څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
مخامختيا يا تقابل (Contrast)

 په دوديز ((بيان و بديع))کې تقابل، تضاد، طباق، لف و نشر، هم له شعري ((صنعتونو)) څخه شمېرل کېږي، خو په لاتيني نومونپوهنه کې د دغو درو سرو پر وړاندې يوازې contrast ډېر کارول کېږي که څه هم له لېکزيکي (لغوي پلوه) دغه ترم يوازې د تقابل انډول دی، د تضاد هغه contradiction او داسې نور، خو په شعر، او نورو هنرونو کې زياتره له همدې لومړۍ نومونې کاراخلي.  contrastپه شعرکې هماغومره اړين برېښي، لکه په انځورگرۍکې د رنگونو په تړاو ؛ په همدومره توپير چې په يوه شعرکې د رنگونو پرځای له ژبنيو توکو سره، له جوليز او مانيز دواړو پلوه، کار لري او هغه دا چې دوه توکي (ويي، وييغونډونه، غونډلې له بېلابېلو جولو او ماناوو سره  يو د بل پروړاندې کارول کېږي. سره له دې چې کونترسټ لکه تمثيل، تجنيس، تلازم او داسې نور پر نړيوال کچ انځورونه نه بلل کېږي او له ټوليزې ليکنۍ يا ادبي ژبې او بيا ((نظم)) سره د ((شعر)) بريد ليکه رغولای نه شي، خو په ښکلاييز رنگ و خوند کې يو ټوليز چار و نقش پر غاړه اخلي. په دې توگه يې هماغه بېلگې راچاڼوو چې يا انځور رامنځته کوي او يا د نورو هنري توکو په ښه تراځلېدا او ښکلاکې مرسته کوي، لکه په دې ورورسته بېلگو کې:

- که تېرېدونی، که پرېوتونی

                                                                 که څوک ښه يونی، که څوک بد يونی

(خوشال، وييزېرمه١٤٧)

- په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم

                                                                 چې له ډېرې ((پيداييه- ناپديد)) شو

 ( خوشال، پ-٣١٠

ستر خوشال په دغه بله بېلگه کې د نښه کړو وييغونډونو له کونترسټ سره د بيت دواړې مسرې سره هم مخامخ کړې دي:

نوره ((واړه پښتونخوا)) پرځای مېشته ده

                                            ((يودازه)) دې زمانې پکې منصور کړم (پ ٥٩١)،

او ياهم:

توره چې تېرېږي، خو گوزار لره کنه

                                            زلفې چې ولول شي، خو خپل يار لره کنه

شېخ دې نمونځ روژه کا، زه به ډکې پيالې اخلم

                                            هر سړی پيدا دی، خپل خپل کار لره کنه

 (پ ٢٧٥)؛

                                            - - -

- ضرورت کا لکه ((غر)) په لمن دفعه

د ((چولې)) فکرونه ولې پرېشان کړې؟

(شيدا، پ٧٤٧)،

- په کور او کلي پورې آتش کړه

ترک خراسان (و)، روم و حبش کړه(هماغه٨٥٤)؛

                                            - - -

چې مې چاته سر ټيټ نه شي، ننگيالی زما ژوندون کړه

زړه زما دې مسلمان وي، تفکرمې د پښتون کړه (حمزه)؛

- د وړو وړو خدايانو دې بنده کړم

 لويه خدايه زه به چا چا ته سجده کړم

ملگرتياکه څو رندان راسره وکړي

دا حرم به يوه لويه ميکده کړم)؛

                                            - - -

-اوس گوزاره د زړه په وينه کوو

 چې حالات ښه شو، بيا به مينه کوو...

                                            - - -

- ستا د ښايست بهارستان نه خاندي

زما زموللی گلستان نه خاندي

لکه غاټول پسرلي پرېښووم پر ډاگ

که گل پرهر مې پر خزان نه خاندي

دي بې سهاره تروږمۍ شپې واکمنې

لمر، سپوږمۍ، ستوري پر اسمان نه خاندي...

(ساندې او سندرې٥٧)؛

                                            - - -                                   

- بنده گان لوټو د ورځې، خو د شپې يادوو خدای

په لمنځو، روژو، حجونو او عمرو يادوو خدای

ملا وايي هرڅه کړې کړه، خوخدای مه باسه له ياده

موږ گناه مينځوپه اوښکو، په توبو يادووخدای

دا بمبلې اوږدې ږيرې مو پرې اېښې هسې نه دي

ننواتې په زارو، واښه پرخولو يادوو خدای

(يو نظم د کاروان پرغزل ٨-١٠-٢٠٠٣)

                                            - - -

- دا مندړ که کليساده، که جومات

يا اورتون دی، که د مينې خرابات

بېل بېل ور دی، ستا د کور پر لوري مات

لويه خدايه، هرې خواته دی ستا ذات!

(هادي، لېمه ١٢ گڼه)؛

- له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستاغوندې ده

شپې ته پناه وړمه، شپه چوپه ده زماغوندې ده

په دغه دښته کې شايد د مينې قتل شوی

په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

...(جيلاني جلان، تاند اوبپاڼه)

                                            - - -

چې قاتل ته ښيي لار زموږ د کلي

ورپسې به وي ازار زموږ د کلي

د خپل کور پته پخپله ورته ښيي

دا ساده ساده هوښيار زموږ د کلي

(هېواد شېرزاد، روزگان ٢١-٢٢گڼه)؛

                                            - - -

پرکلي کله کله باد و باران يوځای راشي

لکه مين ته چې غماز و جانان يوځای راشي

څه ښه تصوير جوړ کړي چې لاس کله دروغځوم

ستا ښکلو سترگوته موسکا او خپگان يوځای راشي...

(عزت الله شمسزی، تل افغان اوبپاڼه).

په ازادو بېلگو کې:

- چې بالښت يې د تاووس له بڼو جوړ وي

او بړستن يې د سمورو له پوټکو

په څه توگه به د کبر لور اگاه شي

چې خواران او بېوزلان زموږ د کلي

    _د طالب او مجاهد په واکمنۍ کې _

د ځوځانو، مارکونډو له پاسه خوب کا!

(عنايت پويان، منصوري چغې)؛

- - -

- واوره باران نه دی

چې په يو رپ کې ودرېږي،

واوره چې ورېږي،

واوره چې ورېږي

نو ورېږي

او ورېږي.

(استاد شپون، تاند اوبپاڼه)؛

                                            - - -

- که ستا د ناز پر شونډو،

د لمر پيغام نڅېدای،

ما به مات کړی وو د شپې د اوږدېدو طلسم.

هله نڅل به مې د څلېر له سپوږمۍ ،

ستورو سره

او ستا د مينې په دروږ کې به مې

زرځله ځان بلهاري کړی وو خپل...

خو، زه خواشينی يم چې:

ته يې لاهسې په درشل کې

د مزدک د ناز غرور ولاړه،

او زما خوله د بېژبۍ له تورو خاورو ډکه!

(نوې پېړۍ او نوې زرۍ ٤٢

                                           - - -

- شپه گبڼۍ ونيوه،

چوپه چوپتيا پر رېږدېدا وکړ پيل،

د کاروان ستوري اسمان لار و نيوه،

شعر راوټوکېده.

که د هر شعر  پيل و پای دی،

 لوی څښتن په خپل قلم ليکلی

خو ته يې زما د هر يو شعر د تول و تال گلپېغله!

(ناچاپ).

                                            - - -

داهم د((زړه اوخوله)) ترسرليک لاندې په يوه سپين شعرکې مانيز او جوليز غبرگ کونترست يا تقابل:

تا له ماسره د خولې خبره وکړه

اوما له تا سره د زړه.

زه دې په خوله وغولېدم

او زړه مې درکړ،

خو ته پر خپله خوله و نه درېدې

اورادې نه کړه...

هو،

داچې ته نه غواړې،

له ماسره د زړه او خوله لار يوه کړې

او يوخوله زړه راسره

پر يوه لار پل کېږدې،

نو بس:

نوره دې رانه خوله ونيسه،

خوله مې مه لټوه

او زړه مې مه سپړه،

او څنگه مې چې درکړی،

هغسې يې روغ رمټ بيرته راکړه...

نوره نو،

زياتي ته پوه شه او خوله دې

او

زه پوه شه او زړه مې!!؟

(اندوژوند٩٤-٩٦).


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي