څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 13.04.2014 |   ليكوال : پوهاند دوکتور م.ا. زيار     چاپي بڼه
له ژباړن ماشينه تر وينده ربوته له ساينسي تر شعري ژبې

د ژباړې ماشين چې دادی، څه له پاسه نيمه پېړۍ روسته له کمپيوتر او ربوتر سره يوه هېښنده ستر بشپړتيايي پړاو ته راگډېږي. په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې دژباړې ماشين په څېر دغه دوې پرمختللې الکترونيکي وسيلې هم د بشپړې انساني  ژبې ځای په هېڅ  راز را خپلولای نه شي، په نورو ټکو، د انسا ني مغزو او وژو(عصبو)  هومره ، په خپلسري او خپلکاري ډول هغه تر سره کولای نه شي، بلکې هرو مرو به وار له مخه پکې، د اړوندې علمي-تخنيکي څانگې-څانگوړې اړتياوړه بنسټيزه وييپانگه له يولړ پښوييزو- رغاو نيزو(گرامری- ساختاری) دويونو (قا عدو) سره ځای پرځای کړشوې اوسي. يوه بېلگه يې جاپاني((ويند ربوت)) دی چې د يوې توغول شوې سپوږمکۍ د الوت وکار بهير  په اړه يې ځنې کومه پوښتنه کوله، له يوڅه لارغې (مکث) سره يې ورغبرگوله.  ځکه ربوت د ژبپوهانو په مرسته خوندي کړې ژبنۍ زېرمه سره شاربله راشاربله.

 داهم څرگنده ده چې موږ انسانانو هم، هريوه خپله مورنۍ(ړومبنۍ) ژبه همداسې( په  وړ کينه (۵-۶) کلنۍ کې) د کورني چاپېريال له غټانو څخه د پېښو له لارې مغزو ته سپارلې او راروسته مووده وش ورکړی او کره کړې اود شعوريو قرخه مو گرځېدلې ده، اوکله چې غواړو، يو څه پر ژبه را وړو او بل ته يې واوروو يا وليکو، له هماغې زېرمې او دويو څخه کاراخلو.

هرگوره.له ژباړې ماشين سره د ((ويند ربوت)) يو گډ پرابلم شعري ادبي انځورونه ور زېرمه کول او ځنې بېرته راخېستل دي.  نو په دې لړ کې ((ژبني))انځورونه گړنې-څرگندنې (آيډ يمونه-اېکسپرېشنونه) هم لږو ډېرې ربړې ستونزې رامنځته کولای  شي. ساده څرگندنې په هره توگه، خوگړنې  له يو څه زياتو بدلو يا انځوروزمه(مجازي) ماناوو سره، ورته ستو نزې راولاړولای شي. له دې لامله د ژباړې په تړاو دکمپيوتر، او د ويندۍ په تړاو د ربو تر  دبريالې ويندۍ لپاره په کار ده، دواړه ډوله  اد بي او ژبني توکي پردودو (عادي)ژبنيو سېمبو لونو راواړوو. د ساري له مخې (لاس تر زنې) پرځای هېښ (حيران) ورزېرمه کړو، په نو رو ټکو، هما غسې يوه ژبه ور وښيو چې په جوتپوهنو (مثبته علومو) کې کارول کېږي.

په دې توگه به، پېړۍ نيمه بله واخلي چې په لومړي گام کې د ژبپوهانو په مر سته گړ نې- څرگندنې د ويند ربوت د سهنې (هضم) جوگه شي او په دويم گام کې  دادبپوهانو په مرسته همکارۍ ناپېيلې (نثري) اوبيا څه ناڅه لوړه  پېيلې (شعري)  ژبه!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي