څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د وگړني يا گړني پښتو شعر جوليز رغښت

 د هرې دوديالې (مهذبې، متمدنې) ټولنې ادب تر هر څه مخکې پر گړني او ليکني ادب وېشنه مومي:

(و)گړنى (شفاهي)، يا ولسي (فولکلوري popular) ادب د هرې ټولنې په هماغو لومړنيو بشپړتيايي پړاوونو اړه لري چې ليک يې لا نه درلود، خو دا  وړتيا پکې وه چې د نورو هنرونو په څېر دغه ژبنى هنر هم وزېږوي او د نثر يا نظم په بڼه يې يو بل ته خوله پر خوله او سينه پر سينه ولېږدوي او له دې سره يې زېږندوى يا ويونکى د زمانې له ياده ووځي، بيا نو د اړوندې ټولنې يا ولس گډ مال شي او کوم ټاکلى يو گړى (فرد) يې پخپل نامه نومولاى نه شي.

کله چې ټولنه د ليک و لوست پړاو ته ورگډېږي او ورو ورو پکې ليکنى ادب وده ومومي، نو( و) گړنى ادب هم هماغومره ورو ورو له دوده لوېږي، هم د پنځونې له پلوه او هم د کارونې له پلوه. دا ځکه چې ادبي او رواني تنده يې نوره زياتره په دا دويم ادب خړوبتيا مومي او (و)گړنى هغه يې ورسره هسې په څېرمه ډول خپل نيمژوانده شتون  پر مخ بيايي او پخوانى برم ورته نه پاتې کېږي، او په پاى کې هم د خپلې ټولنې يو تاريخي- فرهنگي ټوک (جزء) او پاتوړې (ميراث) گرځي.

"په ډېرو وروسته پاتې ټولنوټيزو اړيکو (اجتماعي- اقتصادي مناسباتو) کې د ښکېل انسان ډېر ساده (ابتدايي) انگېرنې، اندونه او ولولې د هغه د ژوندانه د توکيز (مادي) او مانيز چاپېريال انگازه ده. اړتيا هغه دې ته رابولي چې وانگېري، سوچ او اټکل وکړي او خپلو رواني تمايلاتو ته هنري بڼه ورکړي". (کرگر: څو ادبي يادونې، ٤٥ مخ).

زموږ په پښتني ټولنه کې چې ډېری يې په ليک لوست نه پوهېږي، د (و) گړني ادب زېږون لا لږ و ډېره شته دى. دغلته تر پرمختلليو سيمو زياتره ( بېنومه او نيمڅرگند) ولسي ادبي ژانرونه زيات دود لري او ان تر دې چې هره خبره يې له لنډۍ يا متل سره وي او يا د کوم ولسي شاعر له يو نيم بيت سره.

 په ځينو سيمو کې خو تر اوسه، يا تر پرونه يوازېنۍ (و) گړنۍ بڼه پاتې شوې ده. د ساري په توگه دېرش څلوېښت کاله له مخه د پکتيا او پکتيکا په سيمو کې د ليکني ادب څرک هېڅ نه لگېده او يوازې ( و) گړنى شعر و ادب او ورسره تړلی ټنگ ټکور واکمن وو، لکه واخلې، د  دويم يا نيمڅرگند غوندې اړوند "شييران" چې په سملاسي (فى البديهه) ډول يې له ټنگ ټکور سره شعرونه او بدلې ويلې او دا چې ناليک لوستى ول، همداسې گړني به پاتې کېدل او يا به د هر چا بېرته هېرېدل. په خوست او ځاځيو کې دغه راز شييران د يو لړ نويو را پيدا شويو ليک و لوست والا شاعرانو تر څنگ لا هغه پخوانى گرانښت او منښت لږ و ډېر ساتلی دی.

انگرېز پښتو پوهاند د پښتو (و)گړني ادب  دوه گونی وېش لپاره زموږ تر کورنيو (دوديزو) پوهانو، څه ناڅه يوه غوره تخنيکي  بريد ليکه راکښلې، لومړۍ ((بېنومه)) برخه يې، رښتينې وگړنۍ برخه بللې او ورسره ورسره يې د دارمستېتر غوندې (popular songs) نغمې، سندرې نومونه کارولې او له دويمې سره وگړنی شعر (popular verse-s). مانا دا چې له آره سندرې او نغمې رانغاړي او دويمه برخه يې پر وړاندې، هر گوره ((شعرونه))، په بله وينا، د لومړۍ هغه رښتينې برخه وار له مخه يوه ((سندريزه)) پنځونه ده او دويمه وار له مخه يوه ((شعري)) پنځونه.

 بلخوا ليدل کېږي، دغه دويمه برخه هم يو رنگ نه ده او د ويونکيو اکر وکر(حالت و هويت) يې سره توپير لري او هغه دا چې په دوی کې څوک نيمڅرگند دي او څوک پوره څرگند، نو، دېته اړ وځو، په ټوليز ډول (و) گړنۍ سندرې (popular songs) او وگړني شعرونه  popular verses شعر پر دوو نه، بلکې پر درو غورو ډلو يا ټوليو (کتېگوريو)  ووېشو:

لومړۍ ډله هغه سملاسي (فی البديهه) لنډې نغمې راځي چې د کار پر وخت، پر لاره او ياهم له ملي اتڼ سره بولل کېږي، د وگړني شعر دا برخه زياته آره او رښتينې بللای شو؛ زيات دوديز رنگ لري او بېنومه ده.

دويمه ډله چې ويونکي يې نيمڅرگند يا نومورکي دي او د څانگيزو سندرغاړو له خوا بولل کېږي. په دې ډله کې، د لومړۍ هغې  تر پليونۍ او اغېز لاندې ويل شوې لوبې، بدلې، بگتۍ، لنډ لنډ رزمي، بزمي ... شعرونه راځي.

درېيمه ډله هغه ده چې ويونکي يې  پوره څرگندو نومور دي او د څانگيزو سندرغاړو له خوا بولل کېږي. په دې کې مقام، رباعي، غزل، چاربيته او (پېيلی) داستان راځي چې غزل يې ، هرگوره له ادبي هغه سره خورا ډېر توپير لري.)) (مکنزي ٣٢٠ مخ)

څرنگه چې زموږ خبرې تر هر څه له مخه د پښتو شعر پر  څپيز- خجيز سېستم راڅرخي، نو پر همدې لومړۍ يا بېنومې برخې يو څه ډېر تمېږو او له دويمې نيمڅرگندې او درېيمې څرگندې برخې سره ځکه ډېر نه پېچېږو چې دا دواړې برخې د پښتو شعري سېستم لپاره آر بنسټ نه، بلکې د لومړۍ آرې او نږه وگړنۍ برخې سره په گډه پر خپل خپل وار د ادبي (ليکنۍ، دېواني) برخې ترمنځ تش د يوه  پله هومره چار پرځای کوي. دا دی، درې سره برخې پر خپل خپل وار پرله پسې د مينه والو مخې ته ږدو:


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي