څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
اسطوره (Myth)

 عربي اسطوره، انگرېزي مېتڅ myth چې له يوناني mathosڅخه آره اخلي او مانا يې (ويی، خبره) ده. ديني پوهنغونډ (Religion Encyclopedia)

ليکي چې يوناني لوگوس logos هم په همدې مانا دی، په دې توپير چې لوگوس په استدلالي ښکالوه (بحث) کې کارول کېږي او مېتوس هغه ويی

دی چې په کيسه او روايت کې راځي. په دې توگه په کيسه او افسانه کې هر کارېدلی يا کارېدونکی ويی اسطوره بللای شواو په ښکالوه (بحث) کې ټول کارېدونکي وييونه لوگوس نومولای شو. لوگوس راوروسته د (پوهنې)

په جاج په يوناني کې د لوگي او په لاتين کې د لوجي په بڼه کارول شوی او عربي د ((لغت)) په بڼه د (ژبې) او (کلمې) په جاج و مانا راپور کړی دی.

(د اسطورې د ښه ترا پېژندنې لپاره: شاه سعود، د پوهاند زيار په شعرکې مېت يا اسطوره، لېمه ١٠ گڼه).

دلته د دې ټکي هېرول هم په کار نه دي چې اسطوره په يوه مهال کې سېمبول هم دی، مانا دا چې دغلته بياهم له سېمبول، په بله وينا، له اسطوره يي سېمبول (mythological symbol) سره مخ کېږو؛ په همدومره توپير چې پر سېمبول باندې پوهېدل اسانه دي او دا کار د کتنې (مشاهدې) او لوستنې اورېدنې له لارې کېدون موندلای شي، خو اسطوره يي سېمبول د پوهېدنې لپاره څه غور و ژورتيا اړينه برېښي. د ساري په توگه بې له دې څوک پر ((اهريمن)) نه پوهېږي چې څه راسېمبولوي او موخه مانا يې څه ده!

که له بل گوټپېره وکتل شي، هره اسطوره او بيا اسطوره يې شعر و کيسه دننه دننه له سېمبولونو سره کار لري، په بله وينا، د اسطورې ژبه له آره سېمبوليکه ده. نو کله چې د اسطوره يي سېمبول نومونه کاروو، موخه مو په ټوله کې د هماغې ټاکلې اسطورې يو بياځلي سېمبولايزېشن دی.

په هره توگه، اسطوره که يو خواد شعر په ژبنۍ سپما او کېښکلتيا کې تر سېمبول هم ډېره ونډه اخلي، بلخوايې د نننۍ هنري جولې په رنگينۍ کې لا په زړه پورې ونډه پرځای کولای شي. ځکه زياتره يوه درسته کيسه او شأنِ نزول رانغاړي. هرگوره، ((مېتولوجي)) نومونه (اصطلاح) مو هم چې تر نورو هنرونو يې په شعرکې د کار اخېستنې زيات ټينگار کېږي، وار له مخه سترگوته (Myth)  نېغ دروي. که نه د دې توک په گډون گرده هنري رغنده ټوکونه يا اوزار، لکه څنگه چې پرله پسې مو راغبرگ کړل، يو مخيز د ((خيال)) زېږنده بلل کېږي او يو هم بهرنۍ رښتينې (واقعي) هستي نه لري او په دې ډول تر ((مېتولوجۍ)) غونډنوم لاندې راځي.

 له هنر او بيا شعر سره د مېتولوجۍ نه شلېدونکی يا ((ديالکتيکي تړاو)) دا رازبادوي چې انسان د رښتينې يا واقعي نړۍ تر څنگه له ((خيالي)) هغې سره هم اړ او تړاو لري. هغه نار ژېدلي ارمانونه او نا خړوبېدلې هيلې او غوښتنې يې چې له وړکينې راهيسې ناځانخبرې (تحت الشعوري)  نړۍ ته چار ناچار  ورتمبول شوې او زېرمه شوې، بې له دې چې پوه شي،دېته يې اړباسي، د همداسې يوه خوالگر په لټه کې شي يا د چا خبره يوې ((خيالي)) نړۍ ته پنا يوسي. نو که يو مخيز يې ورخړوب نه شي کړای، د يوه مُسکن ((دردارامي)) درمل هومره خو يې ور سپکولای او ارامولای شي؛ استېتيکي ( ښکلاييز) ذوق خړوبېدنه، يا په ساده ژبه، خوند اخېستنه که غريزه يي هم وي، له هماغې ناځانخبرې ((زېرمې)) سره ټينگ و ترينگ تړاو لري.

 نېکمرغه به لا هاغه وي چې د مينه وال  پرځای يې پخپله د پنځونې وياړ ولرلای شي. هغه چې دا يوه لار هم پسې نه اخلي، يا به يې رواني ناروغۍ ځوروي، يا به بېلارې کېږي او نور به ځوروي.

راځو دېته  چې يو شاعر هر څومره ډېره او هراړخيزه ((مېتولوجي)) راخپله کړای شي، هغومره نوښتگر پرېوځي. په دې لړکې پر بېلابېلو ذهني انځورونو او سېمبولونو سربېره ((اسطوره)) هم پوره په پام کې ونيسي. داسې هم نه چې پر دوديزو پښتني(دېو، ښاپېرۍ...) او سامي (هابل و قابل، ليلا او مجنون...) اسطورو بسيا پاتې شي، بلکې لا زيات زور پر آريايي (اگنيو، اسورا، دېوتا...)، آرياني (اهورا، اهريمن، ميترا...) او بيا پر نړيوالو، لکه يوناني (زيوس، پرومېتوس، لوگوس...)، رومي (افروديتا، فلورا...)... هغو واچوي. ځکه دواړه لومړنۍ دا ډېرې سولېدلې او د چا خبره گړسره د کرغېړنتيا (ابتذال) تر بريده رسېدلې، هغه هم له ډېر لږ جوليز او مانيز ادلون بدلون سره!

 

ليکوال ښايي، د نوي شعر ړومبنی استازی وي چې هم يې په زړو دوديزو اسطوروکې د ادلون بدلون هڅه کړې او هم يې د دغو نورو په کارونه او دودونه کې تر ټولو زياته ونډه پرځای کړې ده.  په دغه تړاو د شاه سعود له خوا په ياده شوې ليکنه کې له اړوندو بېلگو او هم له نويو کارول شويو هغو څخه  پر يو څو بسنه کوو:

لومړی له د پخوانيو نورستانيانو د خدايگوټو (ارباب الانواعو) له څو نومونو راپيلوو چې په ((الينا)) نومي ازاد شعر راغلي دي:

يوش (د شر خدايگوټی)؛ ترسکن (د انگورو او نورو شرابو- لکه سته، خدايگوټی)؛ يمرا (پنځگر)، مرا (تر گردو لوی پنځگرچې تراوسه پرې لوړي)؛ گېش (د ښېگڼې خدايگوټی)؛ اندر andr (د کرکيلې او ښېرازۍ خدايگوټی) ... (سوزونه او سازونه ١٣٠ = ١٣٥)؛ او بيا ځينې (آريايي، آرياني، سامي، يوناني او رومي) اسطورې د اړوندو بېلگو په غور چاڼ کې وړاندې کېږي:

                                           

- نوړي د ايوا د اهورا د مزدک څلي زما

د اواز سيوري اهريمن په غشو ولي زما

ما د بهمن په پاک قلم واړه له سره وکښل

چې د ازل قلم په برخه ول ليکلي زما،

                                            - - -

- د لمر څرک له نارنجباغه، پر وړانگنو وزرونو

هسک د عرش مزدک پر لوي، براق وزمه والوتلې

ته که ولاړې تر معراجه. د ناپای ښايست تر ستونځه

ماسره کيسې د مينې، دې لا هسې خوبولې،

                                            - - -

- څه د مهال زليخايي ناخوالو

ښکلی يوسف کړ په تزوير زولانه

پرې! شي پرځای د بېگناه ((حسنک))

کوم گناهگار امير وزير زولانه...

(ناچاپ)،

                                            - - -

- د منصورۍ مينې زباد نه دی، څه دی،

دا چې د دار پر لورې لار لنډوو

چې بې اجله مرگ ته ماتې ورکړو

موږ د ((لزار)) پر لورې لار لنډوو

د اورتونو د خوگلنونو په ياد

د ((نووهار)) پر لورې لار لنډوو...؛

                                            - - -

- غږ مې نه رسي تر عرشه، د اسمان لارې اوږدې شوې

 دېوتايان راته راڅېرمه، د يزدان لارې اوږدې شوې...؛

                                            - - -

- روان تخت د سليمان به څه ارمانم

لکه لمر کړم د ((سبا)) پر لورې لاره

- ما امرلې يې د مينې  په تړون کې

 له دايوانه، د مزدا پر لورې لاره...

(زيار، ناچاپ)؛

                                            - - -

- شمر نظر مې زړه تړي سترگو کې

اشنا حسين خاطر شړي سترگو کې

خيالي رستم مې پر تندي پرې ولې

څه جادو گر کاڼی راوړې سترگو کې...

(اختيار سباوون، لېمه ۵ گڼه)؛

په ازادو بېلگو کې:

- مه شه

 چې رود د کهکشان کړي غلی

د اهورا د هسک د لمر

پاک و سپېڅلی تلبلاندی اورتون

او دا د ځمکې ټول پاکزړي مومنان اورپښتي و سولوي

له نهيليه خپل تندي د زره تشت د مړو نغرو

پر خوگلنونو باندې.

پرېږده لمبې د بېزواله اگنيو

                                                                 - لکه سرکښی قهرژلی اورشيند-

چې تک تور کاڼي له يومخې پر ويلوب بدلوي،

تورتپي خيرې د دايوا د گناهونو واړه وسوځوي...

(د سبرونو نڅا ٧-٨)،

                                            - - -

- ستا د ښکلا، ناز و ادا په زمزمي چينه کې

لامبي زما د پاکې مينې د شعر ښکلې حورې

چې د کعبې د سپېڅلتيا د لمر د خدای د نمنځ طواف په نيت

احرام وتړي.

پرېږده،

                           - د خدای په کور کې-

زما د شعر دغه سپېڅلې حورې،

د سر په سترگو له نژدې وگوري

چې د بېلارو ((امتيانو)) د تورتپو گناهو له اغېز

د ((اسود تيږه)) هسې نوره هم تورېږي پسې.

پرېږده زما د جنتي مينې د شعر پرتمينې حورې

هلته وروړاندې د ((مينا)) په پښوکې

ننداره وکړي د جمرو د کاڼو،

                                                                                       - ها د سجيل د سرو سکروټو کاڼو-

له هرې لورې چې راووري هسې

پر تورو دربلو شيطاني ارواوو.

پرېږه،

زما د ((خليلي)) مينې د شعر نازولې حورې

کړي د لوی خدای په پاک سپېڅلي جنتي حرم کې،

په انگازوکې د ((تکبير)) او د ((لبيک)) د نارو...

دا خپل ځانونه دروږ،

دا خپل سرونه بلهار!!!

 (د سبرونو نڅا ١٥

                                            - - -

- ته يې سپېڅلې،

ته اروا د مريم!

... لا د قابيل، هابيل کيسه ده

د هرچا پر ژبه

او د بلقيس او سليمان مينه

له ټولو هېره،

ځمکه فساد نيولې،

 اسمان کې ورېځې دي د کرکې خورې.

لا د يزيد توره رېبي لاسونه... تر پايه

 (سحر، هماغه ١٩- ٢٠

                                            - - -

- - د مېتراد مړينې ښاديانه کې،

د بلهارو داېوو پر درنگو باندې

د تورو ارواوو او بسيو گډامۍ ته

اهريمن د تورې شپې د بري ساز غږوي.

(مفتاح ساپی، نيمگړي انځورونه ٧٨)؛

                                           - - -

ډاکتر بسم الله امير چې په ايران کې يې فلالوجي او بيا اوېستا لوستې، په خپلو ساده نظمونوکې يوه نيمه آرياني اسطوره کاروي، لکه د ((کره چغ)) د ټولگه گۍ په لسم مخ کې:

زردشت،اهورا مزدا، اهريمن، خنثئيتي (يوه دېوه يا ښاپېرۍ)، وېکر ته

k∂r∂taēva (کابل!).

پوهنمل نظري د (نړۍ د ادبياتو افسانه يي الوتونکي) تر سرليک لاندې په لرغونو ختيزو او لويديزو ادبياتو (او فولکلورونو) کې بېلابېل افسانه يې، په بله وينا، اسطوره يي مرغان راپېژندلي دي،لکه:

الکونوست (روسي)، با(مصري)، پېنگ هونگ (چيني)، گارودا اوجتايو

(هندي)، تندر (سوېلي افريقا)، ققنوس (مصر)، عنقا (عربي)، پيسا (امريکايي بومي)، رخ (مراکش)، ديماج (پرسيا)، اويمگيگ (بين ا لنهرين)، سيمرغ، ملاچرگک او بوتيمار (افغانستان، ايران او نور).

نظري په دې تړاو ليکي چې د دې الوتونکو ډېر ډولونه په (خيالي انځورونو او ځانگړتياوو کې) يو له بل سره لږوډېر ورتوالی لري، خو توپير يې د اړوندو ولسونو له بېلابېلو دودونو جالونو او گروهو زېږنده بولي... (د پوره پوهاوي لپاره: ښکلا ٢٩ گڼه ٢٨-٣١مخ).

گران نظري  په دغه ډله کې يوناني ((کسپيراتوس)) يا ((د توپان مرغه)) نه دی  راوړی چې نن سبا پر نړيوال کچ د پرمختللي - چپي شعر يو په زړه پورې اسطوره يي سېمبول گرځېدلی او نژدې ده، په پښتو او پارسي شعر کې هم د دوديزو ( ققنس، عنقا، هما... ) ځايناستی شي!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي