څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 16.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د موسی شفيق اړپېچلی اند و ژوند د يادونو په هېنداره کې

 اکسفورډ، 29-2-08

(پايليزه بڼه)

ان له کوشنيوالې يې يو خوبولی غوندې انځور د يادونو په هېنداره کې راځلېدلی وو. يو خوايې سره رودۍ  ترور زموږ کليواله وه او ترورزي يې د جلال اباد په يوه ښوونځي کېد هملوستۍاو انډيوالۍ کيسې رالېږدولې او بلخوابه يې د نجم المدارس ټولګيوالو د يوه مخکښ شاګرد په توګه ستاينه کوله.

پر 1332ل. کال چې تر شپږ کلنو لومړنيو او څلور کلنو ځانګړو زده کړو وروسته  په شپېني ښوونځي کې د منځنيو زده کړو په موخه له خپل لنډ تنګ کليوال چاپېرياله ارت و بيرتې او ګڼ مېشتې پلازمېنې کابل ته راغلم، په خپرونو کې يې چاپ شويو ليکنو او شعرونو زما له تېرو يادونوسره اړخونه بدلول او د ليدلو تلوسه يې راتاندوله او توندوله. يوه ورځ مې د مرکزي کتنځي مخې ته په خورو ورو پرتو کتابونو کې پر دوو نويو کوشنيو پښتو شعري ټولګو سترګې ولګېدې چې يوه د ګلاب ننګرهاري ((رېدي ګلونه)) او دا بله د موسی شفيق((پيغام)) وو.
هغه مې را نيولې او داچې له جوليز پلوه په دواړو ټولګو کې له الفه تر (يې) پورې زياتره لړ پېلې(مردفې) څلوريزې را اوډل شوې وې، نو تر سبا مې  پرله پېيلې تر پايه ولوستې. چې رښتيا خبره وي، په پرتليز ډول راته د ننګرهاري تر هغو د شفيق دا ډېرې خوندورې او زړه راکښونکې و اېسېدې او بيا بيالوستلو ته يې ورڅکول کېدم. داځکه چې له نامه سره سم يې په هماغه ښکلې هنري جوله او جامه کې يوه لمسنده او ژوندي ((پيغام)) سترګې غړولې، د يوه بدلون او پرمخيون پيغام:
د ژوندون ميره اوږده ده، ستړی کېږي
 ګوټ د شونډو د شربت درسره واخله
د وصال ډيوه به مړه وي، موږ به نه يو
 دا په ياد د محبت درسره واخله!
 
درنه ځارشم، سر راپورته کړه يوځلې
 په اشنا جامو کې ورک يې ستا نظام کړ
په اسانه پکې ساه اېستل محال دي
 هومره تنګ يې ستا هغه پراخ نظام کړ!
 
د هاتي غوږکې ويده يې يه افغانه
 خلک ګرځي د اسمان په کنارو کې
ته لا وايې الف بې د تربګنيو
 د نفاق او جهالت په سيپارو کې!
په دې توګه يې، د اند و ژوند کوم انځور چې کلونه کلونه زماپه زړه او ذهن کې وش و وده موندلې وه، ګرد سره پر بل مخ اوښتی را وبرېښېد. او چې بيامې ښکلې او کېښکلې سريزه په ځير ور ولوستله، نوريې هم پسې هېښ پېښ کړم.
په هغه کې يې له خپل لومړني ((مدرسه يي)) ژونده يو راز کرکه او بېزاري څرګنده کړې، د ناجوت برخليک(مجهول سرنوشت) پېر يې بللی او داسې يې راښوولې چې پلار يې د يوه نوموتي دينښووان په توګه په وچ زور ور اړېستلی وو.
 ښايې ځينې داسې و انګېري چې ګوندې دغه احساس ورته امريکا ته تر تګ وروسته ور پيدا شوی، هغه هم په دې لاسوند چې دغه سريزه يې هماغه مهال له تازه شعرونو سره يوځای د چاپ په موخه بېنوا صاحب ته را استولې وه. خو زما پر اند يې  شاليد تر هغې نور هم پر شا ځي، ان تر هغه مهاله چې په جلال اباد او بيا کابل کې يې تر لومړنيو زده کړو را وروسته په کور او ورپسې په نجم ا لمدارس او کابل دارا لعلوم کې خوښ نا خوښ ديني زده کړې پرمخ وړلې. هغه په کابل کې زېږېدلي وو او د لومړني ښوونځي د همزولو ټولګيوالو غوندې به يې هرو مرو دا ارمانله چې هملته يې حبيبيه، استقلال يا بله لېسه لوستی وای!
يوه نژدې کورني دوست يې راته د نورو کيسو په لړ کې د دارالعلوم د وختو يوه کيسه کوله چې د کاه فروشۍ يا کتاب فروشۍ د جومات په يوه وړه اوجره کې اوسېده او دی پرې د شپې ناوخته ور پېښ شوی وو، چېلم يې مخې ته اېښی وو، شېبه پر شېبه به يې بې تمکو تيلی ورته کاوه او هسې يو کوړ به يې ترې اېسته.
يو نيم شعر به يې چې چېرې د خپرېدو کابو وموندله، لاسباړې يې د يوې ورځې تماکو  نه ور برابرول.
استاد رښتين چې شعروشاعرۍ له همغه زده کړوځي تر پښتو ټولنې رسولی وو، ورته وړتياوې يې په شفيق او ننګرهاري کې سهي کړې او د هڅونې او لا غوړونې لپاره يې د نورو وتليو پېښوري شاعرانو د شعري بېلګو تر څنګه د يونس خليل چاپ کړې څلوريزې په واک کې ورکړې. هغوی هم ورباندې له لا نوښتګرانه ژب- ښکلا ييزې جولې او ژب- انديزې منځپانګې سره خپلې وړتياوې ښه ترا وازمايلې او په لږ وخت کې د وتليو ځوانو شاعرانو او ليکوالو په توګه راڅرګند شول. تورې ږيرې او سپينې پګړۍ خو يې لا له مخه هيسته کړې وې او د نورو ښوونيزو منځيو له زده کړه والو او ځوانو قلموالو سره يې نور توپير نه کېده. له فراغت سره ننګرهاري په قبايلو کې دنده ترلاسه کړه او شفيق په شاهي دار التحرير کې.
له مصره د اسلامي حقوقو او له امريکا د مدني قوانينو له غبرګو ماستري بريليکونو سره تازه راستون شوی او په عدليه وزارت کې يې د قوانينو د لوی مدير په توګه کار کاوه، چې مټې يې په کومه راديويي مشاعره کې په ليدلو زما زوړ ارمان خړوب شو.  پر 1338 ل. کال چې ما د ادبياتوپوهنځې په پښتو څانګه کې په زده کړه پيل کړی وو او څو مياشتې مو د منطق استاد نه درلود، نو د پوهنځي مرستيال او د ساپوهنې او فلسفې استاد مجروح له شفيق صاحب نه هيله وکړه، چې په حقوقو پوهنځي کې د نړيوالو او پرتليزو حقوقو تر څنګه زموږ هغه مضمون هم پر غاړه واخلي. په دې ډول يې د شاګردۍ وياړ هم را په برخه شو او زياتره به يې له ورور(هارون جان) سره عدليې ته ورتلم او کله نا کله هم د هېواد ورځپاڼې د خبريال په پلمه له څېره کښ(عکاس) سره د مرکې لپاره.
 هارون هم لږوډېر شعر وايه، خو د خپل ورور او نورو پخو شاعرانو، په تېره د ستر استاد حمزه ډېر غزل يې پر ياد ول او په ځانګړو بنډارو کې به يې په خورا خواږه اواز  اورول. ان په څرخي زندان کې يې چې له ماسره په يوه کوټه کې بندي وو، د شپې په شومه دم کې را انګازه کول. له دې ناخبر چې يوه شپه به يې رانه ((اميني جلادان)) د تل لپاره بيايي او د بېګناه شهيد ورور په ګناه به دی هم پر شهادت رسوي. موږ څو پاتې ملګرو يې هغه درد و وير  په هماغه راپاتې  شعر سپکاوه چې څه مهال وړاندې يې ليکلی او کمپوز کړی وو او يو  شکر دره وال بندي په خپل کوډګر غږ کې را اوراوه. ګومان کوم چې ړومبۍ مسره يې داسې وه:
((ريباره حال په غوږ کې د جانان مې ووايه...))!
 سياسي او درباري ژوند
ويل کېدل، چې ارواښاد پلار يې دواړه ورونه په هماغه وړکينه کې ظاهرشاه ته ور وستي ول او تر غوږه يې ور تېره کړې وه چې خپله شاهانه لورېينه به ترې نه سپموي. کشری يې خو په هماغه وړکينه کې دسرغړاوي له کبله له پرله غښتو زده کړو بې برخې پاتې شوی وو او ډېر را وروسته يې د کامې لېسه ګره بره تر يوولسم يا دولسمه ورسوله. خو مشر يې په خپل کمال ځان په سترګو کې ور ننه اېستی وو او لورېينې يې تر سروزيرۍ ورساوه. پاچايې هم چې له وزارت راهيسې يې لکه يو نژدې انډيوال پر خپل خورمنځ برابر موندلی وو، د همدغې وروستۍ دندې په تړاو په يوه نيمه رسمي غونډه کې د بېسارې استعداد منښته او ستاينهکړې وه او ورسره ورسره داخبره هم پټه کړې نه وه : ((کله کله رانه داسې تری تم شي او هېڅ يې پته لګولای نه شم)) ، خو دايې په اروا کې هم نه ګرځېده چې 8- 9 مياشتې وروسته به يې خپل تره زوی له هغه سره يوځای څلوېښت کلنې ټولواکۍ ته پايټکی ږدي!
که نه، هغه تر مصر او امريکا وروسته په همدې موخه د سياسي لارې رودې (career)د ښه ترا ورسيخولو لپاره ديپلوماسي زده کړو لپاره پاريس ته هم استولی وو. په دي توګه ترې په ځوانه ځوانۍ کې يو داسې پوخ پياوړی ديپلومات او سياستمدار  وتلی وو چې نه يوازې ورته د ډېرو مخنيو په توپير د((بې دېپلومه دېپلومات)) ګوته نه نيول کېده، بلکې دافغانستان د سياسي نظام په ټول تېر مهال کې يې ساری او مخينه نه وه ليدل شوي!
داهم څرګنده وه چې د هېواد په حکومتي اډانه کې تر ټولو په لږ منګ کې تر وزيرۍ او سر وزيرۍ رسېدلی وو. د وزارت له نومونې سره يې دا ګړ بړ روان وو چې د کارمندانو د قانون له مخې يې بايدعمر تر څلوېښتو يا دوڅلوېښتو کم نه وای او دی 38کلن وو. حال داچې په سروزيرۍ کې مټې دوڅلوېښت کلن شوی وو.
د ګوښوالي پر مهال درې څلوېښت کلن وو او د شهادت پرمهال نه څلوېښت،ټيک پر هماغه منګ چې دکتور نجيب اله همداسې بېګناه او بې محاکمې د يوه پاکستاني کرنېل له خواشهېد کړشو.
د اړپېچونو په پېچومو کې
داچې شهيد موسی شفيق له ګردو بېسارو سياسي او بياعلمي او فرهنګي ځانګړتياوو سره سره د سيمې او ان ښايي پر نړيوال کچ  يوعياش ترين او لوکس ترين سفير، بهرني وزير او بيا سروزير هم بلل کېده او ورسره ورسره يې زياتو کارونو هم د نندارې او ځانښوونې بڼه درلوده، اَره او سرچينه يې د هماغه لومړني ژوند پېر تمبېدلي ټولنوټيز ارمانونه او ګرومونه ول. په بله مانا، هغه د بې کچو نا پوخلاکېدونکو اړپېچونو په پېچومو کې رالوی شوی او وش و وده يې موندلې اوهغه هرڅه يې په ذهن و زړه، يادارواشننې (psychoanalysis) په تخنيکي نومونه، په ناځانخبرۍ (تحت ا لشعور)کې يوه ځاله او زېرمه جوړه کړې او بيا يې په يوځايي توګه د اند و ژونداو وګړې (شخصيت)  په وررغاونه کې يوه پرېکونې ونډه اخېستې ده. په راوروسته هوسا او بسياژوند پېر کې يې، لکه تڼاکې ورو ورو را بهرېدې او را چاودېدې او په ځانخبري او نا ځانخبري ډول يې د واکمنو ټولنيزو دودونو او ارزښتونو پر وړاندې يو راز سرغړاوي ته ور څکاوه!
دا هم يوه هېښنده پېښه وه چې مټې يې دوه دوه نيمې لسيزې وروسته د سروزيرۍ پر مهال له مېرمنې رقيه ابو بکر سره د واده ژمنه په خورا پرتمينو دود و دوستور پرځای کړه.
هرګوره، د فرانسې اوسني سر کوزي سروزيريې دوه نيمې لسيزې وروسته پر پله پل واخېست او د مخينۍ ښځې له پرېښکې(طلاق) سره يې له يوې اېټاليي مودلې سره واده وکړ.
په بشري تاريخ کې هم ښايسته ډېرې سترې او نومورې سټې د څه ناڅه ارثي وړتياوو تر څنګه د همدغه راز بې برخيو او ګرومونو زېږنده بلل شوې دي. که څه هم ډېری بيا چې سمه ښوونه روزنه يې نه ده موندلې، لږ و ډېربېلارې شوي او ياهم ګرد سره پر جنايتکارانو اوښتي دي.
په دې لړ کې زموږ نوميالی پوهيال، فرهنګيال او سياستوال هم که په مزو چړچو او ډال و ډيل(تجمل پسندۍ) کې له ښندې(افراط) کار اخېستی نه وای، په بله وينا، درباريانو او په تېره پخپله پاچا په لوی لاس دومره نه وای ورڅکولی، نه به يې د ژوند تنسته دومره لنډېده او نه به ترې راپاتې ادبي او فرهنګي شتمني له څومره ييز پلوه دومره لنډه تنګه وه. که نه، له زياتو ادبي، په تېره داستاني پنځونو او يو راز ادبي- فلسفي سبک سره يې د پښتون – افغان ((جبران خليل)) ستاينوم د جوګه والي اټکل کېدای شو!
هغه که يو خوا د شاهي دربار په لورېينه د لوړو زده کړو او بيالوړو پوړيو جوګه شوی وو، خو بلخوايې په دا بله برخه کې د ښندې لامل شوی هم وو. تر دې چې خپله کورنۍ يې هم له خپل ((ځانځاني ښاماره)) ځار کړې وه. د نورو خپلوانو او دوستانو ګيلې ګوسې يې هم له چا پټې پنا نه وې پاتې چې له هاغو لوړو لوړو څوکيو او پوړيو سره سره يې څه ښمر و ښېګڼه نه ور رسېده. کومه ګټه وټه چې لاس ته ورتله، خپلځاني لګښت يې هم نه ورپوره کاوه. د څلوېښتمې لسيزې په وروستيو کې چې کابل ته د بهرني وزير په توګه ورغوښتل کېده، د تشلاسۍ له کبله يې له سفارته درې مياشتنۍ پېشکي له ځان سره را واخېسته او بيا دېته اړوتلی وو چې خپل ځايناستی هماغومره مهال ور وځنډوي.
د وزارت په ورځو شپو کې يې يوځل د منډې له مخې داسې مهال د پلار ليدو
 لپاره کامې ته ولاړ چې په يخ کرخ جومات کې يې د مرګ پر تشتور کټ پروت وو او ده ترې بيرته پښې راسپکې کړې وې. که څه هم، ښايي کابل ته به يې د لېږدونې او درملنې ټټر ورټپولی وي، خو  هغه مړه خوا انسان چې له امانه تر ظاهره د يوه بېلګه قاضي په توګه په پاکۍ اوپرهېزګارۍ کې نوم اېستلی وو او له ده يې هم د بې کچه ((عصريت)) له کبله خوا پوره بده وه، کله يې((هو)) پر خوله راتلای شوه!
هسې خو په ټوليز ډول د ژوند په هره برخه کې د يوه ځانګړي څوب وخورمنځ(ذوق و سلېقې) څښتن وو.کله چې د بهرني وزير په توګه پر يوه رسمي سفر چين ته تللی وو، په راستنېدو کې يې تر الوتکې اورګاډی غوره ګڼلی وو او پدې توګه يې تر افغاني پولې د ورېښمو تاريخي لار را نغښتې وه او ورسره ورسره يې دځوځو ما ځوځو او ورپسې د بدري جمالې او سيف الملوک دچين ماچين اوکاشغر و خوتن   د هوسيو او رمبوسيو د ګلو رمو په ننداره او دمشکو په خوږبوييو خپله شاعرانه تنده او تلوسه پوره خړوبه کړې وه!
په سوټ و بوټ کې يې د څلورګونوموسمونو، بېلابېلو ورځنيو مهالونو او بنډارونو له پلوه پاريسي مود و دود له پامه نه غورځاوه. د بهرني وزارت پر وخت يې د نوې څلورپوړه ودانۍ پرځای پر ستورې ماڼۍ او د سروزيرۍ پرمهال يې د اَرې اداري ودانۍ پرځای پر ګلخانې ماڼۍ د پاريس د ((شانزلېزې)) تنده ماتوله. د همدې لپاره يې شمال ته تېرېدونکی سړک د ټرافيک پر مخ تړلی وو. له نا رسمي ليدو کتو يې زياتره د ناروغۍ په پلمه ډډه کوله، خو بياهم په ورځنيو دودو چاروکې کومه وټه نه راتله او په ورتلونکو(مراجعينو) کې ترې هم څوک ناخوال و نيمه خوا نه تلل او سيده ناسيده يې پرغوښتنو غور کېده.
اوس اوس راته چا کيسه کوله، هغه شپې ورځې چې داودي کودتا چيانو تر سخي غاښي لاندې شاړو شډلو کوټوکې له درباريانو او نورو سره يوځای اچولی وو، تر ټولو يې مورال لوړ وو او هغه نازولتوب يې ګرد سره له ياده اېستلی وو!
پر سپرليو ګاډيو او لاريو باندې ليکلي شعرونه، دعاوې،او ځړېدلي ځونډي او تاويزونه يې په يوه بولۍ لرې کړل او هغه ناوړه دود يې نور د تل لپاره ورک کړ چې اروپايي ګرځندويانو ترې انځوريز ګوزارشونه جوړول او خپلو هېوادوالو ته يې د زړه راکښونکو او خندوونکو ډاليو په توګه له ځان سره لېږدول.
اجمل خټک يې چې د پاچاخان او د سياسي ډلې ټپلې د نورو کارندويانو غوندې له کلونو راهيسې په کابل کې اوسېده او کوم بهرني ژورنالېست يې دمرکې په ترځ کې د ګډې وډې خوبخونې انځور اخېستی وو، په تېلېفون کې سپکه سپانده کړي وو.
په ولسي جرګه کې يې د باور رای اخېستنې دسيده بهير فېلمي ګوزارش يې بيا په هسکه غاړه پر بهرنيو خبريالانو سربېره د هېواد ټولو سېنماوو په واک ورکړی وو چې د سرفېلمۍ په بڼه يې تر يوه مهاله نندارې ته وړاندې کاوه. هغه هم په دې چې تلويزيون لا هېواد ته نه وو راغلی.
دوکتور جاوېد يې له ټولې پښتو او پښتون دښمنۍ سره يوازې د زړې يارانې په پار د کابل پوهنتون مشر و نه ګوماره، بلکې تر هرڅه له مخه په دې موخه چې دهغې پوهنيزې منځۍ جوليز ډول و ډال ور برابر کاندې او هغه هم د سردار داود تر کودتا پورې ټول کچه لارې رودې ور پخې کړې او په شنو چمنونو او رنګارنګو ګلونو يې لکه ناوې سر تر پايه و پوښه. هغه يې هم د البيروني د نړيوال سېمينار د پرانېستې په پلمه د نندارې کابو وموندله. کله چې بيا بهرنيوګډونوالو دالبيروني دارامځای د ليدو لپاره دغزني د تګ غوښتنه وکړه، پر سباته يې د صدارت له زېرمتونه شل دېرش نوي کاغذ پېچ ګړندي ګاډي پوهنتون ته را ولېږل او غزني ته له رسېدو سره له لويې لارې د البيروني تر کتابتونه يو، يو نيم کېلومتره لار په قير او تر ارامځايه کږې وږې کوڅې په کاڼو او شګو پوښل شوي وې.
د پوهنغونډې پر وروستۍ ورځ يې د چهل ستون ماڼۍ په بڼ کې ګډونوالوپه وياړ مېلمستيا جوړه کړې وه چې د څلور- پېنځو کورنيو برخوالو په ډله کې يې زما نوم هم هوکې کړی وو. په زړه پورې يې بيا داچې تر روغبړ وروسته له پيرګيلاني سره پر ماڼۍ ننوت او نور راښکاره نه شو او زما هم ورسره هماغه وروستۍ کتنه وه.مياشت پس يې نه هغه برم و پرتم وو او نه هغه درېګونې سرکاري ماڼۍ،نه کاريز مير، پغمان، نغلو او نور شاهي هوساينځايونه مېله ځايونه او نه خپل ځانګړي ښکلي خيالي کورونه!
د کرغې پر لوړه غونډۍ رغولی کور ترې داودي کودتا پرژوندونې او د جلال اباد پر لوړه غونډۍ ودان کړی هغه ترې اميني کودتا پرمړينې وبلوسه. د سروزيرۍ په وروستيو کې يې ګرانبيه فرمايشي ګاډی خو ترې په کومه فرانسي فابريکه کې همغسې نيمګړی پاتې شو او د هماغه کوشنوټي سورککي فولکس په ارمان يې کړ چې د قوانينو د مديريت په وخت کې نوي مسلمان شوي جرمن ((عبدالرحمان)) ور ډالۍ کړی وو!
د اخوانيتوب تور
موسی شفيق، لکه پاس چې  نغوته وشوه، په شعر او داستان دواړو کې د يوه انتقادي ريالېست ليکوال په توګه پېژندل شوی وو، او ان په امريکا کې د يوې شعري بېلګې له مخې د((پورنو پايت)) په نامه، نو له دې کبله نورمحمد تره کي د نورو روښاندانو په څېر دی هم د 1965 کال پر لومړۍ نېټه دخلکو دېموکراتيک ګوند بنسټوالې کنګرې ته وربللی وو. خو چې هغه بلنه يې ور رد کړې وه، د اخوانيتوب تور يې ورباندې لګولی وو. راوروسته اړوندوګونديانو هغه تور نور هم پسې انګروزه کړ، هغه هم په دې دک دليل چې ګوندې له جامع الازهره راستانه شوي افغانان زياتره اخوانيان ول. خو زما او نورو ډېرو پرانديې له اخوانيانو سره خوا خوږي د امريکا او نورې پانګوالي او اسلامي نړۍ غوندې له انتي سووېتېستي- کمونېستي سياسته سرچينه اخېسته او له همدې لامله يې د ګلبدين غوندې سختچاري اخواني بنديان د سروزيرۍ په هماغه لومړيو کې له زندانه ازاد کړل. دکړو وړو له پلوه يې خو تر سېکولره هم ورتېره کړې وه او له ښايسه ډېر مهال راهيسې يې چا لمونځ و روژه نه وه ليدلي!
ان دپښتونستان ازاديپال غورځنګ يې له ټولې پښتونولۍ سره سره د شوروي لېوالتيا او ملاتړ له کبله يو مخيزه رداوه. هسې خو بې له هغې هم د ټولنيز-سياسي دريځ له پلوه په منځلارو کې راته او نه يې غوښتل له ګاونډيانو سره ځان په جوال کې واچوي. داسې انګېرل کېده چې بوټو ته يې هم څه نغوته سېګنال رسېدلی وو، ځکه هغه د ولي خان تر مشرۍ لاندې عوامي ګوند ته له ټاکنيز بري سره څه ناڅه  صوبايي واک ځواک ور پرېښووه او سرسر کسان يې په پاچا خان پسې کابل ته راغلل او له خېل و خټک سره يې په پوره پت و درنښت  له ځان سره پېښور ته ستون کړ چې تر تورخمه يې په بدرګه او مخه ښه کې د زرګونوګونديانو او ازادو مينه والو ترڅنګه د شفيق صاحب رسمي استازيو ننګرهاري او قاضي صداقت برخه اخېستې وه. هرګوره، تر مخه يې د دارالامان په مېلمستون کې هم د ټولو چپي او ملي ګوندونو مشران، لکه انجنير غلام محمد فرهاد، نورمحمدتره کی، محمد هاشم ميوندوال، ببرک کارمل، دوکتور اناهيتا، معصومه عصمتي... ور غلي ول.
 مګر له ايران سره يې د هېلمند اوبو د تړون لاسليک پر وړاندې له شين بيرغو پرته نور ټول کيڼ لاسي او ښي لاسي ګوندونه  په يوه جبهه کې راټول شول او پر لاريونونو يې لاس پورې کړ. ده يې هم په غبرګون کې دوه درې ورځې وروسته پر يوه لنډه پښتو ادبي ټوټه بسنه وکړه چې ښايي، هغه يې له کلونو راهيسې ړومبۍ او وروستۍ ليکنه ولې اوسي، يا داچې تر موږه به يې بله نه وي را رسېدلي.
 ما لس پېځلس کاله مخکې دننګرهار پوهنتون د پښتو څانګې استاد شاولي ته دلارښود په توګه د هغه شهيد نا پېيلې پنځونې د پوهنوالۍ سکالو ور ټاکلې وه، خو له بده مرغه تر دوه کلنو منډو ترنډو وروسته کوم تش په نامه پوهنوال هغه ور بدله کړه او د پېښور پوهنتون هاسټل ته په ژړغونو سترګوپه ماپسې راغی. له هغه راهيسې يې راته نوره پته و نه لګېده چې لږ تر لږه به يې پرلاس ورغلي اثار چېرې ساتلي وي او که نه؟
د اندو وينا له ازادۍ سره يې ناباندېوالی بيا څه ناڅه د داودخان سياست ته ورته وو او همغه ليوني سردار ته يې لار هواره کړه. ازادې رسنۍ يې يو مخيزه بندې کړې او چلوونکيو ته يې څوکۍ ورکړې. په هغه ډله کې يې د ((افغان مهالنۍ)) اَر پازوال ((ولسمل)) تر پخوانۍ ولسوالۍ د پورته څوکۍ جوګه و نه ګاڼه او تر غوږه يې ور تېره کړې وه چې (د غېران همدومره ګوړه کېږي))، حال داچې ارواښاد غلام حسن ساپی يې د لګښتوال په توګه په بغداد کې مستشارکړ. د کاروان هغه ((کشککي)) يې د اطلاعاتو او کولتور وزير او د روزګار هغه يې په کوم وزارت کې معين و ټاکه او نور يې، لکه وريځ، هوسا... هماغو پخوانيو رياستونو او مديريتونو ته ور وپېژندل. پر سياسي ګوندونو بنديز لګولوته يې يا پخپله زړه ښه نه کړ او يا ورته ټولواک سلا ور نه کړه.
د افغان په وروستيو ګڼو کې زما له خپرو شويو څلوريزو څخه يوه هم په همدغه تړاو وه:
نوې دود شوه د څوکۍ د ختو لار
                                                                 ځان چپی کړي چلوي ځانته اخبار
پټ ښی لاس د داړه مارو د سرکار
                                                                 شي والي، معين، وزير يا مستشار
هغه مهال يې د دارالعلوم ټولګيوال او انډيوال ننګرهاري چې په ښکاره د قبايلو کالخوای وو او برنيو ((کمکی صدراعظم)) باله او کښېنيو((سوټه وزير اعظم))، د باختراژانس په يوه غونډه کې د ځان يا شفيق صاحب له خوا په يوه توند و تېز غبرګون و نازولم!
 
ژبنی لاسبری اوپښتو
شفيق صاحب په ژبزده کړه کې تر سيد جمال الدين افغانه کم نه وو. پر عربي او انګريزي يې همدومره لاسبری درلود، لکه پر پښتو او پارسۍ او په پوره باور يې
فرانسي هم په هماغه لنډه استوګنه کې دومره ياده کړې وه چې لږ تر لږه پرې  د پاچا هومره غږېدای شو.
د ياد شوي سېمينار بې کاغذه پرانېستونې انګرېزي وينا يې ټول کورني او بهرني برخوال تر اغېز لاندې راوستل، په نومېرلې توګه دپاکستان نوماند تاريخپوهاند او لرغونپوهاند پروفېسر داني چې د پېښور پوهنتون په ګډون د هغه هېواد د زياترو پوهنتونونو استاد او د موزيمونو مشر پاتې شوی او اوس تر نوي کلنۍ اوښتی، ماته دمېلمه پال په توګه د هغې پوره منښته اوستاينه وکړه. حال داچې تر هغه مهاله د کابل پوهنتون يو نيم پښتون دښمن استاد دا پروپاګندکاوه چې هغه اورژبی سروزير ګرد سره په انګرېزۍ يا بله نړيواله ژبه نه پوهېږي!
 
بشپړ ډېری ادبي پنځونې يې پښتو وې او يوازې يوه نيمه څانګيزه ليکنه شننه به يې په پارسي ژبه کله ناکله په انيس ورځپاڼه کې خپروله. له لوړو څوکيو سره يې په ټوليز ډول له ليکوالۍ سره پرېکون وشو. په ادبي غونډو او بيا د پښتونستان
په راديو يي مشاعره کې يې وروستی ګډون هم تر وزارت يو کال له مخه وو چې دخپل شعر پرځای يې د هغې مشرۍ کوله او کرۍ ورځ يې هم راسره په پښتو نستان کمپ کې د پاچاخان ديوه کتاب دخرڅلاو چارې پر مخ وړې وې.
ليکنۍ پښتو يې يو څه مهال د اردو ځپلې پېښورۍ هغې (څوک چې، چاچې، چېرې چې، کوم چې...) تر اغېز لاندې وه، هغه هم په داستاني برخه کې چې استاد الفت يې په خپل((ليکوالي)) اثر بېلګې را اخېستې دي. راوروسته يې د مولانا خادم له کره کتنو سره هغه پېښې نورې پرېښووې او ډېر ژر يې يوه روانه، خوږه او نږه ليکلار راخپله کړه. په نوېزونو کې يې هم برخه واخېسته. پرمختيا(انکشاف)، باور ليک(اعتماد نامه)، باور رای(رأی اعتماد)... خويې د سروزيرۍ پرهماغه لومړۍ ورځ ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وکارول او سم له سمونې د اژانس له لارې رادېو او ورځپاڼوته ور ولېږدول شول.
داسې برېښېده چې د افغان ملت د ګوند نوم په توګه پر (ټولنواک ولسواک) د (سوسيال دېموکرات) را اړونه هم د شفيق صاحب له نويزونو څخه وي او که رښتيا اوسي، نو دوه اټکله ترې کېدای شي، چې يايې له پخواني نامه سره ناباندې وو او يايې ورسره لږو ډېره لېوالتيا درلوده!
د پښتو په ګټه يې ستر نوښت داوو چې په باختر اژانس کې پښتو څانګه له پارسي هغې جلا او خپلواکه کړه. هغه دېته له پخوا نه ځير شوی وو چې د پښتو
د پرله پسې کړکيچو کېدنه له هغې ژبې څخه د ټکي پر ټکي ژباړې زېږنده ده.
ما چې له کلونو کلونو راهيسې هلته د شپې له خوا د يوې پښتو- کره پښتو د غورځنګ د پرمخوړنې په موخه کار کاوه، د هغې څانګې له خپلواکۍ سره مې د يوه تکړه پښتانه پازوال((قدير فهيم)) په ملګرتيا هغه راپيل کړی بهير په پوره ډاډ پر مخ راواخېست. د پښتو ټولنې چارواکو هم نور له بېځايه نيوکو لاس پر سر شول ، ځکه پوه شوي ول چې د شفيق صاحب سيده او نا سيده ملاتړ راسره شته او ننګرهاری يې اړوندو غونډو را استاوه.
ډېره خواشينوونکې پېښه هم داوه، پر هماغه ماسخوتن چې د شفيق صاحب له دوتره د ګرد کابل د ښارمېنو سوچه او ښکلي پښتو نومونه اژانس ته را ورسېدل او وار له واره مو رسنيو ته ور ولېږدول، يوازې راديو خپاره کړل او نور ورباندې ((چنګاښ)) کرښه راکښله. ان تردې چې ارګ او ګردچاپېره سيمه پکې ((شاهي مېنه)) نومول شوې وه او نورې ښارمېنې هم په سترو فرهنګي - تاريخي نومونو!
په دې ډول يې هغه څو مياشتې زياتره پر مخبنايي چارو را وڅرخېدې او بېخبنا يي هغوته يې دومره کابو و نه موندله.
له دغو ګردو اړپېچونو(تضادونو) او منځلارۍ سره سره ترې دا هيله کېده چې که لږ تر لږه  د پاچا تر سيوري لاندې يو پېنځه- شپږ کاله سر وزير پاتې وای، له هماغه ځانساتي دريځ او مخبنايي کارونو سره يې د خپل وروسته پاتې هېواد او هېواد والو د پرمختګ او پرمختيا لپاره ډېر څه کولای شول. له څوکۍ ګوښوالی يې په هره توګه، خو د ژوند رښته ترې اخېستل يو نا بښل کېدونکی انساني جنايت وو. داسې جنايت چې راوروسته د ورته جنايتونو او بيا ناپايو ناورينو نو پيلامه شوه او په هغه لړ کې يې له دواړو کودتاچيانوهم غچ واخېستل شو!
هماغه تره کی يې د بېګناه او وحشيانه وژنې په تړاو په يوه لويه ګوندي- دولتي غونډه کې پرامين را برګ شوی وو او هغه ورته هماغه پلمه ور مخته کړې وه چې د داودخان د وژنې د نيوکې په غبرګون کې يې کړې وه: (( انقلابي پازوال يې په تمانچه ګواښلي ول!)). لا بله بې سرو بوله سپسته يې داچې((يو امريکايي پلوی اخوانی وو!))، خو هغه خوارکي ورسره د خپل سر له ډاره دانه شوه څېړلای چې د سيايې کارت خو همده په جېب کې ګرځاوه او کودتا يې هم د شوروي نه، بلکې د هماغه اَر بادار په لمسه پر ګوند راتپلې وه او د کودتا د بولندوی په توګه يې ډېری پوځي، څارندويي او څارګري ځواکونه وار له مخه په خپله ولکه کې را وستي ول. تره کی يې هم  تر هغې په ارګ کې ښکېل وساته، ترڅو يې پلمه ور برابره کړه او سر يې ور پر کڅوړه کړ.
د ارمانژلي او نيمه خوا پياوړي ليکوال او سياستوال
   موسی شفيق شهيده اروا ښاده او ياد يې تلپاتې!

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي