څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 13.05.2015 |   ليكوال : وهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
پښتونولي : د پښتنو ټولنيز- ټبرنيز دويغونډ( مجموعۀ قوانين) (the Pashtun code of honour)

د پښتونولۍ(پښتنولۍ) په اړه پښتنو او ختيځپوهانو لږوډېرڅه ليکلي څېړلي، خو په دې لړکې  فرانسي افغانپېژاند شار ل کيفر( Charl  Kieffer ) لومړی آريانېست ختيځپوه دی چې دې سکالو ته يې د نومهالې توکمپوهنې (Ethnology)   په رڼاکې يوه کوټلې علمي- تخنيکي بڼه ورکړې ده. آر الماني متن يې له (Uber das Volk der Paschtunen und seinnen Paschtunwali) سرليک سره په برلين کې دالمان د پو هنواکاد ېمۍ د ختيځپوهنې انستېتيوت د خپلې مهالنۍ د ۱۹۷۲ز. کال څلورمه سر باندې (فوق العاده) گڼه ورځانگړې کړې چې پر هماغه کال  يې ما(زيار) پښتو ژباړه د ښوونې روزنې وزا رت په خپرني اورگان (عرفان) مهالنۍ کې چاپ ته سپارلې وه، پر هېواد باندې را تپلي تور ناتار راځنې تری تم کړه. خو ليکوال يې چې همدا څو ميا شتې له مخه (۴-۲-۱۵) په۹۲ کلنۍ کې له نړۍ سترگې پټې کړې، اووه کاله وړاندې يو څه کېښکلې کاپي په واک کې راکړه او داده، اوس يې په خپل ژبتوکميز تاريخ کې رانغاړم.

ښاغلي کيفر لومړی د يوې کوټلې سريزې په ترڅ کې د دارمستېتر،  گايکر او مور گنستيرن پر پليونۍ  د پښتنو د آرې (منشأ) او تېرمهال ووسمها ل په تړاو سامي- يهودي افسانه او د هېرودت (Herodot) پېنځه ځله ياد کړی پکتوېس (αϰτυεϛ Páktues/π) له فېلالوجيکي پلوه ردوي. خو پر وړاندې يې د بتلېموس (Ptolemäus) پرسوېتي (Parsuētai) له پښتو تاريخي غږپوهنې سره  سم  بولي او داپخلی  يې کوي چې دغه  وگړي د پاروپاميزاد (هندوکښ او نورو شاوخوا هسکو دنگو...) غرونو اوسېدونکي بللي دي.

 استاد کيفر همداراز  د پښتون دويم نامه (( افغان )) تاريخچه  هم  په لنډوراخلي  چې ړومبۍ پلا هندي ستورپوه (Varāha Mihira) د۶ ز. پېړۍ له پيل سره  په خپل نښير

(Bŗhat- samhitā) کې د(avagāņa) په بڼه يادکړی دی. پخوا د لوگراورمړو پښتون  د کاش (kāš) په نامه ياداوه،چې اوس يې دانوم گړسره هېرکړی(او پښتون يې بولي) ، هرگوره، د ځا ينوم په توگه لږو ډېر مخې ته راځي، لکه د قلات خواته د کاش kāš)،يا د گرشک خواته دکاشي (kāši) په بڼه. عرب يې  په دې سليماني (Solaymāni) بولي چې د سليمان د غرونو اوسېدونکي دي . لومړی ځل  هم البيروني(۹۷۳-۱۰۵۰؟) د

-2-

دغو غرونو استوگن بللي دي. همداراز ( دوست، تږی،طرزي...).   

استاد کيفر زياتوي چې پښتانه پخپله ځانونه په همدې نامه يادوي، او نالوستې پارسي ژبې او تورکي ژبي پرگنې يې زياتره افغان اوافغانان بولي،د يولړځانگړتياوو له پلوه له نورو وگړو او توکمونو څخه توپير مومي. دوی له آره د داسې ټبرونو يوه ټولگه ده چې پرکهولونو (کلانونو) وېشل کېږي.  کهول يا کلان (clan) له کورنۍ سره توپير لري؟ کورنۍ له ښځينه او نرينه دواړو جوړه ده، خو کهول د څوکورنيو نرينه ډله ده چې  په يوه پلار يا نيکه اړه لري. کهول  د لويو وړو  غړو کورنيو د شمېرې له ډېرېدنې سره پرلپسې ځان پراخوي او غښتلی کوي، او له دې سره (پر ټولنيز دريځ سربېره)  سياسي هغه (هم) راخپلوي

(۱).

هر  يوگړی غړی خپل شتون دننه په کهول کې ويني، خو د کهول په  بېلاريوکې  ژمن او پازوال ( متعهد اومسؤول) دی. همدارنگه کهول هم پر خپل وار د هر غړي د ناوړه چال چلند يا بدورديو پازوالي (مسؤوليت) پر غاړه لري. د ساري په توگه، که د کهول يو غړی کوم  جرم و جنايت وکړي، د هغه پرځای کهول ته گوته نيول کېږي او کهول يې هم پړه پرغاړه اخلي.

د مورال ياکړووړو (اخلاقو) له پلوه هم يو د يوه غړي ښه او بد د کهول له خوا ارزول کېږي او پخپله غړی پکې نقش نه لري. د غړي لومړۍ دنده داده چې  په هر اکر بکر (حال احوال) کې  له کهول سره خپل اړاو تړاو ټينگ  و ترينگ وساتي.

خو داسې هم نه ده چې  يوگړی (فرد)  خپل ارزښت، درنښت يا ځلښت (درخشش) نه شي لرلای ياترلاسه کولای. هرڅه ورته د پښتونولۍ هغه دويونه (قوانين)  ور په برخه کوي  او په دې لړ کې د پښتونولۍ د قانون (توره) په راخپلونه ، له کهوله نيولې تر ټبره ، په درسته پښتني ټولنه کې  ور رسېدای شي..

توره (túra) ، وييزه مانا يې (شمشير) او دپښتونولۍ د يوه قانون له نومونې(ترم) سره سم (زړورتيا، مېړانه) جاج ومانا ښندي. داسې چې هر پښتون له  دغې ځانگړتياسره توريالی بلل کېږي، په نورو ټکو، دغه نوم گټلای شي. ان تر دې چې  (توريالی) د يوه غوره وگړنوم په توگه هم دود موندلی دی. په يوه لنډۍ کې دغه وياړلي ستاينوم له ډېر درنښت وگرا نښته  لنډيو ته هم لارموندلې ، لکه د يوه پېغلې يا مېرمنې له خوا په دې لنډۍ کې:

 تر توريالي مين به جار شم- په تار د زلفوبه کفن ورته گنډمه ۲)

___________________________________________________________

پايليک (۱) په اروپايي توکمپوهيزه(اتنولوجيکي) نومونپوهنه کې کلان (Clan)  دوه درې رازه مانا شوی، انگرېزي: ۱)  د وگړو يو داسې غونډ يا ټولگه چې د يوې پلرگنۍ يا خېښۍ(واده) له لارې  رامنځته شوې وي، يو کورنی نوم لري ۲) داسې وگړنی غونډ چې  د گډو لوښو(کرکټرونو)، موخو يا لېوالتياوو پر بنسټ سره يوموټی وي ۳)  د داسې کورنيو غونډ يا ټولگه چې په يوه پلرگنۍ اړه لري او پر يوه سرغنه (مشر) سره راټول وي، په ځانگړې توگه، لکه سکاټلندي او اېرلنډي  کلان (clann). له همدې لامله د کلان  ويي آره هم په سکاټلندي گيېليک او کلان (Gaelic> clann) پسې وړل کېږي.  کولېنز ډېکشنرۍ(Col. Dic. D.) يې له درو ماناوو سره راخېستی دی:

په زړه پورې داچې دغه دواړه وگړ ډلې له وېلسيانو سره ، گډ سېلتي يا کېلتي  ټبر رغوي چې تر ژرماني(انگلېسي، جرمني...)، روماني(فرانسي، سپانيي، اېټاليي) او نورو اروپايي ټبرونو مخکې له(آريانو سره) له گډ لرغوني اسيايي ټاټوبي(اناتوليا) نه اروپاته راکډوال شوي دي( ۱- څپرکی)، حال داچې په  نورولرغونو ، لکه  يونا ني، رومي  ...ټولنو کې د ورته ټولنيز يوون (کلان) بېلگه نه وړاندې کوي، لويه الماني ډېکشنري (Gros. W )هم  په دې تړاود همدغو دووکېلتي ټبرونو بېلگه راوړي).

ښاغلی کيفر د خپلې ليکنې د روستي مخ (۶۲ ۴) په پايليک کې، تر هغې روسته چې(د استاد مورگنستيرن پر اخځ ) پښتو د ژبنوم  ترڅنک، په دويمه ((پښتونولي)) مانا هم راپېژني، ورته پېژند() تعريف راغبرگوي:

د پښتني  ولس رغښتي (سرشتي، ماهيوي) ځانگړواله داده چې پر بېلابېلو وړو لويو يوونونو(واحدونو) وېشل کېزي:

کورنۍ سره په کهول (کلان) کې راټولېږي، کهولونه په ټبرونو(خېلونو، زييونو، تپو) کې او ټبرونه په يوه ټولگه کې چې دا درست سره  يوه يوازېنۍ (ژبتوکميزه) وگړډله ((پښتنی ولس)) جوړوي.

 او بيا وايي،د غه ټول لوی او واړه يوونونه(واحدونه)د يوه ځانگړي ټولنيز قانونغو نډ((پښتونولي)) (the Pashtun code of honour) يايې الماني انډول(Ehren- kodex)   تر چتر لاندې خپل خپل ټولنيز ژوند و ژواک پر مخ وړي. بيا زياتوي چې په دې جاج  هر نرينه وگړی چې پښتو( پښتونولي) ولري، ((پښتون))  دی او هره ښځمنه يې چې ولري ((پښتنه)) بلل کېږي، او هر هغه څوک چې پښتونولي ونه لري ،((بې پښتو)) دی. په همدې تړاو(پښتونولي) له (پښتو نوا لي) سره گډول  بېځايه بولي،  ځکه په کړن کې پښتونوالی د ((پشتون بودن)) مانانه ښندي.

په هره توگه  موږ ته د دغو ټولوڅرگنداويو له مخې  د کلان پښتو انډول  ((کهول )) وړنده  ښکاره شو.که څه هم دغه ويی اوس زياتره له (کورنۍ) سره هممانيز کارول کېږي، لکه پق(پښتو قاموس) چې (خاندان، اهل بيت، عشيره) مانا کړی او ورسره رامنځته شوی جوړه تړنگ(کوراوکهول) يې (طايفه).

 خو، کهول له آره د(کلان) ورته جاج (مفهوم) رانغاړي،  په نورو ټکو،کهول  دکورنۍ او ټبر تر منځ يو نرواکی (پدرسالار) ټولنيز يوون (واحد) دی. له پارسي خاندان، خا نواده يا دودمان  سره هم  يوازې له لېکزيکورافي (قاموسي) پلوه  انډول کېدای شي، نه له ژبتوکميز(اېتنو- لېنگوېستيک) پلوه، ځکه پارسيوانو د پښتنو پر خلاف ټبرنی او ورسره تړلی کهولي نظام تر شا پرېښی او يوازې يې نرواکي او پلرواکي (مرد سالاری و پدرسالاری) هغسې خوندي ساتلې دي.

ما پر ۱۳۴۲ ل. کال د جانيخېلو منگلو د گړدود کښنې په ترڅ کې له  کليوالو واور  ېدل: ((پاينده کول روغلی دو))، پوه شوم چې دوی ټول سرکار يا دولت او حکومت ، هر چارواک او کارمند (مامور) په دغه نامه يادوي که څه هم د محمد زي شاهي لړۍ د ور نيکه( سردار پاينده محمد خان) له  کهاله سره خپلوي ولري يا و نه لري. مانا داچې  ډېر پښتانه، په تېره غرني کرلانيان پښتني او ان له لويه سره  گرده افغاني ټولنه پر کهولونو وېشلې انگري!

- داچې په شمالختيزه پښتو کې د (کورته ځم) تر څنک لږوډېر (کاله ته ځم) هم ويل کېږي، د هماغه پخواني جاج استازندويي کوي؛ په (کور-و-کهول) تړنگ کې، هم اړينه نه ده چې دواړه رغنده وييونه يې سره هممانيز اوسي. هرگوره، په ټوليز کلا سيک پښتو شعروادب کې  دغه جاج پوره څرگند ښکاري، لکه: د شېخ رضي (او امير نصر لودي په سوال و ځواب کې:

                        ... نصره نه مويې له کهاله       لودي نه يې په کاوه...

                        ... د لودي زوی سنتي يم      د حميد له لوړ کهاله يم...(پخ ۷۲)

- استاد مورگنستيرن(۶۱؛ زيار ۲۳۸-۳۹) پښتود دويم جاج (the Pathan code of honour) په تړاو پر ۱۹۲۴ ز. کال د خپل پښتو ښوونکي ارواښاد منشي احمدجان  له خولې دامتل په غږيزه ابېڅې ليکلی دی: ((پښتون هغه دی چې پښتو لري، نه هغه چې پښتو وايي)). استاد(۶۱) د پوښتېدل (پوښتل) د آرې په تړاو بيا دامتل راوړي: پښتون د پوښتنې وږی دی، د روټۍ وږی نه دی.

- اېلفنباين (۶۷) هم پر خپل وار د استاد مورگنستيرن، مکنزي... پر پليونۍ پښتو په دويمه مانا ،غيرت(honour=γayrát) له (پښتونولۍ) سره د هممانيز په توگه (the Pashtun code of honour) مانا کړی، خو د خپلې څېړنې له مخې ليکي چې د گردېز ختيځ ته مېشت اندړ پښتو د ژبنوم په توگه د نورو منځنيو ټبرونو په څېرادا کوي او د غيرت  (ho- nour) په جاج پښتيو(Paxtyo)؛ هسې خو له گردېزه مخ پر لويديځ له (پشتو والا) مينز يو پرته له زرملې نيولې، د غزني تر اندړو نورگرد ټبرونه  ورته  تو پير راښيي (زيار: ۲۰۱۱ز. ۲۳۹)!

(۲) دا لنډۍ استاد له برن مېشتي لوگري دوست (ثناؤلله سنا) يادښت کړې، داسې چې آره دويمه مسره يې ورسره له يوې بلې لنډۍ  څخه راخېستې ده،د پوره پوهاوي لپاره دواړې لنډۍ دلته وړاندې کوو:  

            تر توريالي جانان به جار شم چې د غليم په وينو سره کاندې لاسونه

            جانان مې سر پر وطن کېښود  په تار د زلفو به کفن ورته گنډمه

-3-

خون (xun) چې يو پارسي  پورويزی(مستعار لغت) دی اومانايې (وينه) ده، خو د يوې نومونې (اصطلاح) په توگه د پښتونولۍ هغه قانون دی چې  پښتنو ته د بدل ياغچ اخېستنې رښته ور په برخه کوي (نن سبا خون په پښتوکې  زياتره د قتل په مانا کارول کېږي او د پښتونولۍ د يوه قانون په توگه يې پرځای غچ، بدل او کسات کار ول کېږي). دا قانون څو اړخه لري:

که يو سړي بل وو ژني، يو خون گڼل کېږي؛ که پر وژنه سربېره ترې ټوپک هم واخلي، دوه خونه گڼل کېږي؛ د يوې ښځمنې وژنه نيم خون شمېرل کېږي؛ د يوه همسايه (نا پښتون ورهڼگر، مزدور، ډم...) وژنه هم نيم خون بلل  کېږي؛ يو غاښ ماتول، يايوه لاسگوته يا پښې گوته  پرېکول د خون لسنه هومره ارزښت لري؛ د يوې سترگې اېستنه او ياغوږ پر ېکونه نيم خون گڼل کېږي؛ دواړې سترگې اېستل يو خون او ژبه پرېکول هم پوره يو خون او داسې نور(دلته ښايي پښتنو له مسلمانېدوسره يونيم  شرعي آر هم  راگډ کړی اوسي).

 که څوک له بېزړه توبه  په تېښته کې وي او د بل چا له خوا په شاکې د چاکو  چاړه  په وهنه (گوزار) مړشي، دومره درون جرم نه گڼل کېږي. دا خبره هم پاموړ ده  چې  که د بلهاري کهول د وژونکي  له کهول سره (د نورو هغو په منځگړتيا) دې جوړجاړي ته ورسي، او په يوه گناهگاره(کفاره)ياگرمانه(جرمانه) له بدل يا کساته لاس پر سر شي (د چا خبره وينه په وينه و نه مينځي)؛ هغه گناهگاره يا گرمانه کېدای شي،يو څار وی (يا څاروي) اوسي، غله دانه، نغده او ياان يوه ښځمنه (سپره).

(۱) په دې لړ کې يې دپښتونولۍ نور توکي کم کړي دي، لکه: مېلمه پالنه، تيږه، جرگه، بدرگه، د همسايه(ناپښتنو ورهڼگرو) رښتې او داسې نور.

 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي