څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 16.12.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
پښتو د يوې ساکي ـ باختري ژبې په توګه

 Paschto im historischen Kontext zur

Indo-Europäischen Sprachfamilie


(د انګرېزي-الماني متن ژباړه او لنډيز) 
پښتو د يوې ساکي ـ باختري ژبې په توګه
1 ـ سريزه 
پښتو د پښتنو ژبه ده. پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسېدونکو پخوانۍ ډېرۍ ( بومې اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنولېنګوېستيکي ) وګړنۍ ډله ده.  پښتو او پښتانه له تاريخي ـ جغرافيايي پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير، بلخ ...) اړه لري . د پښتنو نيکونه  د سکه، ساکه،کاسيانو او ساکانو په نومونو يادېدل او پښتو هم د ساکې ژبې نمسۍ زباد شوې ده. نورې اوسنۍ ساکي ژبې له اړوندو سکه ټبرونو سره، لکه : (قفقاز يا کوکاس ته کوچېدلې) اوسيتي او12- 13 پاميري ژبې يې له نژدې خويندو څخه ګڼل کېږي.
ساکان د اوېستاييانو، پارتيانو، ماديانواو پارسيانو ترڅنګه پنځم نومېرلی او پېژندلی آرياني ټبر ګڼل کېږي چې تر زېږد ( ميلاد) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه (قفقازه ) تر شمال لويديز چين، هندو کشميره سترې سترې  ټولواکمنۍ(اېمپراتورۍ) رامنځته کړې او د مقدوني سکندر په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اَر (اصلي) ټاټوبي (باکتريا يا بلخ او د آمو شاو خوا سيمو) دفاع کړې او را وروسته يې د لومړي خپلواک افغاني دولت په توګه يوناني- باختري واکمني رامنځته کړې ده . ترنن څخه 2196کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله، سويل ته راوکوچېدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه (زرنج) يې په خپل نامه "ساکستان" ونوماوه چې راورو- سته پرسيستان واوښت. په دويمه زېږدي (ميلادي) پېړۍکې چې د ساکستان امپراتوري ړنګه شوه، په شمال کې ساکي توکمو کوشانياتو د بلې اېمپرا تورۍ بنسټ کېښووه چې د هېواد پر شمال، لويديځ او سويل سربېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل .
پښتنو ساکانو په غور و هرات او د هېلمند و ارغنداب په ورشووکې تر غوړې مرغې (اراکوزيا يا اوسنی ارغستان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې  لويې او وړې سيمه واکۍ (ملوک الطوايفۍ ) رامنځته کړې او راوروسته تر سېند وهند او کشميره خپاره شول. په دې توګه پښتوله هندي آريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډېر څه يې ترې په خپله ځولۍ کې راواخېستل، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ )،  بې له دې چې يې له آرياني " ايراني" خپلوانو ژبو، په سرکې همټبر و پاميري ژبو او بيا  له پارسي، کوردي ، بلوڅي ... هغو سره تاريخي جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خرخشې سره مخامخ شي. په اړوند لښتيليک (جدول) کې د پښتو تاريخي- جغرافيايي دريځ ښه ترا ليدلای شئ (د زياتې خبرتيالپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې):
له توکميز( اېتنيکي) پلوه د  پښتنو شمېره د افغانستان د ټولو استوګنو شپېته سلنه( ٪60) ښوول شوې، خو له ژبتوکميز پلوه ٪52.9  چې څه نا څه له منځني او نوي (اَرياني- ژبني) پېر راهيسې د هېواد په سوېل کې مېشت دي او په 19مه او بيا په تېره20مه پېړۍ کې د ځمکسمون(اصلاحات ارضي) د رسمي پلان له مخې له بېلابېلو لږه کيو، لکه، تاجيکو، هزاره وو، بلوڅو، پشه يانو سره شمال ته هم لېږدېدلي چې دغلته يې سلنه  تر٪40 اټکلېدای شي. پر وړاندې يې د ګرد هېواد پر کچ دويمه رسمي ژبه پارسي(يا په غلط مشهور نامه- دري) په ٪19 ويونکيو اړه لري، خو څه ناڅه په همدومره سلنه د نورو استوګنو دويمه ژبه  ګڼل شو ې ده. حال داچې پر وړاندې يې پښتو  بيا د دويمې ژبې په توګه تر لس سلنې(٪10) زيات ويونکي نه لري. هرګوره، د هغو پښتنو سلنه چې  په سوېل لويديزو لتو(هرات، غور، سيستان...) کې پرسنايز شوي، تر  لسو وراوړي (Kieffer:1983). 
تر ډېورنډ کرښې اخوا پاکستاني سرکاري سرچينود پښتو غږېدونکيو شميره 30 ميليونه ښوولې ده. هرګوره، ښايي اَره او رښتينې هغه يې نوره هم پسې لوړه وي. له توکميز( اېتنيکي) پلوه خو په ګرد پاکستان کې، له ملتان او ميانوالۍ نيولې تر کشميره دغه شمېره تر دوو ګرايو هم تېری کوي. د ايران په ګيلان کې د پښتو ژبو اوسنۍ شمېره 56 زره ښوول شوې، خو داچې د تېرو پېړيو په اوږدو کې يې څومره پارسيوان شوي دي، کومه څېړنه تر لا سه شوې نه ده.  په هره توګه په دروګونو هېوادوکې يوازې دپښتو غږېدونکو پښتنو ګرده شمېره تر 55 زياته اټکلېږي.
هرګوره، پښتو په پارسۍ پسې بله پتليزه غوره نومهالې اَرياني ژبه ده چې له يوې خورا بډايې او لوړکچې ليکنۍ او ګړنۍ زېرمې سره يې ادبي مخينه د دوه ګونو تذکرو ((پټې خزانې)) او ((تذکره الاولياء)) په لاسوند تر اتمې زېږدي پېړۍ پر شا ځي.
2 ـ تاريخ (History)
اَ رياني ختيځپوهانو د پښتو ژبې د اَرې(منشاء) د موندنې لپاره دوه پېړييزې اوږدې لارې رودې تر شا پرې اېښي، ترڅو دې پايلې ته را رسېدلي چې دغه ژبه دهندو اروپايي سترې ژبنۍ کورنۍ د اَريايي(هندواَرياني) خرانګې د اَرياني څانګې له شمالختيزې ډلې سره تړاو لري او په نومېرلې (مشخصه) توګه له سکه يا ساکي ژبو څخه ګڼل کېږي. استاد مورګنستيرنې( د 1966 او1975 کال په ليکنو کې) په دې اړه چې پښتو له خپلو ويونکيو سره څنګه او کله د اَريانايا افغانستان له شمال (باکتريا، بلخ) څخه سوېل ته را لېږدلې، داسې کاږي: 
د ژبپوهنې په رڼاکې پښتو په شمال ختيزې ډلې اړه لري او داسې برېښي، هغه ټبرونه چې په دويمه مخزېږدي پېړۍ کې کومه شمال ختيزه اَرياني ژبه سوېل ته راوړې او  پښتو ترې رازېږېدلې ، (ساکه) يا ساکان ول او له ټولواکمنۍ سره يې پخوانۍ زرنګيا په خپل نامه   ((ساکستان)) نومولی وه. ښايي، هغه مهال د  پښتو ترڅنګه يو شمېر نور ساکي ګړدودونه ـ لکه خوتني او باختري يا يپتل- کوشاني( غلط مشهور تخاري) ـ هم ولي اوسي. مانا داچې هغه مهال پښتو د دغو نورو دوو خويندو ژبو غوندې په منځني پېر اړه درلوده، په بله وينا،((منځنۍ پښتو)) وه او مټې له اسلامي پېر سره نوې پېر ته راګډه شوې ده. پښتو سوېل ته تر لېږد له مخه له پاميري او په ځانګړي ډول له نژدې خويندو  يېدغه او مونجي ژبوسره په يوه اوېجه کې ويل کېده. 
هرګوره د استاد مورګنستيرنې په ګډون د شلمې پېړۍ پياوړو اَريانپوهانو پاميري  ژبې لا وار له مخه ساکي اَرې نومېرلې وې. د وسمهالې  پښتو له دوه ګونو نژدې خويندو څخه نن سبا مونجي د بدخشان په منجان او يېدغه په چترال کې ويل کېږي. نوموړي  له اوستاسره د زړې پښتو(( Proto Pashto)) نژدېوالی هم تر څېړنې لاندې نيولی، خو پر دې ټينګار کوي چې  تر اوستا له ساکي سره ډېره نژدې ده.د ((پښتو)) او((پښتون)) نومونه د تاريخي غږپوهنې پر بنسټ له پخوانيو بڼو h a *parsu يا parsa/u +aw او``Parswana` سره تړاو درلودای شي او د اراجوتوي چې دا نومونه، لکه پارسي، پارتي، پرثوي يا پهلوي... د منځنۍ اَرياني پېر (200مز-800ز) په هماغه لومړيو کې رامنځته شوي دي. په زاړه هغه کې ښايي پښتو او پښتون دواړه په نورو نومونو يادېدل. په دې توګه د هېرودت( 485؟-425؟) تر ياد کړي وګړنوم(پکتويس) يا هندي(پکهت...) څخه د بطليموس(دويم زېږدي کال) له(پرسويتي) سره ښه ترا ژبپوهنيز اړخ لګولای شي. دغه ځمکپوه د افغانستان په سوېل کې اوسېدونکي وګړي په همدې نامه ياد کړي چې له هېلمنده تر کسې غره او اراکوزيا(ارغستان) مېشت ول. استاد مورګنستيرن يې د پوره زباد لپاره دغلته پر يو لړ جغرافيايي نومونو(خاشرود، هېلمند، ژوب، پښين، اورګون، متون...) سربېره په وڼېڅۍ يا ترينو، د جېلم په ډبرليک او بياد منځني هندي پېر په ((پټهان)) کې دمنځنۍ پښتو څرک لګوي او له مانيز پلوه پښتو او پښتون له پښتې(غره) سره اړوندوي. دغه پښتو پوهاند د دې خبرې د زباد لپاره چې پښتو او پښتون سره يو له بله نه بېلېدونکي دي، دا متل تل راغبرګوي: ((پښتون هغه نه دی چې پښتو وايي، بلکې هغه دی چې پښتو لري))(د بشپړ څرګنداوي لپاره: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې 331-334 او 1351- 353 مخونه).
پښتو وييپانګه لکه لرغونپوهنيز موزيم هومره زړه راکښونې ده. داسې وييونه پکې رانغښتي چې تر اَرياني سپېده داغه پر شاځي، (ولسي) نويزونه(نيولوجېزمونه) يې د ګردو مهالپېرونو استازي کوي او پورويزونه (مستعار لغتونه) له نيم درځن ژبو څخه اَره اخلي چې مخينه يې تر دوو زريو ور اوړي. لرغونترين پورويزونه هغه دي چې په درېيمه مخزېږدي کې يې د يونانيانو له خوا د باختر د نيواک پر مهال له يوناني ژبې راپور کړي دي، لکه: مېچن له مېکانې(mekhane´) يا مچنوغزه له منګنيکه (manganika´). په داسې حال کې چې د زرتشتي او بودايي هغو د پاتشونو کوم ځانګړی څرک پکې نه ليدل کېږي، په اسلامي پېر کې يې بيا خورا ډېرو ديني او فرهنګي ((عربي او پارسي)) وييونو ته غېږ را پرانېستې ده.
د پېړيو په پوړيو کې يې ورځني وييونه لويديځ  خواته له زړې پارسۍ او ختيځ  خواته له هندي ژبو څخه هم څه ناڅه راپور کړي دي. خو په روږدې توګه د دې سپيناوی ګران دي چې د بېلګې په ډول يې ((مرغلره)) کله او له کومې ژبې راپورکړې، له يونانيmargari´tes يازړې پارسي*margarita- او ياهم راوروسته له پارتي يا سوغدي  بڼوڅخه! همداراز ((بلاربه،څېره، جلا، پېښ)) در واخله چې څه مهال يې له پارسي((باربر، چهره، جدا، پيش)) څخه راخپل کړي دي، خو په هر ډول د ښايسته ډېر مخني مهال  پېښه بلل کېږي.
 ((ژرنده)) او((ژندره)) بيا له لهندايا هندکو(لويديزې پنجابۍ) په بېلابېلو مهاپېرونو کې پښتو را خپلې کړې دي. د داسې ډېرو هندي اَرو پورويزونو ټاکلې سرچينې موندل يا نومېرل کورا ګران برېښي، خو نومهالې انګرېزي پورويزونه چې زياتره له هندي لارې پښتو را اخېستي، په اسانه د نومېرنې وړ دي، لکه: جرنيل، لاټ، پلټن او ټيکس. له دې سره سره د پښتو ډېرۍ بنسټيزه ويي پانګه خپله ختيزه اَرياني پاتوړې(وارثه) ده.
داخبره لا د يادونې وړ ده چې څومره ډېر اَر پښتو وييونو د نويزونو (نيولو جېزمونو) لپاره لاره هواره ساتلې ده. په دې ترځ کې يو لړخورا جوت وييونه د پژني غړيو نومونه دي، لکه: غاښ > ګشتره gastra-(چيچونکی،داړ ونکی)، سترګه>  strka- ستړکا(ستورګی) همداراز تندی يا وچولی، توری او نور ناجوت اَري، لکه: شا، خوله... هم در واخله ( مکېنزي: 1987، 547-565 مخ).
3- غږپوهنه (Phonology)
پښتو په داسې ترځ کې چې د پښوييز(ګرامري) او وييپانګيز ارکايېزم له پلوه يوه ځانساتې(محافظه کاره) ژبه بلل کېږي، له غږپوهنيز پلوه بيا د شمالختيزې څانګوړې د نورو ژبو په څېر ډېره ونج منونکې(متحوله) ده. پروفيسر مکېنزي(563) په دې اړه ليکي: که موږ د پښتو ارکاييک رغښت  د ((دويمې تربرې)) او ګاونډۍ پارسۍ له هغه سره چې خورا زيات ساده شوي، پرتله کړو، د ايسلنډۍ او انګرېزۍ تر منځ تړاو مو سترګو ته نېغ درېږي.
په دې لړ کې يې پخواني اَرياني سرتمبېواک يا(انسدادي کنسوننټونه) لکه (ب-د-ګ) پر مښليو يا احتکاکي (فريکاتيفو) هغو(و-ل-غ) اړولي دي. پر وړاندې يې لويديزو اَرياني هغو (پارسي، بلوڅي، کوردي، لوري، سمناني...) ژبو چې يوازې له غږپوهنيز پلوه ځانساتې (محافظه کارې) بلل کېږي، هماغه زاړه سرتمبېواک خوندي ساتلي دي. اړوندې بېلګې يې، لکه په پارسي (برادر- دختر- ګاو) او پښتو (ورور- لور- غوا) او داسې نورو کې. بلخوا پښتو بياڅلورګوني غبرګژبيز(رېتروفلېکس) اوازونه له منځنۍ هندواَريايي څخه را خپل کړي چې اَره سرچينه يې، هرګوره د هند بومي دراويدي ژبې وې.
پښتو د لويديزو خپلوانو په توپير دوه نرم تالوييز(palatal spirants)/ ښ، ږ/ او دوه غاښيز مښلي يا احتکاکي(dental affricates)/څ، ځ/  پر اَرياني بېواکو ورزيات کړي او د اټکل له مخې دغه څلور بېواکه په لږو ډېر اوښتون د ساکي او اوستا له پاتوړو(مواريثو) څخه دي، په دې ډول د دوو نيمواکو (w,y) په ګډون د يوې-کره پښتو د بېواکو شمېر29 ته رسي او له اوو خپلواکو(واولو) سره يې دګردو ارزښتمنو غږونو(اوازونو يافونيمونو) شمېره  36 کېږي. پښتو د نورو ډېرو ژبو په څېر د  يادشويو36  زنځيري اوازونو تر څنګه لږ تر لږه درې نازنځيري اوازونه يا يوونونه(واحدونه) هم لري چې د غونډلې(جملې) او وينا(کلام) له رغنده توکو څخه ګڼل کېږي او هغه خج ، اهنګ او غاړه(لحن) دي. هرګوره، خج يې له څپې او ويي(کلمې) سره ګډ دی.
د پښتو خپلواکو(واوېلونو) او  بېواکو(کنسوننټونو) لښتيليکونه له اړوندو وتوځو(مخرجو) او وينګتوګو( اداينګ ډولونو) سره په انګرېزي متن کې کتلای شئ).
4- ليک (Script)
  پښتو دوديز ليک د خپلو 29 واړو بېواکو(کنسوننټو) لپاره همدومره توري لري، خو داوو ګونو خپلواکو(واوېلو) لپاره په اَره توګه يوازې درې توري (وای) لري چې د اوږدې(ې) او لنډې(ي) له توپيرونې سره مټې يو توری پرې ورزياتېږي. د زوراو زورکي لپاره(ه) کارونه بياهم د دغو دوو اوازونو او ان بېواکې يا ملفوظي(ه) ترمنځ ټکر رامنځته کوي. اوږد(o)، لنډ(u) او نيمواک يا معدوله(w) درې سره په ګډه تش يو توری(و) لري. همداراز الف(ا) د څو تورو(زور،عادي الف، اوږد الف او((و)) ) ترمنځ ټکر پېښوي. له همدې لامله له څه له پاسه درو لسيزو راهيسې د پښتو ټولنې او بيا د افغانستان د پوهنو اکادېمۍ له خوا په سيندونو(قاموسونو) کې د سم سهي وينګ لپاره د غږيزې ابېڅې(فونيميکي الفبې) کارونه رادود شوې ده. که څه هم دوخت دوديزوالو اوتش په نامه څانګوالو پکې يوڅه بېځايه ادلون بدلون راوړی دی چې له ټولمنلي نړيوال فونېتيک سېستم او د افغانستان د ژبپوهنيز اتلس له هغې سره اړخ نه لګوي( پښتو ليکلارښود 14-18 او 186مخونه).


5- ګړپوهه يا صرف (Morphology)
پښتو له دې سره سره چې د زړې اَرياني او ان منځنۍ ختيزې هغې(سوغدۍ، خوتنۍ، خوارزمۍ...) له ګړپوهيزو مخبېلګو(morphological patterns) څخه خپله لاره راجلا کړې ده، خو بياهم يوه پاموړه پېچلې نومواله او کړ واله ګړپوهه لري، نوم د نرينه او ښځينه نوږي(جنس)،  يوګړې او ډېر ګړې ګڼې(عدد)، د اَر او اوښتي پېر(حالت) او همداراز( نومځری) د وګړي له مخې اوړون(ګردان) مومي.کړ بيا پر دغو څلورو اړخونو سربېره، نور ګرداني اړخونه هم لري، لکه: مهال()، اړخ(aspect)، دود(mood)، ځېل(voice)، لېږد(…)... .
5-1: نوم ګړپوهه)(Nominal morpholog)): نومونه پر څلورو ډلو وېشنه مومي: څيزنوم(اسم)، ستاينوم(صفت)، شمېرنوم(عدد) او نومځری(ضمير).
1) اوړوني(ګرداني) اړخونه (Declensional aspects): نوږی(جنس)، ګڼه(عدد)،پېر(حالت) او(نومځری) وګړی. 
څيز نوم(Substantive)
ا- نوږی( جنسgender) چې پر نرينه او ښځينه ډولو وېشل کېږي.
_ نرينه پايلې(masc. endings ):
هر  بېواک(له خپلوانو نومو_ مور، خور، ترور..._ پرته)، هر غبرګغږ يا ديفتونګ(له زورکيوالې /ۍ/ _ ډوډۍ _ پرته)، لنډ/و- ټټو-/... ؛ 
په لنډ(ي) يوازې نرينه چار(کسبي) نومونه (nomen agentis) راځي، لکه: پنډي، درزي، موچي، ټوکي، چرسي...؛ همداراز پر اوږده/و/ پايته رسېدونکي کوشيننومونه(مصغر اسمونه)، لکه: کاکو، لالو، ګلو... او پر /ا/ خپلوان نومونه(دادا، اکا، کاکا، ماما، لالا ياچارنوميز، پورويزډوله يا تاريخي (ميرزا، بېړا، شېړا، بډا، لېنډا، بوډا، ملا، ميا، بوميا، جليا، مليا،کوڼا، ړوندا، سبا، بېګا، اَريا، يما، کنېشکا، بودا؛ پر زور(فتحه) ورهڼيز ياپورويز نومونه(مېلمه، کوربه، غوبه، پوونده، لېربه، لاربه، ساده، بوله، شوده، بوده، څړه، جره... يوه ځانته جلا((بېدوده)) ډله جوړوي.
_ ښځينه پايلې (fem.endings):
له زورکي او لنډ/وu/ پرته نور ګرد خپلواک(صايت حروف): ې، ي، زور(فتحه)، ا، اوږد/وo/، زورکيوال/و- کټو -/ او زورکيواله/ۍ/؛ ـ ر د يوازېني بېواک(حرف صحيح) په توګه(مور، خور...)؛( بېدوده زورکي پای: خوله، وياله، چاړه)؛ همداراز يو ګڼ شمېر(-ځ، -ز،-ن، -ل، -ر، -ړ، -ت، -و) پای نومونه چې په ډېری ګړدودو کې پخوانی زور(فتحه) غورځېدلې دي،لکه: ورځ، وريځ، ترخځ، تښځ، تبځ، ږمنځ؛ کليز، ګومبز؛ ستن، بړستن، مېچن، نغن، کوژدن، بن، مېمن، درغن، قالين، چپن؛ څنګل، منګول، کمبل يا کمپل، غوجل، نجل؛ کچر، وندر، کنډر، بکر، غاښور، خبر(خبره)، لار، ورندار، تندار؛ خپړ، څپړ، کنګړ(ميده بوس)، کنګړ(لاس کړۍ)؛ ولېشت يا لوېشت، مياشت؛ کټو، بږو، غرو؛ همداراز لېچ(لېچه) او مټ(مټه) هم درواخله، خو ډز او ډزه زيات په دواړو بڼو دود لري.    
ب_ګڼه(عدد) 
- د نرينه ډېرګړي(جمعې) پايلې: -ان( زياتره ساکښ)، لکه: اس- اسان، ټټو- ټټوان، لېوه-لېوان، تربور-تربوران، خدای-خدايان، ميرزا- ميرزايان، غويی-غويان(غويي)…، ؛ -ونه(زياتره بې سا)، لکه: کور-کورونه، پلو- پلوونه، پړاو- پړاوونه، کال-کلونه، زړه- زړونه، واده- ودونه، ورون- ورنونه، ويی- وييونه(ويي) بېدوده( بې سا) کدو-کدوان، وېښته-وېښتان …؛ بېدوده (خپلوان نومونه) پلار- پلرونه، ورور- ورونه، وراره- ورېرونه، تره- ترونه، لېور- لېورونه، خوريی – خورييونه؛ خپلواکونج(واوېلي بدلون): پښتون- پښتانه، شپون- شپانه، غوبه(غوبون) - غوبانه، کوربه- کوربانه، مېلمه- مېلمانه، مل- مله، خر- خره، له خپلواکونج ياواوېلي بدلون (ٍAblaut)سره، لکه: پښتون ـ پښتانه، کوږ- کاږه، خوږ ـ خواږه، زيږه ـ زاږه(زږه)، تريو ـ تراوه(تروه)، سړی- سړي، لرګی- لرګي، ويی- ويي(وييونه)، غويی- غويي(غوايان)؛ زورکی، لکه: ټوپک- ټوپک (ټوپکونه)، دښمن(دوښمن)- دښمن(دښمنان)؛ ګان،لکه: ماما- ماماګان، کاکا- کاکاګان، بېړاګان،لاټو- لاټوګان، ډېپو- ډيپوګان، الو-الوګان، پوونده- پوونده- ګان، جره- جره ګان، ساده ګان، لوده ګان.
 نرينه (نا شمېر وړ) نوږ نومونه خو بې له هغې تل ډېرګړي (جمع) کارول کېږي، لکه: کورت، غوړي، تېل، کوچ، اوړه، اورږه، ساړه، غارمه، سابه، ساګ، بوس، واښه،نانځړه، ږدن، غښت، مټر، نسک، غنم، جوار، جودر... دارو، درمل او ډېري درمل ډولونه.
- د ښځينه ډېرګړي(جمعې) پايلې: (-زور)او لږوډېر(-زورکي) پايلې پر اوږده-ې اړوي،لکه: مڼې، پزې، خولې، ويالې، وړانګې، څانګې، سانګې، ښځې، بڼې(بڼکې)، بڼې(جولې)، لارې(راه ها)، لارې(نغمې)، سترګې، چرګې، شونډې، پڼې، ملې، غلې...، دوترې، لښکرې، هوټلې... غوندې ډېرګړې بڼې چې زياتره په شمال ختيزو ګړدودو کې د(-ونه) پرځای پر ـ ې پايته رسوي ياپه  سويل لويديزو هغو کې خجلاندې، هغه هم زياتره زورکي-پای ښخينه نومونه(ښځه، سترګه...) په لنډه –ي ډېر ګړي کوي، له يوې- کره پښويې سره سمون نه لري؛ هرګوره  په ساوالا کې پر –ګانې اړول کېږي، لکه: بيزو- بيزوګانې، پيشو- پيشو ګانې، ښارو- ښاروګانې ببو- ببوګانې؛- ي پايلې پر –ۍ بدلون مومي، لکه: خوښي- خوښۍ، ښادي- ښادۍ، وداني- ودانۍ...؛ -ۍ پايلې پر خپل اکر پاتېږي او په سوېل لويديځ او شمال ختيځ کې يې پر - انې يا-اني(ډوډياني)، ناروغيانې،...) پايته رسول کره نه بلل کېږي، همدارنګه ناوې-ناوياني هم درواخله؛ ا-پايلې پر –وې اوړي، لکه: ملا-ملاوې، اړتيا- اړتياوې، انا- اناوې، پر –وي او –ګانې يا ګاني پايته رسول يې کره نه راځي؛ -و پايلې هم پر -وې  اړول کره بلل کېږي،لکه: زانګو- زانګووې، پېلبو- پېلبو وې؛ -ر پايلې پر –يندې بدلېږي، لکه: مور- ميندې، خويندې، ترور_ تريندې، نږور_ نږيندې، نندرور- نندريندې؛ -ار پايلې(لکه لار- لارې) پر –ې اوړي، لکه. ورېندار- ورېندارې، ترېندار_ ترېندارې؛ په لور-لوڼې او يور-يوڼې کې - ڼ ـ د  ـ ړـ او -ړـ بياد ـ رـ اوښتون راښيي.
ج- پېر يا حالت (Case): دا نوماوړوني اړخ  لومړی پر اَر او اوښتي او بيا رښتيني او سربلي ـ اوستربلي ډولو وېشنه مومي. رښتيني او سربلي ـ اوستربلي سره په دې توپيرېږي چې ړومبنی د هماغو لرغونو هندواروپايي او بيا هندواَرياني اتګونو پېرونو د پاتشونو په توګه په غونډ او غونډله(فقره او جمله) کې يونوم تر ادلون بدلون لاندې راولي، لکه: کړندپېر(nominative)، لنډکړی پېر(accusative)، لرکړی پېر (dative)، بلنپېر(vocative)، لوښنپېر(instrumentaive) ، تولپېر(possessive)، تونپېر(locative)، وتونپېر(ablative). پښتو له دوی څخه  بلنپېر ښه ترا خوندي ساتلی او بشپړ ډېری نومونه اړوي، کړندپېر يوازې په تېرمهال لېږند(متعدي ماضي) کې، هغه هم د ارګاتيف په تړاو رامنځته کېږي (مينې- ځلمي- ما- تا- ده- دې... انار وخوړ) اود لنډکړي پېر څرک تش د وسمهال کړ په تړاو په دوو اوښتو نومځرو(ما او تا) کې لګولای شو، لکه: پلار ما روزي، مور تا روزي. پاتې نور د سربلو او اوستربلو او يا هم غبرګبلو(ambipositions)  په ملتيارښتياينه مومي، لکه:د ځلمي کور، له زمري سره له کندهاره(څخه) راغلم، زرکې ته مې ليکانی ورکړ، په ليکاني(سره) ليکل کوم، تر هېلمنده (پورې) ولاړم، په چا پسې نه ځم، پر غره وختم، تر ډېوې لاندې تياره ده، په منګي کې اوبه نشته او داسې نور.
د سربلو، اوستربلو او غبرګبلو په لاندې  لښتيليک کې  بېلابېل اوښتي او ورسره ورسره سربلي اوستربلي پېرونه  ښوول کېږي:

(د نوم ګړپوهې پاتې برخه له ګرد ټول و ټوک(جزءياتو) سره په انګرېزي متن او همداراز په پښتو پښويه کې لوستلای شئ).

5-2: کړ ګړپوهه (Verbal Morphology)
پښتو کړ ګړ پوهه لکه د نورو وسمهالو اَرياني ژبو په څېر د دوو غبرګو (وسمهال ـ تېرمهال) څټو(خور- خوړ- يالوېد- لوېږ-)  پر سيستم (stems system) ولاړه ده چې دغه سټې  بيا لنډ تېرمهالې، لر تېرمهالې، بشپړې او نابشپړې کړ مهال بڼې يا صيغې(tenses) جوړوي. سره له دې چې دغه سېستم ښايسته ګڼ شمېر تړښتي(ترکيبي) بڼې رانغاړي او په دې لړ کې  د (بشپړ- نابشپړ) اړخ(وخوړ- خوړ)، (خبري- ناخبري) دود(خوري- ګوندې وخوري) او (چاروال- بېچار) ځېل(ليکي- ليکل کېږي) د څرګندونې لپاره له مرستيالکړو(کول- کېدل- شول، ول- استل)  يا وييکو (به، ګوندې، ښايي، کاشکې...)  څخه کار اخلي. سِټه هم ساده يا يووستوې(لېږ-) وي او يا بېلښتي(پرېول- ) او تړښتې( ښکارک –ش- ). د لېږند(متعدي) او لېږندچار(causative) لپاره ډېری سټې په تېره په نوماَرو کړونو(denominatives) کې له ريښې سره  د زوروال ـ و(-aw)په نښلونه جوړېږي، لکه په رغول، بهول يا نومول، کارول کې او د نالېږند(لازمي) لپاره –يد او – يږ، لکه په رغېدم- رغېږم يا نومېدم- نومېږم... کې. د نورو خپلوانو ژبو غوندې د پښتو کړ ګړپوهې بله ربړه داده چې يو ګڼ شمېر کړ سټې، په تېره نوماَرې هغه د مهال، اړخ... له پلوه ګډه اَره يا ريښه نه لري، لکه ليد-/ وين- ياکت-/ګور-( کس- يې پر وړاندې، هرګوره له هره پلوه يوه بشپړه سټه ده).
(پاتې برخه له اوړونونو او څرګندونو سره په انګرېزي متن کې راغلې ده)
6 ـ غونډله پوهه (Syntax)
په پښتو غونډله پوهه کې چې تر هرڅه له مخه سترګوته نېغ درېږي او زيات پاموړ بلل کېږي، هغه ټينګ او ترينګ ويي اوډ(word order) دی. په يوه نومغونډ کې ګرد اړوندان تر نامه مخکې راځي. په انګريزۍ کې يو تولغونډ(اضافي فقره) هم ((د هغه سړي لاسthat man’s hand)) اوهم((لاس د هغه سړي the hand of that man))د واړه ډوله راتلای شي، حال داچې پښتو دغه دويم غوراوی نه لري.بياهم پښتو (د غونډلې پر بنسټ) څه ناڅه يوه نرمښت منونکې ((کړند- کړی- کړ)) ژبه ګرځېدلې ده، لکه: هلک نجلۍ ويني. په دې لړ کې کړول(قيد) يا کړولغونډ(قيدي فقره) ازاد دريځ لري. د دغه وروسته غونډلې اوډون ډېر روږدی برېښي: هغه چې (ا- هره ورځ) (ب- کوم وخت (ج- کلي ته) ځي، يوه لېونۍ ښځه (د- پرلاره) ويني.
په يوه نوموالغونډ کې، لکه د غونډلې په څېر، د رغنده توکونو(نومونو) ترمنځ سمون، څه د نوږي او ګڼې او څه د پېر له پلوه پوره ټيکاو لري، لکه: په (زما ګرانه پلاره!)، (ګرانې اغلې او منلې خورې!)، ( د مينې يوه يوازېنۍ خور).
 (پښويه 302-308مخ او مکنزي 563مخ او همدارنګه د غونډله پوهې  نورې بشپړې ښکالوې  پر انګرېزي متن سربېره د پښويې په ځانګړي څپرکي کې وړاندې شوې دي).
7- ګړدودونه (Dialects)
پښتو ګړدودونه تر هرڅه له مخه د دوو اوازونو /ښ/ او /ږ/ له مخې پر څلورو غورو ډلو وېشنه مومي:
1) په سوېل لويديزه ډله کې چې يو خوا له کندهاره نيولې د تورکمنستان ااو ايران تر پولو او بلخوا له ژوبه تر بولانه ټولې پښتون مېشتې سيمې رانغاړي، دواړه اوازونه غبرګژبيز- اووريز ويل کېږي.
2) په سوېل  ختيزه ډله کې چې له ژوب سره له ګډ بريد(ګلکڅ) نه نيولې تر بنو او دېرو پورې سرا سر وزيرستان  او بيا تر چراټه ټول  ((خټک زونی)) را نغاړي، دواړه اوازونه زيږ تالوييز ادا کېږي.
3) په شمال ختيزه ډله کې چې له ننګرهار او کونړه نيولې بيا تر بنو، کوهاټ، پېښور مومندو، باجوړ، دير، چترال، سوات، بونېر، اټک او مارګلۍ ګردې پښتون مېشتې لتې رانغاړي، دواړه اوازونه کټ مټ لکه /خ/ او /ګ/ نرم تالوييز ويل کېږي.
4)په منځنۍ ډله کې چې د درانيو-غلجيو له دوديز بريد((جلدکه)) تر درونټې ډېری غلجي مېشتې سيمې رانغاړي، نوموړي اوازونه يا دواړه ساييز- تالوييز ويل کېږي او يا يوازې لومړی هغه، او دا بل شمال ختيزه لوښه راخپلوي.
ګراف : پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې297 مخ او اړوند انګرېزي متن.
 د استاد مورګنستيرن په مشرۍ ټول لويديز پښتو پوهان دواړو ساييز- تالوييز فونيمونه د يوې-کره پښتو لپاره د يوه بنسټ په توګه راپېژني او سپارښت يې کوي. يو ورته وړانديز او سپارښت د پښتو پلار ارواښاد محمد ګل مومند په لاروۍ  ځېنو کورنيو پښتو پوهانو هم کړی چې ان ننګرهاري وياندان، لکه عبدالغفور وياند، به يې دغه کره وينګ ته اړېستل(کيفر75، سکېرو:1989، زيار:2001،2005 او2007 اړوندې سکالووې اود همدې کتاب انګرېزي هغه).
دالاندې اخځليک د دواړو متنو لپاره د ګټې اخېستنې وړدی:

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي