څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 19.06.2015 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
يو خواشينوونکی خبر

د کرزي فرهنګي سلاکارانو د پښتو پر تابوت يو بل مېخ ټکواهه :

 ملي ترمينالوجي (پوهنتون ، ښاروال ، ښاروالي ...//دانشګاه ، شهردار ، شهرداری...) تر سرليکو (لوحو) پورې پارسي کېږي ــ له وړکتونه تر پوهنتونه لوست کتابونه له ايرانه راځي ــ پخپله د کرزي په ګډون يې «کشورهمزبا ن»بولي...، خو پښتو د « دری» بلهاري کېږي  ــ اړوند سلاکاران د نړيوال «مايکروسافټ» سازمان په مرسته جوړه شوې پښتو ترمينالوجي د پرانېستې پر مهال په دې پلمه د مخابراتو وزارت پر مخ ولي چې  ايراني- پارسي ترمينالوجي  ورته رسميت نه لري  او تر هغې چې  «دري ترمينالوجي» جوړه نه شي، پښتو هغه به  نه کارول کېږي ، دري  جلاده او پارسي جلا !

دا هماغه خبره شوه چې: « احمق وويل او لوده باور کړل» !

په کوم ژبپوهنيز لاسوند او د ايران په ګډون د نړۍ په کوم فرهنګ کې د« دري» په نامه کومه ژبه راغلې ده؟

 داچې له کله راهيسې او په کومه پښتني ــ افغاني ضد موخه دغه افغاني ــ ختيز پارسي ګړدود د «دري»او بيا خپلواکې افغاني ژبې په نامه نومول شوی دی ، د پوهاند زيار په دې لاندې ليکنه کې به يې ولولئ :

      «دری» د افغاني پارسي ګړدود يو درغلي نوم دی

ترمينالوجيکي پاکسازي يې ملي ضد انګېزه

نوره هم رابربنډوي

«دری» د پارسۍ (فارسی) ويی يوڅلوېښت کلن درغلي او بيا غلط مشهور ژبنی نوم دی چې د افغانستان د ١٣٤٣ ل . کال تر اساسي قانون له مخه ، له ايرانه نيولې ، تر افغانستان او تاجيکستان پورې هېڅکله او هېچېرې په هېڅ کوم رسمي يا نارسمي لاسوند يا ليکنه کې د يوې ژبې يا ګړدود (لهجې) دنامه په توګه يووستوی کارول شوی نه دی ، بلکې د ټوليزې پارسي ژبې د يوه ستاينوم (صفت) په توګه، په بله وينا ، په «فارسی دری» تړنګ (ترکيب) کې هلته او دلته شاعرانو او ليکوالو    ډېر لږ کارولی دی . تش په کلاسيک  پارسي شعرکې، هرګوره يو نيم شاعر، لکه ناصر خسرو، حافظ،سعدی  چېرې کوم ځل د شعري تول وتا ل  يا تجنيس لپاره، بې له اړوند نامه (موصوف) کارولی دی . دا به کوم يو ليک لوست والا باور کړي چې « دری» او «فارسی» دې له دومره ګړني همرنګوالي او ليکني يو رنګوالي سره دوې بېلابېلې ژبې اوسي . يو ګړدود هله يو خپلواک ژبنی دريځ راخپلولای شي چې له اړوندې ژبې سره يې توپير يا پوهاوی تر ٣٠ سلنې راکم شي .

 له بله پلوه ، دا پر «ايران» باندې د «پارس» تر اړونې (١٩٣٥ ز) راوروسته  د«افغاني هويت او بيا د پښتو ملي- رسميت دننګولو  ستراتېژۍ» د دويم پړاو پيلامه وه چې د يوه سياسي چال ونيرنګ له مخې صديق فرهنګ د نوموړي قانون د ډلګۍ د منشي په توګه ړومبی ځل د ژبپوهنيز آر واصل پرخلاف موصوف د صفت ځايناستی کړاو په اړونده ماده کې يې په پښتو پسې تش «دری»  ورځای کړه  چې څوک ونه وايي هغه يو ګړدود دی او په يوې بهرنۍ ژبې «فارسی» پورې اړه لري . د اړوندې لويې جرګې د «د ډېري بومي ولس» استازيو غبرګون همدومره اغېز وښانده چې په ٣٥ مه ماده کې يې له پښتو سره «ملی» ټکی ورسرباري کړای شو .

 هغه مهال «دری» زياترو استازيو ته په ټوليز ډول يو ناپېژندويه نوم وو ، تر دې چې د قانونسازې ډلګۍ له يوه څانګوال غړي ډاکټر عبدالصمد حامد څخه يوه پښتانه استازي پوښتلي وو چې :

«په (پښتو او دری د افغانستان رسمي ژبې دي) کې په پښتو پسې دا نورې درې ژبې کومې دي ؟»

د هغه قانون له خپرېدو سره «دری» نوره په رسمي ډول د «فارسی» او «فارسی دری» ځايناستې شوه . له لوستليکيو (درسي کتابونو) ، رسنيو او ليکنو ، کتابونو ، شعرونو او په ټوليز ډول د زده کړه والو له ويناوو او خبرو څخه نور «فارسی» ويي وار له واره وغورځول شو او يوازې يې په ايران او راوروسته په تاجيکستان پورې اړه پيدا کړه . خو د افغانستان ټوليز (عام) پارسي ژبيو يې ترننه پورې لا دغه خپللاسي (مصنوعي) نوم نه دی راخپل کړی ، خپله ژبه «فارسی» بولي او ځانونه هم «فارسيوان»  .

 ډېره هېښنده بيا لا دا ده چې ځېنې ليکوال او پوهان يې بېرته د هماغه آر نامه «فارسی» پر کارونه ټينګار کوي او په سر سر کې يې د نوموړې ستراتېژۍ سېمبول ډاکټر جاوېد چې تر صديق فرهنګ او جلال الدين صديقي هم له مخه د درغلي نامه «دری» نوښتګر شمېرل کېده : «ما چرا با کاربرد کلمهء دری خود را از حوزهء بزرګ فارسی دور سازيم !» هسې خو له افغانستانه بهر ، د ايران او تاجيکستان په ګډون دنړۍ په هېڅ يوه رسمي يا علمي اخځ ، کتاب ، فرهنګ ، انسايکلوپيديا او بيا د درې سوه کلنې ختيځپوهنې او آريانپوهنې په هېڅ يوه لاسوند کې «دری» ويی د يوې ژبې يا ګړدود د نامه په توګه نه ليدل کېږي ، په دې وروستيو کلو کې چې يو نيم بهرنی څېړونکی او خبريال له «دری» ټکي سره مخ کېږي ، په لينديو کې ورسره (Persian) هرومرو ورزياتوي او د بهرنيو راډيوګانو چې د افغانستان په نامه خپرونې لري ، لږو ډېر «دری» ټکی کاروي ، لکه بي بي سي چې نوم يې له نومولي (مسما) سره هېڅ سمون نه لري او په انټرنېټي ويب سايټ کې هم يوازې “persian for afghanistan” کاروي ، لکه څنګه چې يو شمېر پښتنو روښاندانو هم پرې نيوکې راپيل کړې دي چې ولې يې «دری» له خپرونو وکښله او يا ترې په ټوليز ډول پښتو وييونه (ترمينالوجي) کښل کېږي [د بېلګې په ډول : ډاکتر م . زمانزوی ، ملي هېنداره ، د ١٣٨٣ ل . پنځمه او شپږمه ګڼه او دعوت د ١٣٨٣ ل . وروستۍ ګڼه ؛ ډاکتر روستار ترکی ، ملي هېنداره ، اوومه ګڼه] ، بې له دې چې تر شا يې له آرې ملي ضد ستراتېژۍ ځانونه خبر کړي . هغوی در باندې دا څلوېښت کاله په درغلي نامه «دری» خپل پارسي ګړدود د بشپړې رسمي او ملي ژبې په توګه ومانه او قانوني کړ نور د دې پرواګير نه دي چې دري يې بولي که پارسي ، او که دې اړ ايستل ، ستاسې د نيوکو په غبرګون کې به يې هم در ډاګيزه کړي : «دلم ــ بايسکلم» ، هغه نوښتونه يا نيولوجيزمونه مو چې د ايراني ورونو له خوا په پارسي ژبه کې رامنځته شوي او رامنځته کېږي زموږ خپل مال دی او اوبه په ډانګ نه بېلېږي !

 او که نور يې هم پسې راټينګ کړئ چې لږ تر لږه «ملي ترمينالوجي» خو راسره د ملي ــ افغاني پېژند نښې او هويت د څرګندوی په توګه خوندي وساتئ ، نو رډ پر رډه به درته ووايي : «زه دې په پيرۍ کې شک ګڼم ، ته راته مريدان نيسې» ، موږ درسره «افغان» او «افغانستان» نه منو ، پاتې لا دملي ــ افغاني هويت بېلند نښې !

 د دوی د ستراتېژۍ آر بنسټ هم همدا ژبه وه او بيا يې اړونده جغرافيا «خراسان»  او هغه هم په دې سست او بې سروبوله سپسته چې په دغه ټاکلې سوېل ختيزه سيمه کې رازېږېدلې او له منځنۍ پارسۍ او پهلوۍ سره کومه خپلوي نه لري او بل خوا يې هم مهال له شمال ختيزې «تخاري = باختري» لور بولي. د يوې همداسې ناسمې صغرا او کبرا او ناسمې پايلې پر بنسټ يې د ١٣٤٣ ل . کال په قانون کې د «دری» تر راټومبنې وروسته د «خراسان» ببولاله رامخته کړه او د ازادو رسنيو له لارې يې د «افغان» او«افغانستان» پر وړاندې د مخامختيا «انقطاب» د مورچلو رغاونې ته ملا وتړله . ملي سرود په همدغه پلمه دا څلور کا له  وځنډول شو چې د پښتو پر ځای دې«دری» شي او د افغا ن پرځای دې تاجېک، هزاره، وزبک و تورکمن راشي !

 د غويي انقلاب آره انګېزه هم له همداسې مخامختيا رازېږېدلې وه  چې حفيظ الله امين يې د ا . خ . د . ګ د مشرتابه له ناسوبتيا څخه په ګټه اخېستنه بولۍ ورکړه . هغه غوښتل له هغو ناسپاسو ملي دښمنانو څخه په يو واريز ډول د ټولو انټي ــ پښتني ــ افغاني پلانو او دسيسو غچ واخلي او د چا خبره وينې په وينو پرېوي . خو د هغه د بېخرته اور و وينو ډېری بلهاريان بيا هم ډېری ولس شو او نوره هم له بده بتره شوه . دښمنان يې نور هم پسې راوپارول او داسې يې سره يو موټي کړل چې غبرګ انقلابي او جهادي مورچلونه پرخپله ګټه راوڅرخوي او په پای کې د شمال ناسپېڅلې (کمونېستي ــ ستمي ــ اخواني) ټلواله رامنځته کړي . د همدغې ټلوالې په برکت يې وکړای شول ، دوخت د غبرګو زبرځواکونو ملاتړ ترلاسه کړي او په خپله نومونه «اخرين نمايندهء حکمروايی دونيم قرنه ی پشتون های جبار» داکتر نجيب الله يې د ملګروملتو له روغه ييز پلان سره راوپرځاوه .

 دا چې اخوان ــ ستمي حکومت يې پر ګرد ولس څه خونړي ناتارونه راکوز کړل ، خو پخواني خوبونه يې هم تر ډېره رښتيني شول او د ټاکلې ستراتېژۍ ارمانونه يې نور هم پسې خړوب شول ، په تېره بيا چې د اوسنۍ نړېوالې ټلوالې په سياسي ــ پوځي مرسته يې د يومخيزې رانسکورېدنې مخه ونيول شوه او د اوسني امپريالېستي ــ جهادي دولت په اډانه کې يې تر ټولو زياته ونډه په برخه شوه . د درېګونو فرهنګي وزارتونو (ښوونې او روزنې ، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او فرهنګ) په انحصار سره يې د ډېري ولس ژبني او فرهنګي زبېښاک ته دومره پراختيا او پياوړتيا ورکړه چې نه په کابل او نورو شاوخوا سيمو کې د پښتو ژبيو ښوونځيو غوښتنه اورېدل کېږي ، نه په پوهنتونو او نورو لوړو ښوونيزو څانګو کې د پښتو ــ پارسي انډول ، په سرکاري رسنيو او هنرو کې د پښتو د څومره ييز او څرنګيز برابری خو لا پرځای پرېږده چې د سرکاري څانګو ښرانګو سرليکې (سرلوحې) هم پارسي له يوې مخې په خپله ټيکه کې اخېستې دي . د پښتو نويزونو (نيولوجيزمونو) مخه نيول کېږي او پارسي هغه په ټول شور وزورله ايرانه پرله پسې راواردېږي او دود ورکول کېږي .

 دا نو د نړيوال کمپيوتري سازمان سپارښت او ملاتړ وو چې د مخابراتو وزارت په اړونده څانګه کې د څه له پاسه شپږ لکو نومونو (ټرمونو) د راپښتو کولو شپږمياشتنۍ پروژه تر کار لاندې نيول شوې او ليکوال ورسره د همکارۍ وياړ درلود . پښتو د نوموړي سازمان د پروګرام پنځه دېرشمه ژبه ده چې له انګرېزي ، روسي ، عربي او پارسي هغو سره يې په يوه لړليک (رديف) کې ټيکاو ورکړی دی او په دې کې بيا يوازې د پښتو انډولونو (معادلتونو) کورګی تش وو . څنګه چې پارسي هغه ايرانيانو کال دوه مخکې رغولي او افغاني پارسۍ «دری» ته يې هم لاره هواره کړې ده ، نو د افغانستان لپاره يوازې پښتو انډولونه په پام کې نيول شوي دي .له دې ناخبره  چې  د کرزي لغمانی سلاکار به  له پنجشېري هغه سره لاس يو کوي او د پرانېستې مراسم به يې سبوتاژوي !

 ځېنې  نور ځانپلوري پښتانه  بيا دغه نړيواله پېرزوينه بې ارزښته انګېري او د ټلوالې له ستراتېژۍ سره سم پر دې ټينګار کوي چې پښتنو ته انګرېزي نومونې غورې دي ، له دې ناګاره چې تېر دولس سوه کلن ازمېښت دا رازباد کړې ده ، چې دغه ډېري ټبر ته تر بلې هرې ژبې پارسي اسانه او سهنوړه ده ، نو ترهغې چې پر انګرېزي هغو لاسبري مومي ، څو لکه پارسي هغه به يې پر خواره کۍ پښتو راتپلي او «اردو» ژبه به يې ترې جوړه کړې وي !

 پر دغو ټولو ترخو واقعيتونو سربېره بيا هم زموږ روښاندان ځانونه ناګاروي او په لوی لاس تر درغلي نامه لاندې د افغاني پارسي ګړدود د خپلواکوالي او بوميوالي د بې سروبوله ډنډورو پخلی کوي .

 د دې پرځای په کار ده ، يوازې د بي بي سي راديو والا نه ، بلکې په ټوليز ډول ټول هغه ليکوال او ژورنالېستان چې د «دری» تر نامه لاندې ټکي پر ټکي د ايراني پارسۍ لاروي کوي او په دې لړ کې يې له يوې نيمې پېړۍ راهيسې د دودې «مروجې» ټولمنلې ملي ــ افغان ترمينالوجۍ په بيه د ايراني نيولوجېزمونو کارونې ته ملا تړلې ده ، له سره ونيول شي چې تاسې له دغې پاکسازۍ او نږونې سره د «دری» نامه درغلتيا او جعلتيا پخپله زباد کړه ، نو نور څه حق لرئ ، پرافغان ولس يې د يوې خپلواکې او بيا بومي افغاني ژبې په توګه په اساسي قانون کې پر رسمي دريځ ټينګار وکړئ ؟ دا چې يو ګڼ شمېر پارسي ژبي افغان ليکوال هم له ايراني نيولوجېزمو سره ناباندې دي او کله ناکله پربي بي سي راديو نيوکې کوي ، بيا هم کوم ژبپوهنيز بنسټ نه لري . نن سبا د الکترونيکي خبرتيايي اړيکو له برکته د هرې پرمختللې علمي ــ فرهنګي ژبې دننه ګړدودي توپيرونه پرله پسې مخ پر ورکېدو دي او په دې لړ کې پارسي درېګوني جغرافيايي (دري ــ تاجيکي ــ ايراني) ګړدودونه د يووالي وروستي پړاوونه وهي . دا هم د لمر په څېر ټولو ته څرګنده ده چې په دغو درېګونو ګړدودونو کې ايراني هغه له هره پلوه مخکښانه دريځ لري ، هم د بوميوالي او ډېروالي او هم د فرهنګي پرمختيا له مخې .

 دا به زموږ د ملي ــ ژبني پوهاوي لپاره ډېره ګټوره وي چې پر څلوېښت کلن مشهور غلط نامه «دری» له سره غور وکړو او هماغه آر او رښتينی نوم «فارسی» يا «فارسی دری» يې بېرته راژوندی کړو . له دې سره به مو نه يوازې له ژب ــ تيوريکي او اېمپوريکي پلوه د ورانپوهاويو او پرادوکسيسو مخه نيولې وي ، بلکې له قانوني او حقوقي پلوه به مو هم د ډېرو ضد نقيضونو او ټکرونو مخنيوی کړی وي . هغه مهال بيا د ايراني ــ پارسي نيولوجېزمونو او افغاني ــ ملي ټرمونو ربړه (مساله) هم ښه ترا هوارېدای شي، په دې منطقي استدلال چې که افغاني پارسي ژبي ورونه هغو نيولوجېزمونو ته غيږ پرانېزي او رادودوي يې ، خپل حق يې دی ، خو د خپلواک افغاني اکروکر او هويت په پار به راسره د نورو څه له پاسه دېرشو اتنوليګوېستيکي لږه کيو غوندې اړونده ملي ترمېنالوجي ترې نه بلهاروي . هله به بيا زموږ ليکوال او پوهان او بيا قانونپوهان لکه روستار صاحب خپلې نيوکې له خپلې علمي څانګې سره سمې پر همدې يوې موخې راڅرخوي چې د تخنيکي پلوه د «دری» ناسموالی وڅېړي او بيا دا ډاډ ورکړي چې د «فارسی» يا «فارسی دری» نامه په رادودېدو په راتلونکې کې له نورو ولسونو په تېره له دوو پارسي ژبيو ګاونډيانو (ايران او تاجيکستان) سره د تړونليکونو په برخه کې د هر راز ژبني ــ تخنيکي تېروتنو او ناسمو پوهاويو مخه نيول کېږي . د ساري په توګه کله چې تر دامنځ يې، تړون رامنځته کېږي ، هرومرو به د يوې نړېوالې ژبې «انګرېزۍ» ترڅنګ ورسره له افغاني خوا پښتو او پارسي متن هم ملګری کېږي ، بې له دې چې تاجيکي يا دري نومونه پرې ورسرباري شي ، هرګوره،

 افغاني او تاجيکي ځانګړي ملي ټرمونه به ورسره سم په لينديو کې نيول کېږي .

 

  پايلنيوی

 «دری» له آره د «فارسی» ژبې ستاينوم دی چې د يوې سياسي موخې او نيرنګ له مخې د افغاني پارسۍ ، په بله وينا ، پارسي ګړدود (لهجې)  پرځای او بيا د يوې جلا ژبې د نامه په توګه له ١٣٤٣ ل . راهيسې غلط مشهور کړ شوی دی او نن سبا يې له اړوندې (ايراني ــ) پارسې سره د بېخرته نيولوجيزمونو (نويو رغاونو) په راخپلولو ، ان تر ډېره دوينګ (تلفظ) په ګډون ، ليکني ــ ګړدودي توپيرونه مخ پر ورکېدو دي .

 که پارسي ژبي ليکوال په رښتيا له ډېري ــ بومي پښتنو او نورو ژبتوکميزو (اتنولېنګوېستيکي) ډلو ټپلو سره د ورورۍ او برابرۍ د ګډې ملي ــ افغاني ټولنې رغاونه غواړي ، په کار ده ، له يوې نيمې پېړۍ راهيسې رادود شوې ټولمنلې ملي ــ افغاني ترمينالوجي د خپلې ژبې له «پاکسازۍ» بلهاري نه کړي او په لوی لاس يې ملي ــ رسمي دريځ تر پوښتنې اښتنې لاندې رانه ولي . دغه راز د پخواني آر ورښتيني نامه پارسي (فارسی) او يا (فارسی دری) په بېرته رادودولو سره د اړينو پېښېدونکو قانوني او حقوقي ټکرونو او ورانپوهاويو (سوء تعبيراتو) مخه ونيسي .

 د ژبټولنپوهنيزو آرونو (سوسيولېنګوېستيکو اصولو) له مخې هماغسې چې په افغانستان کې هره اوسېدونکې ژبتوکميزه (اتنولېنګوېستيکي) ډله ټپله ملي ــ افغاني بلل کېږي ، دغه راز يې هره اړونده ژبه ملي ــ افغاني ګڼل کېږي ، که هغه پښتو او پارسي ده يا نورې لويې وړې ژبې چې تر ٣٥ يې شمېره تېری کوي . دا چې ملي ــ افغاني ترمينالوجۍ له پخوا نه يوازې په پښتو اړه پيدا کړې ده ، لاسوند يې د ويونکيو زباد شوی بوميوالی او ډېروالی دی او دا راز ملي امتياز په نړيواله کچه کوم دېموکراتيک ضد او نادوده کار نه دی .

 دا هم يو ستر ملي وياړ دی چې په دې وروستيو کې څو نورې لږه کۍ افغاني ژبې رسمي ــ قانوني دريځ ترلاسه کوي . په دې لړ کې وزبېکي او تورکمني له هغو ناآرياني ژبو څخه دي چې په خپلو آرو نومونو يې د پارسۍ غوندې ډېری او بومي ويونکي په جلا خپلواکو هېوادو (وزبېکستان او تاجيکستان) اړه لري او ورسره د ژبنيو ، ادبي او فرهنګي اړيکو او راکړو ورکړو د ساتلو او پاللو رښته ، بې له دې چې ملي ــ ترمينالوجي ورځنې ځار کړي . له دې پرته د نويو علمي ــ تخنيکي رغاونو (ټرمونو) رامنځته کول او دودول د هرې ژبې يو ژبپوهنيز حق دی او بايد دغه حق د رغنده ملي سيالۍ پربنسټ ټيکاو ولري .

 لکه څنګه چې د ليکوال د بېلابېلو پښتو او پارسي ليکنو څېړنو او په ځانګړي ډول د «پښتو او پښتانه دژبپوهنې په رڼا کې» له لارې پرې رڼا اچول شوې ، نن سبا د ژبنيو او نژادي ربړو او سکالوو په اړه داسې انکار نه منونکي سانتيفيک چمونه مېتودونه او فارمولونه رامنځته شوي او رامنځته کېږي چې پر ياد شويو تاويليو ــ ماويليو ، ذهنيګريو او لنډ انديو باندې د بطلان کرښه راکاږي او نوره دا کابو چا ته نه ورکوي چې د پخوا په څېر په هسې تور ټپيو او درغليو د افغانستان غوندې د يوه لرغوني ګڼ ژبيز او ګڼ توکميز هېواد ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتيا او يو موټيوالی له ننګونې سره مخ کړي!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي