څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 20.12.2014 |   ليكوال : پوهانددوکتور م.ا.زيار     چاپي بڼه
گران او هڅاند اجمل ښکلی

گران او هڅاند اجمل ښکلی

اکسفورډ، ۱۲-۱۲- ۰۱۴

دا څه ښه يوه برابري وه چې تاند ووبپاڼې  د بل تکړه ليکوال دوست  نجيب منلي  په غبرگون کې ما هم   له تاسره هممهاله د نووم چومسکي  پسرغښتواله ورمخته  کړه!

داماته بې توپيره ده چې ستا دغه ليکنه  له کومې ژبپوهنيزې، ساپوهنيزې (ارواپوهنيزې) او يا کومې بلې سرچينې اوبه څښلي، خو ماته يې داپلمه پر لاس راکړه چې لا اوبه تر ورخه تېرې نه دي او ژبپو هنه راټينگه کړې، که څه هم په اوسني پښتو (پې اېچ.ډي) پروگرام کې د تاريخي ژبپوهنې له استاد  دوکتور خليل الله اورمړ  پرته بل رښتينی ژبپوه استاد نه لرئ.  وايم گران ليکوال دوست اسدا لله غضنفر بس دی چې ځان يې راته ((غبرگ زمری)) کړی، خو ته ورته  کانه و نه کړې او همداسې ((غبرگ  ښکلی)) پاتې شې!

د ۶۸کلن نووم چومسکي(Noam Chomsky) هسې نوم سلاوي دی او په تېرکې اړوندې سرچينې (روسی) ښوولی دی. دی هغه امريکايي بل اندی يا ديگرانديش (dissident) فېلسوف، شمېر پوهانداو ژبپوهاند دی چې لا يو ستر انستېتيوت چلوي او د ايران، عراق، سوريې او ...  په دې  لړکې يې  پر موږ  د راتپلې (شمالي اتلا نتيک + شمالي لږه کۍ) نا سپېڅلې ټلوالې په تړاو،  د سياسي بلو سنو او لاسوهنو مرکې او غند نې  يې سپينه ماڼي لړزوي.

د غه نابغه د پسرغښتې ژبپوهنې د سالار په توگه په يو گوتشمېر نښيرونو(اثارو) د نورو  بشري پو هنو پسرغښتواله هم راوهڅوله.. په ځانگړي ډول  د ساپوهنې دا چې رغښتوالې، په نورو ټکو، چلندوا لې  يا رفتارگرايۍ (behaviorizm)  او ورسره تړلې (ciminalogy) يې پر خپل وار امريکايي پسرغښتي ژبپوهنه د ښندې تر بريده رسولې وه. چومسکي بيا، لکه تاچې ورته نغوته کړې ، د پسرغښتې ساپوهنې پر بنسټ بېخبنايي،  ذهني يادننۍ ژبه او مخبنايي، کړنيزه(عملي) يا بهرنۍ ژبه سره توپير کړه او د دال  (ويي، غونډلې،  متن...) له يوه يوازېني بېخبنايي او گرامري (( سوسوري)) دلالت سره يې شهود (instuition) هم را غوټه کړ چې تا د ساپوهانو په ترمينالوجۍ پليونۍ((احساس، حالت)) هم نومولی دی. هسې خو پکې استدلال، تداعي، قرينه، اندو واند ذهني کارندويۍ  او د مراجعو(رېفرنتونو)  په نامه ټولنيز، فرهنگي ارزښتونه ، ان کږنې انگېرنې هم رانغاړي چې په بهرنۍ نړۍ کې گړسره نومولي يا مصداقونه نه لري.

پليونيو يې بيا د ماناپوهنې (selantics)  په تړاو  له لويه سره ((دلالت)) پر څو ډولونو ويشي، لکه: ټوليز، تت، حقيقت و مجاز، ټوليز اطلاق، څېرمه اطلاق او التزامي اطلاق او داسې نور.

هيله ده، د رغښتي لاڅه چې دوديزې ادبپوهنې، ادبي تاريخ يا يې تر ټولو اسانې څانگوړو متنپو هنې او اخځپوهنې پر ځای همدغه پسرغښتي ژبپوهنه راټينگه کړې!

په گرده علمي- فرهنگي مينه او مننه

 

احساسات دومره معتبر دي، چې ان ګرامري قاعدې ماتوي او د الفاظو ثابتوې ماناوې اغېزمنوي. مثلا؛ که يوه ملګري ته ووايو، چې ځان راورساوه او هغه راته ووايي، چې ”دا دى درغلم”؛ نو د ملګري ”درغلم” د ګرامر له پلوه په ماضي کې دى، خو تاسې ترې د حال مانا اخلئ.

يوه محصل يوه ورځ د بل محصل په ليکنه کې پر(قسم مې وخوړ) انتقاد وکړ، چې قسم خو نه خوړل کېږي؛ خو که د نوم چومسکي نظر ته مو فکر وي؛ نو د (قسم) او (خوړلو) ترمنځ اړيکه ګرامر نه، فرهنګ ټاکي او زموږ فرهنګ ورته ښايي له دې امله، چې قسم د خوراک غوندې مهم کار دى، د (خوړلو) کلمه کارولې ده. که فرهنګ يې تر شا وي؛ نو ښايي قسم وهم څښو او بوى يې هم کړو، ځکه د چومسکي په اند د کلمو ماناوې او د جملو مفهوم ګرامر نه، فرهنګ ټاکي.

د نوم چومسکي په اند، دال ثابت نه وي او مدلول دومره مهم دى، چې که نه وي، دال نه پايي.

د پښتو ډېرې کلمې چې مدلول يې مړ دى، اوس په مړو کلمو کې شمېرو ىا يې چې مدلول بدل شوى، دال هم ورسره مانا بدله کړې. پخوا يې دريځ ممبر ته وايه؛ خو اوس يې سټېج ته کاروو. پښتانه چې د وچې خلک دي او سمندر نه لري، د بېلابېلو کبانو نومونه يې هم په ژبه کې نشته.

د نوم چومسکي له خبرو ثابتېږي، چې احساسات د باران غوندې پر الفاظو ورېږي او الفاظ د ماناوو په اوبو لمدوي.

احساسات په حالت پورې تړلي دي. حالت يوې داخلي يا بهرنۍ پېښې ته د يوه شخص په غبرګون کې راپيدا کېږي او همېشه بدلېږي رابدلېږي. د اقبال خبره، (همدا) تحول(يې) ثابت دى.

هنرمن چې د حساس او مضطرب شخصيت خاوند وي، حالت يې ژر اوړي رااوړي؛ نو يو وخت يې ښايي يو حالت شعر يا نثر ته وهڅوي؛ خو که له دې حالته استفاده ونه کړي او وروسته يې حالت بدل شي يا له هيجاني حالت راووځي او نورمال شي؛ نو ښايي يا خو بېخي د ليک له ارادې راوګرځي يا هغسې خوندوره پنځونه ونه کړاى شي، ځکه چې په هغه حالت کې د ده ذهن او حواس په يوه مرکز راټول وو او له خپله ذهنه يې ښه استفاده کولاى شوه، ځکه چې ده په دې پنځونه کې د ځان تسکين او خوند ليده؛ خو اوس چې بېرته نورمال شوى، هغسې الفاظ او خيالونه نه شي پيدا کولاى.

ځينې پنځګر چې د پنځونې لپاره د حالت له اهميته خبر وو؛ نو پر ځان يې دا حالت ارادي هم راوستى. شراب يې څښلي، دښتو ته وتى. ان جنسي تجربې يې کړې. د اردو د سمبوليست شاعر ثناءالله ميراجي په اړه مشهوره ده، چې له څو ګردو (کاڼو) به يې پر ځان جنسي قوه غالبوله او شعر به يې ليکه.

پخوانو پوهانو په څه نا څه توپير همدغه حالت ته الهام ويلى او دا خبره سمه ښکاري، چې پنځګر په هر حالت کې پنځونې ته جوړ نه وي.

تره مې کيسه کوله چې يوه سړى قتل وکړ او د ملاکنډ پر زندان راننه ووت. پوليس ترې په لومړي تفتيش کې پوښتنه وکړه، چې قتل چا کړى. ده ويل: ما. ساعت نيم وروسته يې هم دا ځواب و؛ خو يو ساعت وروسته يې نظر اوښتى و.

يوه سړي نه به مو يوه کيسه څو ځل په بېلابېلو بڼو اورېدلې وي او دروغجن به راته ښکاره شوى وي؛ خو ښايي داسې نه وي. په حالت کې به يې بدلون راغلى وي او د حالت له بدلون سره به يې په کيسه کې بدلون راغلى وي.

له بېلابېلو حالتونو د شاعر و عالم استفاده يو رنګه نه ده. فيلسوف يا سياستوال که په هيجاني حالت کې پرېکړې وکړي او عادي حالت ته ونه ګوري؛ نو پرېکړې يې زيانونه اړولاى شي؛ خو شاعر يا ليکوال که له همغه حالته استفاده ونه کړي، خپل زړه لوستونکي ته نه شي ايښوداى.

دومره ده، چې په عادي حالت کې بيا پر خپله پنځونه کره کتنه کوي او له افاقي اخلاقو او ادبي او علمي اصولو سره يې برابروي.

شاعر و ليکوال چې د شعر يا نثر د لمسون له همغه دقيق حالته استفاده ونه کړي او شعر يا نثر ونه ليکي، وروسته يې ښايي ونه ليکي او که ويې هم ليکي، لوستونکي ترې کېداى شي هغسې احساساتي استفاده ونه کړاى شي او د چا احساسات راونه پاروي يا خوند ورنه کړي.

يواځې د احساساتو په راپارولو کې نه، د مضمون په پيدا کولو کې هم حالت مهم نقش لري. فکرونه هر وخت شاعر وليکوال ته نه راځي.

دا راته ثابتوي، چې موږ په ليکلو کې يواځې له الفاظو او مفاهيمو نه، له حالت هم استفاده کوو.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي