څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
نوي شعري جاجونه (مفاهيم)

 پر نړيوال، سيمه ييز او هېوادني يا ملي کچ د سېمبولونو اواسطورو تر څنگ يو لړ سياسي، فرهنگي... جاجونه (مفا هيم)، د وييونو، تړنگونو يا غونډونو (عبارتونو) او بيا نومونو (ترمونو) ټوليو (مقولو)، گړنو او متلو په بڼه، چې د رسنيو له لارې يې وسمهالي شعر ته لار موندلې او زياتره پر  ن،يوالوسېمبولونو اوښتي دي، په وسمهالي پښتو شعر کې هم نن سبا په آره يا اړولې بڼه لږو ډېر را دود شوي دي، لکه:

توروسپين، تورداغ، د خطر زنگ، سور څراغ، زرغون څراغ (ورښوول يارڼاکول)، ښی، ښيلاسی، کيڼ (لاسی)، پرمختللی (مترقي)، ځانساتی (کنسرواتيف)، سمونوال، تور (بنسټپال)، توره (ديني بنسټپالي يا ارتجاع)، سور (کمونېست)، سره (کمونېستي ارتجاع )، سپين (پانگوال، پانگواک)،  سپينه (پانگوالي ارتجاع)، نړيواک(جهان سالار)، نړيواکي (جهان سالاري، جهانباني)، نړيخور (جهانخوار)، زبرځواک، شپږم ستون (رسنۍ)، پېنځم برج (سوسيالېزم)،  صليبي جنگ يا جگړه، د تعميدلمبا (غسل تعميد)، سمندري غله، بېل يې کړه، اېل يې کړه (تفرقه انداز و حکومت کن)،خوره او مه مره (بخور و نمير)، کور ډوډۍکالي يا کورکالي ډوډۍ، تورې اوبه، تر تورو اوبو آخوا (oversea-s)، شمال و جنوب(شمالي نيمه کُره او سوېلي نيمه کُره) سپين چک، د غروې اوښکې (اشک تمساخ)، د مرگ و ژوند خبره (سوال مرگ و زنده گی)، د تونل پای (نه ښکارېدل...)، توره طلا(تېل)، يانکي (امريکايي)، چوپ ډېری (اکثريت خاموش)، مختوپانې چوپتيا يا تر توپانه مخکې خاموشي، فاضلۀ مدينه، دعاج ماڼۍ يا برج، تاج محل، د خوراړو (جذاميانو) ټاپو، له زانگونه تر گوره...؛ د ظلم و تېري سېمبولونه، لکه يزيد، شمر، حجاج، چنگېز، هلاکو، تېمور، مغول او ورسره تړلې مغلو اله، هيتلر، موسولونې، فرانکو، پلپوټ، پېنوچېت او بيا ورسره زموږ خپل هممهالی سيال...؛

پرنړيوال کچ يو لړ تاريخي نوميالي او اتلان، لکه  سپارتک (درومي مرييا نو سر غندوی اتل)، سزار، هراکلس (يونانی پهلوان)، سکندر، کېلو پاترا (د مصر ټولواکمنه)...؛ او بيا زموږ خپل دا، لکه يما، جمشېد (او ورسره تړلی: جام جم)، ويشتاسپ، گشتاسپ (لرغونې شاهي اسپه کورنۍ تر ټولو له مخه د پښتنو له ساکي نيکونو سره تړاو درلودلی)، ساک ياسهاک، سړبن، غلجی، غرغښت، بېټنی،کرلاڼی، ويما، کنېشکا،اوشاش، زرينه (ساکي ټولواکمنه)، روکسانه يا رخشانه (د سکندر ساکه-پښتنه مېرمن)، زرتشت (زردشت)، سپين تومان (د زرتشت ستاينوم)، يا نيم تاريخی اتلان، لکه سيستانی کک، رستم، زال، اسفنديار، کابلۍ روبابه او سودابه...؛

او  زموږ بشپړ تاريخي او ملي اتلان، لکه:

ابراهيم لودي، شېرشاه سوري، بايزيد روښان، خوشال خان، ميرويس نيکه، نازوانا، احمد شاه بابا،اکبرخان، عبدالله خان اڅکزی، محمدجانخان، غازي ادې، امين اله خان لوگری، ميربچه خان، مسجدي خان، محمدشاه بابکرخېل، ايوب خان، ملالۍ، ملامشک عالم، محمد عثمان تگاوی،د هډې صاحب، چکنور ملاصاحب، د ترنگړو حاجي صاحب، امان الله خان، غفارخان، صمد خان، ميرزا عليخان...؛

 د نړيوالو تاريخي- جغرافيايي ځاينومونو، لکه بابل، نينوا... ترڅنگ زموږ پخواني او يوناني، لکه: باکتريا، باختر، بخديانا، پاروپاميزاد، اکسوس (امو)، اندوس (اباسين)، اراکوزيا (ارغستان، گندهارا (کندهار!)، هريوا (هرات)، مرغنا (مرغاب)، نياسايا (ميمنه)، زرنگيا (سيستان)،کبورا(کابل)، لو کرنا (لوگر)، الينا (نورستان)، لام يا لمپاکا (لغمان)، پروانتا (پروان)، کاپيسا، پنتهېر (پنجشېر)، گنزه(غزنی)، ويهارادک (وردگ)،  ناگرويهارا (ننگرهار)، اجنپور (رحمت ځواکمن) يا د استاد حبيبي د څېړنې له مخې دنپور (جلال اباد)، باگرام (پېښور)، اوديانا (سوات) سواتسو (د سوات سيند)، روه، روهيستان، روهليکنډ... .

استاد پژواک د لومړي شاعر په توگه  خپل ملي دا ړومبی ځل په پښتو شعرکې تر ډېره کارولي دي او ليکوال په يوڅه زياته کچه، چې هرگوره استاد کهزاد په خپل زاړه تاريخ کې له څه ناڅه ((فلالوجيکي)) تېروتنو سره له اوېستا او شاهنامې څخه راچاڼلي چې پر وړاندې يې د دوست شينواري (افغانستان په اوېستا کې) يو څو بېلگې له تاريخي ژبپوهنې سره يو څه زياتې باوري برېښي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي