څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
١ ـ لنډۍ

 لنډۍ د پښتني وگړني ادب يو داسې شعري او سندريز ځېل (ژانر) دی چې د څومره والي، ټوليزوالي، گرانښت و منښت له پلوه ورسره بل هېڅ ځېل سيالي نه شي کولای. بېلابېل نومونه او ستاينومونه ، لکه لنډۍ، ټيکۍ، مسرۍ، ټپه،اواز، بدله، سندره (لايق)، ټپۍ، ټپکۍ (يادويگا)، غريبۍ، غرنگۍ (رفيع)، يې هم زموږ د خبرې پخلی کوي. بل ارزښت يې په دې کې نغښتی چې د پښتو آر او رښتيني شعري ((څپيز- خجيز)) سېستم يوه تيپيکه مخبېلگه گڼل کېږي. که د د غه توليز (وزني) رغښت له پلوه د (گړني او ليکني) قافيه وال او ازاد شعر رانغاړي، د مسره ييزې نابرابرۍ او ناقافيه والۍ له پلوه بيا په ځانکړي ډول د ازاد شعر لپاره يو داسې پوخ بنسټ جوړوي چې پرديو  پېښو او پليونۍ ته د چا پلمه نه پاتې کېږي او نه څوک پر اوسني پرله پسې رادودېدونکو ازادو شاهکارونو دا ټاپه لگولای شي.

 لنډۍ يو داسې خپلواک دوه مسره ييز، په بله وينا، يو بيته شعر دی. لومړۍ مسره يې نه څپيزه او دويمه يې ديارلس څپيزه ده چې وروستۍ ناخجنه څپه يې يو موزيکال اهنگ رامنځته کوي. له خجيز پلوه يې له سره تر پايه پر هره څلورمه څپه يو غوره يا پياوړی خج ټيکاو لري او تر څنگه يې  نورې څپې په اړوندو وييونو کې خپل خپل خجونه هم ساتي، خو د هماغو غورو يا پياوړو شعري خجونو تر اغېز لاندې کمزورتيا مومي ، خو بيا يې هم که ويونکی يا بولونکی بېخي وغورځوي، په بله وينا، له تول و تاله يې بلهار کړي، نو د بل هر شعر په څېر دغه ټولمنلی وگړنی شعرهم له ژبنۍ او مانيزې نيمگړتيا سره مخامخېږي.

 د اهم د لنډۍ د بې کچه گرانښت او منښت ښکارندويي کوي چې د بېنومه (و)گړنيو شعرونو او بدلو تر بل هر ځېله يې پنځون او زېږون زيات دی او هېښنده يې لا دا چې پر نالوستو پرگنو سربېره پکې لوستي او بيا شاعران هم پټه او ښکاره برخه اخلي؛ او رښتيا هم له ډېرو بېلگو څخه يې دا څرک پوره لگېدای شي چې پنځگر يې بايد هرو مرو ليکلوستوال او پاخه وينا وال اوسي، نه يوازې له هنري، بلکې  ژبني پلوه هم لکه چې وايي:

                                            ديدن مې کورته پسې يووړ

                                                                                       پر قدردان اشنامې ځان بېقدره کنه

دا بله بېلگه خو لاڅه کړې، څه کړې چې د حميد مومند د دېوان د کومې لاسکښنې (قلمي نسخې) پر دوتنه را پاتې ده او له سبکه يې هم دا پوره جوتېدای شي چې د همدغه نوميالي شاعر رغاونه اوسي:

                                                                 سينه مې دېگ،زړگی مې غوښې

                                                                                       اوښکې اوبه دي، بېلتون اور پسې کوينه

د امير شېرعليخان (شاهي پېر١٨٦٣-١٨٧٨) په نامه هم د ځينو بېلگو يادونه کېږي، او ديوې داسې بېلگې څرک يې لگول شوی چې د واکمنۍ او ژوند په وروستيو شېبو کې يې له ډېرې نهيلۍ نه پر خوله راغلې وه:

                                                                 د غم لښکرې راپسې دي

                                                                                       د پادشاهۍ تاج مې پر سر له ملکه ځمه

د دې لپاره چې) د دغه ولسي مرغلرو د ((غلا)) مخنيوی شوی وي  او ورسره ورسره ((هايکو) نه وي ننگولې، ليکوال يې تر څنگه له پېنځيزونې (تخميس) سره (( ټپيزه)) نومې شعري لړۍ را نښلولې او نن سبا يې ښايسته ډېر دود موندلی دی. 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي