دا په دې مانا چې شاعر له يو حسه د بل حس کار واخلي، د ساري په توگه د (ستا غږ اورم) پرځای (ستا غږ وينم) ووايي. په دې ډول چې کوم انځور رغوي، عيني، نه بلکې ذهني بلل کېږي. هر گوره، دا وړ انځور د عربي، پارسي، پښتو... شعر نن سبا له لويديځه راخپل کړی او په تېرمهال کې يې هېڅ څرک نه دی لگېدلی او په وسمهال کې يې هم د پارسي هومره پښتو ته لاره نه ده موندلې، له دې لامله يې سم له لاسه مټې يوه بېلگه د نوي او ازاد شعر مينه والو مخې ته ږدو:
...لالهاند بادونه بياهم
لا هغسې
سا نيولې لارې څاري
د راتلو ستا
چې دې بوی کاندې
جړوالی د وېښتانو...
(نوې پېړۍ او نوې زرۍ ٣٣)؛
- - -
- زه دې پسرليه له گلانو نه
- پوه شه (د انسان د وينو بوى اورم)
()؛
- - -
- د کڼې دنيا په ذهن کې
- د شنو چغو کرښې کاږم
چې:
د سره تاريخ په پاڼو کې تلپاتې ترانې شي،
زمانو ته افسانې شي.
(کمال مستان: هېواد ورځپاڼه، ٢٣-٧-٦٦)،
- - -
-- د ځنگله د لگېدلي اور له منځه
او د جگو جگو ونو
د مات شوي رنگ د چغو
يوې څړيکې راته وخندل له ورايه
ما وېل اور دی سوزوي مې
چې کتل مې
د غزلو يو شين غږ وو
د ننگيال پر شونډو کېناست.(کمال مستان، لېمه ٦ گڼه)؛
- - -
د دغې لنډۍ د لومړۍ مسرې ((سپوږميه سر وهه راخېژه...)) په بل گړدودي ځېل ((سپوږميه کړنگ وهه راخېژه...)) کې هم يو راز ((نگېرگډون)) ليدل کېږي، ځکه ((سروهل)) د ((سر راهسکولو يا ښکارېدلو)) گړنه ده او ليد وړ کړن دی، خو ((کړنگ وهل)) د ليدو پرځای د اورېدو له حس سره تړاو لري.
بېرته شاته