څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 31.03.2003 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
اغلې فيضيه خور او ښاغلی هېواددوست ورور،

د شپون لا لا پر پته يو دوستانه ليک  

(خپلواکي، لسمه ګڼه 24-4-2003)

 د خپلواکۍ رپی مو رپاند اوسه!
ما به وبښئ چې ښايسته ډېر مهال مې ستاسې د پېرزوينو پورنه دی در پرې کړی. داسې هم نه ده چې لاس تر زنې دې وزګار ناست اوسم. لا لګيايم، د ستر خوشال خبره ((د سباکي انا))، يايې د وسمهالي لاروي غني خان خبره((د پښتون شکېدلي خښتګ ته ګيندې وهم)).
 
د پښتو ژبپوهنې په لړ کې وروستی بنسټيز نښير، ارپوهه(اېتېمالوجي) مې له درو لسيزو راهيسې هغسې نيمګړې پرته ده. د پښويې(ګرامر) دويم چاپ خو مې په دې اسره په لوی لاس ځنډولی وو چې
ګوندې پوهاند تږی به، يا همدا نور هم راکره کړي او يا به يې خپل هغه يو مخيز ځايناستی کړي، خو له بده مرغه لا تراوسه پر ((يوه- کره ليکنۍ پښتو)) سر نه دی خلاص شوی. که نه، امريکاته وروستی بلنليک ورته ما په وچ زور ور ژوندی کړ چې ګوندې له ژمنې سره سم به يو بشپړاکادېميک، يا لږتر لږه يو لا بشپړ زده کړيز(تعليمي) ګرامر راوليکي. له دې څه خبر چې تر ژبپوهنيزوليکنو څېړنو ورته د امريکا غږ وياندي واره ييزه پرېوځي. د رېفرنس ګرامر په نامه يې هم چې له يوې امريکنۍ پښتو پوهې سره په ګډه کوم انګرېزي- پښتولوستليکی(درسي کتاب)) پر 1996 کال افسېټ کړی، تر هرڅه مخکې ښايي، تش يې همده ته څه مالي ګټه ور په برخه کړې اوسي. غوره اخځ يې هم پښتو غښتلي
 او کمزوري نومځري(منفصل او متصل ضميرونه) جوړوي چې ډاکټري يې پرې اخېستې وه او ما پر 1978کال د پښتو څېړنو له نړيوال مرکزه ورچاپ کړي ول.
 
هغه دا ژمنه هم له ما سره پر ځای نه کړه چې بل نښير به نور د کليوال لنډ تنګ ګړدود پرځای لږ تر لږه په هماغه څه ناڅه دوده ټوليزه پښتو کاږي. اوس ګورم چې دغلته يې بياهم هماغه ګړدودي پښتو کارولې ده: مونږ، زمونږ، مونځ، څکل(څښل)، کېناستل(کښېناستل)، لاړ، نونس(نولس)... .
د وروستيو دوه درو لسيزو کره ليکدودي او ليکلاريزادلونونه بدلونونه او بيا نيولوجېزمونه په هرډول چې د خپل کارځي((پښتوټولنې)) د وختو اړوندې منل شوې پرېکړې او بيا نيولوجېږمونه يې هم په پام کې نيولي نه دي( ښوونځی، تمځی يا تمځای، برخليک...). ناپړيته يې لا دا چې د کتاب په سرکې يې بيا
هماغه سپسته راغبرګه کړې: ((پښتو لا تر اوسه کومه معياري بڼه نه لري، نو له دې کبله مې له خپل ګړدوده کار اخېستی دی))!
په دې توګه ما نور اړين کارونه پر ټپه ودرول او د خپلې پښويې(ګرامر) د 1980 چاپ مې تر کرونې او بشپړونې لاندې ونيو چې هيله ده ترراتلونکې نوومبره يې پر چاپونه او خپرونه بری ومومم.
 
اوس راځم، د تږي د پښتو ټولنې پخواني او د امريکا غږ اوسني انډيوال شپون لا لا ته چې دا ځل يې ستاسې د خپرونې له مورچله راباندې ګولۍ را ورولې دي. دی غواړي، له خپلې لوښې سره سمې زهرژلې نيوکې د ټوکوټکالو په مالګوبي ولړي را ولړي او ورو ورو يې مخامخو ګوزارونو ته را ورسوي. دی هڅه کوي، د خپلې هرې مرکې په ترڅ کې د ادب له کمبلې پښې را وباسي او په ژبنيو ربړو او سکالو کې هم ځانته د لاسوهنې رښته(حق) ورکړي، بې له دې چې له لويديزو زده کړو سره سره يې دا کړه وړه او چال چلند راخپل کړي اوسي، لکه د خپلې پوهنيزې څانګې غوندې د نورو هغوته هم درناوی ولري چې هر څانګوال پوه شه او اړوندې څانګيزې ربړې او شخړې. خو له بده مرغه له دغه پلوه زموږ د ادبپوهنې ماسټر، کره کتونکي، شاعر او داستان ليکوال هماغه 40- 50کلنې زړې ملنډې له ما سره راخېستې چې د پښتو ټولنې د لومړنيو لېسانسه وو په لړکې يې پردوديزوالوغړيو او چارواکو وهلې.
 
درې کاله وړاندې يې له خپل امريکايي تورمه د يوه اورېدونکي نيوکه په دې ټوکه ورغبرګه کړې وه:
(( د بي بي سي پښتو په دې تر امريکا غږ هغې سوچه ده چې زيار ورته هملته نژدې پروت دی او ادم عليه السلام هم پر سړي عليه السلام ورژباړي))! دا ټيک له هماغو ټوکو او ملنډو څخه شمېرل کېږي چې هغه مهال به ده او د دوديزو سيالانو په نومونه نورو ((لېټانټه وو)) دښمنانو ته ور انګروزلې او په دې توګه به يې ورته پښتو او پښتانه سپکه وړۍ کول، نورې بېلګې يې لکه:
ژغ ډبلی، شرنګ سوټی، پنډ سئ لېونو!(پنسلوانيا)، مه کوئ څه کوئ(مکسيکو)، لاس د نجلۍ نيسئ (لاس انجلس)، کږې وږې خوږې(ځلوبۍ) ... .
حال داچې سمې رغاونې يې، لکه: روغتون، پوهنتون، زېږنتون، الوتکه، توغندی، ښوونځی، پوهنځی، ښوونکی، زده کړه، زده کړيال، زده کوونکی، ښوونه روزنه، پوهيالی، پوهنيار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال، پوهاند، ژبپوهنه... تر ده او تږي پورې نه انګروزلې او نه کارولې!
پاتې شوې د نا ارواښاد عبد ا لرحمان پوپل هرزه برزه چې له پورتنيو خندنيو رغاونوڅخه يوه نيمه بېلګه ور پورې اړه لري، د هماغو دوديزو پوهانو له خوا پر خپل خپل وخت پر مخ ور ويشتل شوې دي. پوپل له اره يو دېپلومات وو او بې له دې چې پښتو روان وغږېدای شي، انګرېزي ډېکشنرۍ يې مخې ته اېښې وې او له سېلمې يې پښتو زبادولې او په دې لړ کې د هېواد، سيمې او ګردې نړۍ پر کچ پرمخه ورغلي نومور وګړنومونه اوځاینومونه. که څه هم دغه پر وګړارپوهه(فولکس اېتېمالوجۍ) ولاړې کږنې انګېرنې زموږ دوديزو پښتو پوهانو، لکه استاد رښتين هم تر سره کولې، خو پوپل تر دغه بريده هم پسې اړولې وې او د چا خبره ان تر لېونتابه يې رسولې وې!
 
په دې توګه خدای لومړنيو پښتنو اکادېميکو((لېټانټه وو)) ته دا پلمه او وسله پر لاس ورکړې وه چې خپل دوديز سيالان پرې را وپرځوي او لانورې بترې زياتونې هم ور باندې سرباري کاندې. داچې له دې لارې يې په ځانخبري يا ناځانخبري ډول پښتو او پښتانه څومره سپکه سپانده کړي دي، ناسکيندې ناوړې پا يلې يې تر اوسه په غړولو سترګو وينو او په ګناهګارو غوږونو اورو او بيا لا چې شپون لا لا ورته تر اوسه لمن وهي! د ارواښاد داود خان ترسروزيرۍ او بيا د تش په نامه((ډموکراسي لسيزې)) له رامنځته کېدو سره پښتوټولنه په رښتينه نوره پر((وېښتوټولنه)) واوښته، هماغه لږه کي نيمدوديز کارونه يې شاهي دربار پر ټپه ودرول او په دې لړکې له کليو بانډواو زړو متنو څخه د نږه پانګې راټولونې او بيا رغاونې او سيند (قاموس) کښنې ته پا یټکی کېښوول شو. له دغې نږه درېګونې پانګې سره د ارواښاد تږي ناباندېوالي چې را وروسته ژبپوهاند هم شو،له هماغه پخواني مهالپېره سرچينه اخېسته. شپون لا لا خو بياهم په کړن کې تر وسې وسې له درو واړو پانګو، په تېره له ګړدودي هغې ګټه اخلي او يوازې په کره ګرامري ارونو(د-له، په- پر...) يې سر نه خلاصېږي!
 
د شپون لا لا ګناه په دې کې ده چې په ټوکو ټوکو کې نور ليکوال، په تېره ځوان کمپيوټري پښت د پښتو له نومهالې علمي، فرهنګي او تخنيکي سيالۍ څخه راګرځوي يا يې لږترلږه په دې اړه په زړونو کې دا
خرخشه او ټکه اچوي چې کېدای شي، ډېر يې د يوه((استاد)) په توګه دغه ټوکې ټکالې باور کړي او زموږ د نويو نټه نه منونکيو ژبپوهنيزو ارونو پر کنډه تللي غورځنګ د د ښمنانو په ليکه او مورچه کې يې ودروي. هسې خو چې له ماسره هم کله مخامخ شي او ترې ګيله ګوسه وکړم، ولې دې دومره راپسې راخېستې؟ همدا وايي: (( زه خو هسې ټوکې کوم!)).اوس نو راشئ، ده ته کلی ورکړئ !
دادی، بياهم له تاسې دواړو پښتو مينو هيله لرم ، دغه غبرګون مې دخپلې خپرونې له لارې درنو مينه والوته ورسوئ چې د شپون لا لا په ټوکو وشتو و نه غوليږي او لاس له پښو ختا نه کړي!
 
په پای کې بيا هم دا خپله خبره راغبرګوم چې يوې- يوازېنۍ ليکنۍ پښتو ته د بې شمېرو پښتوګانو روان پرمختيايي غورځنګ مخ پر بره درومي او هېڅ راز کرکنډې يې نوره مخه نه شي ور ډپولای او په دې لړکې د شپون لا لا ټوکې او ملنډې. زه د پښتو ابۍ پر سپين سرلوړم چې همدا ژبنی يووالی به يوه- يوازېني ولس(ملت) ته د بې شمېرو تس نسو ټبرونو، خېلونو او زييونو اوښتيايي او بشپړتيايي بهيرهم توند و تېز او ګړندی کاندې!
په ټوله علمي پښتني- افغاني مينه او لورېينه
    ستاسې خواخوږی زيا ر

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي