څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
شعري تړنگونه (ترکيبونه)

 په شعري کره کتنو کې دا زياته دود ده چې وايي: پلاني شاعر خورا ښه او ښکلي ((ترکيبونه)) هم کارولي دي. په دغه تړاو استاد اسد غضنفر داسې ليکي:

(( په ترکيب کې چې له دوو ياتر دوو ډېرو کلمو رغېږي، يوه نوې مانا مومو. ترکيبونه پر څلورو ډولونو وېشلای شو: اضافي، وصفي، تشبيهي او استعاري ترکيبونه. د پښتو پخوانو شاعرانو به ترکيبونو ته ډېره توجه نه کوله. په شلمه پېړۍ کې د هنر دې اړخ ته توجه وشوه...: د جلان جادوگر هنر، بهير١٧-٧-٢٠١٠)).

دلته ((ترکيب)) د وييپوهنې او بيا وييرغاونې(Word formation) په جاج نه، بلکې د غونډله پوهنې(نحوې) په جاج کارول کېږي او له همدې اړخه  د ژبپوهنې په نومونه کې نحوي تړنگونه(ترکيبونه)، په بله وينا، غونډونه (عبارتونه، فقرې) بلل کېږي. په دې توگه لومړي ډول ته((نحوي ترکيب)) ويل کېږي او دويم ډول ته(لغوي ترکيب).

 لومړی ډول د دوو يا زياتووييونو او وييکو(اداتو) يوه ټولگه ده چې په يوه غونډله(جمله) کې د يوه شننوړ او ونجوړ(قابل تعويض) يوون(يونټ، واحد) په توگه يو ټاکلی پښوييز او مانيز چار پرځای کوي، په نورو ټکو، يوه غونډله لومړی پر غونډونو وېشل کېږي ، لکه واخلې(سپوږمۍ او  زمری- د مازيگر پر درد بجو- په ملي بس کې- يوه سترادبي بنډارته- ځي) غونډله. لغوی ترکيب بيا له دوو يا زياتو وييونو او وييکو څخه داسې رغښت مومي چې نه يوازې شننوړ او ونجوړ نه وي، بلکې پر دې سربېره  يې بېلابېل رغنده توکي له نحوي پلوه د يوه يوازېني فشار او (حالت: اصلي، مغيره) اړوند(تابع وي، لکه:  پيمخی، سترگوږی، تمځای(تمځی)، ژبپوهنه، کتنپلاوی، له اوښکو ډکې سترگې، ژب-ساپوهنه... .

په دې لړکې شعري غونډونه يا((ترکيبونه)) هم د نورو غونډونو غوندې تر هرڅه له مخه د اړوندو غونډلو(جملو) د يوونونو(واحدونو) په توگه، د جوليز،  نحوي جوړښت، چار و مانا له مخې په پام کې نيول کېدای شي او هله بياله شعري- هنري پلوه؛ او داچې له آره  نحوي غونډونه دي، نو اړينه نه ده چې تل دې رغنده توکي يوازې خپلواک وييونه وي، بلکې، لکه له مخه چې ورته نغوته وشوه، ناخپلواک هغه( وييکي: د، له، په، پر، تر، سره، لاندې، باندې، کې، پوری، پسې، او...) هم رانغښتای شي او په دې لړ کې د همدغو څلورگونو تړنگونو((توالی اضافات)) چې په دوديزو ادبي فنونو کې ويار(عيب) بلل کېده، اوس يې په ښېگڼو کې شمېرل کېږي.

دادی، دلته يې څو بېلگې وړاندې کېږي:

برندې سترگې، لکه: د اسمان ستوري، په سترگو سترگو کې،  پر بلۍ ولاړه نجلۍ، سر پر زنگون، د وختو د اسوېلو تر سيورې لاندې، پر ورېښمين بستر د ناز، د لمر په څڼو کې، د ښېراز باور گوگل، د گل او بلبل په ژبه، بادونو لولنگرو، د کرلو پرنډو وينو د گلمينو گلبڼونه، د سپېدو د خزانزمولو سپېدارونو شنه خوبونه ...(ساندې او سندرې ٢٦،٨٢...).

هرگوره،استاد غضنفر شعري تړنگونه په څلورو نومېرلو(مشخصو) ډولو اضافي، وصفي، تشبيهي او استعاري هغو کې رالنډ کړي چې هغه هم د نوموالو غونډونو يوه برخه رانغاړي.که نه، يوازې په نوموالو کې اضافي داپېنځه ډوله دي، همداسې توصيفي، بدلي، عددي، متممي، قيدي... او ورپسې فعلي ډولونه هم همداسې درواخله.

په هره توگه، د تړنگونو هماغه ساده ډولونه هم چې د دوو خپلواکو(ساده يا مشتقو) وييونو تر څنگ له اضافي(د) پرته پکې نور وييکي دومره برخه نه اخلي، تر يووستويو وييونو څخه  دشعري انځورونو (اېماژونو)، په ټوليز جاج، د((شعريت)) لپاره ښه ترا لياره هوارولای شي، او د ژبني پوتنسيال د آر له مخې يې زېږون ناپايه (نامحدوده) دی، په بله وينا، شاعر يې له اړتيا سره سم هرڅومره ډېر رامنځته کولای شي او هېڅکله له تنگسې سره نه مخا مخېږي.

 

استاد غضنفر هڅه کړې، د جيلاني جلان د شعر دارزونې په ترځ کې هماغه څلور ډوله رابرسېره کړي:

((د مازيگر په(پر) زيړ جبين به گل گل وکرل شي

دا ځوان گودر به اوس د نجونو په مذهب غږېږي

دلته زيړ جبين وصفي ترکيب دی. د مازيگر زيړ جبين، استعاري ترکيب دی. ځوان گودر هم استعاري ترکيب دی. مانا داچې گودر له انسان سره تشبيه شوی دی. بياد تشبيه يو اړخ يعنې مشبه به(چې دلته انسان دی) حذف شوی او يوازې يوه ځانگړنه يعني ځواني يې ياده شوې ده او د نجونو مذهب اضافي ترکيب بولو، ځکه مذهب مضاف او نجونې مضاف اله دی.

متل دی وايي، د شال او شړۍ نه سره کېږي، خو په پکتيا کې شړۍ ښکلې او رنگين لباس دی. جلان وايي:

دې ته سور غرور هم گونډه ماتی شي، سجدې کوي

دا د پسرلي شړۍ د لمر په(پر) اوږو ښخه ده

دلته سور غرور وصفي ترکيب(غرور موصوف او سور صفت دی) او د لمر اوږې استعاري ترکيب دی. د ښاغلي جلان شاعري له اسعاري ترکيبونو مالاماله ده. د ده ترکيبونه کابو ټول د ده خپل دي.

ژبپوهان وايي چې په ځينو ژبو کې ترکيب جوړول اسانه دي، خو په ځينو نورو کې اسانه نه دي ... . جلان د نوي انځور د جوړولو لپاره، د مانا د رسولو لپاره او بل د تناسب په خاطر ترکيبونو ته مخه کوي. دی وايي:

زموږ د کلي له اسمانه هر چا کړې ولجه

 چا ترېنه لپو کې سپوږمۍ وړې چا لمر وړی دی

دلته د کلي د اسمان ترکيب په ورپسې مسره کې له لمر و سپوږمۍ سره هم د انځور په بشپړولو کې برخه اخلي، هم تناسب زېږوي.)) (د جلان جادوگر هنر، بهير١٧-٧-٢٠١٠)

 دا خبره چې ترکيب جوړول په پښتو کې د نورو ژبو اوبيا پارسي هومره اسان نه دي، سمه نه ده، ځکه، لکه چې په همدې څپرکې کې رڼا واچول شوه، هره ژبه ((يو ناپايه رغاونيز پوتنسيال لري))، دا بېله سکالو ده چې په پښتو او بيا شعر و ادب کې له دغه پټ توانه د نورو او بيا پارسي ژبې هومره کار يا گټه نه ده اخېستل شوې! 

مرکب تشبيهات

استاد غضنفر  په اړونده ليکنه کې د دغې شعري ټولۍ(مقولې) په تړاو ليکي: ((له ترکيبونو چې راتېر شو، د جلان د شاعرۍ بله مهمه ځانگړنه مرکب تشبيهات دي. په دې جمله کې چې وايو، هغه د سپوږمۍ غوندې ده، يوه مشبه او يوه مشبه به لرو. که مشبه او په تېره مشبه به تر يو زيات شي، دابيا مرکبه تشبيه بلل شوې ده. جلان له دې درکه هم په پښتو کې ډېر ساری نه لري. جلان وايي:

چې پسې وژاړم ښه وژاړم دمه مې وشي

لکه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځي

دلته ژړا او يخې اوبه او د تبې وتل او دمه کول سره تشبيهي ارتباط لري. مرکب تشبيهات بشپړې منظرې راکوي او د تصوير جوړولو عالي ډول دی...)).

هنري صفت

استاد غضنفر دا بديعي صنعت داسې راپېژني:... کله چې صفت ياد کړو او موصوف پرېږدو، د صفت دې ډول خيال پاروونکي استعمال ته هنري صفت وايو... . د خوشال خټک په دېوان کې د هنري صفت مثالونه نسبتاّ ډېر دي. په اوسنو کې جلان يو هغه شاعر دی چې د هنري صفت کامياب مثالونه لري:

پرون يې تاپسې دنيا چڼ کړه خبر يې کنه(که نه)

سپينچکه، لمر درنه يو څو جلوې په پور اخلي

چې دلته د سپينچکه  صفت د موصوف له ذکره پرته راغلی دی...))(د جلان جادوگر هنر، ادبي بهير١٧-٧-٢٠١٠).

 

سبکي گډوډي(اضطراب)

زموږ د دوديزو ادبي فنونو او نوې ادبپوهنې استاد ، غضنفر دغه ټولۍ (مقوله) له يوې بېلگې سره داسې راپېژني:

((... د سبک له اضطرابه منظور دادی چې کومې کلمې ياد ليکلو کوم طرزونه چې يو له بل سره نه کوشېرکېږي، سره يوځای کړو. د ښاغلي جلان په دا لاندې بيت کې د ساينس او  مقالې د ژبې کلمات د ادب او غزل د ژبې له کلماتو سره يوځای شوي خ کوشېر شوي نه دي او د سبک اضطراب يې پيداکړی دی:

هلته ساينسدان د لوړ تخنيک په تار ډبره تړي

دلته گلژبې سمندر په يوه خبره تړي


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي