څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 09.12.2014 |   ليكوال : پوهاند دوکتور م.ا. زيار      چاپي بڼه
دا ليکنه د هغو غبرگونونو د يوه غبرگون څه ناڅه غځېدلې بڼه ده چې ((تاند)) ووبپاڼې د دوکتور خسرو د مرکې په تړاو خپاره کړي ول:

برمن صادق صاحب!

ته په کوم دک و دليل او لاسوند، داتور پر ما تپې چې  په نورو پسې بد وايم يا مې دنورو سپکه او خپله درنه ؟

داسې برېښي چې د ډاکتر خسرو مرکه مو سمه سهي نه ده لوستې. ماخو  دغلته له (مومند بابا تر استاد رښتين) پورې د پخوانو استادانو د زړو او گړدودي وييونو په دودونه او د نويو په رغاونه او بيا گرامر ليکنه کې هاندې  هڅې ورستا يلي او له نوې ژبپو هنې څخه نه خبرتيا او نه پرلغښتيا (نه سېستما تيکوالی) مې  له پار سي ژبې سره د نه سيالۍ لامل ښوولی دی!

په نورو ليکنو څېړنو کې مې د هغو گردو نومونه په درنښت ياد کړي او يوازې مې له يونانه تر عربو او عجمو دوه نيم زر کلنه دود يزه ژبپوهنه او مېتودو لوجي له نوې دې سره نه پوخلاکېدونکې ارزولې ده.

  تا او ځينو نورو ښاغلو اغلو ته سکته (قنا عت) ور کول ځکه گران دي چې يوخوا ژبه او ژبپوهنه سره گډوئ او بلخوا ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې د هر زده کړه وال ، ليکوال، څېړنوال کار انگېرئ او  ورسره مې په جوال کې اچوئ چې پلاني بېستاني ليکوال شاعر هم پښتو ته ډېر کار و خدمت کړی او يوهم نه چاته گوته نيسي او نه د ځان ستاينه کوي ؟

هسې خو له اميرکروړه تر امير حمزه پورې  بېشمېرو شاعرانو او ليکوالو دا دولس سوه کاله پښتو ته کارو خدمت کړی او  د درناوي وړ دي. نه ما او نه خسرو او نورو دوستانو داخبره کړې چې يوازې زه  د پښتو خدمتگاريم، بلکې څه چې ما د ژبني سا ينس له پلوه پر خپله مورنۍ پښتو لورولي، تراوسه بل چا نه دي لورولي، هغه هم له نورو ژبو سره دسيا لۍ په موخه.  

په هر ډول،اړوځم، تا او په ترڅ کې ښاغلي ميرو يس، رحيميار او نورو ځوانو او زړو نيوکگرو ته دا تر زهرو  ترخه رښتيا (واقعيت)  وړاندې کړم:

ما خو له اسلام کلا تر اسلام اباد، له تورغونډۍ تر سپين بولدک  او له بولانه تر واخانه  گرده پښتو نخوا له پښو اېستلې، نو که تاراته رادننه لر و بر يا بهر، په ۵۰- ۶۰ ميليونه پښتنو او بيا څو زره ليکو الو، شاعرانو، رسنوالو يا سل دوه پوهانو کې، زما له څو پکو ورکو شاگردانو يا د زړې او نوې کړنيزې (تطبيقي) ژبپوهنې(لوست کتابونو، سيندونو ياقا موسونو...) نور پليونانو او پېښاووا نو پرته،  بل کوم څوک را پيدا کړای شئ چې له تيو ر يکي  پلوه يې د ژبپوهنې، پښويې(گرامر)، غږپوهنې، آرپو هنې(ريشه شناسۍ)، گړدودپوهنې(لهجه شناسۍ)... او وييپوهنې (لغتپو هنې)... يوه  ابېڅې (الفبې) هو مره زده وي، يايې زما ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې ورسره ټکر او همرنگي  ولري ؛ او په پای کې دا ژمندو يي (گر نټي) يا وړاندوينه وکړای شئ، زما  زما  تر مړ ينې رو سته د نوې تيوريکي   ژبپو هنې يو دا سې پښتون څانگپو هاند به را پيدا شي چې پر جها ني کچ له نو رو ژبو، يا لږ تر لږه پر هېواد ني- سيمه ييز کچ له پارسي ژبې سره د سيالۍ په لړکې پاتې تيور يکې ژبپو هنيزې ليکنې څېړنې پر مخ بو تللای شي ، د همدې  ووبپا ڼې له لارې به نور له پښتو ژبنيو ليکنو څېړ نوڅخه توبه وکاږم او پا تې ژوند به د نورو کور ناستو (متقاعد ينو) سپين سرو په څېر ارام و هوسا تېر کړم!

ايا دا زما ځانستاينه بولئ چې وايم: ((له بده مرغه بل پښتون ژبپوه او ژبپوهاند نشته چې دغه پېټی يی راسره سپک کړی وای))؟

هو، دا په زغرده وايم،که چېرې زما تر مړينې روسته هم داسې يو ژبپوه راپيدا شي او په ټوله اخلاقي- پښتني  مېړانه دا نيوکه راباندې وکړي. چې د پښتو ژبپوهنې په تړاو د زيار دا يا هغه زده کړې او کارو لې تيوري نوره نه چلېږي، اروابه مې باغ باغ شي، نه داچې ستاسې په خبره، د تيورۍ پرځای زما بد ووا يي او اروامې په گورکې نارامه کاندې!

گران رحيميار!

پاڼرېژ (د مني د هممانيز په توگه) ۶۱کاله پخوا پښتوقاموس راخوندي کړی، ولسي وي، که خپللا سي، د نژدې خپلوانې ژبې (برگريزان) يو په زړه پو رې شاعرانه انډول دی!

ما يو وخت جمهوريت- جمهور رئيس د انگرېزي (رېپبليک)، عربي او اردو له ټکي پرټکي مانا سره سم (ډلواکي- ډلواک) راژباړلي ول، خو را روسته دېته ځيرشوم چې دغونومونو هغه موخه اومانا نوره  له لاسه ور کړې او دېموکراتي- دېموکرات، زوروا کي- زورواک (دېکتېترشېپ- دېکتېتر) ورسره يو ځای  کېږي، او بيالا داچې منفي بېلگې يې هم کمې نه دي: هيتلر، موسولوني، فرانکو، پنو چېت...  له اړوندو فاشېستي نظامونو سره  هم خپلو ولسونو امرلي او ټاکلي ول. په دې ډول(ولسمشر) هم  له هغې پخواني مثبت جاج سره نور له پوښتنې سره مخا مخېږي،که (هېو اد مشر) يې وبولو، لږکوټې به ښه وي.

ولسمشر(ملي زعيم). له (ميرويس نيکه) تر (پاچاخا نه) بل هر ورته پښتون مشر رانغا ړي، نه د يوه لنډ مهالپېر لپاره هر دولتي يا حکو متي سروال و چار واک!

پوهنتون، دانشگاه، دارالعلوم هم يو له بله راژباړل شوي، دا کوم ويار(عيب) يا نادوده کار نه دی   بلکې دوييرغاونې يو ډول دی چې په پښتو يې (پورژباړه) بولو او په انگر ېزۍ يې(loan translation).

ښايې: رسنۍ (رسانه، رسانه ها)، لاسرسی (دسترس، دسترسی) درته هم پارسي واېسي

او داسې نور!

له دې ناخبره چې( رس-) د پښتو او پارسۍ گډه ريښه ده، هغی د خپل ولسي مخبېلگې له مخې رغولي او موږ دخپلې دې له مخې!

څه چې اړينه ده، هغه يې له گرامري پېښو ځانژغو رنه ده، لکه د((تا)) په بېځايه پېښو زه راغلم، ترڅو يا څو) تاوگورم، د هېواد خدمت وکړئ، ترڅو(=چې)  اباد شي؛ يايې د(( از)) په پېښو(له کابل څخه کتنه، ستاينه، يادونه، هرکلی، مرسته، ملاتړ، دفاع...)!

گران توره باز خان!

ستا وړانديز شوې رغاونې وخته راپښتو شوې  او دود يې موندلی دی.

 خو داد وييرغاونې له گڼو(سوسيو لېنگو ېستيکي) آرونو او دويونو(اصولو او قوا عدو) څخه دي چې  د موروپلار له خوا اېښي نومونه، لکه  سپېڅلي نصوص (قرآن و حد يث) نه شو راپښتو کولای، په نورو ټکو، پښتو يې يومخيزه ځايناستې کولای نه شو، خو لنډ نومونه (تخلصونه) بايد سوچه پښتو کېږدو، نه د خپلو، يا پلرو، نيکو نو ناسوچه مونو او سيمو له مخې، بلکې  لکه د مر کې په سر کې يې چې بېلگې وړا ندې شوې ، موږ له دو مره ولسي او خپللاسي پانگې سره، نه دومره تکراري عربي (وحدت، همت، غيرت، الفت، فطرت،   زاهد، عا بد، ايمان، الهام، اخلاص، مخلص، حيران،  معتمد، مخلص، محقق،حقيق، صادق-صاد قي، صديق- صديقي، صميم، سهيم،  ، هميم، حميم، رحيم، سايل، ساحل، مايل، عادل، شاکر، صابر، ذاکر، خاطر، بارز، راز، معارج، بهيج، ظهير،  متشعشعي،  مسرور، ممنون، مواج، مجبور، غضنفر، قرار...) ته اړ تيا  لرو

او  نه پارسي (غمزده، فيض زاده، لايق زاده،وهاب زاده، صاحبز اده، پيرزاده، پر يشان، دلسوز، تنها، دلگير، نو پرور، باز،  نواز،  نو زادي، باوري، کر يمي، رحيمي، هزارنا وی، خير خواه، حق پرست، فروتن، رهي، را هي، بينا، بېدار، سنگر... ) ته !

په پای کې بياهم که زما خبرې درته بکواس برېښي، د ملا حبيب الله دا انگرېزي تبصره  هم يوځل تر کتنې تېره کړئ:

Let professionals do their work. Mr. Zyar is a professional and he can deal with linguistic issues.

ژباړه:  څانگپوهان (متخصصان) خپلو کارونو ته پر ېږدئ. ښاغلی زيار يو څانگپوه دی، دی پوهېږي يا کولای شي، ژبپوهنيزې ربړې (مسألې) څنگه هواری کاندې!

 ستاسې د درستو پښتومينو د سم پوهاوي په هيله.

ستاسې د ټولو زيار

اکسفورډ، ۲۰-۱۱-۲۰۱۴


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي