څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 20.12.2014 |   ليكوال : انجينر عبدالادر مسعود     چاپي بڼه
د استاد پوهاند مجاور احمد زیار د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

ګرانو خویندو او وروڼو، د ادب او فرهنګ درانه مینه والو دوستانو!

د استاد پوهاند مجاور احمد زیار د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

ګرانو خویندو او وروڼو، د ادب او فرهنګ درانه مینه والو دوستانو!

زه خپل درناوی او نیکې هیلې ستاسو درنه حضور ته وړاندې کوم.

زه ویاړم چې ستاسو د قدر وړ دوستانو او د ادب مینه والو سره یو ځای په داسې یوه پرتمینه غونډه کې برخه اخلم، چې دا غونډه د یو نومیالي هیواد پال، ژبپوهاند، ادب پوهاند، نامتو رسنوال، د پښتو ژبې او ادب علمي او اکادیمیک شخصیت، څیړونکي، وتلي، خوږ ژبي او تکړه شاعر،  زړوراو د ټینګ هوډ خاوند، د اندو ژوند او دعلمي او ادبي هاندو و هڅو، بریو او بریاوو په ویاړ جوړه شوی ده.

دا علمي، ادبي او اکادیمیکه سټه، اندیال، فرهنګپال، نومیالی او پیاوړی پوهیال، غوره ویناوال، ګران او څو اړخیزه منلی شخصیت ښاغلی استاد پوهاند مجاور احمد زیار دی.

استاد پوهاند زیار صاحب زموږ د هیواد په علمي، ادبي او فرهنګي ډګر کې د هغو نومیالیو، وتلو، سترو لیکوالو، فرهنګپالو او متفکرینو له ډلې څخه دی چې څو اړخیزه سټه ده، چې په هر اړخ کې یې خپل ټول ویاړلی ژوند په پوره ریښتنولۍ سره د خپلو علمي، ادبي او فرهنګي څیړنو، هستونو او پنځونو ته د افغان اولس او په تیره بیا پتمنو او میړنیو پښتنو ته ځانګړی کړی دی.

استاد پوهاند زیار زموږ د معاصر ادب په تاریخ کې له هغو اکادیمیکو، مخکښو، روښانه او ځلانده ستورو څخه دی چې د خپلو ګټورواثارو او ارزښتناکو لیکنو، څیړنو، پنخونو، ښونو او روزنو په وسیله یې زموږ د پښتو ادب زرغون بڼ، رنګین، تازه او ښیرازه ساتلی دی.

د ده د پوهې، لوړ خیال، ژور فکر، اوچت قلم او په پرله پسې ډول د ده  د نه ستړیکیدونکي او نه هیریدونکي  علمي، ادبي هلوځلو، پوهنیزو څیړنو، علمي او ادبي پنځونو او لیکنو او شعري هستونو په وسیله په دغه بڼ کې پوهنیزې ډیوې تل بلې دي، نوي نوي ګلونه راټوکیږي او غوړیږي. لنډه دا چې زموږ د پښتو ادب په برخه کې د ده علمي او فرهنګي هاندې او هڅې روښانه او ځلانده مشالونه دي.

ګرانو دوستانو په دې غونډه کې یو شمیر د ادب درنو مینه والو هم ګډون کړې دی او خبرې لري، سره له دې چې د استاد پوهاند زیار صاحب د علمي او فرهنګي ژوند او اثارو په اړه څیړنې او لیکنې د هغو لویو لیکوالو او څیړونکو دنده ده چې د ځواکمن قلم خاوندان دي. خو استاد پوهاند زیار صاحب همداسې چې پر ټولو د ادب مینه والو دوستانو حق لري پر ما هم حق لري چې د ده  د ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو یو څه ووایم. دا کار ښایي زما لپاره ډیر ګران وي چې د ده  د علمي، فرهنګي ژوند او اثارو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړم. خو په هر حال ما غوښتل چې د استاد زیار صاحب پر اثارو هم د خپل توان سره سم وغږیږم او معرفي یې کړم، خو د وخت د کموالي له کبله په همدې لیکنې بسنه کوم. تاسو د قدر وړ دوستانو ته یو وړاندیز هم لرم. ما د استاد زیار صاحب سره څو وخته مخکې بشپړې مرکې د ادب او فرهنګ په برخه کې درلودې تاسو کولای شی د ده د اثارو، علمي او ادبي ژوند د پوره پیژندګلوي په اړه دا مرکې په بیلابیلو سایتونو کې ولولئ.

خو سره له دې هم زه غواړم چې د ده د علمي او فرهنګي شخصیت په اړه یو څه ووایم.

د استاد پوهاند زیارعلمي، ادبي او فرهنګي څیړنې، لیکنې او ارزښتناک اثارهغه اغیزمن علمي او فرهنګي پانګې دي چې زموږ د ادب په تاریخ کې د منل شوي موخذو اثارو په توګه باید نني او راتلونکي نسلونه  ترینه بشپړه ګټه پورته کړي. د استاد زیار صاحب د علمي- فرهنګي څیړنیز او تحقیقي آثاروشمیر (۱۳۰) کتابونو او کابو  (۳۱۰۰) لیکنو ته رسیږي. دا لیکنې د نورو څېړنيزو- لیکنو تر څنګ هغه رسنيزې لیکنې او شننې دي چې دهیواد په ورځپاڼو، مجلو، مهالنیو خپرونو، رادیو او  تلویزونونو کې په هیواد کې د ننه او بهر په پښتو ، دري انګریزي او آلماني ژبو خپرې شوي دي . استاد زیار صاحب د خپلو اثارو په درلودلو سره  زموږ په هیواد کې تر ټولو لوړ ملي ریکارډ ټینګ کړې دی. د ده علمي، ادبي او فرهنګي هستونې او ژباړنې په درو برخو کې  را لنډېدای شي.

پوهنیزې څیړنې، ژباړلي اثار او ادبي (پېیلې او نا پېیلې ) ټولګې.

پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتګر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او نوښتونو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې  ده.

په رښتیا سره چې د استاد پوهاند زیار ګټور، ارزشتمن او لارښوونکي علمي، ادبي، فرهنګي او هنري غوره اثار زموږ د ادب او فرهنګ په اسمان کې هغه روښانه او ځلیدونکي ستوري دي چې نه ورکیدونکي، نه هیریدونکي او تل پاتې دي، چې زموږ د ادب او فرهنګ مینه وال باید د یو ښکلي لارښوود علمي او فرهنګي اثارو په توګه لکه یو ګلبڼ ورته همیشنې پاملرنه وکړي.

 استاد  پوهاند زیار د خپل ادب او فرهنګ له غوړیدا او سمسورتیا سره ژوره مینه لري، د ژبې، پوهې، علم او فرهنګ په بیلابیلو برخو کې یې ډیر کټوراثار او ارزښتناک کارونه او فعالیتونه تر سره کړې دي. د ده  د غورو اثارو په لاسوند کولای شو په زغرده ووایوو:

 چې دی بې له  شکه یو ریښتینی خورا ډېر کاری، لوی او نوښتکر پوهيال، ادبي او ټولنيز نقاد، محقق، ژبپوه، ادبپوه، توکمپوه، تاريخپوه، څیړونکې، کره کتونکی، سریزه لیکونکی، داستان لیکونکی، ژباړونکی،  مخکښ ادیب او شاعر دی.

استاد پوهاند زیار پر رسمي پوهنتوني کچ د پښتو ژبې او ادب د لومړني اکادېميک استاد په توګه سم نيم ژوند ښوونې او روزنې ته ځانگړی کړی دی. ډیر شاګردان یې روزلي، پا للي او ثمر ته رسولي دي. او له ټولگي را بهر يې هم د پښتو ژبې او د پښتو ادب او فرهنګ لپاره په بیلابیلو برخو کې  او د پښتو ژبې د روزنې، پالنې، ودې او پرمختګ په اړه بې ساري ، ګټور او ارزښتمن کارونه او د ستاینې، درنښت او یادونې وړ خدمتونه ترسره کړي دي، او د پښتو ژبې لمن یې درنه کړې ده.

استاد پوهاند زیار د خپلو علمي، فرهنګي او اکادېمیکو فعالیتونو تر څنګ خپل انساني احساسات او عواطف، لوړ خیال او ژور فکرپه بیلابیلو ادبي برخو کې او د پښتو شعر په زیاترو فورمونو کې په خوږه او پسته ژبه هم څرگند کړي دي. د استاد پوهاند زیار نثري او شعري هستونې ، نه يوازې له څرنگيز، بلکې له څومره ييز پلوه  هم  د رېکارډ تر بريده رسولې دي . د یادونې وړ ګڼم ، چې ده د پښتو شعرونو تر څنګ  پارسي، انگليسي او الماني شعرونه هم لیکلي دي.

استاد پوهاند زیار د معاصر نوښتگرانه پښتو شعر و ادب هغه سرلاری شاعر دی، چې په دې برخه کې یې د نورو شعري فورمونو تر څنګ د آزاد او سپین شعر يو زړور لارښود او مبلغ پاتې شوی او په دې لاره کې یې، ډیرې هلې ځلې او سرسخته مبارزه کړې ده.

استاد پوهاند زیار د هغو مخکښو او نوښتګرو شاعرانو لارښود دی چې ځوان شاعران د پښتو شعر نړیوالي او نوي والي ته هڅوي او په دې لاره کې یې نه ستړېکیدوونکې مبارزه  کړیده. ده په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلي دي:

(( موږ باید د شعر په نورو پخوانیو جولو (فورمونو ) کې داسې شعرونه ولیکو چې تر مخکنیو غوره وي او قافیه او ردیف زموږ فکر او سوږې ته ضرر پیش نه کړي. خو که چیرې د غزل غوندې د شعر په نورو پخوانیو چوکاټونو کې مو شعر لیکنه زموږ تر مخه شاعرانو ته نه شی رسیدای، نو ښه به دا وي، داسې یوه لاره وسنجوو چې هم تر پخوانیو شاعرانو د مخه شو او هم زموږ لپاره نوی وي او هم پکې خپل فکر او خیال په ښه ډول ځای کړو )).   

استاد پوهاند زیار د يوه ځانگړي شاعرانه سبک و سټايل څښتن دی . دی په خپلو ادبي، فرهنګي او هنري اثارو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني، ټولنیز، ملي او ادبي تصورات، افکار په ډیر خوږه ژبه بیانوي،  او په ډیرو لوړو خیالونو او نوښتگرانه  انځورونواو سېمبولونوکې ژوره ټوليزه انساني او بيا پښتني- افغاني، سپیڅلي مينه، او انساني  احساسات او جذبات او عواطف رانغاړي. دهېواد و د هیوادوالو ستونزمن ژوند ، ژغور و ازادي، سوله اوسوکالي ، ځانواکي او  ولسواکي ، پښتني او افغاني ارزښتونه، ادبي او اخلاقي پیغامونه، د طبیعت د مناظروهنري ښکلا، د پاکې اوسپیڅلې مینې ناز، راز اونیاز، حسن اوجمال په ډیر هنري، رنګین او ظریفانه بڼه انځوروي،  او بيا په ټوله کې د نړيوالې سيالۍ لپاره سوچ کوي. د بیلګې په توګه د ده یو شمیر شعرونه ګورو :

څومره زغمم  ناورينونه ، خو جهان راخبر نه شو

په دا دومره ستورو سترگو روڼ اسمان راخبر نه شو

دا په څه چم دانگې وانگې، کړم د تور وحشت  داړونکو

په ټول ښار کې غوږ تر غوږه ، يو انسان راخبر نه شو

له کلو مې په تکل د وچکالۍ تللی لـه چمه

خزان لوټ کړه  پسرلي مې  او باران راخبر نه شو

...

او بیا وایي :

 - ستا د ښايست بهارستان نه خاندي

زما زموللی گلستان نه خاندي

لکه غاټول پسرلي  پرېشوم  پر ډاگ

که گل  پرهر  مې  پر خزان نه خاندي

دي بې سهاره  تروږمۍ  شپې واکمنې

لمر، سپوږمۍ، ستوري  پر اسمان نه خاندي ...

...

او بیا وایي :

ـ څاڅکی څاڅکی لکه ستوري د سپوږمۍ له جامه څاڅم

پرخه پرخه پر گلونو د اسمان له بامه څاڅم

د څو تنو  پرهرژلو  وينه  نه يم  چې  تويېږم

د زخمي زخمي ماحول  له اندام اندامه څاڅم ...

...

او بیا وایي :

د اشنا  له کوڅې  ولاړم،  پر ناشنا باندې دېره  شوم

زه خو تلم  د چا پر لوري،  دا پر چا باندې دېره شوم

له نا دودو  د رقيب لکه، غاټول پر زړه داغلی

لاس پر سر له  خپل گلبڼه،  پر بېديا باندې دېره شوم

زما مينه خو  له آره،  وه له شور و ځوږه  ډکه

څه د غرونو او ځنگلونو،  پر چوپتيا  باندې دېره  شوم

...

او بیا وایي :

اجل مې لاسنيولی،  نن له  ځانه سره  بيايي

د ژوند  نارنجيستان مې،  له خزانه  سره بيايي

هر څو که مې  ورکړي،  مرگ ته ماتې څو څو واره

سرکښ روح  و روان مې،  له عصيانه سره بيايي

اخېستی غر  څپو  د، مرگڅپاڼو څپانونو

توپان  مرغه په شان  مې،  له توپانه  سره  بيايي

...

او بیا وایي :

دا کوڅۍ ستا پر سپین مخ خورې ورې شوې

که زما پر سباوون تيارې خورې شوې

ستا د سترگو د خيال سيوری چې پرې ولوېد

پر ورشو مې د ارمان تورې تيارې شوې

ستا د برندو کتو ټکه نه وه، څه وه

ورسره مې چې اسرې خاورې ايرې شوې ...

...

او بیا وایي :

ستا د ښايست بهارستان نه خاندي

زما زموللی گلستان نه خاندي

...

خندا په روغ زړه شي، په ژوبل نه شي

پر زړه ويشتلي مينان نه خاندي

ما لېونی د مينې مه بولئ  گرم

لېوني چا وېل چې پر ځان نه خاندي

چې په لوی لاس پر ځان جهان خندوم،

پر ما دې  ولې  دا جهان نه خاندي؟!

...

   او بیا وایي :

نور دې  د ښایست ګلونه  نه  ستایم

ستا د سپين مخ  شنه خالونه نه  ستایم

سترګو دې زما هستې لمبه  کړله

دا  نشه  نسکور جامونه  نه  ستایم

ډېر دې کړم راشکېل  په اوږدو  زلفو کې

نور دې دغه تور دامونه  نه  ستا یم

ورک شو درنه  ځان  په ډېر ستاینګ زما

بس ستا  کرشمې  نازونه  نه  ستایم

مینه کې  چل ول  ریا  ځایېږي  نه

ستا دا  د  ریا چمونه  نه ستایم

شوې چې  پېغلې شونډې  یې  سور اور راته

نور د بدخشان لالونه  نه  ستایم

...

او یا د استاد پوهاند زیار صاحب  د ازاد شعر یوه بیلګه ګورو چې  وایي :

ته

ته یې  زما په  زړه  کې

هغه  تلپاتې  مینه،

ته یې زما په  ذهن  کې

هغه زړه خاطره ...

چې نه، نا خوالې  د  ژوند

او نه،  د مړینې  ناورین ...

تا

اخیستای  شي  له ما

یا  هیروای  شي  له  ما

...

او یا د زیار صاحب دا سپین شعر ګورو چې وایي :

- د بیلتانه  زړو  دیوالونو

زما  او  ستا  ګډ  اواز

کلا بند  کړی دی،

نو  راشه 

چې  په  ګده  سره

دا  زاړه  دیوالونه

له  بیخه  را  ونړوو

او  کلا بندي  ماته  کړو.

...

او یا، دا بل  خوندوراو په زړپورې طنزیه سپین شعرګوروچې وایي :

ډېر ګران مېلمه هغه دی

چې کوربه  يې

په راتلو خوشاله شي

او په بيرته  تلو

خواشينی شي .

لږ ګران مېلمه هغه دی

چې کوربه  يې

هم په راتلو خوشاله  شي

او هم  په  بيرته تلو...

او

ګرد سره  نا ګران هغه  نابللی  مېلمه  دی

چې  کوربه  يې

په راتلو خواشينی شي

او په  بيرته  تلو خوشاله !

...

استاد پوهاند  زیار صاحب ډیردروند، مهربان، مینه ناک، زړه سواندی، رښتينی،  با وقاره، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاوند  او خوا خوږي انسان دی، د ده خبرې سپیڅلې، سپینې،  ریښتینې، خوږې او درنې دي. دی په دوستۍ او اشنایۍ کې د ډیر ټینګ هوډ څښتن دی. د ده په خبرو اترو کې هر وخت د انسان او انساني کرامت درناوی، له خپل ولس ژبې او فرهنگ سره ژوره مینه څپې وهي او په ذهن کې يې د ملي یووالي، ورورۍ او برابرۍ موخه او مرام  له ورایه راڅرگندېږي . دی هغه لارښوود دی چې تل یې خپله پوهه، ژور افکاراو تجربه له تعصب او کرکی پرته د خپلو هیوادوالو، دوستانو او مینه والو په خدمت کې ایښې ده.

په پای کې غواړم ووایم :

زه د استاد پوهاند زیار د اندو ژوند او د علمي، ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو او د نوښتونو او کارنامو د درنښت او ستاینې د وړاندې کولو تر څنګ په بلجیم کې د افغانانو د ملي یوالې د ټولنې څخه چې د دغې نومیالي فرهنګپال او ادبپوه په درناوی یې دا علمي – فرهنګي بنډار جوړ کړی دی د زړه له کومې مننه کوم.

استاد پوهاند زیار صاحب ته د لوی خدای څخه خوشاله، نیکمرغه سرلوړی او سوکاله ژوند او اوږد عمر غواړم. د ده د لا نورو بریوو او بریاوو په هیله.

په درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي