ تر هغه يوه لاندې ټولګي ته د پښتو لوست لپاره نوی راپېژندل شوی وو او يو بل به ويل ، دا د همدغه ښوونځي له وتليواو پرمختلليو زده کړيانو څخه ګڼل کېده او په غونډو او ټولنو کې به يې توندې ويناوې او شعرونه اورول . پراداره به يې تل سختې نيوکې کولې او نوربه يې هم د خپلو رښتو غوښتنې ته رالمسول .

 په « زيري»اوونيزه او «کابل» مياشتنۍ کې به يې ښايسته ډېرې ليکنې خپرېدې او زما غوندې به نورو هم په مينه او لېوالتيا لوستلې . لکه چې مې د شپون په اړونده ليکنه کې هم يادونه کړې ، د ادبپوهنځي د زده کړوپه لومړيوکې زمااو يو نيم بل ټولګيوال يا پوهنځيوال لپاره هغه مهال پښتو ټولنه دويم پوهنځی وو . زياتره استادان مو هم د دغې ټولنې نوميالي دوديز ، خو پياوړي ليکوال او پوهان ، لکه استاد الفت ، استاد رښتين ، مولانا خادم او استاد رشاد ول .

تر لوست وروسته به هلته ورغلو او ډېره هڅه به مو دا وه چې له ځوانو پوهنتوني ليکوالو او څېړنوالو يو څه نوې خبرې واورو او زده کړو . پردوديزو هغو خو دغو ټولو نيوکې کولې او د ژبې ادب ، فرهنګ ، تاريخ او نورو ټولنيزو پوهنو په اړه يې ليکنې څېړنې هسې اوتې بوتې بللې . خو په کړن کې زياترو سمه سهي لاره روده نه په ګوته کوله او نه يې دا مېړانه درلوده ، خپلو نيوکو او ګوتنيويو ته رغنده ليکنۍ بڼه ورکړي .

 موږ په دوی کې دکارو کړن والا يوازې دوه کسه سهي کړي ول ، يوحسن ساپی ضميرچې له هماغه پوهنتوني پوهنليک «دتاريخ په باره کې» سره يې خپل نومهالی پوهنيز څېړندود پر زباد رسولی وو او دويم نوښتګر ليکوال حبيب اله تږی وو چې ړومبی ځل يې په ادبي ارزونه او کره کتنه کې ټولنوټيز (اجتماعي ـ اقتصادي) او پاړکيز (طبقاتي) اړيکي او آړونه راونغښتل او پرله پسې يې په همدغه پرمختللې ليدتوګه پر «زيري» او «کابل» مهالنۍ سربېره په پښتو پوهنغونډ(دايرة المعارف) کې هم يوه وېړه او هر اړخيزه ليکنه خپره کړه . هرګوره،دملي هېندارې(اګست٢٠٠٥ګڼې) په يادليک کې يې ديوه خپلواک اثر«معاصر افغاني ادب» يادونه هم شوې چې يوه برخه يې د١٣٣٩په کالنۍ کې پرچاپ رسېدلې وه.

ما ته ډېره راوروسته جوته شوه چې په هغو لومړنيو پښتنو لېسانسه وو ، يا د پښتو ټولنې د جوماتي غړيو په نومونه «لېټانټه وو» کې رښتيني مارکسېستي چپيان همدا دوه کسه ول . دوی دواړو رښتيا هم د نورو هغو غوندې هسې پېښې او اکټونه نه کول چې هسې په دين ودولت پسې جنډې راواخلي او سپکې سپورې ووايي او يا هم پر دوديزو ليکوالو او څېړنوالو دومره زياتې ملنډې ووهي .

 حسن کاکړ چې هغه مهال دکابل مهالنۍ چلوونکی وواو دوتر يې د همداسې بنډارو منځۍ وه ، د خپلې اداري پازوالۍ له کبله بې له هغې هم پکې دومره نه راغوټه کېده او له هغو ګردو سره يې يو راز پاللـه . بلخوا يې هم زياته هڅه دا وه چې په خپرونه کې تر وسې وسې د مشر استاد الفت له روښاندي دريځ سره سم د زړو او ځوانانو د ليکنو يو څومره ييز انډول هومره وساتي او له دغه پلوه يې ترمنځ ورځ پر ورځ زياتېدونکيو اړپېچونو ته لمن ونه وهي .

 د ١٣٥٠ ل کال ړومبۍ شپې ورځې وې ، زه تازه له  لوړو زده کړو هېواد ته راستون شوی وم او تږی هم له پښتو ټولنې نه پښتو څانګې ته تازه پر تازه رالېږدېدلی وو ، نو همدا فيزيکي نژدېوالی مو د دې لامل شو چې د څانګې په ښوونيزه اډانه کې سره په ګډه له ادبي فنونو او نورو ورته دوديزو پوهنو سره د ژبپوهنې انډول د پوهنځي پر مشرتابه ومنو . نور نو زموږ پخوانۍ پېژندګلوي پر څانګيزې او بيا ځانګړې دوستۍ واوښته . د پوهنتون او زرنګار پارک د مظاهرو او لاريونو نندارې ته به په ګډه ورتلو او د هغو په وړاندې مو يو راز ليدو دريځ څرګندول . په ترڅ کې هغه د ازادو خپرونو له لارې زما د توندو تېزو شعرونواو ليکنو سخته پلوي کوله او نور يې هم ورهڅولم .

 د پوهنځي د پښتو خپرونواو دومياشتنۍ «وږمې» د چلونې د چارو پر غاړه اخېستو ما ته دا کابو په برخه کړه چې د نورو پياوړو استادانو په لړ کې پر همڅانګي دوست د قلمي همکارۍ زيات ټينګار وکړم او د پښتو ټولنې دکلونو په څېر يې يو څه زياتو ليکنو څېړنو ته راوهڅوم . زلمی «هېوادمل» به مې د چاپي چارو د مرستيال په توګه پسې اچولی وو ، جمهوري پله ته  څېرمه کور ته به پسې ورته او تر څو به يې چې ليکنه ترې ترګوتوکړې نه وه ، تش لاس به ترې نه راستنېده او کله ناکله به زه هم ورسره ملګری شوم .

 په څانګه کې يې د يوه مشر استاد په توګه هم يوازې ما ناز اخېست او د زغردو او ډانګ پېيلو خبرو پخلی به مې ورسره کاوه . يو نيم تش په نامه ماستر به ورسره هسې بېځايه ډغرې وهلې او ورته به نېغ نېغ کېده : «يوه ماستري ته لرې او يوه زه ، ولې يې راباندې دومره درانه خرڅوې ...» خو دی هم داسې مور نه وو راوړی چې خوله يې ورټپه او حيا يې ورګياه نه کړي .

 يوه ورځ د پوهنځي د مرستيال «ګلرحمان حکيم» په دوتر کې چې خپل کليوال يې وو ، پرداسې غورو راغی ، «ما داسې غښتلی بريليک له امريکا راوړی چې ستا د کوټې پر دې کانکرېټي ديوال يې ور وولم ، پر بل مخ به يې کړي ... !».

 په دې کې هم څه اړنګ بړنګ نه وو چې استاد تږی په هماغه ماستري او پوهندويي کچه تر هر ډاکټر او پوهانده په ژبپوهنه او ادبپوهنه کې مخی نه درلود او ما هم پر خپل وار له لوړترين اروپايي لاسوند سره د هغه پر وړاندې ځان يو شاګرد ننګېره . له دې سره سره يې زه يوازېنی څانګيز دوست وم چې د ډاکټر ډېګرۍ اخېستو ته مې پرله پسې هڅاوه او په پای کې يې د بورس په لټه کې شو . پر ١٣٥٦ ل کال يې له الېنای پوهنتونه د ژبپوهنې دوکتورا لاسته راوړه . مټې دا ځل يې همدا آره څانګه راټينګه کړه او ترڅو چې بيا خپل دويم هېواد ته بېرته ستنېده ، د پښتو څانګې دريېم ټولګي ته يې د پښتو کړ ګړپوهې (فعلي صرف) يو لړ ازمايښتي لوستونه وړاندې کړل .

 د زړې ليکلارې د لاروي په توګه

 د استاد تږي اوږده جلا وطني د دې لامل هم شوې چې زموږ د يوې ــ کره پښتو له دېرش کلن غورځنګه لرې او ناګاره پاتې شي . په دې ډول يې د دېرشمو لمريزو کلونو له نيم نيمګورو ليکدودي پرېکړو پرته د رادود شوې يوې ــ کره ليکلارې خيال ګرد سره نه دی ساتلی او زيات يې د خپل لنډ تنګ کليوال ګړدود تراغېز لاندې يوه ځانګړی ليکلار او ليکدود په پام کې نيولي دي ، همداسې يې د يوې ــ کره ليکنۍ پښتو پر اړونده څلور ګونې وييپانګه هم ځان ناګاره کړی او د نږه ګړوېزونو (ديالکتېزمونو) ، زړوېزونو (ارکاييزمونو) او نوېزونو (نيولوجېزمونو) ټوله توله يې له پورتنيو (مستعارو) ، په تېره عربي هغو دومره درنه نه برېښي . له دوديز پوهانو سره يې ګډه ځانګړتيا هم همدا عربېزم وو ، که څه هم د هغوی پرخلاف يې ورته د ځان غټاوي لپاره کومه اړتيا نه درلوده ، لکه :

« ... پدې کتابونو کې د پښتو ژبې د مربوطو ګرامري خصوصياتو په باره کې هم لازم بحث شوی ؤ . خو د مرکز په نظر دا لنډ ګرامري توضيحات کافي نه وو ... » [د رېفرنس ګرامر يادونه] . په دويم کچ کې يې پر پارسي هغو هم اړي نه ده کړې ، لکه : هفته ، استادګاه ، مکتب ، سرنوشت ، فيل مرغ ، تيت ، علاقمند ، قدامت پسندی ، قهرمان ، قهرماني ، قلمرو ، جاه طلب ، خواست ، ناچيز ، دستي ، سمدستي ، سرحد ، همسرحد ، ترس ،ملک ګيري ، واکدار ، واکداري ، واقعه نګاران ... .

«په يوه څه بنا کېدل يا ول»،«احتواکول ياکېدل»اوداسې ورته پارسي کړنې او څرګندنې يې هم ښاي سته ډېر دې پر پارسي ځپلې پښتوراسرباري کړې دي.داسې برېښېده چې دغې ناغېړۍ او خپلسرۍ يې دپروفېسور جان هال اثر«ژبه خپل سر ته پرېږدئ»تر ژباړې راوروسته په مغزو کې ځای نيولی اوسي.که نه، په دېرشمو او څلوېښتمو لمريزو کلو کې يې چې د پښتو ټولنې غړي وو ، لږ تر لږه يو نيم کړول (قيد)  راپښتو کاوه ، لکه : ښايسته ډېر ، له آره ... . خو په جلا وطنۍ کې يې هغه هم بېرته عربي « تنويني » کړولونو ته واړاوه ، لکه : اصلاٌ ، له اصله ، مثلاٌ ، غالباٌ ، اساساٌ ، واضحاٌ ، کاملاٌ ... [پښتانه ، ٤٦ مخ]، همدارنګه : شرق ، غرب ، حتی ، اما ، تبحر ، عنعنوی روايات ، نظريات ، فصل ، فهرست ، اوايل ، اواسط ، اواخر ، ماخذ ، اهتمام ، احتمال ، خاص ، خصوصی ، علم ، تحقيق ، طالب العلم ، ملتفت ... .

 له رغاونيز (ګرامري) پلوه يې هرګوره د سول پرځای « شول » او د « د ــ له » توپير د کره ليکلارې له يوازېنيو بېلګو څخه دي . د ډاکټري تېزس پښتو ليکآړه (ترانسلترېشن) يې لږو ډېر له خپل کليوال ګړدود سره برابر کړی ، لکه ږ (g) په « پوهېږم puhegam » کې ، مونځ ، لاړ ، څکل ، څکاک ، مونږ ، زمونږ ، بوول ، څليريشت ، اولس ، ښودل ،کېښکودل (کېښکل) ،... نونس ... «چې» يې هم « څې ce » او « چه » کښلی ... .

همداسې يې ليکدود هم زړه پر زړه پاتې دی ، لکه : دوهم ، دريم ، څليرســــ ، نکوي ، پدې ... .

 له همدې کبله د نوموړي تېزس د چاپ پروخت مو د منل شوې فونيميکي ابېڅې ليکلړ ورونښلاوه .  خو راوروسته يې په رېفرنس ګرامر کې بيا هم دومره ونه کاروه او له غبرګو غبرګو سېمبولو يې کار اخېستی . هېښنده لا دا چې د يوې يوازېنۍ پښتو ليکدود او ليکلارې پر شتوالي يې يومخيزه سترګې پټې کړې او پښتو يې په هغو ژبو کې راوستې چې کوم ليکنی يووالی او  آر ومعيار ګرد سره نه لری ... . [رېفرنس ګرامر ٧ ــ ١٠ مخ] .

 حال دا چې د دودې يوې ــ کره پښتو ليکلارې بنسټ د استاد تږي له وړانديز سره سم اېښوول شوی دی . ده د هماغو څلوېښتمو کلونو په چاپ شوي اثر «نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل» کې لومړۍ پلا دا وړانديز کړی وو چې پښتو ژبه له هغو ژبو څخه ګڼل کېږي چې په بې شمېرو ګړدودو کې يې يو هم کوم «سياسي ، ټولنيز ، اقتصادي سيادت» نه لري چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري پښتو ښکارندويي وکړي ، په بله وينا ، هغه د يوه معياري ګړدود په توګه د ټولو لپاره د مننې او کارونې جوګه شي . که څه هم ما د استاد مورګنستيرن په مشرۍ د نورو لويديزو پښتو پوهانو په سپارښت يوازې د ښ او ږ په برخه کې د «منځنۍ پښتو» وينګ غوره او کره ګڼلی او په ټوله کې د يوه لاسليک شوي پروسيجر له مخې رغاونيزه (ګرامري) يو رنګي او وييزه (لغوي) رنګارنګي رانغاړي . [ د زياتې خبرتيا لپاره : پښتو ليکلار او د يوې ــ کره ليکلارې لارښود اړوندې څرګندونې ] .

که د جان هال ليدتوګې کوم پوهنيز بنسټ درلودی شوای،په کار وه، ژبپوهنې ته  نور ګرد سر ه پای ټکی اېښوول شوی وای اود دوسو سيور،بلومفيلد،سپير... په څېر نابغه وو او بيا دچومسکي غوندې پکې يوه فېلسوف ګرامرپوهاند دومره ستر نوم نه وای اېستلی! استاد په دې اړه داهم کورټه له ياده اېستلې چې پروفېسر جان هال «ژبه» ياده کړې،نه «ګړدود»،يا«ګړدودونه».پښتو خو لاتراوسه له«ګړدودي» پړاوه «ژبني»پړاو ته لوړتيا نه ده موندلې،لکه څنګه چې دی پخپله ليکنه کې د يوه  خورا کوش‍ني ګړدود ښکارندويي کوي.

 له دغو ټولو يادونو سره د پښتو ژبې او ادب او پښتني تاريخ په اړه د ارواښاد استاد تږي ليکنې او           

  پلټنې په ډېر څه ارزي او له دې پلوه يې زموږ د ړومبني اکاډېميک پښت  د مخکښ استازي په توګه خپله ونډه تر وسې وسې ترسره کړې ده .

 که د مرګ تورې غدۍ راڅخه دومره ژراخېستی نه وای ، له ورايه به مو پرې زړونه ډاډه ول او په  ځانګړي ډول به مو په نوې پښتو ژبپوهنه کې دومره جلاوالی او ځانلوالی نه نګېره .


اروا دې  ښاده او ټول  کورني غړي او دوستان دې يې ارامه وي ! 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي