څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
مدعا (و) مثل

 دا يو داسې انځور دی چې شاعر په يوه مسره کې يو اند يا واند څرگند کړي او په بله کې يې مثل د زباد لپاره وړاندې کاندې. کله هم داسې کېږي چې يو انځور په بل انځور ښه ترا جوت او لا زړه راکښونکی کړي. استاد اسد غضنفر په دې اړه داسې څرگندونې کوي:

((مدعا مثل د هندي شاعرۍ خورا مهم خصوصيت دی. دلته د مرکبې تشبيه غوندې)) څو مشبه او مشبه به موندلای شو خو له مرکبې تشبيه يې فرق دادی چې په مدعا مثل کې شاعر هم يو ذهني مفهوم عيني کوي او هم د مشابه مثال په راوړلو سره د يوې ادعا ثابتول او توجيه کول غواړي. دغه  تخنيک په کلاسيکو استادانو کې تر هرچا ډېر د شيدا په شاعرۍ کې وينو. په اوسنو کې ښاغلی جلان يو داسې څوک دی چې له مدعا مثل سره يې جوړه ده. مثال:

وخت څومره ساده دی چې ټپي مو په رسۍ تړي

چا پر(په) شگو رېگو د درياب مخه نيولې ده

په اوله مسره کې شاعر يوه ادعا وکړه. په دويمه مسره کې يې د هغې د اثبات لپاره تصويري مثال راوړ. دلته هم د مرکبې تشبيه غوندې د مشبه او مشبه به ارتباط وينو.(چا) د وخت،(ټپي) د درياب او(رسۍ) د شگو رېگو معادل دی. يو بل مثال:

وژني مې گام په(پر) گام خو بياهم مينه ناک دی جانان

د سندرغاړي سل عيبونه يو هنر پټوي

چې دلته سل عيبونه د گام پر گام وژلو، هنر د جانان د مينې او جانان د سندرغاړي معادل دی. د مدعا مثل بېخبنا د تشبيه وي خو د تشبيه ادات پکې نه وي او وجه شبه  هم اکثر وخت پکې نه بيانېږي.))(د جلان جادوگر هنر، بهير١٧-٧-٢٠١٠)

 دغه انځوريز چم په هندي سبک کې زيات پر کار اچول کېږي. له دغه پلوه په پښتنو پليونيو کې حميد په هر ډول، خوشيدا بېخپوره له ميرزا بېدل سره سيالي کړې، خو لومړی يې له ستر خوشاله راپيلوو:

                                           

   د عالم ډېرې خبرې، د جهان واړه لښکرې

                                            زړه مې نه ښوري له ځايه، غر خو هسې وي کنه

(خوشال،پ )

حميد يې يوه داسې ښکلې بېلگه لري چې د بيت په دويمه مسره کې يې مدعا راوړې او په ړومبۍ کې يې ورته مثل:

لکه سر د پسه پر اور غاښونه سپين کا

                                                                                       هسې ماته له ډېر غمه خندا راغله؛

-         - -

او د شيدا يو څو غوره شاهکارۍ:

- کړي اثر د درد ناله پر سختو زړونو

تل د دف په وهل چغې جلاجل کا (دېوان١٣٧)،

- د گريانو سترگو آب سوزان آتش وي

گوره ابر! اور د برق پر خرمن بل کا (هماغه١٤٠)،

- د صورت په قوت څه شي بې اسبابه

په شبنم کې کوم نهنگ شناوري کا (هماغه١٦٨)،

- حقارت د افتاده کړه گردن گشه

راغی غر لمن پرغاښ و خاکِ پاته (هماغه٣٢٢)،

- بلندي مې د کهسار په پستۍ بايله

راغلم زه لکه سېلاب و دې صحراته (هماغه٣٢٥)،

- گلرخان يوسي عصمت د زاهدانو

اور د شمعې په صحبت کې دامن تروي،

- فلک بار دی د اکراه پر هرچا اېښی

گوره حال د انحنا په هر هلال کې (هماغه ٧٧٠)،

- د مردانو پر تېغ کله زنگ اثر کا

نه کړه شام د هلال توره مکدره (هماغه ٣٨٠)،

- واښه په خوله کې، د کهکشان نيسي

حال د اسمان وينې، فتنه جويي کړه (هماغه٨٥٥)؛

                                            - - -

- له اسمانه د چا زور برابر نه دی

زمان ځي پر خپله مخه، شپې تېرېږي

قافلې له لارې نه سي اړولای

کاروان ځي پر خپله لاره، سپي غپېږي...

(باري جهاني لېمه ١

 په سپين شعر کې:

که څوک د لوړتيا ججوره و نه لري،

 په هسې وزرو لوړېدای نه شي...

که نه،

ولې به يې:

له موږکه څکالکی جوړولای

او مېږی به يې مرگ ته سپارلای!

(رزم و بزم ٩)؛


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي