څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 21.02.2013 |   ليكوال : پوهاند دوکتور م.ا. زيار     چاپي بڼه
له سوسوره تر چومسکي: له رغښتوالې تر پسرغښتوالې

  From Structuralism to Post-structuralism

  فرديناند دې سوسورFerdinand de Saussure (۱۸۵۷- ۱۹۱۳ز)  له آره د شلمې پېړۍ له پيل سره د نوې ژبپوهنې اندونو ته د کړن جامه ورواغوسته او له همدې سره ورته د نوې ژبپوهنې پلار وايي. تر ده راروسته د دغې پوهنې بېلابېل ښوو نځي، لکه دپراگ، کوپنهاگن او امريکايي هغه پرلپسې منځته راغلل چې د سو سور له ليدتوگو يې الهام اخېست.

که څه هم سوسور پخپله درغښت structure نومونه(اصطلاح) نه ده کارولې، خو څنگه چې راروسته دده پر پليونۍ منځته را غلي ښوو نځي په ټوليز ډول رغښتو ال structuralist او بهير يې رغښتواله- struc turalism ونومول شو، نو له دې لا مله سوسور د رغښتوالې ژبپوهنې پيلا مگر هم بلل کېږي.

اروپايي،اوپه ځانگړي ډول دبلومفيلد په مخکښۍ امريکايي رغښتوالو رغښتي انددود او کارتوگه دومره ښندې (افراط) ته ورسول چې د ژبې آره او رښتينې مو خه او دنده يې له پامه وغورځوله، مانيز اړخ يې له لويه سره کم ارز ښته وگاڼه او ډېر زور يې پر جوليز اړخ واچاوه. ان دسوسور دوه غبرگې بنسټيزې ټولۍ(مقولې) يې له ياده وکښلې: signifé_signifiant  په نورو ټکو، د ښووند-ښوولي( دال و مدلول) اوبيا نانگېروړه يا نا محسو سه langue بڼه يې خو يومخيزه له پامه وغور ځوله، اونگېروړه کړنيزه  بڼه، ويناparole   يې هم د يو شمېر لنډوتنگو ثبت کړو غونډلو تر کچې راټيټه کړه.

همدا ښنديز(افراطي) امريکايي رغښتواله وه چې د هماغې(شلمې) پېړۍ تر نيما يې راروسته نووم چومسکي Noam Chomsky  يې پر وړاندې راپورته شو او په زېږند-لېږندگرامر Generative-transformaional Grammar سره يې په ژبپو هنه کې يوستر انقلاب راوست. له دې سره يې په دغه پوهنه کې د پسرغښتوالې- post  structuralism بنسټ هم کېښووه، بې له دې چې په دغه نامه يې ونوموي، کټ مټ، لکه سوسور چې  پر ژوند، نه ده  پخپله ځان د رغښتوالې پيلامگر بللی وو او نه بل چا، بلکې دا نور انديالې او پوهيالې سټې دي چې د خپلو شننو او ځيرنو په مټ دغه نومونې (ترمونه) رامنځته کوي.

  که خبره د پرتلې شي،چار ناچار سړی دې منښتې ته هم اړوځي چې ووايي، له سوسوره ، نه يوازې چومسکي تر ډېره الهام اخېستی، بلکې سراسري يو پېړييز دود يې د ارزښت ښکارندويي کوي. ان ډېر اروپايي ژبپوهان تر اوسه پر دې اندو گروهه دي چې د چومسکي ((زېږند- لېږند)) ليد توگه له انگرېزۍ او هغه هم، له امريکايي هغې سره راپيل شوې او نور يې دومره ټوليزوالی نه دی موندلی، لکه څنگه چې.(مکنزي:۱۹۸۰) د تږي د ډاکتري تېزس ((The Grammar of Clitics. Evidence from Pashto and ...)) په کره کتنه کې دې سکالوته گوته نيولې ده.

د دې لپاره چې تر هرڅه له مخه  مو سوسور په ژبپوهنه کې د رغښتوالې د بنسټو ال په توگه لنډ پر لنډه پېژندلی اوسي، د  چيف ووکونداWauconda Chief نومي  امريکايي  يوه ليکنه راژباړو چې د ژبپوهنې زده کړې لپاره اروپاته راغلی او هغه يې د تېر اگست پر شپاړسمه د خپل وېبلاگ له لارې خپره کړې ده:

رغښتواله له آره د فرديناند دې سوسور(۱۸۵۷-۱۹۱۳) له نامه سره غوټه ده. ده د ۱۹۰۷او ۱۹۱۱ کلونو تر منځ د ژنېو په پوهنتون کې د ټوليزې ژبپوهنې په اړه په درو دورو(کورسو) سره د ژونديو ژبو څېړنيز بهير ته له بېخ وبنسټه بدلون ورکړ. د دغو  دروکورسونو يو سېنتېز يې بيا تر مړينې روسته پليونو(شاگردانو)،شارل. بالي (Ch.Bally)  اوالبرت.سيشيهي(A.Sechehaye) پر ۱۹۱۶ کال د((ټوليزې ژبپوهنې بنسټيزې پوښتنې، مسألې)) په نامه خپورکړ. دا يو داسې اثر وو چې د ژبپوهنې په پرمختيا کې يې يو اوړونټکی رامنځته کړ.

دغه اثر داسې يو شمېر نوې نومونې او جاجونه(اصطلاحات او مفاهيم) را وپېژ ندل چې تر لسيزو لسيزو روسته لا په اروپا او امريکاکې د نومهالې ژبپوهنې دترمينالوجۍ او تيوريو يوه نه جلاگېدونکې برخه پاتې شوې ده.  سوسور نه يوازې د ((ژنيو ښوونځي)) بنسټوال وو، بلکې همداراز يې لومړی ځل د ټوليزې ژبپوهنې د اښتنوپوښتنو(مسألو) په تړاو د چال چلند د يوه نوي جاج( برداشت) يو پرلغښتې اډانه (سېستماتيکه طرح) رامنځته کړه. له دې کبله ده ته هممهاله د شلمې پېړۍ په ژبپوهنه کې د رغښتوالې(structuralism) د بنسټوال په سترگه  هم کتل کېږي.

رغښتواله (structuralism) هم پر خپل وار د ورتېرې پېړۍ د ژبپوهنې دککوالې يا ذره گرايۍ()  په غبرگون کې  د ژبني سا ينس  د پرمختيا يو نوی  پېر گڼل شوی دی ( ککواله په دې مانا چې د ژبپوهانو څېړنې دژبې پر رغنده ټوکونو يا متشکله اجزاووراټولې وې او هغه يې جلاجلاارزول، بې له دې چې ديوه پر لغښتي سېستم په سترگه ورته وگوري او خپلمنځي اړيکي يې په پام کې ونيسي - زيار).

 له رغښتوالې سره د ژبني سېستم دننه د ژبپوهنيزويوونونو(واحدونو) پرچار (عمليې) نوی پاملرا ټولی (پر متمرکزه توجه ولاړ) چلند راميدان ته شو، او ژبنی سېستم يې د نښو يو داسې پر لغښتې ټولگه راوپېژندله چې په خپل منځ کې سره رغښتي اړاو تړاو لري.  په دې ترڅ کې ژبه يوه داسې  ټولنيزه ښکارنده(پديده)  وښوول شوه چې له آره يو خبراويز (مخابروي) چار(نقش)  لري. پردې سربېره بيا دا  خبره چې  تر هرڅه له مخه يې د هممهالې ارزونې(څېړنې) پر ارزښت ټينگارکېږي. د ژبې په تړاو سوسوري ليدتو گه لس کليدي ټولۍ(کتېگورۍ) رانغاړي چې په ياده شوي اثر کې وړاندې شوي دي.

له ذهني ژبې تر کاروني ژبې

ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرله غښتې ټولگه يا سېستم دی چې د هغو ارزښت د اړوندې ټولنې له خوا ټا کل شوی او د هماغې ټولنې د وگړو ترمنځ د وبله پوهاوي تړاو ټينگوي. .( سوسور۹،۱۳، ۱۴؛ ماريو پای۱۴۱. باطنی د چومسکي له مخې،۱۳۸۰:۱۵).

په دې ليدتوگه کې سوسور او چومسکي يوه خوله دي چې ژبه د يوه تړوني غږيز  سېستم په توگه له آره هماغه نانگېروړه(مجرده) ذهني پرلغښتې ټولگه ده، په همدومره توپير چې سوسور يې  د غږېدا يا وينا(parole)پر وړاندې (langue) بولي او چومسکي يې د مخبنايي يا بهرنۍ ژبې پر وړاندې بېخبناي يا دننۍ ژبه.

خو تر منځ يې يوازې دا توپير ټيکاو نه لري چې سوسور ژبنی غږيز يوون(واحد)، ((نښه)) بولي او چومسکي يې ((سېمبول))، تر ټولو بنسټيز توپير داچې سوسور دواړې بڼې ((langue/ parole)) تر يوه غونډنوم((ژبې langage)) لاندې راولي، او چومسکي بهرنۍ يا مخبنايي ژبه د دننۍ يا بېخبنايي ژبې زېږنده راښيي.

د چومسکي له ليدتوگې سره سم دغه  سېستم (ژبه) هر وگړی په ټولنه کې په منځنه توگه له زېږونه تر پېنځکلنۍ پورې له مور، تيمور او نورو څخه د اورېدو او پېښو له لارې نا سيده اونااگاها نه زده کوي. مانا داچې ژبه يوه تړ وني، ورهڼيزه (کسبي) وسيله او ټولنيزه پديده ده   هر انسان خپله مورنۍ(لومړنۍ) ژبه له خپل انساني چاپېرياله زده کوي او يوازې په انسانانو پورې اړه لري.

د سوسور(۱۸-۲۱) د دې ليدتوگې له مخې چې د يوه ځانگړي سېستم په توگه را پېژندلې انساني ژبه دوبله پوهاوي اوخبراوي (مخابرې) په چار ودنده کې يو شمېر نورې وزلې وسيلې،  د زړو پوځي(اورلمبې، هېندارې يا آينۀ برقی) رانيولې، تر بېلابېلو ليکني سېستمونو، تېلگرافي(مورز) ابېڅې، ترافيکي څراغونو، نغو تژبې (sign language او پژژبې (body language پورې) په نښپوهنه (semio- logy) کې راځي

نغوتژبه (sign language) او پژ ژبه (body language  سره په خپلو منځوکې پوره توپير لري. دلومړۍ رغنده توکي (نغوتې اشارې) څه ناڅه تړوني ټاکلې او پر لغښتې بڼه لري او ددې بلې(پژژبې) دا که څه هم له ورته پژني (بدني) خوځښتونو، لکه دلاس،گوتو،سر، سترگو،تندي، اوږو، خولې، شونډواو نورو هغو څخه گټه اخلي، خو کوم تړوني يا ټاکلې بڼه يې نه لري. هسې خو انسا نانو،ان د را پېژ ندلې (سېستماتيکې) ژبې تر رامنځته کولو،زرگونه زرگونه کاله پخوا دغه  دواړه ډوله ((ژبې)) دخپلمنځي اړيکود ټينگولو لپاره پرکاراچولې چې هرگوره وارله مخه او راروسته هممهاله دژويو په پېښو له هسې جړوپړو چغو پغوهم کاراخېست  په تېره دواټن د لرېوالي او تيارې له کبله.

نن سبا ژبه د(نښو) د سېستم پرځای د(سېمبولونو) سېستم ځکه بولي چې نښه يکې يو جاج يا مانا ښندي او سېمبول تر يوه جاج يا مانا څو جاجونه او ماناوې را نغښتلای شي. سوسور او رغښتي (سترکچرالېستي)  پليوني يې د هر ژبني توک څو مانيزوالی(polysemy) او هممانيزوالی(synonymy) ردوي او زياتره پردې  ټينگار لري چې خبره يو پريوده، نه يو توک تريوې زياتې ماناوې ښندلای شي او نه څو توکه يوه مانا په گډه رانغښتلای شي.

داهم بايد وويل شي چې خبراويزو او پوهاويزو وزلو وسيلو نن سبا د اوريزو، وينيزو(ويدويي) رسنيو په بڼه د ړندو کڼو او نوروکمتوانو (معيوبونو او معلو لينو) لپاره لا پسې پراختيا او پرمختيا موندلې ده.

هرگوره، د دود له مخې دغو  بېلابېلو اړيکيزو (ارتبا طي)، پوهاويزو اوخبراويزو اوزارو وسيلو ته کټ مټ، لکه د ژويو د هغو غوندې ژبه وايو،اوهمداراز هنر، په تېره موسيقي او ان  پيسې  هم(( نړيواله ژبه)) بولو،چې يوازې په اړ يکيزو وسيلو کې راځي، نه په پوهاويزواوخبراويزوهغوکې! 

دا توپير ړومبی ځل د نوې ژبپوهنې د پلار په توگه هماغه سوېسي (فرديناند دې  سوسور) د شلمې پېړۍ په لومړيوکې رابرسېره کړ او نيمه پېړۍ راروسته امريکا يي فيلسوف او ريا ضيپوه ژبپوهاند (نووم چومسکي) پکې هماغسې  بشپړوالی اوکره والی راوړ، لکه مارکس چې دهېگل په دايلکتيک کې راوړ، په بله وينا، د هغه نسکور دا يلکتيک يې نېغ پر پښو ودراوه او تر هرڅه له مخه يې ((نښه)) پر سېمبول وروا ړوله.

سوسور(۱۸۵۷-۱۹۱۳) ژبه((langage)) پر دوو برخو يا بڼو ووېشله:((ذهني)) بڼه((langue))چې((ثابته)) او((فردي)) ده او وينايا غږېدا ((parole )) چې ((بې ټيکاوه)) او ((ټولنيزه)) ده (۱۶-۱۱). چومسکي(۱۹۲۸زوکړه) بيا تر هرڅه له مخه دواړې بڼې د ((يوې ژبې)) رغنده ټوکه(متشکله اجزأ) نه، بلکې((دويمه بڼه)) د ((لو مړۍ بڼې)) زېږنده وبلله.

پاسنيوجوړه نومونو ته چومسکي او پليونو د بېلابېلو گو ټپېرو (زاو يو)  له مخې پراختيا ورکړه او په څو څو نومونو يا ستاينومونو يې ونومولې، لکه: دننۍ- دبا ندېنۍ، آره- څېر مه، بېخبنا يي- مخبنايي، پټتوانه- کړنتوانه (بالقوه- بالفعله)، توا نيزه- کړنيزه، ډېر توانه- کمتوانه يا نامحدوده- محدوده، ،نا نگېر وړه- نگېر وړه، ما نيزه- جو ليزه يا مجرده صوري.( چومسکي-درزي۴۸- ۵۱؛ باطنی: ۱۳۸۵،۱۳۴-۱۴۲؛ يمين:۱۳۶۵، ۹۹-۱۰۰).

 د سوسور په خبره يو ژبنۍ نښه يا پيلامه، لکه ليکپاڼه دوه سره نه بېلېدونکي مخونه لري، يو مخ يې غږيز يوون (واحد)  يا ويی دی او بل يې منځپانگه يا  مانا. ده پخپله لومړي ښووند (دال) Signifiant وباله او دويم ښوولی (مدلول)signifé     چې انگرېزي جوړه يېsignificant-significat  راځي او جرمني هغه يې .Signifikant - Signifikat. 

ژبه د چومسکي() پر وړاندې له آره هماغه ده چې اړوند ويونکي يې په وړکينه کې له نورو څخه د پېښوله لارې نا اگاهانه زده کړې او دسېمبولونو(وييو، غونډو او غونډلو او بيايې دويو (قاعدو) د يوې پرلغښتې ټولگې((سېستم)) په توگه په خپل ذهن کې زېرمه کړې وي. نو همدغه سېستم  يې چې ترڅوکاروني(عملي) ډگر(وينا، ليک) ته راوړی نه وي، يو نانگېروړ(نامحسوس) ذهني او مجرد شتون لري اوآره او رښتينې ژبه همداده.  

ويناييزه يا کړنيزه، په نورو ټکو، جوليزه او نگېروړه(محسوسه) ژبه بيا د هماغې آرې ذهني ژبې زېږنده گرځي.

داچې کله کله  ژبه په مجازي  ډول له((اند)) سره هممانيزه کاروو، نااگاهانه يې له ذهن سره تړاو ورزبادوو. لکه چې وايو: زه اودی سره په ژبه نه پوهېږو، موږ سره يوه گډه ژبه نه لرو...

د سوسور دا خبره چې د دغو نښو د داړو اړخو(دال و مدلول) تر منځ تړاو(دلالت)  تړوني (قراردادي) ، په بله وينا،   په هره ژبه کې د نښې يا سېمبول ارزښت يا مانا او چار د اړوندې ټولنې له خوا ټاکل شوی، او د اورېدونکي له گوټپېره intuition ورسره په څېرمه توگه مانيز او جو ليز بلون تداعي(association) رانغاړي، هغه هم را روسته رغښتوالو، په تېره د بلوم فيلد(باطنی هماغه ۸۵-۸۳) په مخکښۍ امر يکايي هغو دغه ((بلون)) او ((در ک)) چې سوسور څه ناڅه پاموړ باله، گړ سره له پامه وغورځاوه.

د ژبې غبرگ سکښت او شننه

د سوسور او پليونو رغښتوالو د ژبپوهنيزو ټوليو(کتېگوريو) او جاجونو (مفا هيمو) په لړکې د ژبې دوه گونی سکښت(تقطيع)  اوغبرگونې شننه (تجزيه) ده چې په دې لړکې يي امريکايي رغښتوالو را روسته روسته پرهمدغه غبرگ سکښت او دوه اړخيزه شننه بسنه کړې ده. ځکه، لکه چې وويل شول، دوی د ژبې او وينا تر منځ بېلاو ته غاړه نه ږدي، په نورو ټکو، تش همدې وييزې- اوريزې ژبنۍ بڼې ته ((ژبه)) وايي. 

 په دې ډول څه چې امريکايي رغښتوالو ته د ژبې د لومړنيو توکو په توگه ارز ښتمن دي، هماغه غونډلې دي چې په کړنيزه بڼه په گړهارکې کارول شوې او په يوه ډول کښل شوې يا ثبت شوې اوسي. او له همدې لامله تل  خپلې خبرې پرگړني زنځير راڅرخوي. دوی پردې گروهه ټينگ و ترينگ ولاړ دي چې غونډله يا دگړني زنځير هره کړۍ يا ټوټه تر هغې  پرکوشنيو توکو شنل کېدای شي ، ترڅو په پای کې داسې يوونونه (واحدونه) لاسته راشي چې نوردشننې وړنه وي، په نورو ټکو، که نور يې پسې وشنو، داسې توکي، يانې تش اوازونه (فونيمونه) پرلاس راځي چې د هغوی پر اند نه مانا لري اونه کوم پښوييز چار پرغاړه اخېستای شي.هسې خو داسې فونيمونه شته چې مورفيمي،ومورفو- فونيميکي او← مونيمي ارزښت لري.

هغوی  هرکوشنی مانيز يوون ياواحد (مورفيم) بللی چې پښتو انډول يې(گړ) او پارسي دا يې (واژ،تکواژ) او لا افغاني انډول يې (واژک) هم رادود شوي دي. (يمين:۱۳۹۰، ۵۵)

د سکالو په تړاو ((زه هره ورځ ښار ته ځم)) غونډله پړاو پر پړاو تر شننې لاندې نيسو، په لومړۍ شننه کې نه(۹) گړونه لاسته راځي چې په غږيزه ابېڅې داسې اوډنه او نو مېرنه(تشخيص) مومي:

zə-har-a-wraj-x̌ār-ta-j-ə-m

دغلته ليدل کېږي چې په نهه واړوگړونوکې يو هم د چار و مانا له پلوه نور شنل کېدای نه شي. هرگوره، ځينې گړونه پکې خپلواک يا ازاد او دوييونو(لېکزيمونو) انډول دي چې لېکزيکوگرافيکي يا قاموسي توکي  يې هم بولو ، لکه (زه، هر، ورځ، ښار)؛ يو پکې وييکي(ته) دی چې له خپلواکو وييونو سره يې په ملتياکې چارو مانا راڅرگندېدای شي، او نيم ازادگړ يې بللای شو؛ درېيمه ډله يې کورټ ناخپلواک دي، خو له پښوييز پلوه يو چار(نقش) ترسره کوي.

په دغه لړکې هرکوشنوټي گړ ته ځينې،لکه اندرې مارتېن (مونيم moneme) هم وايي(اولريښ۷۴) چې پښتو انډول يې (ماناگړ) يا(چارگړ) راتلای شي،لکه-a- ښځينه روستاړی يا پايله چې ناټيکنومځری ياابهامي ضمير(هر) يې پر(هره)اړو لی؛( j-) د(تلل) وسمهال بشپړاند(سوپلتيف) مونډ(اصل)او هممهاله ريښه ده؛(m-) بيا درې سره چاره پرغاړه لري، هم دکړ وسمهال راټاکي، هم لومړی وگړی (متکلم) ، هم يې گڼه(عدد)،په دې جاج چې دکړ ترسره کوونکی يوگړی(مفرد) دی؛(-ə-) دکړ ريښې( j-) او کړپايلې (-m) ترمنځ تړاو ټينگوي او تړخپلواک (thematic vowel) بلل کېږي.  هرگوره،زياتره رغښتوال بيا، لکه امريکايي هغه د يوه گړ دغه څو چاريزوالی له پامه غورځوي.(د لاپوهاوي لپاره: پښتوپښويه ۱۳۸۴ل. ۱۶۳)

نووم چومسکي Noam Chomsky پر نړيوال کچ يو ټولپېژندلی او ټولڅرگند ژبپو هاند دی، پر دې سربېره چې د يوه رياضي پوه، تارخپوه، فېلسوف او د يوه بل اندي (ديگر انديش) او چپي په توگه د نړيوال سياست په ډگرکې هم دپوره نوم ونښان څښتن دی. ده پر۱۹۵۷ز. کال خپل((نحوي جوړښتونهSyntactic Struc - tures)) نومي کتاب  په خپراوي سره لومړۍ پلاد ژبې په تړاو تر ټولو ارزښتمنه او پرلغښتې ليد توگه دژبپوهنې په تاريخ کې رامنځته کړه، په بله وينا،زېږنده-لېږنده پښويه يا گر ا مرThe Generative-Trans fomational Grammar نړيوالو ته وروپېژاند.

دا ليدتوگه  په ټوله مانا يوه سخته انقلابي ليدتوگه وه او لاده. که څه هم، يو نيم څرک يې تر چومسکي له مخه د نورو ژبپوهانو، په تېره د سوسور، اندرې مارتېن ... او بيايې  دخپل استاد زېليگ هريس Harris Zellig په ليکنو کی تر سترگو کېده، خو دغو گردو ځانونه د چومسکي د ليدتوگې پلويان نه دي شمېرلي او نه شمېري.

داهم ټولوته څرگنده ده چې د چومسکي په خپلو ليدونوکې له ۱۹۵۷راروسته ډېر بد لنو نه راوستي، هغه هم، تر هرڅه له مخه له امريکايي رغښتي ليدونو څخه د لريوالي په موخه چې په څلوېښتمو او پېنځوسمو کلونو کې يې خورا زيات دود لاره. 

له دغو بدلنونو سره سره  د چومسکي د ژبنۍ ليدتوگې بېخ و بنسټ په هماغو

((نحوي جوړښتونو))کې ليدلای شو چې نن سبا يې د يوه کلاسيک اثر بڼه غوره کړې ده. باطني(هماغه ۱۳۷) د له پليونۍ سره سره پر چومسکي د ډېرو ژبپوهانو دا نيوکه پرځای بولي چې دی پر intuition باندې ترکچې زيات زور اچوي- هما غومره زور، لکه سوسور چې پر رغښت، په نورو ټکو، د ژبې پر رغنده ټوکو (متشکله اجزاوو) اچاوه..

نوموړی ايرانی پليونی ژبپوهاند يې چې د intuition پارسي انډول (شم زبانی) را ښيي، داسې راپېژني:

((احساس يا قضاوتی که اهل زبان نسبت به درست يا غلط بودن جمله های زبان خود دارند.)) او بيا زياتوي، له دغه ذهني توکه گټه اخېستنه او بيا ورسره تړلی گو نگوالی(ابهام) چې په کارونگ کې يې پېښېږي، ډېرې نظري او عملي ستونزې لري.

د ((intuition)) د بېلگې په توگه ، يو څوک له کوره په وتوکې وايي((زه ولاړم)) خو اورېدونکی پو هېږي چې موخه يې تېرمهال((ولاړم)) نه، بلکې وسمهال ((ځم)) دی.

يالرې گورو چې يو سپرلۍ گاډی يا بس راروان دی، خو لنډ پر لنډه وايو: (گاډی راغی). همداسې تېرمهال پر وسمهال اړوو، د ساري په ډول ، د شپې د چاکور ته غل راغلی او سباته نورو ته کيسه کوي: ((له يوه درز سره له خوبه را ويښ شوم که گورم، يو سړی له دېواله ځان انگړ ته راغورځولی، زماد خوبخونې وره ته ولاړ دی او د راننوتوهڅه کوي...)).

دانگريزۍ او زياترو اروپايي ژبو په رسنيو اوداستاني ژبه کې خو تېرمهال زياتره  پر وسمهال بدلون مو مي، خولوستونکي او اورېدونکي ورسره روږدي شوي او پو هېږي چې پېښه په تېرمهال کې رامنځته شوې ده. ناخبري کړ بياله پښتو تر انگر ېزۍ په ډېرو ژبو کې په تېرمهال کې  اوړون(گردان) مومي، که څه هم موخه يې نا تېرمهال وي، لکه په دې پښتو متل کې: که ټينگه دې کړه، ټينگه به يې نه کړې.

همداراز يو اورېدونکي زياتره له بشپړتېرمهال او نژدې تېرمهاله يو راز پوهاوی ترلاسه کوي، لکه: (ما دا کار نه دی کړی) او(ماداکار ونه کړ). همداشان له چاروال او بېچارکړ(معلوم و مجهول فعل) څخه هم هما غه يوراز جاج اخلي، لکه په دې غونډلوکې: (پر جومات يوه ځانمرگي بريد سل لمونځغاړي ووژل) او(پرجومات په يوه ځانمرگي بريد کې سل لمونځغاړي ووژل شول) او داسې نور(پارسي بېلگې: باطنی ۱۳۸۵، ۳۸-۳۹)

د نورو گڼوژبنيو توکو او جوړښتويا پديدو په لړکې هممانيزوالیsynonymy، څومانيزوالیpolysemy  او همجوليزوالی homonymy هم له intuition پرته په اسانه توپېرېدای او پوهېدل کېدای نه شي که  انگرېزي open ويی له چا واورو او يايې په سيند(ډېکشنرۍ) کې وگورو،وار له واره يې دا توپير نه شو کولای چې داستاينوم (واز) دی ( پرته له دې چې چېرې د هټۍ، کتا بتون... پر وره ښکل شوی او ياهم په غونډله کې کارول شوی وي). 

همداراز open  د کړ(فعل) په توگه بياد نالېږند(واز ېدل) او يالېږند(وازول)، توپير درواخله. تر هغې چې له دې بېلگو سره مخ نه شو: open the door/ push or pull the door to open  . دغلته( open ) لومړی لېږند(متعدي) کارول شوی او بيا نا لېږند(لازمي). ځکه  په دغه ژبه کې زياتره کړونه دواړه غبرگ پښوييز يا اوړوني(گرداني) اړخونه لري.( همدا راز د پښتو هممانيزونو او څوما نيزونو په تړاو د ليکوال اړوندې ليکنې)

په همدې لړۍ کې د انگرېزۍ او پارسۍ په گډون يو لړ ژبې نوږيز(جنسي) گرداني اړخ نه لري، په نورو ټکو،د نرينه و ښځينه توپير يې نه کېږي، خو په غونډله او اړوند چاپېريال  دغه توپير راښوولای شي او انگرېزي دا يې لا بيا د بېلابېلو نو مځرو (he,his,him: shi,her,hers) له مخې هم لږوډېر توپيرولای شي.په پښتو، عربي... کې چې کړوال نوږی(جنس) لري، بې نومځرو يې هم د گرداني بڼو د نرينه او ښځينه توپير کېدای شي(د لا پوهاوي لپاره: باطنی ۱۳۸۰، ۱۹۵- ۱۹۶).

د هندواروپايي ژبکورنۍ دننه، په دوه غورو (( اريايي)) او ((سلاوي)) څانگو کې د پښتو او پارسي په گډون پېژندوييکی(حرف تعريف ارتيکل) نه، بلکې يوازې ناپېژند(نکره) هغه لري، بې له دې چې ژبنی يا پښويي چار له خرخشې سره مخ کاندې.

هسې خو ډېرې ژبې، لکه چيني، جاپاني...  گړسره ناوړوني(غيرتصريفي) دي، خو بياهم  خپله ژبنۍ دنده پرځای کوي او اورېدونکي ورسره څه ستونزې نه لري.

 هرگوره، پښتو کړاوړون له نوږيز پلوه د عربي هومره بشپړ او پرلپېيلی(منظم) نه دی. ستاينومونه نه يواړې په ډېرگړې بڼه، بلکې په يوگړې بڼه هم پر نومونو اړول کېږي، لکه په انگرېزي رسنيوکې چې(on markets... ) Latest  چې د يوه نيولو جېزم په توگه يې ټکي پرټکي د بازار د بيو په تړاو ((روستنی)) راژباړو او رسنوال يې د(روستنی گوزارش)  پرځای کاروي او ليدونکي او اورېدونکي هم ترې همدا مانا اخلي. هسې خو نورې تيارې بېلگې يې هم موندل کېدای شي.

په پښتو کې پر يو لړ خپل، پردی، پلی، سپور، خاورې، اوبه، ايرې... نومونو سر بېره چې دوه غبرگ پښوييز چاره رانغاړي، د ډېرو ستاينومونو(صفتونو) ښځينه بڼې څيزنوميز(اسمي) چار هم رانغاړي، لکه: توره، سپينه، سره، زېړه، زرغونه، خړه،جړه، تړه،ژوره، لوړه، ځوړه، اومه، پخه، پڅه، پړه، لويه(په لويه کې)،کلکه، پسته، لومړۍ، رو ستۍ،گرانه، اسانه، گرمه، شاړه يا شړه، سپره( که څوک چاته د روغې په موخه خور لور ورکړي، بيا وايي: سپره يا سوره يې ورکړه)....

هرگوره، په دې لړکې يو گڼ شمېر جوړه تړنگونه هم رغوي،لکه: روغه جوړه،لوڅه بربنډه، تونده تېزه، نرمه گرمه ، سپکه ورکه،ورکه ودانه، لنده وچه، لنده سپوره، لوږه تنده، ورانه ودانه، ورانه ويجاړه، هسکه ټيټه،لوړه ژوره، ښه بده(ښه او بده)، شخه شولا نگه، پړه او وړه، توده سړه،سره زرغونه، زېړه زر غونه، سره او شنه؛ رو ستي درې سره تړنگه د بوډۍ ټال په مانا دي چې د ننگر هار خواته يې نرينه جوړه انډول ((سورو زرغون)) هم دود لري)، (سپينه غبرگه) د شاجوی او کلات ترمنځ ديوه ځای نوم دی.(وييپوهنه ۲۷۸)

 د سوسور او چومسکي دواړو پوهانو له اند دود سره سم يو خرېړی (سمارق) په  لاندې انځور کې د يوې ژبنۍ نښې يا سېمبول په توگه له درو واړو اړخونو سره داسې ښوول کېږي.: کيڼ لاسته، د گردۍ په پاسنۍ برخه کې دخرېړي غږيز يوون (لفظي واحد)، نوم يا ښووند(دال)، او په لاندې برخه کې يې منځپانگه، نومولی، ښوولی(مدلول)، يا(مانا)،او ښي لاسته د خرېړي انځور دا راښيي چې زموږ له ښووند او ښو ولي له ژبې بهر واقعيت دی، يانې څنگه چې په پنځ(طبېعت) کې شتون لري.( اولريښ۱۳۵ ؛ د سوسور۷۸ بيلگه ((ونه)) ده)

         ژبنی پيلامه (سېمبول)    

 په دې توگه خرېړی په همدغه آره او رښتيني  طبيعي بڼه د نړۍ د ټولو ژبټولنو په ذهنونو کې په مجرده او نامحسوسه بڼه خوندي دی، په بله وينا، په آره يا بېخبنا يي  بڼه د ټولو نړيوالو ژبه ييکې يوه ژبه ده. د بهرنۍ نړۍ  ټول څيزونه، د چا خبره گرد((حيوانات، نباتات، ما يعا ت، جامدات، غازات)) او د انساني دننی نړۍ ( انگېرنې، نگېرنې،سوچ، اند، واند... ) او نور هرڅه نگېروړ (محسوس) او نانگېر وړ( نا محسو س) پيداوار د گردو په ذهنونو کې څه ناڅه يو راز شتون لري.

دا چې بېلابېلو ذهني انځورونو ته بېلابېلو ژبټولنو بېلابېل نگېروړ(محسوس) غږيز انډولونه (سېمبولونه) ورټاکلي،نو بېلابېلې ژبې يې رامنځته کړې دي. .دا خبره داسې هم څرگندولای شو:  دا ټولې ژبې دهماغې يوې يوازېنۍ ذهني ژبې بېلابېلې کړنيزې بڼې دي چې دهرې ټولنې ويونکي يې په جوليزه او نگېروړه توگه په وړکينه کې له زېږونه تر ۵-۶ کلنۍ پورې له خپلو اړوند انو څخه د پېښو(تقليد) پله لارې زده کوي او په ذهن کې زېرمه کوي او له اړتيا سره سمې يې خپلو همژبيو ته اوروي او لېږدوي.

ناويلې دې پاتې نه شي، زموږ له دننۍ ياذهني نړۍ  څخه دبهرې طبيعي نړۍ ډېری څېزونه او پديدې چې په ښکاره ډول دعيني او واقعي هستيو په توگه مو په ژبو کې غبرگون(انعکاس) مومي ، زموږ د ذهني کږنو انگېرونو، گروهو، افسانو او اساطيرو زېږنده ده، لکه: اسمان، دېوان، پېريان، بلا، روې، شيشکه...، لمرختل وډوبېدل ياد لمرسترکه د اسمان نيمايې ته رسېدل او سپوږمۍ لا بيا پر(مياشت، سپوږمۍ) يا(بدروهلال) وېشل، او همدارنگه د لمر او سپوږمۍ تندرنيول دهغه مهال له ليد توگې سره سمون لري چې انسانانو د زمکې پرځای د لمر پرگرځېدا گروهه درلوده.دبېلابېلو رنگونو د شتون خبره هم خرخشنه ده او هغه داچې له آره ديوې يوازينۍ شنل کېدونکې ((سپينې نوري))وړانگې اووگوني ځېلونه دي.

د ښووند او ښوولي يا نوم او نومولي د ((يو پر يو)) والي يا وبله تړاو د نه ټيکاو(نه ثبات) کله ناکله له دې رامنځته کېږي چې يو څيز يا پديده د نومولي په توگه کېد ای شي، يوه جوته(ثابته) جوله ولري، خو پر  وړاندې يې زموږ ذهني انځور بدلون ومومي او له هماغه يو يوازېني نوم(ښووند) سره مو ذهني انځور بله بڼه راخپله کا ندې ، او د دغه ترمنځ تړاو((مانا)) هم بدلون او رنگارنگي پيداکوي.

د پاسنۍ خبرې په پخلي کې به د بېلگې په توگه لمر او سپوږمۍسره پرتله کړ:. لمر  په داسې حال کې چې نه يې په طبيعي جوله کې څه ونج راغلی او نه يې د ښا يست، رڼا او تودوخې له ځانگړتياوو سره زموږ په پخواني اخېستي ذهني انځور کې، خو پر وړاندې يې د سپوږمۍ بيا له هماغې جوتې طبيعي جولې سره سره  د انسان له ورتگ راهيسې زموږ پخو انی اخېستی ذهني انځور بدل شو 

د سپوږمۍ انگېرلې ښکلې او وړانگنې شاعرانه او اسطوره يي څېرې پر ځای ترافر يقايې لويې سارا بتر، او لا بې هوا، بې اوبو او بې ژونده يو هسې سپېره انځور په مغزو کې راوټوکېد؛ له دې سره يې مانا هم چې د نوم (ويي) اوذهني انځور ترمنځ دوه اړخيز تړاو دی، بدلون وموند.(د زياتو بېلگو او رڼاوی لپاره، باطني: ۱۳۸۰، ۱۸۷-۲۰۵او۲۲۳-۲۳۲)

سره له دې چې د ذهني او عيني نړۍ واقعيتونه دپرتليزوالې(نسبتيت) په رنگ کې رنگېدلي دي،  ژبې مو هم د هغو په ځلونه(منعکسونه)، او همداراز بيا ژبپوهنه د ژبې په څېړنه، شننه او ځيرنه کې هم همداسې درواخله!

 په هر ډول له همدې((پرتليزوالې)) سره، انسانان ژبه د خپلمنځي ټولنيزو اړيکو د ټينگولو، په بله وينا، د وبله پوهاوي اوخبراوي لپاره د يوه اوزار يا وسيلې په توگه  پرکاراچوي.

 داچې ژبه په کړن کې څنگه کارول کېږي، يا په نورو ټکو د ويونکيو تر منځ د پوهاوي او خبرا وي چار(عمليه) څنگه تر سره کېږي، لومړی يې له سوسوره (۱۳-۱۴) راپيلوو، هغه هم د دوو کسانو ترمنځ، لکه په دې لاندې انځور کې: 


کله چې يو څوک (غ) وغواړي، يوڅه (څ) ويی(کلمه)- وييغونډ(عبارت)، لکه سرليکونه (عنوانونه)، سرليکې(سرلوحې) ...يا په سهي ډول يوه غونډله (جمله)- ووايي، ړومبی يې په مغزوکې يو غږانځور(ځ)، جوړېږي چې يو ((سايکولوژيکي)) کړن دی. ماغزه غږيز يا ژبني غړي پرکاراچوي چې يو ((فېزيولولوژيکي)) کړن دی او هغه (څ) له سږونه د را وتونکې ساهوا او بهرنۍ هواپه مرسته د غږ پر څپو بدلوي او په دې ډول د وينگ او اورېدنگ وړگرځي چې يو فيزيکي کړن دی او له دې سره د ژبني چار(عمليې) ړومبی پړاو پايته رسي.

دويم پړاو هله پيلېږي چې که غږېدونکی(غ) وغواړي، هماغه يوڅه (څ) يو بل چا(ا) ته څرگند کړي، په نورو ټکو،اورېدونکی(ا) ته ور واوروي، او اورېدونکی هم هممهاله وغواړي، پر(څ) پوه شي، نو له اورېدو سره هغه له خپل  غوږه مغزوته لېږ دوي، چې دا لېږد يوفيزيولوژيکي کړن دي ، او بيا يې چې په مغزوکې له(څ) سره سمون ورکړي،يو سايکولوژيکي کړن  يا سازښت  بلل کېږي؛ رواني(سايکولو

جيکي) کړن په دې مانا چې که د اورېدونکی په ذهني زيرمه کې ورته انډول شتون ولري او ورسره سمون(مطابقت) ورکړای شي، يا دچاخبره سريې پرې خلاص شي.

 نو که اورېدونکی پر خپل وار هم وغواړي،د(غ) په غبرگون کې څه (څ) ووايي، پر ورته سايکولوژيکي، فيزيولوژيکي او فيزيکي لاره به يې تر غوږه وررسوي؛ بيا نو د لومړنی کس دنده ده چې  د پوهېدا لپاره فيزيولوژيکي او سايکولوژيکي کړ نې ترسره کاندې. همدا سې سره دواړه کسان خبرې اترې يا مرکه دوه پر دوه  پر مخ بيولای شي اوکه لا وغواړي، بل يا نور څوک هم په دغه مرکه کې رانغښتلای شي.

چومسکي د سوسور ژبنی چار ته نوره پرمختيا او پراختيا ورکړې، لکه په دې لاندې انځورکې:

دلته د دوه کسو(غږېدونکي او اورېدونکي) سوال وځواب له بل راز نومونو (ترمو نو) يا ټوليو(مقولو) سره څېړل کېږي: د څه (څ) پر ځای ((خبرتيا يا معلومات)) او د غږ انځور رغاونې پرځای((قالب رغاونه))  او((وينا))کارول کېږي چې درېواړه چاره پر ويند يا غږېدونکي اړه لري، خو لومړی چار يوازې ساپوهيز(سايکولوژيکي) راښيي، دويم ((ساپوهيز- ژبپوهنيز او درېيم دا((وينا)) يا((استوزه، پيغام)) تش ژبپوهنيزکړن: 

 د اورېونکې له خوا قالب ماتونگ ساپوهيز- ژبپوهنيز او مانا کونگ ساپوهيز راپېژني. نوکله چې اورېدونکی هم پرخپل وار د((ويند)) دريځ راخپلوي، هغه بهير په سرچپه توگه لومړي ويند ته ورغبرگوي. نو که دغه انځور د سوسور له هغه سره پرتله کړو،گورو چې چومسکي پررواني ونډه زيات زوراچو ي،حال داچې رغښتي ژبپوهان او په ځانگړي ډول امريکايي رغښتوال د چلندوالو (رفتارگرا) ساپوهانو behaviorist-psychologistes تر اغېز لاندې راغلي دي.

ليونارد بلوم فيلد چې په رښتينه د امريکايي رغښتوال ښوونځي پيلامگر بلل کېږي، د نوموړو ساپوهانو ترچلندواليزو جاجونو او لارو رَودو سخت پلوي وو او غوښتل يې، هغه د ژبپوهنې په ډگرکې هم پرکار واچوي.  په دې توگه يې پليونيو د ژبې او غږېدا تر منځ توپير هېڅ نه مانه  او پر همدې يې ټينگار لاره، د هغو ساپو هانو په څېر چې د انسان  يوازې لېدوړ کړه وړه يا چال چلندڅېړي او په يو ډول د دنني ژوند له پټو پوښلو اړخونو ډډه کوي، هماغه غونډلې(جملې) ترڅېړنې لاندې ونيسي چې په کړن کې کارېدلې او يوه راز ثبت شوې اوسي.(باطني، ۱۳۸۵:۸۲، .۹)

په دې کې څه اړنگ بړنگ نشته چې چومسکي  په ډېرو خبروکې له سوسوره الهام اخېستی، خو د نورو نيوکو په لړکې يې يوه داده چې سوسور او او  نور رغښتوال يې په يووستووغږيزو يوونونو(واحدونو) او ورسره تړلي مانيز سېستم کې ښکېل  پا تې  شوي او غونډله (جمله يې په ((برزخ)) کې پرېښې  او له دې سره يې لومړۍ درجه ارزښت نه دی ورکړی.(چومسکي- درزي ۴۴).

د چومسکي پر اند د هر ژبني توک  آره او رښتينې مانا او پښوييز چار په همدغه بشپړ ژبني توک(غونډله) کې راڅرگندېدای شي. هسې خو  پخپله سوسور() او نوميالي فرانسي  ژبپوهانداندرې مارتېن (A. Martinet) د دې منښته کړې چې ژبه څه د وييونو  يا نومَونو(ترمونو، اصطلاحاتو) نوملړ يا فهرست (nomen clature) نه دی، بلکې يو سېستم دی او د يوه توک يا چار د بل او نورو توکو او چارونووسره په تړاوکې يوڅه راڅرگندوي او د پوهېدا وړگرځي.

ژبنی پيلام(سېمبول)

داچې وايو، (انساني) ژبه  د تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(سېمبولونو) يوه پرلغښتې ټولگه يا سېستم دی او هر پيلام (علامت، سېمبول) يو څيز، پېښه يا ښکارنده نوموي، داپوښتنه رامخته کېږي چې سېمبول څه ته وا يي؟.

پيلام(سېمبول) په ټوليز ډول داسې راپېژندل کېږي:

هر هغه څه چې له ځان پرته د بل څيز ښکارندوی وي، پيلام بلل کېږي. د ساري په توگه کله چې وايو((سور رنگ د خطر پيلام دی))، نوموخه يې داچې دغه څيز (سور رنگ) له ځان پرته يو بل څيز((خطر)) ته نغوته کوي. که نه، د((سور رنگ)) آره او عادي مانا پوره څرگنده ده چې څه راز رنگ دی.

د بهرنۍ نړۍ له څيزونو، پېښو او پديدو، او همداراز زموږ د خپلې د ننۍ(( ذ هني)) نړۍ له بېلابېلو پيداوارونو(اندونو، واندونو، ولولو، خو ښيو، اندېښنو، دردونو، رنځونو،گرومو نو،  ستونزو، کړاوونو، هيلو، نهيليو، غوښتنو، ارمانو نو...) يوخوا، او د ژبنيو پيلامونو او د دغو پيلا مو تر منځ تړاو(دلالت)  د بېلا بېلو ټولنو له خوا په تړوني ډول بېلا بېل ټاکل کېږي.

لکه څنگه چې پاس ورته نغوته وشوه،که دغه پيلا مونه تړو ني نه وای او طبيعي وای، نو گردو ټولنو به گردو، يا لږ تر لږه  د يو لړ ټوليز او هر چېرې پيدا کېدونکو نگېروړ طبيعي څېزونو،لکه ځمکې، اسمان،ستوريو، لمر،سپوږمۍ، هوا،اوبو، اور، خاورې، شگې، ډبرې، غره، باران، تالندې، برېښنا، ونې غنې... لپاره هما غه يو راز پيلامونه يا نومونه کارول؛ پارنيز (هيجاني) چغې ياغږونه، لکه: ويې، وآی، اخ،وخ... اوانگينومونه (طبيعي نومونه): لکه: ژغ ژغ، شغ شغ، غروغور، غر هار،کړنگ وکړونگ، درب ودروب، درزو دروز،کړس وکړوس ...خو په هر ډول، بې له هغې هم بشپړ نږه، تړوني اوسېستماتيک ژبني سېمبولونه نه بلل کېږي.

چومسکي(دننۍ ژبه) او (دباندېنۍ ژبه) د سوسور د langueاوparole پرځای کاروي، موخه يې داچې دغه دواړې بڼې بېلابېلې ژبې دي، دننۍ هماغه آره ژبه راپېژني چې هر انسان يې د مورنۍ يا لومړنۍ ژبې په توگه د ژوند په لومړيو ۵-۶ کلو کې خپل ذهن ته سپاري او بهرنۍ داچې د کارونگ( وينا، ليک) ډگر ته يې  راباسې؛ آره- څېرمه په دې مانا چې اصله او رښتينې ژبه هماغه ذهني  ژبه ده او دويمه يې هسې لکه يوه لمېسه يا کاپي.

 بېخبنايي- مخبنايي جوړه نوموَنه(اصطلاح) په دې جاج کاروي چې لومړۍ د دو يمې  يو بنسټ او سرچينه ده؛ پټتوانه- کړنتوانه (بالقوه- بالفعله) په دې جاج چې لومړۍ يو ناپايه توان لري او دويمه يې يوه ټاکلې (محدوده) کچه، توانيزه- کړنيزه هم په دې  ماناچې لومړۍ ناپايه توان لري او دو يمه يې لنډگنډ(محدود) توان لري؛ نانگېروړه- نگېروړه(نامحسوسه- محسو سه) داچې لومړ ۍ ژبه يو ذهني څيز يا زېرمه ده او دويمه له ويلو او اورېدلو سره نگېر ل کېږي او مانيز- جوليزه (مجر ده- صوري) ستاينوميزه(صفتي) جوړه يې هم همدا سې درواخله. 

ناپايوالی يې په دې کې دی چې دغه آره مجرده ژبه له کړنيزه اړتياسره  سمه د زېږنده(جنراتيف) ځواک په مټ ناپايه غونډونه او ناپايه اوږدې او ناپای شمېر غونډلې رامنځته کولای شي. چومسکي دغه زېږنده ځواک  له هماغو څو لنډ گنډو(محدودو) دويونو(قاعدو) زېږنده بللی چې موږ په کوشينه کې له لنډ گنډ شمېر وييونو، غونډونو او غونډلو سره په گډه خپلو مغزوته سپارلې، کټ مټ لکه  د(جمعې او ضرب) فارمولونه  چې پر بنسټ يې له لسو ساده(0-9) شمېرو څخه ناپايه اوږدې شمېرې رغولای شو؛ يايې سره جمع کوو او لړۍ کوو او يايې سره ضربوو چې د(جمې) اسانه لياره ده، مانا داچې  په  زنځيري ډول يې  خوا پر خوا سره لړۍ  کول کوم بريد درلودای نه شي، لکه: ۱۱۱، ۱۱۲، ۱۲۲، ۳۲۱۱۳،  ۸۶۳۵۲... يا نېټې۱۹۱۹ ، ۱۳۹۱، ۲۰۱۲ او داسې نور.

 دغه شمېرې په شمېر پوهنه (رياضۍ) کې تړښتي(ترکيبي) شمېرې، يا شمېريز تړنگونه(عددي ترکيبونه بللای شواو په ژبپوهنه کې يې شمېرنوميز تړنگونه، ځکه په  پښوييزو(گرامري) توکو کې راځي او هغه هم په نومواله ډله کې د نوم، ستاينوم، نومځري(ضمير) تر څنگ څلورم نومډول گڼل کېږي او د نوماوړون (اسمي گردان) دويونه(قاعدې) پرې پلې کېږي.

هسې خو شمېرې له آره د ژبې مانيز توکي دي، يووستوي  هغه يې  خپلواک گړونه (مورفيمونه)، په بله وينا، وييونه دي.  همدومره خبره ده چې ژبنۍ جولې يې آرې دي، لکه يو، دوه، درې... او شمېرپوهنې د کار اسانۍ لپاره پر سېمبولونو يا هندسي بڼو (۱، ۲، ۳...) اړولي، لومړنۍ ليک بڼې يې که د ژبنيو سېمبولونو، سېمبولونه دي، نو هندسې بڼې يې د سېمبولونو د سېمبولونو سېمبولونه دي .(پښويه:۱۳۸۴، ۱۱۴-۱۱۳)

نو که خبره پر څو څو واره سېمبولايز شويو سېمبولونو شي، اوسنۍ الکترو نيکي- خبرتيايي تخنيکپوهه بيا له داسې ضريب خوړلو multiple ووړکړ شويو ايکنونو او سېمبولونو سره چلېږي، چې د چاخبره سمندر په کوزه کې ځايوي.

په هره توگه د دغو سېمبولونو ټولگه چې د دود له مخې فني يا تخنيکي  ژبه بولو له آروبنسټه زموږ له ټوليزې((انساني)) ژبې څخه سرچينه اخلي او سيده او ناسيده ورسره اړاو تړاو لري.

اوس به راشو، له ضرب حساب سره د ژبې د زېږندويه ځواک د ورتوالي بېلگه. دا سې به يې وانگېرو چې دننۍ(ذهني) ژبه ټول لس وييونه لري او همدغه وييونه سره خواپرخوا کښېږدو او يوه غونډله ترې ورغوو.  خوله بېلابېلو اوډونونو سره يې جوړه جوړه کوو او په دې ډول هغه لس وييزه(لغته) غونډله پر سلو وړو غونډلو (۱۲۵،۶۹۳، ۳۴۸...)ويشو، په نورو ټکو، سل غونډلې ځنې رغولای شو.

يا په سر چپه ډول، يوه تياره  شل وييزه(لغته) غونډله راخلو او د هغه د هرويي پرځای پکې(۹) نور وييونه واوډو، نو (۱۰)  نورې شونتياوې رامنځته کوي او ترې د لا سته راغلو غونډلو شمېره(۱۰) په توان د (۲۰)  ته رسي چې ويل يا ليکل يې ډېر وخت اخلي او ښايي دومره اړتيا ورته هم پيدا نه شي. ړومبني چار(عمليې) ته چورليځ(محوري) همناستی(همنشينی) ويل کېږي او دويم ته ځايناستی (جا نشينی) د پوره پوهاوي لپاره: باطنی: ۱۳۸۵، ۸۰، ۹۰-۹۸ .

په هره توگه، چې که له الواکي(نظري ) پلوه، دغه پايوالی کوم  پايوالی نه لري، خو له کړنيز(عملي) پلوه يې لري او هغه داچې انسانان ورته دومره اړتيا او ورسره ورسره د کارونې متره.او زغم نه لري. په دې مانا، څنگه چې په هېڅ انديزه ورشو کې بشپړيزواله (مطلقيت) نشته، نو  د ژوندوژواک د نورو ښکارندو پديدو، مو خو او اړتياوو په څېر د انسانانو دغه شمېرپوهنيزې او ژبپوهنيزې اړتياوې هم د پر تليزوالې(نسبتيت) ترقانونه تېری نه شي کولای.

د ساري په ډول  کال دوه وړاندې رسنيو په ډېره هېښتيا خپره کړه چې  د ديجيتال  پر سکرين پېنځوس شمېريزه  (۵۰ رقمي) ټولگه يا غونډله راڅرگنده شوه. هېښتيا يې په دې کې وه چې دغومره غټې شمېرې ته تر اوسه کومه اړتيا نه ده ليدل شوې او تردودو کارول شويو غټو شمېرو(بيليون، تريليون، کاتريليون) پورته نومونې هم  لا تر اوسه نشته. که څه هم دا شونې ده، د روستۍ غټترينې شمېرې په  څو څو ځله ضربولو رامنځته شي اوان يو نوم هم ورکړ شي، خو کړنيزه اړتيا او گټه به و نه لري.(باطنی ۱۲۵- ۱۳۰، يمين ۹۸-۱۰۰)

لکه د شمېرو ټولگو غوندې چې د رياضي غونډلې(جملې) بلل کېږي، د ژبنيو غونډلو ناپايوالی  هم پرتليز انگېرو مانا داچې ناپايې شمېرې ته يې په هره توگه، خو بېکچه اوږدوالي ته يې اړتيا هېڅکله نه پيداکېږي، بلکې پرځای يې له دودو( يووستوو، غبرگو، منځپېښو او تړښتي) غونډلو کار اخېستل کېدای شي، لکه چې په اروپايي ژبوکې  يې څه ناڅه اوږدې اوپېچلې بېلگې ډېرې ليدل کېږ ي او زموږ د پرمختيايي ختيزو ژبو او بيا په پښتو او پارسۍکې يې لږوډېره پليوني ورځ تر ورځې زياتېږي. ځکه تر هرڅه له مخه په ژباړوکې ورته اړوځو او په دې ډول يې له گردو هاندوهڅو سره دخپلوژبو لنډ، ساده او اسان انډولونه نه شو ور ځايناستي کولای،که نه،دگونگوالي ترڅنگ کېښکلتيااوسپماهم زيامنېږي.

 يوه غوره بېلگه يې زموږ د څانگپوهې په تړاو د ښاغلي چومسکي د اثارو په لړ کې د هماغه بنسټيز کتاب ((Knowledge of Language: its Nature, origin and use1982.)) پارسي ژباړه ده چې علي درزي پر۱۳۸۰ل./۲۰۰۲ز. کال  تر ((دا نش زبان: ماهيت، منشأ و کاربرد آن)) سرليک لاندې په ايران کې چاپ کړی، ده منښته کړې چې له ليکوال څخه يې د سيده شاگرد په توگه د ژباړې په بهيرکې پر لپسې اښتنې پوښتنې کړې،خو بياهم د غونډلو په راساده کولوکې  يې دومره بری په برخه شوی نه دی. 

او دادی، زه هم پرخپل وار چې له هغه کتاب څخه څه رااخلم او راژباړم، اړوځم، آر انگرېزي اوهغه پار سي ژباړه يې هممهاله مخېته کښېږدم او ورسره ورسره د چو مسکي د يوه پياوړي پليوني باطني اړوندې ليکنې هم په پام کې ونيسم چې گو ندې پښتو غونډلې را څخه هغومره اوږدې او پېچلې نه شي!

هرگوره،  له شمېرې پلوه په گرودو ژبو، هغه يې هم گړنيو بڼوکې لاڅه چې يوازې په ليکنيو هغوکې د غونډلو ناپايوالی څېړل  هم گران دي او هم اسان:.گران په دې چې زېږون يې له مهال سره تړلی دی. دا څوک نه شي اټکلولای. ځکه څو چې انسان له خپل اندوژوند اوبيا ژبې سره  په نړۍ(ځمکه يا بل ستوري ياکُره)کې خپل شتون  او بياټولنيز شتون پرمخ وړي، ژبنۍ کارونيزه اړتيااوورسره تړلې ټوليزه پرمختيا او پراختيا او په ترڅ کې د غونډلوکارونيزه او زېږيزه هغه کوم پوله بريد نه شي در لودای. دا خبره هرگوره، په زغرده کولای شو چې په هره ژبه کې په گړنۍ يا ليکنۍ بڼه هرڅومره غونډلې پرکاراچول کېږي، له يوڅو ډگرونو پرته هرومرو له جوليز او مانيز پلوه بېلا بېل ډولونه او ځېلونه راخپلوي .

له دې کبله يې په هره دودياله ليکنۍ او بيا پر هېوادني او جهاني کچ په ډېره کار ېدونکې ژبه، لکه چينۍ يا انگرېزۍ کې، د غونډلو شمېره  ټاکل د راپاتې شتو متنونو له مخې  شوني برېښي، خو څه اړتيا ورته نشته. يوازې  وييپانگه يې چې  ددود له مخې په سيندونو سمندرونو کې پرله پسې راخوندي کېږي، په اسانه شمېرل کېدای شي.

بلخوا له يادشوو وييونو څخه، لکه چې پاس وويل شول، په راز راز اوډون (تر تيب) سره د راز راز رغوليوغونډلو شمېره ښايي تر ميليونونو او ميلياردونو ور سي.  هو،که اړتيا ورته پيدا شي،ښايي، له اړوندې  خوندي پانگې څخه يې د شمارپو هيزې (احصا يي) ژبپوهنې په رڼاکې، د يوه ځانگړي ديجيتال په مټ را چاڼ او يوه اټکلي شمېر يې ترلاسه شي، هماغسې چې د ويينو  په برخه کې له ښايسته ډېر مهاله ورته چم پر کار اچول کېږي.

دا هم بايد هېره نه کړو چې ښايي تر چيني ژبې  دانگرېزي  وييرغاونيز() بهير ډېر چټک وي او له دې سره يې د غونډله رغاونې بهير هم لا زياته چټکتيا مومي. ځکه هر نوي ويي سره يې ضريب څو څو برابر  لوړېږي. په نورو ژبو کې هم ورته دوه اړخيز زياتوالی له علمي، فرهنگي او تخنيکي پرمختگ په انډول...

که نه د آرو((دننيو)) مورنيو ژبو پانگې په ټوليز ډول له يو- يونيم لک شمېرې تېری نه کوي؛ د پښتو او پارسي د ۸۵ او سل زرو پورې اټکلېدای شي.(د شارل کيفر د لکچرو په لړ کې، برن پوهنتون ۱۹۷۰)

 د ژبې د زېږندويه ځواک په تړاو داهم ويل په کاردي چې کله موږ  د(کړنيزې) يا (بهرنۍ) ژبې دچوکاټ دننه، نويو غونډ ونو او غونډلوته اړتيا پيداکوو، نو د هماغې (دننۍ) ژبې له لنډ گنډ شمېر وييونو څخه د ورسره بېلگو له مخې په اتو ماتيک ډول د گړهار او ليکنې په بهير کې رامخته کوو او کاروو. په دې توگه، يوراز ناگاهانه او خپلسري نيولوجېزم  تر سره کوو ؛ هرگوره، کوم نيولوجېزم چې موږ يې د ((کره ليکنۍ ژبې))  په چوکاټ کې د وييرغاونې(واژه سازۍ) په نامه له اړوندو ژبپوهنيزو او بياوييپوهنيزو آرونو سره سم تر سره کوو. د الهام سرچينه او مخبېگه مو همد غه خپلسري يا(و)گړنی نيولوجېزم  دی 

تر کوم ځايه چې  څرگنده ده،  د نړۍ ژبې په ټوليز ډول پرلپسې د پراختيا او پېجلتيا پر لوري درومي، په دې ډول:

د اړوندو ټولنو له پرمختيايي بهير  سره سم يې. دکارونې اړتيا ډېرېږي او له دې لامله پکې د خپلو ليکوالو،  رسنوالو،پوهيالو او فرهنگيالو له خوا د زېږندويه ژبني ځواک پر  بنسټ له اړتيا سره سم د نويو نويو علمي، فرهنگي، تخنيکي او خبرتيايي (انفارما تيکي)  پديدو او برياوو، او ورسره د تړلو جاجونو(مفاهيمو) د راخپلولو لپاره پرلپېيلې وييرغاونې اوغونډله رغاونې  چټکتيااوپراختيا مومي. .

بلخوا له هممهاله په  طبيعي او ناځانخبري ( نااگاهانه) ډول په (و)گړنيو بڼو کې د اړوندو ژبو يو لړ رغاونيز_ غږپوهيز او  پښوييز دويونه (گرامري قاعدې) بيا ساده گي او اساني مومي.   بيا يې نو غږپوهان  او پښويې پوهان (گرامرېستان) هغه لنډېزوزمه ادلون بدلون تر وسې وسې په پام کې نيسې،  او له دې  لارې يې دوه اړ خيزې پراختياوې او پېچلتياوې يوڅه راسکينده کوي اوجبرانوي.. 

 

 په دې ډول داسې يوه دودياله  اوليکنۍ ژبه نشته چې د اړوندې ټولنې له پر مختيايي بهير سره سمه يې له وييپانگيز او غونډله ييز پلوه غځېدا او  لږوډېره پېچلتيانه وي موندلې او و  نه مومي. دا خبره له څانگپوهانو پرته هر زده کړه وال او ليکوال ته هم زبادېدای شي  چې لږ تر لږه يې له وييپانگيز پلوه د يوې پېړۍ يا لږ ترلږه د لسيزو په اوږدوکې اړوند ټوليز او څانگيز سيندو نه (قاموسونه) سره پرتله کاندې، هغه هم پر پښتۍ يا ورپسې پاڼه د خپرندوی د ليکي پوهې (کتاب پېژند نې)  په يوه تشه کتنه.  همداسې يې د رسنيزې اوخپرنيزې پراختيا پرتله هم درواخله، چې نن سبايې له برېښنايي-خبرتيايي تېکنالوجۍ سره يوه برېښناوزمه چټکتيا راخپله کړې ده.

هيله ده، د دې سکالو په تړاو چې د فرديناند دې سوسور ژبپوهنيز ښوونځی  پر رغښتواله  structuralism ټيکاو لري او د نووم چومسکي دا پر پسر غښتواله post-structuralism ، د ژبپوهنې او فلسفې مينه  وال به دهمدې برېښنايي خپرونې د چلوونکي ښاغلي حبيبزي ځانگړې ليکنه(رغښتولواله، پسرغښتواله او د اډانې ماتونه) هم په پام کې ونيسي ،

اخځليک

اولريښ،و. (1972) د ژبپوهنيزو جاجونو(مفاهيمو) سيندگی. فرديناند هيرت چاپخونه، المان.

باطني، م، ر. (1385ل) پښويې ته نوې کتنه. دولسم چاپ. تهران: انتشارات اګاه.

باطني، م، ر. (1378ل) ژبه او تفکر. تهران: آبانګاه خپرندويه اداره.

چامسکي، ن.(1986) د ژبې پوهه، آره او کارونه. ژباړن درزي،ع. تهران: نشرنی.

دې سوسور، ف.(1967) د ټوليزې ژبپوهنې بنسټيزې پوښتنې. ژباړن لومل،ه.:. دويم چاپ، برلين .

.زيار، م، ا. (1981) ويي پوهنه. د ژبو او ادبياتو پوهنځی، کابل پوهنتون: د لوړو زده کړو وزارت چاپخونه، کابل.

زيار، م، ا. (2005) پښتو پښويه. درېيم چاپ. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.

ماريو، پي، اې. (1954) د ژبپوهنې ډېکشنري. نيويارک: کولمبياپوهنتون. مکنزي،د.ن. (1980) د تږي پر ډاکتري تېزس (( پښتو ناخجن وييکي. د پښتو څېړنو نړيوال مرکز، کابل 1978)).

ووکوند ا، چيف(۲۰۱۲). فرديناند دې سوسور په ژبپوهنه کې د رغښتوالې بنسټوال: د همدغه ليکوال وېبلاگ

A blog by a former Wauconda resident, who moved abroad to study linguistics and hermaneutics

Home » F. de Saussure as the Founder of Structuralism in Linguistics

August 16, 2012 · by wauconda · in Ferdinand de Saussure in Linguistics

يمين، پوهندوی محمدحسين(1986)، دستور زبان دری. پوهنځی زبان و ادبيات، پوهنتون کابل: مطبعۀ وزارت تحصيلات عالی و مسلکی، کابل.

يمين، پوهاند دکتور محمدحسين(2011)، دستور  معاصر پارسی دری. چاپ هشتم. ناشر: بنگاه انتشارات ميوند، کابل. 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي